حدیثد محدثينو ژوند ليكونه

صحیح البخاري او امام بخاري . ليکوال: عبدالرازق صافي

د الله تعالى د كتاب وروسته تر ټولو صحي کتاب صحیح البخاري دی. ليکوال: عبدالرازق صافي

د اسلام دښمنان تل کوښښ کوي چې څرنګه وکولای شي چې مسلمانان بې دینه یا لږ تر لږه پخپل دین مشکوک کړي، د دې لپاره د مختلفو لارو چارو څخه استفاده کوي چې په سر کې د شبهاتو راپارولو لار ده، یوه مشهوره شُبه یې داده چې څرنګه کیدای شي چې په دریمه هجري پیړۍ کې یو څوک لرې په بخاری کې پیدا شوی، عرب هم ندی، بیا دې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د حدیثونو – د ویناوو، افعالو او تقریراتوـ په اړه یو داسې کره کتاب ولیکي چې صحت او دقت ولري؟
ځیني هغه فرهنګیان چې یوازې مطالعه لري او څه نا څه په نورو ژبو پوهیږي د مستشرقینو شبهات او اعتراضونه پښتو یا فارسي ته راژباړي او بیا ځان داسې ښکاره کوي چې مونږ هم په بخاري کې متضاد روایتونه پیدا کړل، اوس حق لرو چې صحیح بخاري نقد کړو ځکه هغه ډیر داسې حدیثونه راوړي دي چې د باب سره ربط نلري، د نورو م‍ذاهبو د تایید حدیثونه په قصدي شکل نه ذکر کوي، ډېر حدیثونه يې مکرر دي او داسې نورې خبرې…
زه په لاندې لیکنه کې یوازې د امام بخاري په ژوند او د هغه په کتاب «صحیح بخاري» په اړه یو څو کرښې لیکم، او د فرهنګیانو په اړه قضاوت تاسو ته پریږدم .
لومړی: د امام بخاری – رحمه الله – پېژندنه
د امام بخاري پوره نوم ابو عبدالله محمد بن اسمعیل بن ابراهیم بن المغیرة بن بَردزْبَه دی، امام بخاري د شوال میاشتي په دیارلسمه نیټه د جمعې په شپه په کال ۱۹۱هجري چي د (۲۰ جولای کال ۸۱۰ م) سره سمون خورې د ازبکستان په بخاری کې پیدا شوی دی.
امام بخاري په کوچنیتوب کي یتیم شو، زده کړې په ماشومتوب کي پیل کړې، تر ټولو لومړی یې قرآن کریم حفظ کړ، د لسو کالو ؤ چې د حدیثو په یادو یادول يې شروع کړل، په شپاړس کلنۍ کې د حدیثونو تدریس شروع کړ خو بیا يې په اسلامی نړۍ کې د علم ټول مرکزونه لکه بلخ، مرو، نیسابور، الری ـ اوسنی تهران – واسط، بصره، کوفه، بغداد، مکه ، مدینه، جدة، فسطاط، عسقلان، قیسریه، دمشق او داسې نور د حدیثو د زده کړې لپاره د خپو لاندي کړل، چې ټول ټال مزل ( ۱۴۰۰۰) کیلومتره مسافه جوړیږی، اوه کاله مسلسل د کور کلی مسافر ؤ.
د استادانو شمیر يې تقریبا زرو تنو ته رسیږي، د هغه د اقرار مطابق يې ټول(۶۰۰۰۰۰) شپږ لکه – صحیح، حسن، ضعیف، او په مختلفو اسنادو- حدیثونه را جمعه کړل.
شهرت کې اخرې درجې ته ورسید، ملګرو استاذانو او د اسلامي امت علماء کرامو د حدیثو په علم کې د هغه په امامت باندې اقرار وکړ، د حدیثو په پوهه کي د «امیر المؤمنین ) لقب وګټه.
د حدیثو د علم درې مشهورې څیرې امام مسلم بن حجاج د صحیح مسلم لیکوال، ابن خزیمه د صحیح ابن خزیمه لیکوال او امام ترم‍ذی د الجامع لیکوال يي شاګردان دي. ډیر تصنیفات لري خو تر ټول مشهور يې صحیح البخاری، التاریخ الکبیر، الأدب المفرد او جزء رفع الیدین فی الصلاة والقراءة خلف الإمام دي .
په بوډاتوب کې د بخاری امیر په تکلیف کړ، د هغه څخه یې د سمرقند یو کلي ته هجرت وکړ، هلته ناروغ شو او د واړه اختر په شپه په کال (۲۵۶هــ) کې دری شپیته کلونو په عمر وفات شو، د اختر په ورځ يې جنازه وشوه او قبر یې د سمرقند په ښار کې دی.

دوهم: صحیح البخاري:
امام بخاري خپل کتاب ته «الجامع المسند الصحيح المختصر من أُمور رسول الله صلى الله عليه وسلّم وسننه وأيامه» نوم کیښود خو د پخوا نه تر اوسه د مسلمانانو ترمنځ د(صحیح البخاري ) په نوم شهرت لري.
زرګونو شاګردانو ته یې پخپله تدریس کړي دی. د امام بخاري یو نږدی شاګرد محمد بن یوسف الفربري وايي( چی زما سره (۷۰) زره کسانو د امام بخاري نه د هغه کتاب اوریدلی دی.
د حدیثو د تاریخ پوهان وايي: امام بخاری یوه ورځ د خپل استاد اسحاق بن راهویه نه داخبره واوریده چې هغه ارزو یې وکړه: که څو ک د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د صحیح سنتو یو مختصر کتاب راجمعه کړي، نو یو ستر کار به یې کړي وي، دا خبره د امام بخاری زړه ته ځای پیدا کوي او د کتاب په جمع کیدو پیل کوي او د خپل استاد ارزو ته د عمل جامې په تن کوي.
یو بل روایت کي دا هم راغلي دي چې امام بخاری پیغمبر صلی الله علیه وسلم خوب کې ولیده چې مخې ته ولاړ دی او لاس کې پهکي دی او د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم څخه مچاڼ شړی، د خوب تعبیر کونکي ورته وویل: چی ته به ترې دروغ شړی او د حدیثونو ساتنه به يې کوي همغه وه چې د د صحیح حدیثونو یو ستر کتاب صحیح البخاري ولیکه.
د صحیح البخاري لیکنې پوره شپاړس کاله واخیستل تر څو پوره شي، امام بخاري د خپل کتاب شروع په کعبه کې وکړه او ووایي: چې د هر حدیث دلیکلو نه وړاندې به مې استخاره او دوه رکعته لمونځ کوؤ، د بابونو عنوانات یې ورته د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د قبر او منبر تر منځ په روضه کیښودل.
علماء کرام ووایي: «فقه البخاري في تراجمه» یعنی د بخاري علم او پوهه همدغه بابونو عنوانات دي، ډير کرته د باب عنوان د حدیث سره ظاهراٌ توافق خوری نو مناسبت یې لوستونکو ته ښکاره وې، خو کله بیا ډیره پټه اشاره وې چې دقیق فهم او ژور سوچ ته ضرورت لري او دلته استاد او د حافظ ابن حجر فتح الباري ته ضرورت پیدا کیږي.
امام بخاري پخپل کتاب کې د امام حجر وینا مطابق ټول د تکرار سره (۷۳۹۷) حدیثونه راوړي دي او کله چې ترې مکرروباسو نو یوازې (۲۶۰۲) حدیثونه پاتې کېږي.
امام بخاري پخپله د کتاب د لیکولو کومه ځانګرې تګلاره او منهج ندي بیان کړی خو محدثین او د صحیح بخاري شارحین وایي: چې امام بخاري به هغه چانه روایت کوو چی دواړو راویانو به یو بل سره ملاقات شوي ؤ او اوږده موده صحبت به یې کړې ؤ.
په صحیح بخاري کې حدیث ډیر ځل تکرار رازي؛ ځکه امام بخاري په تکرار کې سنداً یا متناً نوې فائده ویني، کله کیداشی چې حدیث دلته یو صحابي روایت کړی وي او بل ځای کې بل صحابی، کله یو ځای کې حدیث په عنعنه ذکر کوي خو بل ځای کې بیا د اوریدلو صراحت کړی وی، کله په متن کې تغییر موجود وي، او ډیر کرته یو حدیث د ډیرو بابونو لپاره دلیل دی نو ځکه تکرار اړین وي.

دریم: صحیح بخاری ارزښت:
د سعودی عربستان مشهور محدث شیخ عبدالکریم الخضیر وایي: تر (۸۰ ) پورې د بخاری شریف شرحې مې خپله شمار کړې دی خو هغه چې رانه پاتې دې څو چنده به زیاتې وې .
د (إتحاف القاري بمعرفة جهود وأعمال العلماء على صحيح البخاري) لیکوال ښاغلی حمد عصام عرار الحسنی ووایي: د صحیح بخاری چې یو نه یو ډول خدمت چا کړي دی تر (۳۷۰) کسانو رسیږي. ده یوازې هغه څوک یاد کړي دي چې په عربي ژبه یې په صحیح بخاري لیکل کړي دی. نورو ژبو ته یې ژباړې شرحې یې هیڅکله ندې شمار کړی.
د حافظ ابن حجر کتاب ( فتح الباري شرح صحیح البخاري) یې تر ټولو معتبره شرحه بلل کیږې د چا په هکله چې د یمن امام شوکاني ووايي: «لا هجرة بعد الفتح». د فتح الباري نه وروسته نور د شرحو ضرورت نشته.
د صحیح بخاري متن پښتو ته ژباړل شو دی، څو کاله مخکې مې د قیصه خوانې د کتابونو په بازار کې په پښتو د یوې شرحې اعلان لیدلی ؤ، خو راته کره نده چې په پښتو کې به يې د صحیح بخاري حق اداء کړي وي او کنه . زمونږ یو سیاستوال هم کوښښ چې شرحه يې ولیکي…
تحصیل یافته قشر باید کوښښ وکړو چې صحیح البخاري متن د پښتو ژباړې سره ولولو ، که حوصله مو لنډه وې کولائ شئ چي مختصر البخاري د امام زبیدي یا د شیخ الأُلبانی یا د دکتور سعد الشثري ولولئ او د خپل خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم خوږې خبرې پخپله واورئ، لارښوونې عملي کړئ او ژوند مو روښانه کړۍ.
الله تعالی دي مونږ ټولو ته پخپل کتاب قرآن کریم او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په سنتو د عمل کولو توفیق راکړئ.
#لیکنه له ملګرو سره شریکه کړئ؛ ځکه نیکې ته دبلوونکی بدله او اجر د نیکې کوونکي برابر دی

Tags

Related Articles

Back to top button