عقيده

اسلام د ژوند تګلاره ده (نهمه برخه) ويناوال: عبد العزيز بن عبد الله آل شيخ. ژباړه: اندیال ساپی

اسلام د ژوند تګلاره ده (نهمه برخه) ويناوال: عبد العزيز بن عبد الله آل شيخ. ژباړه: اندیال ساپی

د سلفيت نښې

اې مسلمانه!
په خالص شکل د اسلام هر اړخیزه سمه پوهه، هغه ريښتنۍ سلفيت دى چې په هغې د رسول الله صلى الله عليه وسلم ملګري صحابه، تابعين او دهغوی له تابعدارانو څخه څلور امامان او دهغوى پيروان روان وو.
د سلفيت عقیدې لپاره په اسلام کې ځينې نښې په لاندې ډول دي:

(۱) لومړی نښه:
سلفیت هغه سمه او سيده لار ده؛ چې مونږ ته يې په تابعدرۍ او تللو امر شوي، الله تعالی فرمایي:(( وَأَنَّ هَذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيمًا فَاتَّبِعُوهُ)).الأنعام: ۱۵۳.
ژباړه: همدا زما سمه لار ده ، نو تاسې پر همدې لاړشئ.

(۲) دویمه نښه:
قران او سنت د شريعت او د علم او معرفت مصادر دى، سلفيت دا ردوى چې بشري عقل دموافقې په موخه دې قران اوسنت د نصوصو تقديس له پامه وغورځول شي، او يا دې په هغه کې تحريف او تاويل وشي.

(۳) دریمه نښه:
سلفيت د رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه وروسته په بشريت کې د هيڅ چا لپاره عصمت نه ويني، هغه که هر څومره ﺯاهد، تقوادار او له الله تعالی څخه ويريدونکى وي عصمت يوازې د رسول الله حق دى.

(۴) څلورمه نښه:
سلفيت د توحيد عقیده له مهمو امورو ګڼي، په توحيد پيل او هغې ته بلنه تر ټولو ستر واجب بولي؛ چې له امله يې مخلوقات پيدا شوي، الهي کتابونه ناﺯل شوي او پېغمبرا راليږل شوي، په سلفيت کې چټيات، خرافات، په ﺯيارتونو، شيطانانواو ساحرانو پورې اړيکې نيول نشته.

(۵) پنځمه نښه:
سلفيت د شرعي نصوصو په فهم کې د صحابه کرامو په پوهه اعتماد کوي، چې لامل يې د هغوى پياوړى علم، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه مخامخ دعلم ﺯده کول دي، چې له دې سره یې فطرت هم سالم او ژبه هم سمه وه.

(۶)شپږمه نښه:
د اسلام هر اړخيزه پوهه، او دا چې اسلام دعقيدې، عبادت، شريعت، ارﺯښتونو، اخلاقو، د سياسي، اقتصادي او اجتماعي قوانينو بشپړه ټولګه ده، په اسلام کې دپورتنیو برخو او څانګو ترمنځ جلاوالى نشته بلکې له يو بله سره تړلي دي.

سلفيت بیا ځلې پيل شوی حرکت دى چې له معاصرو پرمختګونو سره برابر او د وخت غوښتنو ته ځواب وایي.
که څوک فکر کوي چې سلفيت دژوند لپاره څرګنده ايجنډا اوټولنې د اصلاح لپاره رڼه تګلاره نه لري ، او يا ټولنې او دولت د جوړيدو پلان او توان نه لري، نو دا ناسم فکر دی، غوره بیلګه يې د پاچا عبد العزیز په لاس د قران او سنت په اساس د يو پياوړي اسلامي دولت جوړيدل دي چې په اصل کې سلفيت داصلاحي دعوت غځيدنه ده، کوم چې د ستر امام محمد بن عبد الوهاب او امام محمد بن سعود له خوا پيل شوى وو.
دا دولت د قران او سنت د اصولو، روښانه مبادیو او سلفيت د اصلاحي تګلارې په اساس جوړ شوى اوبنياد يې پياوړۍ شوى، چې پايله يې امنيت، کراري، اطمنان او د ژوند په ټولو برخو کې د معاصرو غوښتنو سره سم پرمختګ پيلول دي، تر دې چې په پرمختګ، مدنيت او تقدم کې يې د بیلګې په توګه يادونه کيږي، سره ل هدې چې تګلاره یې درسته او روښانه سلفي عقيده ده.

Tags

Related Articles

Back to top button