متفرقات

اسان عملونه او ارزښتناکې بدلې.( شپږمه برخه ) ليکوال : ابو زبير احسان الله اصفي.

اسان عملونه او ارزښتناکې بدلې.( شپږمه برخه ) ليکوال : ابو زبير احسان الله اصفي.

(۱۵)دعرفي په ورځ اودشوال میاشتی (۶) اودعاشورا روژي نیول :
دفرضي روژوڅخه علاوه په نورو ورځوکي نفلي روژي هم فضیلت اوثواب لري اوالله ته د تقرب اونرد یکت سبب ګرځي خوپدغه روژوکي د یادو ورځو روژي نیول زیات ثواب اواجرونه لري د ابو قتادة رضی الله عنه څخه روایت دي هغه فرمائی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دي (صیام یوم عرفه :إنیَ احتسب علی الله أن یکفرالسنة التی قبله ،والسنة التی بعده وصیام یوم عاشورا،إنیَ احتسب علی الله أن یکفرالسنة التی قبله )رواه مسلم
ژباړه : دعرفي په ورځ روژه نیول ځما دالله نه دا امید دي چي پدي سره به الله تعالی د دوه کلنوګناهونه معاف کړي ،یودتیرکال ګناهونه اوبل دراتلونکي کال ګناهونه اودعاشوراپه ورځ روژه نیول ځما دالله نه دا امید دي چي پدي سره به الله تعالی دتیر شوي کال ګناهونه معاف کړي همدغه شان د ابوایوب الانصاري رضي الله عنه څخه روایت دي هغه وائی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دي :(من صام رمضان ثم أتبعه ستا من شوال ،کان کصیام الدهر) رواه مسلم
ژباړه : چاچي درمضان میاشتي روژي ونیولي اوبیا ورپسي دشوال په میاشت کي شپږ روژي ونیولي نوداسي شولکه داچي ټول عمر روژه شوي وي نودغه نیک اعمال واړه اومعمولي ګڼل ندي پکار بلکي ددغي ورځو روژي په پوره اهتمام سره نیول پکاردي اودا د ګناهونود مغفرت اوالله ته د قربت اونزدیکت زرین مواقع اوښه فرصتونه دي باید داچانس مونږضائع نه کړو ترڅوددغي قیمتي او ارزښتناکوبدلومستحق شو .
(۱۶)دماسپخین دسنتو فضیلت :
لکه څرنګ چي دفرضي روژوڅخه علاوه نفلي روژي الله ته دقربت اود ګناهونود مغفرت سبب ګرځي همدغه رنګ د فرضي لمونځونوڅخه علاوه نفلي لمونځونه اوسنتوباندی هم اهتمام کول پکاردي که څه هم دانفلي عبادات بیا په خپل منځ کي اقسام اومراتب لري چي يوئی د ماسپخین لمونځ څخه مخکي څلوررکعات او وروسته څلوررکعات کول خاص فضیلت لري ام حبیبة رضی الله عنها فرمائی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائی :(من یحافظ علی أربع رکعات قبل الظهر واربع بعدها حرمه الله علی النار) رواه الترمذي
ژباړه: چاچي دماسپخین لمونځ څخه مخکي په څلوررکعاتونفلي لمونځ اوهم وروسته څلوررکعاتولمونځ باندي محافظت اوپابندي وکړه الله تعالی به دغه انسان دجهنم په اورباندي حرام کړي )نوکه د یوي خوانه مونږته دغه څلوررکعات لمونځ مخکي اوهم روسته عادي اومعمولي عبادت ښکاري خوپه حقیقت کي دادومره عظیم اجراوثواب لري چي دغه انسان به الله تعالی د جهنم په اورحرام کړي نوپدي باندي اهتمام اومحافظت کول پکاردي څکه اسان عمل دي دومره مشکل ندي اوثواب اوبدلي ئی قیمتي اوارزښتناکي دي .
(۱۷)صدقه جاریه اودعلم نشرول اودنیک بچی والدینوته ددعافضیلت: ابوهریرة رضی الله عنه فرمائی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دي :(إذامات الإنسان إنقطع عمله إلامن ثلاث صدقة جاریه ،اوعلم ینتفع به ،اوولدصالح یدعوله ) رواه المسلم
ژباړه : کله چي انسان مړشي نو ټول اعمال ددي څخه قطع شي هیڅ اجراوثواب ورته نه ملاویږي مګرد دری شیانو :اول : داسي صدقه چي هغه دائمه اوهمیشه وي د بیلګی په ډول لاره ئی جوړه کړي وي ،مسجد،یامدرسه ،یاکوهی ، ونه ئی ناله کړي وي اوداسي نوروغیره دخپل ځان څخه وروسته پریخود وي ـ دویم : داچي علم ئی کړي وي اوبیائی نوروته ښودلي وي اوبیائی شاګردان نوروته ښائی نوددی اجراوثواب هم ښوونکي ته دمرګ نه روسته رسیږي اوهغه ورسره په اجراوثواب کي شریک دي – دریم : داچي یوصالح اونیک بچي ئی پریخودي وي اودابچي ورته دعاګاني کوي نوددي اجراوثواب هم ورته رسیږي ، بل حدیث شریف کي راخي چي ابو هریرة رضی الله عنه فرمائی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دي :(ان العبد لیدخل الجنة فترفع له الدرجة ،فیقول : یارب انیَ لی هذه، فیقال :بدعاءابنک لک ) رواه احمد
ژباړه : یوانسان به جنت ته داخل شي نوهلته به بیا داخپلي اوچتي درجي اومرتبي وګوري نودابه وواي ای ځما ربه دا اوچتي مرتبي اومقامات ځما لپاره د کوم ځاي څخه شو؟ نودي ته به وویل شي چي داخوستانه وروسته یوبچي باتي شوي دي اوهغه تاته دعاګاني کوي نوالله تاسوته دهغه په دعاګانودغه مقامات اودرجي درکړي ) نوخوش قسمته اونیک بخته انسان هغه څوک دي چي هغه په خپل ژوندي کي داسي دخیرکارونه وکړي چي دمرګ نه وروسته ورته هم پري اجراوثواب رسیږي الله تعالی دي مونږ ټولوته توفیق راکړي چي داکارونه په خپل ژوند کي عملي کړو اللهم امین.
(۱۸)خائسته اودس کول :
عثمان بن عفان رضی الله عنه فرمائی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دي :(من توضاءفأحسن الوضوء ،خرجت خطایاه من جسده حتی تخرج من تحت أظفاره ) رواه مسلم ژباړه : چاچي خائسته اودس وکړه (یعني هرعضوصحیح طریقي سره پریمنځي اووبه ورته ورسوي ) نوددي انسان داندامونوڅخه ګناهونه راوځي تردی چي دنوکانولاندي څخه هم ګناهونه راوځي) نواودس کول دامعمولي عبادت اوعمل ندي بلکي دازمونږ اوستاسودګناهونود ختمیدولپاره ښه فرصت اوچانس دي نوباید چی مونږ خائسته اودس وکړوترڅومود ګناهونو د مغفرت سبب شي نووګوره اودس اسان عمل دي او مونږ دورځي څوځله اودس کوو خوچي خه اودس وکړو نوددغي انعام اوجائزي به هم مستحق شو
(۱۹)دالله په مخلوق باندی مهربانی کول:
إمام بخاري رحمه الله پدي باره کی حدیث ذکرکړي دي چي عبدالله بن عمروبن العاص رضی الله عنهما فرمائی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی :(الراحمون یرحمهم الرحمن، ارحمو أهل الأرض یرحمکم أهل السماء)اخرجه ابوداود والترمذی ژباړه : دالله په مخلوقاتو رحم اومهرباني کونکو باندي به رحمن ذات هم رحم اومهرباني وکړي) ،نو د ځمکي په اوسیدونکورحم وکړي داسمانونووالابه پرتاسورحم وکړي ـ
نوله دي څخه معلومه شوه چي دالله په مخلوقاتوکي هغه که دهرنوعي اوطبقي سره تعلق لري پرهغي رحم اومهرباني کول انسان دالله درحم اومهربانی جوګه اومستحق ګرځوي نودامعمولی اووړوکی عمل نه دی بلکي مونږباید همیشه کوښښ وکړو چي دالله په مخلوقاتولطف اومهرباني وکړو ترڅودالله درحم مستحق وګرځواوداهم اسان عمل دي اواجراوثواب ئی څومره قیمتي اوارزښتناکه دي

Tags

Related Articles

Back to top button