د حرمينو پيغام

استقامت د کامیابۍ او سلامتۍ لاره د مسجد نبوي د جمعې خطبه، خطيب: فضيلة الشيخ دکتور حسين بن عبد العزيز آلِ شيخ ، ژباړن: مفتي عبدالولي خان

استقامت د کامیابۍ او سلامتۍ لاره د مسجد نبوي د جمعې خطبه، خطيب: فضيلة الشيخ دکتور حسين بن عبد العزيز آلِ شيخ ، ژباړن: مفتي عبدالولي خان

بسم الله الرحمن الرحيم

د مسجد نبوي د جمعې خطبه، خطيب: فضيلة الشيخ دکتور حسين بن عبد العزيز آلِ شيخ

عُنوان: استقامت د کامیابۍ او سلامتۍ لاره

نېټه: 15 ذو الحجه، 1440 هجري، 16 اګست، 2019 م

اوله خطبه

أمَّا بعد: ای خلکو! د الله تقوا غوره کړئ څنګه چې د هغه د تقوا حق دی او د  اسلام پر مضبوطې کړئ منګولې ټينګې ولګوئ، تاسو به په دنیا او اخرت دواړو کې کامياب او بريمن شئ. ای مسلمانانو! د الله تعالی تر ټولو عظيم نعمت دا دی چې موږ ته يې د دې دين راهنمايي کړې ده او موږ يې مسلمانان پيدا کړي يو، الله تعالی فرمايي:

﴿ وَاذْكُرُوْا نِعْمَةَ اللّٰهِ عَلَيْكُمْ وَمِيْثَاقَهُ الَّذِيْ وَاثَقَكُمْ بِهٖۤ١ۙ اِذْ قُلْتُمْ سَمِعْنَا وَاَطَعْنَا١ٞ وَاتَّقُوا اللّٰهَ١ؕاِنَّ اللّٰهَ عَلِيْمٌۢ بِذَاتِ الصُّدُوْرِ۰۰۷﴾

’’او تاسو د الله نعمتونه یاد كړئ، چې پر تاسو  باندې شوي دي او د هغهٔ، هغه پخه وعده یاده كړئ چې له تاسو سره يې مضبوطه كړې وه، كله چې تاسو وویل: مونږ واورېدل او مونږ اطاعت وكړو، او تاسو له الله نه وېرېږئ، بېشكه الله د سینو په خبرو باندې (هم) ښه عالم دى.‘‘ [المائدۃ 7:5].

نو ای هغو خلکو چې الله تعالی پرې د حج په پوره کولو سره انعام وکړ او ای هغو خلکو چې الله تعالی پرې په دې غوره موسم کې د نېکيو د کولو احسان وفرمايه! تاسو په دې نعمتونو سره د الله تعالی شکر ادا کړئ او د هغه پر دين او شرع قايم او ټينګ ودرېږئ، د هغه له نافرمانۍ څخه ځان وساتئ او د هغه له مقرر کړو حدونو څخه مه اوړئ، الله تعالی فرمايي:

﴿ فَاسْتَقِمْ كَمَاۤ اُمِرْتَ وَ مَنْ تَابَ مَعَكَ وَ لَا تَطْغَوْا١ؕ اِنَّهٗ بِمَا تَعْمَلُوْنَ بَصِيْرٌ۰۰۱۱۲﴾

’’نو ته ثابت قدم اوسه لكه څنګه چې تا ته حكم شوى دى او هغه څوك دې هم (ثابت قدم اوسي) چې ستا په ملګرتيا كې يې (الله ته) رجوع كړې ده او (اى خلقو) تاسو سركشي مه كوئ، بېشكه هغه (الله) د هغو كارونو چې تاسو يې كوئ؛ ښه لیدونكى دى.‘‘ [هود 112:11].

 

سفيان بن عبد الله ثقفي رضي الله عنه وايي چې ما وويل:

” يا رسولَ اللهِ، قُلْ لي في الإسلام قولًا لا أسألُ عنه أحدًا بعدَكَ، فقال رسولُ اللهِ -صلى الله عليه وسلم- له: قل: آمنتُ بالله ثُمَّ اسْتَقِمْ” (رواه مسلم).

ای د الله رسوله! ما ته په اسلام کې داسې  يوه خبره ووايه چې له تا نه پس يې له چا نه هم پوښتنه ونه کړم، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: ته ووايه: ما پر الله ايمان راوړ. بيا پر دې خبره ټينګ ودرېږه. دا مسلم روايت کړی دی.

د مسلمان کار په دې فاني دنیا کې دا دی چې د الله تعالی پر توحيد به ټينګ ودرېږي او ټول عبادتونه به هغه ته خاص کوي، که هغه دعا ده او که سوال دی، وېره ده او که رغبت دی، امېد دی او که وېره ده، قول دی او که فعل دی، د زړه عبادت دی او که د ظاهر، ښکاره عبادت دی او که پټ. الله تعالی فرمايي:

﴿ قُلْ اِنَّ صَلَاتِيْ وَنُسُكِيْ وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِيْ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِيْنَۙ۰۰۱۶۲ لَا شَرِيْكَ لَهٗ١ۚ وَبِذٰلِكَ اُمِرْتُ وَاَنَا اَوَّلُ الْمُسْلِمِيْنَ۰۰۱۶۳ ﴾

’’ته ووایه: بېشكه زما لمونځ او زما قرباني او زما ژوند او زما مرګ خاص د الله رب العلمین لپاره دي. د هغه هېڅ شریك نشته او ما ته د همدې (توحید) حكم شوى دى او زه تر ټولو مسلمانانو اول یم.‘‘ [الأنعام 163,162:6].

همدا استقامت دی چې په ده سره ته له خپل خالق سره له په ډېرې عاجزۍ او بې حده تعظيم سره بې انتها مينه کوې، دا داسې تعظيم دی چې د الله تعالی يو والی لره متضمن دی، هغه الله چې ثنا او ستاينه يې عظيم دي او نومونه يې پاک او مقدس دي.

د یو والي مطلب دا دی چې الله به داسې يو ګڼې چې رُبوبيت، اُلوهيت او توحيد اسماء وصفات به په هغه پورې خاص منې. الله تعالی فرمايي:

﴿ اِتَّبِعُوْا مَاۤ اُنْزِلَ اِلَيْكُمْ مِّنْ رَّبِّكُمْ وَلَا تَتَّبِعُوْا مِنْ دُوْنِهٖۤ اَوْلِيَآءَ﴾

’’تاسو پیروي كوئ د هغه (دین) چې تاسو ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى او تاسو له ده نه سِوا (د نورو) دوستانو پیروي مه كوئ.‘‘ [الأعراف 3:7].

او فرمايي:

﴿ وَ اَنْ اَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّيْنِ حَنِيْفًا١ۚ وَ لَا تَكُوْنَنَّ مِنَ الْمُشْرِكِيْنَ۰۰۱۰۵وَ لَا تَدْعُ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ مَا لَا يَنْفَعُكَ وَ لَا يَضُرُّكَ١ۚ فَاِنْ فَعَلْتَ فَاِنَّكَ اِذًا مِّنَ الظّٰلِمِيْنَ۰۰۱۰۶وَ اِنْ يَّمْسَسْكَ اللّٰهُ بِضُرٍّ فَلَا كَاشِفَ لَهٗۤ اِلَّا هُوَ١ۚ وَ اِنْ يُّرِدْكَ بِخَيْرٍ فَلَا رَآدَّ لِفَضْلِهٖ١ؕ يُصِيْبُ بِهٖ مَنْ يَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖ١ؕ وَ هُوَ الْغَفُوْرُ الرَّحِيْمُ۰۰۱۰۷﴾

’’او دا چې ته خپل مخ دین ته سم ودروه، په دې حال كې چې له باطله حق ته مايله يې او ته هیڅكله هم له مشركانو څخه مه كېږه. او له الله نه غير هغه شى مه رابله چې تا ته نه فايده دررسولى شي او نه تا ته ضرر دررسولى شي، نو كه چېرې ته دغه (كار) وكړې، نو بېشكه ته به په دغه وخت كې له ظالمانو څخه يې. او كه چېرې الله تا ته څه تكلیف درورسوي، نو له هغه نه غير هیڅوك هغه (تكلیف) لره لرې كوونكى نشته او كه چېرې هغه له تا سره د خیر اراده وكړي، نو د هغه فضل لره هېڅ منع كوونكى نشته، په خپلو بنده ګانو كې چا ته چې وغواړي وررسوي يې او هماغه ښه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى.‘‘ [يونس 107-105:10].

نبي صلى الله عليه وسلم فرمايي:

“احْفَظِ اللهَ يَحْفَظْكَ، احفظ اللهَ تَجِدْهُ تُجَاهَكَ، إذا سألتَ فاسأَلِ اللهَ، وإذا استعنتَ فاستَعِنْ بالله…” الحديثَ. (رواه الترمذي، وقال: حديث حسن صحيح).

ته د الله د حکمونو ساتنه وکړه، الله به ستا ساتنه وکړي، د الله د حدونو ساتنه وکړه، ته به الله خپلې مخې ته ومومې، کله چې ته سوال کوې، نو له الله نه يې کوه او کله چې مدد غواړې، نو له الله نه يې غواړه. دا ترمذي روايت کړی دی او ويلي يې دي چې دا حديث حسن صحيح دی.

ای مسلمانانو! استقامت بنده ګانو لره نجات ورکوونکی دی، او دا داسې کار دی چې په بنده کې د الله د عظمت په وړاندې خشوع پيدا کوي، هغه عظمت چې د هغه په وړاندې ټول عظمتونه تت دي.

د مخلوق چې هر څومره مرتبه اوچته وي او درجه يې هر څومره لوړه وي، نو بيا هم مخلوق دی، د رب پالل شوی دی، د هغه مملوک دی، الله تعالی د خپل بنده او رسول محمد صلی الله علیه وسلم باره کې چې په ټول مخلوق کې افضل دی؛ فرمايي

﴿ قُلْ لَّاۤ اَمْلِكُ لِنَفْسِيْ نَفْعًا وَّلَا ضَرًّا اِلَّا مَا شَآءَ اللّٰهُ١ؕ وَلَوْ كُنْتُ اَعْلَمُ الْغَيْبَ لَا سْتَكْثَرْتُ مِنَ الْخَيْرِ١ۛۖۚ وَمَا مَسَّنِيَ السُّوْٓءُ١ۛۚ اِنْ اَنَا اِلَّا نَذِيْرٌ وَّبَشِيْرٌ لِّقَوْمٍ يُّؤْمِنُوْنَؒ۰۰۱۸۸ ﴾

’’ته ووایه: زه د خپل ځان لپاره نه د نفعې مالك یم او نه د نقصان مګر هغه چې الله يې وغواړي او كه چېرې زه پر غیبو عالم وَى (، نو) ما به خامخا ډېر خیر حاصل كړى و او ما ته به هېڅ تكلیف نه و رارسېدلى، زه نه یم مګر وېروونكى او زېرى وركوونكى د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي.‘‘ [الأعراف 188:7].

نو ای د الله بنده! الله ته رغبت او رجوع وکړه، يوازې له هغه نه سوال کوه، ستا د حاجتونو پوره کوونکی يوازې هغه دی، ستا تکليفونه يوازې هغه لرې کولی شي او تا ته نفع او فايده يوازې هغه در رسولی شي او يوازې هغه ستا پرېشانيانې ختمولی شي. فرمايي:

﴿ وَاِنْ يَّمْسَسْكَ اللّٰهُ بِضُرٍّ فَلَا كَاشِفَ لَهٗۤ اِلَّا هُوَ١ؕ وَاِنْ يَّمْسَسْكَ بِخَيْرٍ فَهُوَعَلٰى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيْرٌ۰۰۱۷﴾

’’او كه الله تا ته تكلیف درورسوي، نو د هغه (تكلیف) لرې كوونكى له هغه نه سِوا بل هیڅوك نشته او كه هغه تا ته خیر درورسوي، نو هغه په هر شي باندې ښه قادر دى.‘‘ [الأنعام 17:6].

او فرمايي:

﴿ اَمَّنْ يُّجِيْبُ الْمُضْطَرَّ اِذَا دَعَاهُ وَ يَكْشِفُ السُّوْٓءَ وَ يَجْعَلُكُمْ خُلَفَآءَ الْاَرْضِ١ؕ ءَاِلٰهٌ مَّعَ اللّٰهِ١ؕ قَلِيْلًا مَّا تَذَكَّرُوْنَؕ۰۰۶۲﴾

’’بلكې هغه ذات (غوره دى) چې د مجبور ( او عاجز) سوال قبلوي، كله چې دغه (الله) وبلي او هغه تكلیف (او سختي) لرې كوي او تاسو د ځمكې خلیفه ګان جوړوي، ایا له الله سره بل معبود شته؟ تاسو ډېر لږ شانې نصیحت قبلوئ.‘‘ [النمل 62:27].

ای مخلوقه! په دې زندګۍ کې ستا د پيدا کولو مقصد دا دی چې ته دې د الله پر سمه لار روان اوسې، د الله پر کتاب او د هغه د رسول صلی الله عليه وسلم پر سنتو برابر روان اوسې.

ته به د خپل ژوند په ټولو امورو کې پر داسې لاره روان اوسې چې د قرآن او سيرتِ محمد صلی الله علیه وسلم مطابق وي، الله تعالی فرمايي:

﴿ وَاَنَّ هٰذَا صِرَاطِيْ مُسْتَقِيْمًا فَاتَّبِعُوْهُ١ۚ وَلَا تَتَّبِعُوا السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَنْ سَبِيْلِهٖ١ؕ ذٰلِكُمْ وَصّٰىكُمْ بِهٖ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُوْنَ۰۰۱۵۳ ﴾

’’او دا چې بېشكه دا زما لار ده، چې نېغه ده، نو تاسو د دې پیروي وكړئ او د (نورو) لارو پیروي مه كوئ، ګنې نو تاسو به (د نورو لارو پیروي) د هغهٔ له لارې نه تار په تار كړي، دا (حكم) دى چې هغه (الله) تاسو ته د دې كلك حكم كړى دى، د دې لپاره چې تاسو پرهېزګاره شئ.‘‘ [الأنعام `153:6].

نو د الله بنده! استقامت غوره کړه پر قرآن عظيم باندې په عمل کولو سره او د سيِّد الأنبياءِ والمرسلين پر سنتو په عمل کولو سره، پر دغو باندې په ظاهر او باطن کې، په اعتقاد او عمل کې، او په حکم او فيصلو کې تل قايم او کلک اوسه، الله فرمايي:

﴿ وَ اتَّبِعْ مَا يُوْحٰۤى اِلَيْكَ وَ اصْبِرْ حَتّٰى يَحْكُمَ اللّٰهُ١ۖۚ وَ هُوَ خَيْرُ الْحٰكِمِيْنَؒ۰۰۱۰۹﴾

’’او ته متابعت كوه د هغه څه چې تا ته وحي كولى شي او صبر كوه تر هغه پورې چې الله فیصله وكړي او هغه تر ټولو غوره فیصله كوونكى دى.‘‘ [يونس 109:10].

او فرمايي:

﴿ فَلِذٰلِكَ فَادْعُ١ۚ وَ اسْتَقِمْ كَمَاۤ اُمِرْتَ١ۚ وَ لَا تَتَّبِعْ اَهْوَآءَهُمْ١ۚ وَ قُلْ اٰمَنْتُ بِمَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ مِنْ كِتٰبٍ﴾

’’نو ته همدغه (توحید) ته بلنه كوه او په استقامت اوسه، لكه څنګه چې تا ته حكم دركړ شوى دى او د دوى د خواهشاتو پیروي مه كوه او ته وایه: ما په هر هغه كتاب ایمان راوړى دى.‘‘ [الشورٰى 15:42].

ای مومنه! په دې ژوند کې د الله پر حدونو قايم اوسه، الله ته په عمل کې اخلاص پيدا کړه او هغه په ارادې، قصد او طلب سره واحد لاشريک وګڼه، نو ته به بيا په دایمي سعادت، کامل امان او عظيمې  کاميابۍ کې يې. ته به په دنیا او اخرت دواړو کې د ژوند په لحاظ تر ټولو خوږ  ژوند لرونکی يې، زړه به دې له نعمتونو ډک وي او حالت به دې خوشاله وي، الله فرمايي:

﴿ اِنَّ الَّذِيْنَ قَالُوْا رَبُّنَا اللّٰهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوْا فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَ لَا هُمْ يَحْزَنُوْنَۚ۰۰۱۳اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ الْجَنَّةِ خٰلِدِيْنَ فِيْهَا١ۚ جَزَآءًۢ بِمَا كَانُوْا يَعْمَلُوْنَ۰۰۱۴﴾

’’بېشكه هغه كسان چې وايي: زموږ رب الله دى، بیا ټینګ ودرېږي، نو پر دوى به نه څه وېره وي او نه به دوى غمګین كېږي. دغه كسان د جنت ملګري دي، چې په ده كې به تل ترتله وي، (دوى ته به) بدله وركولى شي د هغو (نېكو) عملونو په سبب چې دوى به كول.‘‘ [الأحقاف 14,13:46].

ای هغه کسه چې د نېکۍ دا موقعې او موسمونه دې ضايع کړل، او پر خپل ځان دې د ګناهونو او هلاکوونکو خطاګانو په کولو سره ظلم وکړ! خپل مالک ته راواپس شه او هغه امېد او رجا چې ستا په زړه کې راپيدا کېږي هغه واوره، دغه غږ  د زړه په غوږونو واوره. دغه الهي غږ دی چې بنده ته له رحمت او مينې نه ډک دی. دغه غږ هغو بنده ګانو لپاره نرمي خوروونکی رباني غږ دی چې که ګناهونه يې هر څومره غټ وي او خطاګانې يې هر څومره ډېرې وي، لکه الله  فرمايي:

﴿قُلْ يٰعِبَادِيَ الَّذِيْنَ اَسْرَفُوْا عَلٰۤى اَنْفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوْا مِنْ رَّحْمَةِ اللّٰهِ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ يَغْفِرُ الذُّنُوْبَ جَمِيْعًا١ؕ اِنَّهٗ هُوَ الْغَفُوْرُ الرَّحِيْمُ۰۰۵۳﴾

’’ته (دوى) ته ووایه: اى زما هغو بنده ګانو چې په خپلو ځانونو يې زیاتى كړى دى! تاسو د الله له رحمت نه مه ناامېده كېږئ، بېشكه الله ټول ګناهونه بښي، بېشكه دغه (الله)، هم دى ښه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى.‘‘ [الزمر 53:39].

له دې غږ نه پس زموږ رب موږ ته ترغيب راکوي او موږ اماده کوي چې موږ اِنابت او رجوع اختيار کړو مخکې له دې چې دغه وخت له موږ نه تېر شي او وختونه راڅخه ضايع شي، نو بیا به هسې حسرتونه کوو او پښېماني به ظاهروو چې موږ د رحمان په طاعت کې کمی کړی دی او خپل منان الله ته په نږدې والي کې مو تقصیر کړی دی.

له دغه ايت نه پس الله فرمايي:

﴿ وَ اَنِيْبُوْۤا اِلٰى رَبِّكُمْ وَ اَسْلِمُوْا لَهٗ مِنْ قَبْلِ اَنْ يَّاْتِيَكُمُ الْعَذَابُ ثُمَّ لَا تُنْصَرُوْنَ۰۰۵۴وَ اتَّبِعُوْۤا اَحْسَنَ مَاۤ اُنْزِلَ اِلَيْكُمْ مِّنْ رَّبِّكُمْ مِّنْ قَبْلِ اَنْ يَّاْتِيَكُمُ الْعَذَابُ بَغْتَةً وَّ اَنْتُمْ لَا تَشْعُرُوْنَۙ۰۰۵۵﴾

’’او تاسو خپل رب ته رجوع وكړئ او هغه ته غاړه كېږدئ، مخكې له دې نه چې پر تاسو عذاب راشي، بیا به تاسو سره مدد نه كولى شي. او تاسو د تر ټولو ښه حكم (قرآن) پیروي وكړئ هغه چې تاسو ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى مخكې له دې چې په تاسو عذاب راشي ناڅاپه، حال دا چې تاسو به نه پوهېږئ.‘‘ [الزمر 55,54:39].

نو ای الله! موږ ته انابت، رجوع او تا ته توبه کول نصيب کړه ای د جلال او إكرام خاونده.

زه پر همدې خبرو اکتفا کوم او له الله نه د ځان، تاسو او ټولو مسلمانانو لپاره د هرې ګناه بښنه غواړم، نو تاسو هم له هغه نه بښنه وغواړئ، يقيناً همغه ډېر بښونکی، بې حده رحم کوونکی دی.

 

دويمه خطبه:

أما بعد:  ای مسلمانانو! زه خپل ځان او تاسو ته د الله د تقوا تاکيد او وصيت کوم.

د الله بنده ګانو! تاسو ټول د الله پر طاعت باندې ټينګ ودرېږئ، نو کامياب به شئ، د قرآن او سنت د راهنمايئ پر لاره روان شئ، نو نېکمرغه به شئ، ځکه چې عزت او سرداري د الله له دين سره په لازم اوسېدو او د سيد الأنبياء والمرسلين صلی الله علیه وسلم د سنتو په اتباع کې ده.

ښکلی انجام هغه چا لره دی چې توحيد يې ثابت کړی وي او د عزيز او عظیم الله طاعت يې په ځان کې راوستی وی، الله فرمايي:

﴿ اَلَّذِيْنَ اٰمَنُوْا وَلَمْ يَلْبِسُوْۤااِيْمَانَهُمْ بِظُلْمٍ اُولٰٓىِٕكَ لَهُمُ الْاَمْنُ وَهُمْ مُّهْتَدُوْنَؒ۰۰۸۲ ﴾

’’هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او له خپل ایمان سره يې ظلم )شرك) نه دى ګډ كړى (، نو) دغه كسان دي چې د همدوى لپاره (له عذاب نه) امن (بچاو) دى او دغه كسان هدایت موندونكي دي.‘‘ [الأنعام 82:6].

او ذلت، سپکوالی، رسوايي او تباهي د الله په نافرمانۍ، ګناهونو او د الله د اوامرو او منهياتو په مخالفت کې دي. الله فرمايي:

﴿ وَمَنْ يَّعْصِ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ وَيَتَعَدَّ حُدُوْدَهٗ يُدْخِلْهُ نَارًا خَالِدًا فِيْهَا١۪ وَلَهٗ عَذَابٌ مُّهِيْنٌؒ۰۰۱۴ ﴾

’’ او چا چې د الله او د هغه د رسول نافرماني وكړه او د هغه (الله) له حدونو نه مخكې تېر شو، نو هغه (الله) به يې اور ته داخل كړي، چې په هغه كې به همېشه وي او د هغه لپاره سپكوونكى عذاب دى.‘‘ [النسآء 14:4].

بياواورئ چې په غوره عملونو کې پر نبي کريم صلی الله عليه وسلم باندې درود او سلام ويل دي، نو ای الله! درود، سلام او برکتونه نازل کړه زموږ پر نبي او حبيب محمد صلی الله عليه وسلم باندې.

او له خلفاء راشدينو او د هغه له آل او ټولو صحابه وو نه راضي شه، له تابعينو او له هغه چا نه چې تر قيامته پورې په نېكۍ سره د دوى پيروي كوي هم راضي شه او له هغوى سره

له موږ نه هم راضي شه په خپل رحمت سره اى ارحم الراحمين ذاته.

ای الله! مومنان سړي او ښځې، مسلمانان سړي او ښځې ټول وبښه، ، ژوندي يې هم وبښه او مړي هم وبښه.

ای الله! زموږ او د ټولو مسلمانانو احوال او حالات سم کړه، له مسلمانانو نه غمونه او مصيبتونه لرې کړه، اى الله! د مسلمانانو مريضانو ته شفا وركړه، فقيران يې غنيان کړه، د دوی د زړونو په مينځ کې مینه او محبت واچوه، خبره يې پر حق او تقوا باندې يوه کړه، صفونه یې متحد او يو کړه

ای الله! پر دوی احسان وکړه چې له قرآن او سنت سره لازم او ملګري واوسي ای د جلال او اکرام خاونده.

اى الله! هغه څوك چې د مسلمانانو باره كې غلطې او بدې ارادې لري، نو ته هغه په خپل ځان كې مشغول كړه، او د هغه مكر او چال د هغه د تباهۍ سبب وګرځوه .

ای الله! ته دغه د مسلمانانو دښمنان راونيسه، هغوی تا نشي عاجز کولی، ای الله! هغوی ته ذلت او تذليل نصيب کړه ای تل ژونديه، د ټول عالم انتظام کوونکيه او د جلال او اکرام خاونده.

اى الله! زموږ حكمران خادم الحرمين الشريفين ته د هغو كارونو توفيق وركړه چې ته يې خوښوې او پرې راضي كېږې. اى الله! زموږ حكمران ته او د هغه نايب او ولي عهد ته ستا د رضا مطابق کارونو د کولو توفيق وركړه، ای تل ژونديه او د ټول عالم انتظام کوونکيه.

ای الله! د مسلمانانو ټولو حاکمانو ته د هغه څه توفيق ورکړه چې په کې د هغوی د رعيتونو او ولسونو خیر او ګټه وي.

ای الله! موږ ته په دنيا کې نعمتونه راکړه او په اخرت کې هم نعمتونه راکړه او موږ د اور له عذابه وساته.

ای الله! زموږ طاعتونه قبول کړه، ای الله! زموږ طاعتونه قبول کړه او زموږ ګناهونه او خطاګانې معاف کړه، زموږ درجات اوچت کړه، ای الله! زموږ درجې لوړې کړه. ای الله! موږ راضي کړه او ته له موږ نه راضي شه، ای الله! موږ راضي کړه او ته له موږ نه راضي شه، ای تل ژونديه او د ټول عالم انتظام کوونکيه.

ای الله! حاجیان او عمره کوونکي محفوظ ولره او خپلو وطنونو ته يې له فوايدو او ګټو سره واپس کړه ای تل ژونديه او د ټول عالم انتظام کوونکيه.

ای الله! دوی خپلو کورونو ته په سلامتۍ او فوايدو سره واپس کړه ای تل ژونديه او د ټول عالم انتظام کوونکيه او سمبالوونکيه.

ای الله! زموږ حاجتونه او ضرورتونه پوره کړه، ای الله! زموږ حاجتونه او ضرورتونه پوره کړه او د ټولو مسلمانانو حاجتونه پوره کړه ای د جلال او اکرام خاونده! ای ارحم الراحمين ذاته.

ای الله! موږ ته د هغه څه توفيق راکړه چې ته يې خوښوې او پرې راضي کېږې، ای الله! موږ ته د هغه څه توفيق راکړه چې ته يې خوښوې او پرې راضي کېږې.

وآخِرُ دعوانا أنِ الحمدُ لله ربِّ العالمينَ.

 

 

 

 

Tags

Related Articles

Back to top button