متفرقات

اسان عملونه او ارزښتناکې بدلې.( دريمه برخه ) ليکوال : ابو زبير احسان الله اصفي.

اسان عملونه او ارزښتناکې بدلې.( دريمه برخه ) ليکوال : ابو زبير احسان الله اصفي.

(۶) دالله یادول :
دابوسعیدالخدری رضی الله عنه څخه روایت دی فرمائی چی بی شک رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی : (من قال رضیت بالله ربا وبالإسلام دینا وبمحمد رسولاوجبت له الجنة)رواه ابوداود ژباړه:څوک چی دغه کلمات ووای (چی زه په الله باندی راضی یم چی ځمارب دی اوپه اسلام باندی راضی یم چی ځما دین دی اوپه محمد صلی الله علیه وسلم باندی راضی یم چی ځما رسول دی) نود دغی انسان لپاره په سبب ددغی کلماتوجنت واجب شو، اوپه بل حدیث کی راځی ابو هریرة رضی الله عنه فرمائی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی من قال :سبحان الله وبحمده فی الیوم مائة مرة خطت خطایاه وان کانت مثل زبدالبحر )رواه البخاری
ژباړه :چاچی سل ځله دغه کلمات وایل الله تعالی به ئی ګناهونه محواوختم کړی اګرچی د سمندرد زګ په اندازه وی همدغه ډول امام بخاری یوبل حدیث د شداد بن اوس رضی الله عنه څخه روایت کړی دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائی سیدالاستغفاردا دعاده (اللهم أنت ربی لاإله إلاأنت خلقتني وأناعبدك وأناعلی عهدك ووعدك مااستطعت اعوذبک من شرماصنعت ابوءلك بنعمتك علي وابوءبذنبي فاغفرلي فانه لایغفرالذنوب إلاأنت )رواه البخاری
ژباړه : ای الله ته ځما رب ئی نشته حقداراولائق دعبادت اوبندګی مګرته ئی ،ای الله تا زه پیداکړی یم اوزه ستابنده یم اوزه ستاپه لوظونو اووعدوباندی وفا اوپوره والی کوم څومره چی ځما طاقت اوقدرت وی ،ای الله زه پناه نیسم په تاپوري دشردهغه څه نه چی زه ئی کوم ،زه اقرارکوم په هغه نعمتونوچی تاپه ماکړی دی چی دغه ټول ستاله خوانه دی، اوپه خپلوګناهونوباندی هم اقرارکوم چی ګناه ګاریم ،ای الله ماته ځماد ګناهونو مغفرت وکړی ځکه بل ځوک دمغفرت اوبخشش نشته مګرهمداته ئی ـ که سهرمهال چادغه کلمات وویل اوبیا مړشی نوالله به ئی جنت ته داخل کړی) اوکه بیګاه لخواچاوویله اوبیامړشی نوالله به ئی جنت ته داخل کړی داخومش نمونه یی خروار دیوڅواذکارو فضیلت بیان شوورنه حقیقت کي ذکراذکار په اسلام کي عموماډیرفضیلت اولوړمقام لري که دغه یوڅوکلمات وی اوکه ددي څخه علاوه نوراذکاروي نودالله یادول اسان عمل دي خودامعمولی عمل اوعبادت ندی ګڼل پکار اونه خاص یوی طبقي خلکوپوري منحصردي پکارداده چي مونږمسلمانان همیشه لپاره الله تعالی یادکړو اوکله هم دالله دیادولو څخه غافل پاتي نه شو اوبیاهرذکرځانله ځانګړي فضائل لري چی پوره تفصیل سره ئی دلته نشوذکرکولای.

 

(۷) دماشومانوجنکوپه پالنه کی په مشکلاتو صبرکول :
هسی خواسلام پسی ډیرناوړه تبلیغات کیږی چی اسلام کی دښځوحقوق نشته اواسلام ښځوسره ظلم اوبی انصافی کوی خواسلام چی کوم حقوق ښځو ته ورکړی اوکوم مضبوط اصول چی د ښځولپاره وضع کړی دی یقیناچی دعدل اوانصاف نه ډک دی اوددوی لپاره پکی د نیوي اواخروي سعادت اوضمانت پروت دی په سنن ابن ماجه کی یوحدیث دی چی امام البانی ورته صحیح ویلی دی چی عقبة بن عامررضي الله عنه وائی ما درسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلی دی چی ویلی : (من کان له ثلاث بنات فصبرعلیهن وأطعمهن وسقاهن وکساهن من جدته کُنَ له حجابامن النا ر یوم القیامة)اخرجه احمدوابن ماجه باسنادصحیح ژباړه : دچاچی دری لورګانی وی اوهغی ته دخپل وس اوطاقت په اندازه خوراک، څښکاک ،اوپوښاک ورکړی اوپدی لاره کی چی پدی انسان کوم تکالیف راځی په هغی صبروکړی نودغه جینکی به ددی انسان لپاره د جهنم داورڅخه په ورځ دقیامت کی حجاب اوپرده وګرځی) همدغه شان امام مسلم بل حدیث ذکرکړی دی چی ابن عباس رضی الله عنه وای چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی ( من ادرك له ابنتان فأحسن إلیهما ماصحبتاه اوصبحهما أدخله الله الجنة بهما )اخرجه ابن ابی شیبة فی کتاب الادب ژباړه دچاچی دوه لورګانی وی اودهغی دواړوسره ښه چلند اونیکی وکړی دغی دواړوسره نیکی اوښه چلند نکوی مګرالله به ئی په دغه ښه سلوک اوچلند جنت ته داخل کړی) نواسلام مونږته ښځینه طبقی سره په ښه سلوک اوچلند اوښواخلاقوامرکړی دی لکه أم المؤمنین عائشه رضی الله عنها فرمائی :چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائلي دي :(خیرکم خیرکم لأهله وأناخیرکم لأهلي ) وراه الترمذی
ژباړه: بهترین ستاسوځنی هغه دی چی په خپل کورکی خپلوزنانوسره ښه وی اوزه ستاسوځنی خپل کوروالاواوخپل اهل اوعیال سره غوره اوخه یم )نود جینکوتربیت اوفرورش معمولی عبادت اونیک عمل نه دی ګڼل پکاربلکی پدی سره الله تعالی مونږمسلمانانوته ددغی عمل په عوض کی جنت راکوی مونږمسلمانان بیا داسلام ددعوی سره ولی جینکوته په سپک نظرګورواوکله چی مولورګانی وشی لکه د جاهلیت والاوپشان عاراوشرم ئی ګڼوالله دی مونږته په خپل دین دصحیح عمل کولوتوفیق راکړی

Tags

Related Articles

Back to top button