اسلام د ژوند تګلاره ده ( وروستۍ برخه), ژباړه: اندیال ساپی
اسلام د ژوند تګلاره ده ( وروستۍ برخه) ويناوال: عبد العزيز بن عبد الله آل شيخ. ژباړه: اندیال ساپی

مرګ د هر ژوندي پاى ده
مرګ د هر ژوندي پای ده او هر څه د ځمکې له مخه فنا کیدونکي دي، الله تعالی دغه حقیقت داسې بیانوی فرمايي :(( كُلُّ مَنْ عَلَيْهَا فَانٍ (۲۶) وَيَبْقَى وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلَالِ وَالْإِكْرَامِ)).الرحمن: ۲۶-۲۷
ژباړه: هر څه چې پر دغه ځمکه باندې دي، فنا کیدونکي دي او یوازې ستا د رب ذات باقي پاتې کیدونکی دی، چې د جلال او درناوی خاوند دی.
بل ځای الله رب العزت فرمایې:(( كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ)). آل عمران:۱۸۵.
ژباړه: هر څوک د مرګ څکونکی دی او تاسې ټول د قیامت په ورځ دخپلو خپلو پوره اجرونو موندونکي یاست.
د انسان په مرګ د هغه اعمال پرې کیږي، حساب ورسره پیلیږي، د ښو او بدو بدله ورکول کیږي.
د زنکدن سختې شیبې او دنیا څخه د جلا کیدو وخت رایاد کړئ، الله تعالی له دغې حالت داسې یادونه کوي فرمایې:(( وَجَاءَتْ سَكْرَةُ الْمَوْتِ بِالْحَقِّ ذَلِكَ مَا كُنْتَ مِنْهُ تَحِيدُ)). ق:۱۹.
ژباړه: بیا ګوره! هغه د زنکدن سلګۍ په حقه راغلې، دا مرګ همغه شی دی چې ترینه تښتیدلې.
قبر او تورتمي يې رايادې کړئ، يا به قبر ستاسې لپاره د جنت له باغچو نه يوه باغچه وي او يا هم د جهنم له کندو څخه يوه کنده.
دالله جل جلاله په وړاندې د ودريدلو ستر موقف رایاد کړئ ، د هغې ورځې سختۍ رايادې کړئ چې اندﺯه يې پنځوس ﺯره کاله ده، خلک په کې دالله په وړاندې لوڅ، خپه ابله، او بټې سترګې ودريږي.
هغه ستره ورځ راياده کړئ چې لمر په کې د انسانانو سرونو ته د ميل په انداﺯه را نږدې کيږي، لمر به پرې راګرم شي، دوى به د خپلو عملونو په انداﺯه په خولو کې ډوب شي، څوک به تر پونډيو پورې وي، څوک تر نامه پورې، او څوک به تر سره پورې وي( ).
الله تعالی ته د مخامخ کيدو ورځ راياده کړئ، الله تعالی فرمایي:(( يَوْمَئِذٍ تُعْرَضُونَ لَا تَخْفَى مِنْكُمْ خَافِيَةٌ)).الحاقة: ۱۸.
ژباړه: هغه ورځ چې تاسې وړاندې کړی شی، ستاسې هیڅ راز به هم پټ پرې نښودل شي.
د سزا او حساب ورځ راياده کړئ ،هغه ورځ چې تاسې ته عمل نامې درکول کيږي، يا په ښې لاسونو او يا هم په چپو لاسونو.
د عملونو تلل راياد کړئ، الله تعالی یې داسې یادونه کوي فرمايي:(( فَمَنْ ثَقُلَتْ مَوَازِينُهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (۱۰۲) وَمَنْ خَفَّتْ مَوَازِينُهُ فَأُولَئِكَ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنْفُسَهُمْ فِي جَهَنَّمَ خَالِدُونَ)). المؤمنون: ۱۰۲-۱۰۳.
ژباړه: په هغه وخت کې چې چا د نیکیو پله درنه وي، هماغوی به بری ومومي، او چا چې د نیکیو پله سپکه وي، هماغه کسان به وي چې خپل ځانونه يې تاواني کړل، هغوی به په دوزخ کې د تل لپاره اوسیږي.
هغه ورځ راياده کړئ چې مومنانو ته جنت د ننوتلو اجاﺯه ورکول کيږي، هغه ورځ راياده کړئ چې اواﺯ کونکي اواﺯ کوي او وايي اې د جنت والاوو:” إِنَّ لَكُمْ أَنْ تَصِحُّوا فَلَا تَسْقَمُوا أَبَدًا، وَإِنَّ لَكُمْ أَنْ تَحْيَوْا فَلَا تَمُوتُوا أَبَدًا، وَإِنَّ لَكُمْ أَنْ تَشِبُّوا فَلَا تَهْرَمُوا أَبَدًا، وَإِنَّ لَكُمْ أَنْ تَنْعَمُوا فَلَا تَبْأَسُوا أَبَدًا “( ).
ژباړه: يقينا ستاسو لپاره به صحت وي د هميش لپاره به نه ناروغه کيږئ، يقينا ستاسو لپاره به ژوند وي چې هميش به نه مرئ، يقينا ستاسو لپاره به ځواني وي چې تل به نه بوډاګان کيږئ، یقینا ستاسو لپاره به نعمتونه وي چې تل به نه خلاصيږي.
هغه ورځ راياده کړئ چې اواﺯ کونکي به اواﺯ کوي او وايي: اې د جنت والاوو:” ستاسې لپاره دالله جل جلاله په وړاندې وعده ده غواړى چې درته پوره يې کړي، دوى وويل: چې دا به څه وي، ايا ﺯمونږ مخونه يې ندى سپين کړي؟ ايا مونږ يې جنت ته نه يو داخل کړي او له عذابه يې نه يو ژغورلي؟ دوي به ووايي: ولې نه، پرده به لرې شي دوى به د الله جل جلاله مخ ووینې، دوى ته به د دې نعمت په څير بل نعمت نه وي ورکړل شوی( ).
هغه ورځ راياده کړئ چې اواﺯ کونکي به اواﺯ کوي او وایي به اې د جنت والاوو:” تل پاتى والې دى او مرګ نشته، اې د جهنم والاوو هميشوالى دى او مرګ نشته”( ).
الله جل جلاله ته د خپلو بدو ويناو او عملونو څخه ريښتنې اوخالصه توبه وباسئ، الله تعالی فرمایي:(( يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا تُوبُوا إِلَى اللَّهِ تَوْبَةً نَصُوحًا)).التحریم:۸.
ژباړه: ای مومنانو: الله جل جلاله ته توبه وباسئ، خالصه توبه.
اسلام د فرايضو خيال وساتئ لکه لمونځ، ﺯکات، روژه، حج، ښه اخلاق، او له حرامو ډډه وکړئ.
پای