متفرقات

اسان عملونه او ارزښتناکې بدلې.( پنځمه برخه ) ليکوال : ابو زبير احسان الله اصفي.

اسان عملونه او ارزښتناکې بدلې.( پنځمه برخه ) ليکوال : ابو زبير احسان الله اصفي.

(۱۱)په اخیستلواوخرڅولوکی دنرمی کولوثواب اوبدله :
پدی باره کی جابربن عبدالله رضی الله عنه فرمائی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی :(رحم الله رجلا سمحا اذا باع ،واذا اشتری ،واذا اقتضی ) رواه البخاری
ژباړه: الله تعالی دی په هغه انسان باندی رحم وکړی چی هغه په اخیستلواوخرڅولوکی اواویادخپل حق دنوروڅخه په غوښتلوکی نرمی کوی ) درست ده چی یوانسان به تجارت کوی اوحلال رزق به ځانله پیداکوی چی داښه کاردی اوشریعت په همدی کارامراوحکم کړی دی خوددی سره داهم پکارده چی په اخیستلواوخرڅولواوخپل حق دنوروڅخه په طلب اواخیستلوکی د خواخلاقواولطف اونرمي څخه کارواخلي چی هم به حلال رزق ځان ته پیداکړی اوهم به دالله د رحم مستحق وګرځي اوهم به نورخلک دیته دعاګانی وکړي نوکاراسان دي اوبدلي قیمتي اوارزښتناکي دي
(۱۲)د مؤمن غلام ازادول:
داخوهم مونږ ته یووړوکي عمل ښکاري لکن په شریعت اسلامي کی ددی عمل ډیراوچت مقام بیان شوی دی چی عمروبن عنبسة رضی الله عنه فرمائی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی  (من اعتق رقبة مؤمنة کانت فدا‌ءه من النار )رواه احمدوابوداود والنسائی
ژباړه:چاچی یومؤمن غلام اومریا ازاد کړونو ددی ازادول به ددی انسان لپاره د جهنم داورڅخه د نجات اوخلاصون سبب وګرځي ، نوکه څوک د جهنم د اوڅخه خلاصون غواړي د نورواعمالو برسیره که یومؤمن غلام د الله د رضا لپاره ازاد کړی نوهم امیددی چی الله تعالی به ورته دجهنم دوورڅخه نجات ورکړی نو داهم د مالدارانوخلکولپاره اسان عمل دي اواجراوثواب یی څومره ارزښتناک دي.

(۱۳)موراوپلارسره نیکی کول جنت ته دداخلیدلو سبب دی :
د ابی هریرة رضی الله عنه څځه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی :(رغم انفه ،ثم رغم انفه ،ثم رغم انفه من ادرک والدیه عندالکبراحدهما اوکلیهما ثم لم یدخل الجنة )رواه مسلم ژباړه :دهغه انسان پوزه دی ککړه اوسپیره شی دری ځل ئی داخبرتکرارکړه څوک چی موراوپلارد بوډا والی په حالات کی پیدا کړي یویا دواړه اوبیا په سبب ددي دواړوجنت ته لاړنشی ،مطلب داچي د موراوپلارخدمت دایو معمولي اووړوکي شان عمل نه دي بلکي په اسلام کي ددي عمل ډیرفضیلت اومقام بیان شوي دي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم په عدم خدمت کي بد دعائي اوخیراوي کړي نود موراوپلارخدمت سبب د دخول جنت ګرځي اونه کول ئی سبب د بد دعائي اوخیراوي د رسول الله صلی الله علیه وسلم لخوا ګرځي دغه شان بل حدیث کي راځي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته معاویة السلمي راغلي ورته ئی وفرمائل چی ای دالله نبی، (انی ارید الجهاد معك فی سبیل الله فقال :أمك حیة ؟قال :قلت :نعم یارسول الله قال : إلزم رجلیهما،فثم الجنة )رواه المسلم ژباړه: ورته ئی وویل چی زه غواړم چی تاسوسره یوځایی دالله په لارکي جهاد وکړم نونبي اکرم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمائل موردي ژوندي ده هغي وویل بلی ولي نه ای دالله رسوله نونبی اکرم صلی الله علیه وسلم ورته وویل چي دهغي خپوسره لازم شه اوهمدغه ځائی کی جنت دي) نود والدینوډیرزیات حقوق دي اوخدمت ئی دومره اجر او ثواب لري چي الله ورباندي په جهاد فضیلت ورکړي اوجنت ئی دهمدوي په خدمت کی ګرځولي دي الله تعالی دي مونږله د والدینود خدمت کولوتوفیق راکړي اود نافرماني څخه مودي الله تعالی وساتي نودغه کارونه اسانه دي او ثمرات اوفوائد اوبدلي ئی څومره قیمتي اوارزښتناکي دي.

(۱۴)دخپلولی پاللو فضیلت:
خپلوخپلوانوسره صله رحمی پالل اوښه تعلق ساتل په اسلام کی دا ځانله یومقام اوفضیلت لری اګرچی مونږته دایووړوکی اومعمولی عمل ښکاری فلهذامونږ مسلمانان باید دی عمل ته په سپکه ونه ګورو او باید خپلوانوسره راشه درشه اوتعلقات وپالواوقطع د تعلقاتوڅخه باید ځان وساتو ،عائشة رضی الله عنها فرمائی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی :(الرحم معلقة بالعرش تقول : من وصلني وصله الله ومن قطعني قطعه الله )رواه مسلم
ژباړه: صله رحمی خپل ځان دالله عرش پسی تړلی دی اوداسی وای :چاچی زه وصل اویوځایی کړم نوالله دی هغه انسان ځان سره وصل اویوځایی کړی اوچاچی زه قطع اوپری کړم الله دی هغه انسان هم قطع اوپری کړي) نوکوم انسان چي صله رحمي پالي نوصله رحمي هغي ته دعاکوي چی یاالله داانسان خپل ځان سره وصل اوپیوسته کړه اوپدی باندي خپل رحمتونه اومهرباني نازل کړه اوکوم انسان چي صله رحمي قطع کوي اونه یی پالی نوصله رحمي ورته بدعائي کوي چي یاالله داانسان هم لکه څرنګ چي زه یی قطع کړم همداسی داهم دخپلورحمتونواومهرباني څخه قطع اوختم کړه نوکه چاصله رحمي وصل کړه الله به ئی خپلورحمتونوسره وصل کړي اوپه نتیجه کي به جنتونه ورکړي اوچاچي قطع کړه الله به ئی دخپلورحمتونوڅخه قطع کړي اونتیجه کي به ئی جهنم ته بوځي نوپکارده چي دغه عمل ته مونږه په سپکه سترګه ونه ګورواود ایومعمولي عمل ونه ګڼواوددي په وصل اوپیوستون کي اهتمام اوکوښښ وکړواوقطع اوپري کون څخه ئی ځان وژغورو نوصله رحمي پالل دومره مشکل عمل نه دي بلکي اسان عمل دي خوبدلي ئی قیمتي اوارزښتناکي دي.

Tags

Related Articles

Back to top button