اسلام د ټولو پیغمبرانو دین او تګلاره ده. ليكوال: عبد الرازق صافی

په ځمکه کې د ډېرو دینونو نسبت شخص، ډلې یا هم هغه هیواد ته چې په کوم کې هغه دین وده کړې وې نسبت کېږی، لکه مسیحیت چې نوم د مسیح – علیه السلام- نه اخیستي شوی دي، یهودیت چې نسبت يي د یهوذا قبیلې ته شوی دی، بودایزم چې نوم یې د مؤسس د نوم بوذا څخه اخستل شوی دي، او هندوییزم چه نسبت يي هندوستان ته شویدي او داسې نور…
خو اسلام بیا کوم سړي، قوم یا نژاد او ملت ته نسبت نه دی شوی؛ ځکه دا دین د بشریت کوم ملت پوري خاص نه دي چې هغوی ته يې نسبت اوشی، او نه چا د ځان نه جوړ کړی چې هغه ته یې نسبت وشی، څوک چې الله ته پوره تسلیم دی او د رسول الله رسالت یې منلی دی هغه مسلمان دی او اسلام یې دین دی کله چې مونږ په عربې ژبه کې د اسلام د کلمې اصل ته لاړ شو، نو ګورو چې د غاړه ایخودلو، عاجزې، تابعداري، اخلاص، امن، او د ډاډ اطمېنان په مانا ګانو راغلی دی .
په اصطلاح کې الله تعالی ته کامله تسلیمې، او دهغه پوره تابعدارې، او د بل هر چا د بندګې نه پوره آزادې ته اسلام ووای
د دې خبرې تاييد د قرآن کریم په ډیرو آیاتونو کې راغلی دی، قرآن مونږ ته ښوونه کوي چې هر څوک چې الله(ج) ته په زړه او ټولو اندامونو متوجه شو، هغه ته يي عاجزې وکړه او ځان یې د هغه تابع کړ، د هغه اوامر او نواهی پر ځان عملي کړه، نو داسې کس په یقینې توګه هغه رسۍ په کلکه ونېوله چې هیڅکله نه پرې کېږي او ټول خیر يي وګټه الله فرمایی: (وَمَن يُسْلِمْ وَجْهَهُ إِلَى اللَّهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَىٰ ۗ وَإِلَى اللَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ) لقمان: ۲۲). د ایت په رڼا کې اسلام د الله تعالی داسې عبادت او بندګې ته ووايي، چې انسان ور په کې د بل چا د بندګې غلامۍ نه آزاد وې. او مسلمان په عبادت او بندګې کې هغه مخلص انسان دی، چې د نفس دننه یي سوله ژوند کوی، او په خپل چاپيریال کې سوله او سلامتیا خپره وي.
دا هغه خبرې دې چې ټولو پیغمبرانو راوړي وي او اسلام یو ځل بیا را ژوندۍ کړې دي
قرآن کریم ټولو ملتونو ته په بېلابېلو وختونو کې د الله لخوا د استازو چې خپلو خلکو ته د الله دین ورسوی راتګ ثابت کړی دی، په قرآن کریم کې الله تعالی پیغمبرصلی الله علیه وسلم ته داسې ووايي: {إنَّا أَرْسَلْنَاكَ بِالْحَقِّ بَشِيرًا وَنَذِيرًا وَإِنْ مِنْ أُمَّةٍ إِلَّا خَلَا فِيهَا نَذِيرٌ} بېشكه مونږ ته په حق (دین) سره لېږلى يې چې زېرى وركوونكى او وېروونكى يې او نه و هېڅ یو امت مګر په هغه كې یو وېروونكى تېر شوى دى] فاطر:۲۴).
ټولو پیغمبرانو د حق دین راوړی دی، او یو تربل د ایمان په پیغام ، د احکامو او اخلاقو په منشاء او اصولو کې توپیر نه لري او هغه اسلام چې خاتم الأنبیاء محمد – صلی الله علیه وسلم- څه د پاسه څوارلس سوه کاله نړۍ ته وړاندې کړ د هغه دین تسلسل دی چې نورو پیغمبرانو د دنه وړاندې راوړي وو؛ ځکه قرآن کریم مسلمانانو ته په هغه څه د ایمان راوړلو حکم کوي کوم چې مخکنیو پیغمبرانو لکه -ابراهیم، اسحاق، یعقوب موسی عیسی- علیهم السلام- یې پیغام راوړي وو، الله تعالی فرمایی: (قُولُوا آمَنَّا بِاللَّهِ وَمَا أُنزِلَ إِلَيْنَا وَمَا أُنزِلَ إِلَىٰ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَالْأَسْبَاطِ وَمَا أُوتِيَ مُوسَىٰ وَعِيسَىٰ وَمَا أُوتِيَ النَّبِيُّونَ مِن رَّبِّهِمْ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّنْهُمْ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ) البقره :۱۳۶).
قرآن کریم د ابراهیم او یعقوب علیهما السلام هغه وصیتونه چې خپلو بچیانو ته د ځنکدن په وخت کې کړی داسې رانقلوی الله تعالی فرمایی: (وَوَصَّىٰ بِهَا إِبْرَاهِيمُ بَنِيهِ وَيَعْقُوبُ يَا بَنِيَّ إِنَّ اللَّهَ اصْطَفَىٰ لَكُمُ الدِّينَ فَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنتُم مُّسْلِمُونَ) الله تعالی تاسو لپاره د حق دین غوره کړي دی، نو په اسلام تر مرګه پورې ولاړ اوسیږئ. البقره:۱۳۲
اسلام د ټولو پیغمبرانو د دین لپاره تمدید او تسلسل دی، د ټولو پیغمبرانو عقیده یوه ده چې په اصلي بنیاد کې تغيېر او بدلون نلري، او کوم بدلون چې رازي هغه یواځې په شریعت او د احکامو په تفصیلاتو کې د زمانې د شرایطو سره مناسب رازي، چې اختتام د اسلام شریعت او تګلاره ده.
قرآن کریم دا خبره په ډاګه ثابتوي چې دین په حقیقت کې یو دی، او هغه اسلام دي، او کوم عقیدوي اختلافات چې مونږه يي د اسماني ادیانو په پېروانو کې وینو، دا هغه تحریفات دي چې خلک يي د د ټولو پیغمبرانو د اصل دین څخه لرې کړيدی الله تعالی فرمایي (إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللَّهِ الْإِسْلَامُ ۗ وَمَا اخْتَلَفَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ إِلَّا مِن بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ ۗ وَمَن يَكْفُرْ بِآيَاتِ اللَّهِ فَإِنَّ اللَّهَ سَرِيعُ الْحِسَابِ) (آل عمران:۱۹).
نور بیا.