اسان عملونه او ارزښتناکې بدلې.( څلورمه برخه ) ليکوال : ابو زبير احسان الله اصفي.
اسان عملونه او ارزښتناکې بدلې.( څلورمه برخه ) ليکوال : ابو زبير احسان الله اصفي.

(۸): داولادپه وفات اوپه مصیبتونوصبرکول :
پدی باره کی امام بخاری یوحدیث قدسی دابو هریرة رضی الله عنه په روایت ذکرکړی دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائی چی الله تعالی فرمایلی دی ما لعبدي المؤمن عندي جزاء إذا قبضت صفیه من أهل الدنیا ثم احتسبه إلاالجنة ) رواه البخاری
ژباړه: الله تعالی فرمائي :ماسره دمومن بنده جزااوبدله نشته چی کله زه دهغی یومحبوب قبض کړم اوبیاهغه پدغی مصیبت صبروکړی اواجراوثواب ئی دالله نه وغواړی مګرجنت )
اوبل حدیث کی راځی ابوهریرة رضی الله عنه فرمائی چی رسول الله صلی لله علیه وسلم فرمایلی دی : (لایموت لاحدمن المسلمین ثلاثة من الولد لاتمسه النارإلاتحلة القسم)متفق علیه
ژباړه :دیومسلمان دری ماشومان نه مړه کیږی چی بیاهغه ته د جهنم اور ورسیږي بلکی صرف دقسم پوره کولوپه خاطر) مطلب داچی دری بچیان دچامړه شی نوهغه ته به دجهنم اور نه رسیږی مګرداچی الله په قران کی فرمائی ( وان منکم إلاَواردها ….)هيڅ څوک ستاسوځینی نشته مګرضروربه په پول صراط راځي نوعلماء وائی چی داقول دالله په منزله دقسم دی یعنی صرف دقسم پوره کولولپاره به ئی په پول صراط باندی راولی خونورجهنم ته به ئی نه بوځي
(۹)خپل ګاونډی سره نیکی اوښه کول دایمان نښه ده:
پدی رابطه ابوهریرة رضی الله عنه فرمائی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی والله لایؤمن ،والله لایؤمن،والله لایؤمن قیل :ومن یارسول الله ؟قال :والذی لایؤمن جاره بوائقه ) متفق علیه
ژباړه :زما دی په الله قسم وی زما دی په الله قسم وی چی کامل مسلمان نشی کیدلی ستاسوځینی ،ورته وویل شو څوک کامل مومن نشی کیدلی ای دالله رسوله : نبی علیه السلام وفرمائل : هغه څوک کامل مؤمن نشی جوړیدلی چی ګاونډي ددی د اضرارو اوتکلیفونوڅخه په امن نه وی ،نوګاونډی ته ضررنه رسول اوهغی ته امن اوامان ورکول داد کامل ایمان نښه ده اوګاونډی ته ضرررسول داد نقصان فی إلایمان نښه ده نودګاونډی ډیرحقوق دی پکارده چی دغه حقوق پرځای شی اوهغه ته دهرقسم ضرررسولوڅخه باید مسلمان ځان وژغوري اوداکارکه سه هم اسان دی دومره مشکل ندی خوباید عادی اومعمولی عمل ونه ګڼل شی ځکه دانسان ایمان ته پری نقصان رسیږي .
(۱۰)دکونډواومسکینانودحقوقو خیال ساتل :
دکونډواومسکینانوحقوق ترلاسه کول اوخپله هغوی سره اوبیا نوروته ویل اومرسته اوتعاون ورسره کول داپه اسلام کی عظیم عبادت اولوی عمل دی اودایومعمولی اووړوکی عبادت اوعمل ګڼل ندی پکار پدی باره کی دابوهریرة رضی الله عنه څخه روایت دی هغه وائی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائی : (الساعي علی الأرملة والمسکین کالمجاهد فی سبیل الله أوالقائم اللیل الصائم النهار) رواه البخاری ومسلم
ژباړه: هغه څوک چی کوښښ کوي دکونډواومسکینانود حقوقوترلاسه کولوپخاطرداداسی دی لکه چی یوانسان دالله په لاره کی جهاد کوی اویا لکه ټوله شپه الله ته په عبادت ولاړوي اودورځی روژه وی) نواسلام کی جهادفی سبیل الله اوهمدغه شان ټوله شپه الله ته ودریدل اویاټوله ورځ روژه نیول داهریوپه خپل ځای عظیم اولوی عبادت دی خوولی هغه څوک چی کونډواومسکینانوسره مرسته اوتعاون کوي اوددویی څخه مشکلات لری کوي اوددوی دحقوقو پوره خیال ساتي داهم وړوکی اومعمولی عمل اوعبادت نه دی بلکی دومره اجراوثواب لري لکه چی ځوک جهاد کوي اویا د شپی تهجد کوي اود ورځي روژه وي .