متفرقات

اسلام د ژوند تګلاره ده (پنځمه برخه) ويناوال: عبد العزيز بن عبد الله آل شيخ. ژباړه: اندیال ساپی

اسلام د ژوند تګلاره ده (پنځمه برخه) ويناوال: عبد العزيز بن عبد الله آل شيخ. ژباړه: اندیال ساپی

 

 

داسلامي ټولنې بشپړتيا او دوګړو مسٶليت

 

د اسلامي ټولنې دغه ځانګړنې او صفات دټولنې په بشپړتيا او هر اړخيزي همکاری مينځته راځي، چې کله د ټولنې هر وګړى خپله ديني وجيبه، ټولنېز مسٶليت اوکاري امانت په سمه توګه ادا کړي:

 

(۱) د والدینو مسؤلیت:

مور او پلار به دخپلو اولادنو په وړاندې خپل روﺯنيز اوښونيز مسٶليت سرته رسوي.

 

(۲)د ښوونکو مسؤلیت:

ښوونکي به د خپلو شاګردانو سالمه روﺯنه کوي، په ﺯړونو کې به یې د نيکۍ مينه کښينوي، ګټورې زده کړې او سمه لار به ورښايي.

 

(۳)د مفتیانو او فقهاوو مسؤلیت:

مفتيان او فقهاء به خلکو ته په ديني چارو کې فتوى ورکوي، مشکلات به يې حلوي، د قران و سنت او عامه شرعي قواعدو په رڼا کې به یې ستونزې او پوښتنې ځوابوي.

 

(۴) د دعوتګرو او امامانو مسؤلیت:

وعظ کونکي او دجوماتونو خطيبان به خلک نيکۍ او تقوی ته رابلي، له ناوړه کارونو به يې ويروي، او د اسلامي امت اړیکې به له خپلو مشرانو او علماوو سره پیاوړی کوي.

 

(۵) د محتسیبنو مسؤلیت:

د امر بالمعروف او نهى عن المنکر او حِسْبې مسٶولين به د ټولنې په لارښوونه کې خپل مسٶليت سرته رسوي ، د فساد او غلطۍ اصلاح به کوي، خطاشوى انسان به له لاسه نيسي، په ډيرحکمت، ښه لهجه، او نرمو خبرو به ورته نصيحت کوي،ترڅو د قناعت او پوهې له لارې له شره ځان لېرې کړي او یقیني شي؛ چې دا کار ورته ضرر او ﺯيان رسوي.

 

(۶) د ژورنالستانو مسؤلیت:

ژورنالستان به  ددين په خدمت او اسلامي امت ته د ورپيښو مشکلاتو په حل کې خپله وظيفه په رسنیز ډګرکې ترسره کوي، هڅه به کوي تر څو هغه څه  خپاره کړي چې خلکو د دين او دنيا سعادت او نیکمرغي ور کې نغښتی وي، دپيښو او خبرونو په نقلولو کې به له ډیر دقت او ريښتنولۍ څخه کار اخلي.

 

(۷) د مالداره او شتمنو مسؤلیت:

مالداره او شتمن به خپل مالونه د اسلامي امت په ښيګڼه کې مصرفوي، په هغه څه کې به پانګونه کوي چې د امت اوسنۍ او راتلونکي ګټې خوندي کوي.

(۸) د سوداګرو مسؤلیت:

د سوداګرو دنده د اسلامي امت اقتصادي پرمختګ، سود څخه د اقتصاد ژغورل، په علمي ، صنعتي، ﺯراعتي او طبى برخه کې اسلامي امت ته وده ورکول دي.

 

(۹) دسیاسیونو مسؤلیت:

سياسي مشران به د اسلامي ټولنې اداره کوي؛ ترڅو حق او اصلاح ته نږدي شي، د نړۍ له هيوادونو سره به يې بهرنۍ اړیکې پر دوستۍ ولاړې وي، په هغه څه کې به ورسره همکاري او مرسته کوي چې اسلامى امت ته نيکمرغي راوړي او له شر او فساد څخه يې ژغوري.

 

(۱۰) د امنیتي کارکوونکو مسؤلیت:

امنيتي کارکونکي به دامنيت په ټينګښت او ساتنه کې خپل مسٶليت ترسره کوي، د مفسدينو، مجرمينو او امن اخلالونکو مخه به نيسي او هیواد د پولو به کلکه ساتنه کوي.

 

(۱۱) د قاضیانو مسؤلیت:

قاضيان به په ټولنه کې د عدالت او انصاف قواعد پلي کوي؛ ترڅو  هر چا ته خپل حقوق ورورسي.

 

(۱۲) د حکومتي چارواکو مسؤلیت:

د حکومتي چارو مسٶولين به داسې قوانين وضع کوي چې د ټولنې لپاره مناسب او د الهي شريعت موافق وي او په هيڅ یوه برخه کې د اسلامي لارښوونو مخالف نه وي.

 

(۱۳) د دولتي مامورینو مسؤلیت:

د دولتي ادارو کارکونکي به خپله دنده په پوره اخلاص او امانتداري ترسره کوي، له منت او رشوت اخستنې به ډډه کوي.

 

(۱۴) د دیپلوماتانو مسؤلیت:

مسلمانان ديپلوماتان به د خپل هيواد ريښتني تمثيل کوي. د خپل هيواد او اسلامي امت ريښتنى پيغام به د نړۍ نورو وګړو ته وړاندې کوي، غوره اخلاق به خپلوي، د دين او امت له مسائلو به په کلکه دفاع او ساتنه کوي.

Tags

Related Articles

Back to top button