اسلام د ژوند تګلاره ده (اوومه برخه). ژباړه: اندیال ساپی
اسلام د ژوند تګلاره ده (اوومه برخه). ژباړه: اندیال ساپی

د اسلامي امت په وړاندې رسنيزه کلتوري جګړه
ويناوال: عبد العزيز بن عبد الله آل شيخ.
ژباړه: اندیال ساپی
اې اسلامي امته!
هغه څه چې د سختې پریشانۍ باعث ګرځي د اسلامي امت په وړاندې د دښمنانو له لورې پلان شوي رسنيزه کلتوري جګړه ده، چې د ځوانانو په ﺯړونو کې ايمان او عقيدې دکمزورتیا، اخلاقي فساد او شخصيت د ټیټتيا لامل ګرځي.
دغې جګړې په ځوانانو خپلې بدې پايلې پريښي، د ځينو په وړاندې غير اسلامي شخصيتونه د خوښۍ او تقليد وړ وګرځيدل، يوازې په ظاهري کارونو کې يې تقليد او پیروي نه کوي، بلکې په رویه، اخلاقی فساد، ناوړه ژوند، رﺫالت او فحشا خپرولو کې هم په دوى پسې روان وي.
اې مسلمانانو!
ددغې منظمې جګړي په مقابل کې لاﺯم دي چې مونږ ه ښې او فعاله رسنۍ ولرو ترڅو په رسنېز ډګر کې ددې جګړي مخنيوى پداسې اسلامي کانالونو سره وشي، چې مسٶوليت یې یو داسې رسنیز پرسونل په غاړه ولري چى هغوی خپله دیني پوهه ، واقعيت پوهنه او رسنېز مهارت سره يوځاى کړي، او په پای کې داسلام سپیڅلۍ پيغام په سمه توګه ټولې نړۍ ته ورسوي.