اسلام د ژوند تګلاره ده (دوهمه برخه) ويناوال : سماحة الشيخ عبد العزيز بن عبد الله آل الشيخ ژباړن: انديال ساپی
اسلام د ژوند تګلاره ده (دوهمه برخه) ويناوال : سماحة الشيخ عبد العزيز بن عبد الله آل الشيخ ژباړن: انديال ساپی

اسلام د ژوند تګلاره ده(دوېيمه برخه)
ويناوال: سماحة الشيخ عبد العزيز بن عبد الله آل الشيخ.
ژباړن: انديال ساپی
د اسلامي عقیدې اصول
اسلام مسلمانانو ته د عقیدوي اصول بیان کړي،چې په اللّه تعالی ایمان لرل، د هغه یووالۍ او توحید منل، او هغه ته ټول عبادتونه ځانګړي کول، او دا عقیده لرل چې پرته د اللّه جل جلاله څخه بل هیڅ څوک د عبادت مستحق نه دی که هغه نږدې ملائک وي او که راستول شوی پیغمبر وي.
دوی ته يې د توحید الأسماء والصفات حقیقت څرګند کړي او هغه دا چې د اللّه تعالی لپاره هغه نومونه او صفتونه ثابت کړي چې د هغه له شان سره مناسب وي، خو ثابتونه به یې پرته له تمثیله(مثال بیانولو) وي او د اللّه تعالی پاکی بیانول(تنزیه) به یې پرته له تعطیل او نه منلو وي، اللّه تعالی فرمایي:((لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ)).الشوری: ۱۱
ژباړه: د کائناتو څخه هیڅ شی هغه(اللّه تعالی) ته ورته نشته، هغه د هر څه اوریدونکی او لیدونکی دی.
مسلمانانو ته یې په ملائکو ایمان لرل ورښوولي، کوم چې اللّه جلاله ته نږدې او له هر بشري عیب څخه پاک او عزتمند مخلوق دی، اللّه تعالی یې په اړه فرمايي: ((لَا يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ)). التحریم: ۶
هیڅکله به د الله تعالی له حکم څخه سرغړونه ونه کړي بلکې هغه امر چې ورته کیږي هغه ترسره کوي.
همدارنګه اللّه تعالی بل ځای فرمايي: ((يُسَبِّحُونَ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ لَا يَفْتُرُونَ)).الأنبیاء:۲۰
ژباړه: بی له کوم ځنډ او سستۍ څخه، شپه او ورځ د هغه پاکي بیانوي.
همداراز مسلمانانو ته یې د اللّه تعالی په کتابونه ايمان لرل ورزده کړي کوم چې اللّه تعالی په خپل استازو نازل کړي دي لکه: زبور، تورات، انجیل، قران کریم او د ابراهیم علیه السلام صحیفې، مګر دا چې قران کریم تر ټولو غوره او بشپړ کتاب دی، پر ټولو څارونکی دی، یوازی حق ثابتوي او باطل له مینځه وړي، اللّه تعالی فرمایي:((وَأَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ الْكِتَابِ وَمُهَيْمِنًا عَلَيْهِ)).المائده: ۴۸
ژباړه: مونږ تا ته په ریښتني سره دا کتاب (قران) دراستولۍ دی، ریښتنۍ کونکى دی د مخکنيو کتابونو او په هغوی ساتونکى دی.
همدا رنګه د اللّه جل جلاله پر رسولانو ایمان لرل کوم چې اللّه تعالی بشریت د هدایت او لارښوونې لپاره غوره کړي ول، مونږ پر ټولو ایمان لرو او ترمنځ یې توپیر نه کوو، خو دوی په فضیلت کې یو له بله سره تفاوت لري، تر ټولو غوره، سردار او وروستۍ یې محمد صلی الله علیه وسلم دی، په ده ایمان لرل پر ټولو ایمان دي او له ده انکار کول له ټولو انکار دي، الله جل جلاله په دې اړه فرمایي: (( آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْهِ مِنْ رَبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ كُلٌّ آمَنَ بِاللَّهِ وَمَلَائِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِنْ رُسُلِهِ)).البقره: ۲۸۵.
ژباړه: پیغمبر صلی الله علیه وسلم ایمان راوړیدی په هغه څه چې د رب له لوری پر هغه نازل شوی، او مومنانو هر یو ایمان راوړی دی په اللّه تعالی د هغه په ملائکو او د هغه په کتابونو او د هغه په رسولانو(دوی وایې) مونږ د الله په رسولانو کې یو له بله توپیر نه کوو(په ایمان راوړلو کې).
همداشان په قضاء او تقدیر ایمان لرل، څه چې اللّه تعالی وغواړي هغه واقع کیږي او څه چې ونه غواړي هغه نه واقع کیږي، په کون کې ټولې پیښې او تصرفات لوح محفوظ د لیکنې او ازلي وجود موافق د الله جل جلاله په کوني اراده ترسره کیږي، هیڅ یو شی له دې څخه بهر نه دی، نه کوني پیښې او نه بشري کړنې.
اللّه تعالی انسان ته اراده ورکړي، چې د هغې له لارې دخپلې خوښې کړنې او شیان اختیاروی، که چیرې یې خیر اختیار کړ؛ نو بدله به یې غوره وي او که چیرې یې شر اختیار کړ؛ نو سزا به ورکړل شي، الله جل جلاله فرمایلي دي: (( فَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ (۷) وَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ)).الزلزلة ۷-۸.
ژباړه: چا چې ذره هومره نیکي کړي وي، وبه یې ګوري، او چاچې ذره هومره بدي کړي وي، وبه یې ګوري.
بل ځای فرمایي:(( قَدْ أَفْلَحَ مَنْ زَكَّاهَا * وَقَدْ خَابَ مَنْ دَسَّاهَا)). الشمس: ۹-۱۰.
ژباړه: په رښتیا سره برۍ هغه چا تر لاسه کړ چې نفس یې پاک کړ، او یقینا هغه څوک ناکام شو چې دغه(نفس یې په ګناهونو کې)یې پټ کړ.
په دې ایمان لرل چې د دنیا ژوند تلپاتې نه دی، بلکې له دنیا څخه دقبر په لور رحلت کیږي، هلته به يا نعمتونه وي او یا عذابونه، له قبر وروسته بیا ژوندي کیدل او دحساب لپاره راټولیدل دي، عمل نامې به ویشل کیږي او د انسانانو عملونه به تلل کیږي، دغه مهال به مومنان له نعمتونو ډک جنتونو کې د اللّه جل جلاله له مهربانۍ برخمن کیږي، او کافرو ته به دردناک عذاب رسي اللّه جل جلاله یې داسې بیانوي: ((وَأُزْلِفَتِ الْجَنَّةُ لِلْمُتَّقِينَ (۹۰) وَبُرِّزَتِ الْجَحِيمُ لِلْغَاوِينَ)).الشعراء ۹۰-۹۱.
ژباړه: (په هغه ورځ به)جنت نیکانو ته نږدې راوستل شي، او دوزخ به د ګمراه شویو خلکو لپاره پرانستل شي.
الله جل جلاله خپلو بندګانو ته ټول هغه څه ورښوولي چې هغه ته یې نږدې کوي او اړیکې يې ورسره پیاوړې کوي، دعبادت بیلا بیل ډولونه یې ورته روا ګرځولي لکه: لمونځ، زکات، روژه، حج، ذکر کول او داسې نور…. تر څو بنده دخپل رب سره په تلپاتې اړیکه کې وي، چې له امله یې روحي خوښي، هوسا ژوند، دنفس پاکوالی، د دنیا سعادت، او د اخرت کامیابي او نجات مینځ ته راځي.