متفرقات

اسلام د ژوند تګلاره ده (يوولسمه برخه)، ژباړه: انديال ساپى

اسلام د ژوند تګلاره ده (يوولسمه برخه) ويناوال: عبد العزيز بن عبد الله آل شيخ. ژباړه: اندیال ساپی

د اسلام په وړاندې د مسلمانانو مسٶوليت

پر عامو مسلمانانو غږ

اې مسلمانانو!
اې هغه خلکو چې الله جل جلاله تاسو په اسلامي ورورولۍ او ايمانى تړاو را يوځاى کړي یاست، د خپلو ځانونو په هکله له الله تعالی نه په حقه وویريږئ، ستاسو ترمنځ د پټ شویو دښمنانو له دسيسو څخه ځان وساتئ، کوم چې غواړي ستاسې ورورولي له مينځه يوسي، ستاسې او ستاسو د مشرانو ترمنځ ددښمنۍ اور بل کړي، دخپل ځان په هکله هم له الله تعالی څخه وويريږئ، یو بل د وينې، مال او ناموس احترام وکړئ، داسلامي امت سترې ګټې او لوړ مصلحتونو له هر اعتباره لومړى کړئ او د ترلاسه کولو په موخه یې له هر نظري او فکري اختلاف څخه تير شئ.
یوازې دعقل او حکمت له لارې خپلو ستونزو دحلولو کوښښ وکړئ، نه په وينو تويولو او هیواد ویجاړولو سره.

د مسلمانانو پر واکمنانو غږ

اې د اسلامي نړۍ واکمنانو!
دخپل ولس په هکله له الله تعالی څخه وویريږئ، دهغوی ټولنيزې ستونزې حل كړئ لکه: ناچارى اوغربت، بې سوادي، بې کاري او له خپلو حقوقو څخه محروميت، پام کوئ چې دوى ته دوی دويرولو پر موخه هغه اسلحه مخامخ نه کړئ چې د دښمن لپاره مو چمتو کړې ده، دوى د غږ د چوپولو په خاطر د وژنې، محروميت او ولږې لار مه کاروئ، ځکه دا يو ناوړه لار ده چې الله جل جلاله يې نه خوښوي.

دتلويزني کانالونو پر څښتنانو غږ

اې د تلويزني کانالونو مالکانو!
د خپل ځانونو په هکله له الله تعالی څخه وويريږئ، خبر اوسئ چې د خپل دين او ټولنې په وړاندې ستاسې مسٶوليت ډير دروند دی، هڅه وکړئ چې ستاسې تلويزني خپرونې اسلامي امت د يووالي لامل وګرځي او په اختلافاتو کې له ښکيليدو خوندي پاتې شي، پام کوئ چې چينلونه مو د اسلامي امت جلاوالي، ګډوډۍ ته د بلنې، د وينې تويولو، ودانيو ړنګولو او د هیواد ورانولو لپاره چمتو نه کړي.

د نړيوالو ټولنو پر قانون جوړونکو غږ

اې په نړيوالو ټولنو او ملګرو ملتونو کې قانون جوړونکو!
له تاسو دې پټه نه وي چې مسلمانان د خپلو ديني احکامو او شرعي اصولو په پيروى کې ځانګړنې لري، بايد د هر هغه قانون جوړولو په وخت کې چې د اسلامي شريعت سره په ټکر کې دي دغه اعتبارت په نظر کې ونيول شي، بايد د دغه قوانینو پیروي په اسلامي امت لاﺯمي نشي، او نه د هغه قوانينو په منلو او پلي کولو کې په اسلامي امت کوم فشار راشي چې د دين او عقيدې سره مخالف وي.
پدې کې لاندې ګټې تر سترګو کيږي:
لومړی: د ديني احکامو په پيروى کې اسلامي ولسونو د ارادى احترام او درناوی.
دويم: د دغې ټولنو په اړه د مسلمانانو باور او مثبت نظر ترلاسه کول، او له دوى سره په هغه څه کې همکاري او مرسته کول چې د مسلمانانو په ګټه وي، خو سره لدې د اسلامي شريعت له مخالفت نه ځان ساتل.

Tags

Related Articles

Back to top button