ايمانياتعقيده

اسلام ماتونکي شيان. (دوهم برخه ) ژباړن: دکتور ابو زکريا محمد اسمعيل

اسلام ماتونکي شيان. (دوهم برخه ) ژباړن: دکتور ابو زکريا محمد اسمعيل

دایمان او اسلام درېم ډول ماتوونکې:

د الله جلَّ جلاله د بعض ځانګړو صفتونو دعوا کول، که هغه په ربوبیت کې وي، او که په الوهیت کې وي، او که په اسماء او صفاتو کې وي.

ددي ناقض ځینی شکلونه:

۱/ د ځینی طواغیتو خپل عبادت او بندګۍ ته بلنه ورکول.

۲/ د علم غیب دعوا کول.

۳/ د مړو د ژوندي کولو دعوا کول.

دایمان او اسلام څلورم ماتوونکې: د نبوت او پیغمبرۍ دعوا کول.

د نبوت او پیغمبرۍ دعوا کول د علماؤ په اجماع باندې کفر شمیرل کېږي.

د نبوت او پیغمبرۍ پوری ځینی تړلي شیان چې همدغه حکم هم اخلي:

* لکه د قرآنکریم سره مشابهت او دا دعوا کول چې د هغه کتاب په شان بل کتاب راړلی شي کوم چې الله تعالی په خپلو پیغمبرانو رالیږلي دي، لکه چې الله تعالی فرمايي:

﴿وَمَنۡ أَظۡلَمُ مِمَّنِ ٱفۡتَرَىٰ عَلَى ٱللَّهِ كَذِبًا أَوۡ قَالَ أُوحِيَ إِلَيَّ وَلَمۡ يُوحَ إِلَيۡهِ شَيۡءٞ وَمَن قَالَ سَأُنزِلُ مِثۡلَ مَآ أَنزَلَ ٱللَّهُۗ﴾ [الأنعام: 93].

ترجمه: «او څوک دی ډیر لوﺉ ظالم له هغه چا چې جوړ کړي په الله تعالی باندې دروغ، او یا ووایي: چې ما ته هم وحیی شوی ده، حال دا چې د هېڅ شي وحیی ورته نه  وي شوی، او هغه څوک چې ووايي: ژر دی چې زه به نازل کړم یو کتاب په شان د هغه کتاب چې الله تعالی رالیږلی دی».

د ایمان او اسلام پنځم ماتوونکې: د الله تعالی او د هغه دپیغمبر دروغجن ګڼـل:

نو هغه څوک چې الله او یا د هغه رسول دروغجن ګڼـي، داسې بنده د علماؤ په اجماع باندې کافر دی، او له مسلمانانو څخه نه شمیرل کېږي.

ددی ماتوونکي ځینی شکلونه:

۱/ د اسلام د غټو او ښکاره شعائرو نه انکار کول، لکه د زکات یا لمانځه د فرضیت څخه انکار کول، یا د سود، زنا، او خنزیر غوښی د حرام والي څخه انکار کول.

۲/ د الله تعالی د نومونو او یا صفتونو څخه دکوم یو څخه بی شبهی او ناپوهۍ او تأویل څخه انکار کول.

۳/ د قرآنکریم د کوم آیت یا کومی مسألی څخه انکار کول.

۴/ په قرآنکریم کې د تحریف یا اختلاف اوتناقض دعوا کول.

۵/ د نبوي احادیثو څخه انکار کول.

۶/ له مرګه وروسته د بیا راژوندي کېدلو او یا د سزا او جزا او حساب او کتاب څخه انکار کول.

۷/ هغه چا ته کافر نه ویل  څوک چې د اسلام دین ته خپل دین نه وایي،  اود اسلام مقدس دین ته غاړه نه ږدي، لکه یهود، نصارا، مجوس، ملحدین، او بُت پرستان.

۸/ دا عقیده لرل چې یو چا ته د محمد له شریعت څخه وتل روا دي، لکه خضر ته چې د موسی له شریعت څخه د بل شریعت پیروي روا وه.

۹/ په صحیح دلیل باندې دحرام شوي شیانو بی شبهی او بي تأویله حلال ګڼـل.

۱۰/ څوک چې د محمد څخه وروسته د نبوت دعوا وکړي هغه رښتینی ګڼل.

۱۱/ دا عقیده اودعوا کول چې د محمد رسالت يواځی د عربو لپاره خاصه ده.

۱۲/ داسې دعوا کول چې که څوک د الله تعالی پرته بل چا ته- که هغه څوک نیک صالح بنده وي او که بل څوک-  چېغه وهي او یا یي خپلو حاجتونو پوره کولو لپاره  رابلي.

۱۳/ أم المؤمنین عائشیل ته ښکنځل کول، او په هغه تهمت یي بدنامول چې الله ورڅخه په سورت نور کې د هغی براءت او پاکي بیان کړی ده، او یا هم نورو امهات المؤمنین د رسول الله بیبیانو ته دغه شان نسبت کول، نو هم کافر کېږي او د اسلام له مقدس دین څخه بیرون او وتلی شمیرل کېږي.

او ټول هغه څه چې په هغی سره د الله تعالی او د هغه درسول دروغجن ګڼلو ته لار جوړیږي هغه نو د اسلام او ایمان له نواقض او ماتوونکو شیانو څخه شمیرل کېږي.

خو په دي باید پوهه شو چې د یو خبر دروغ ګڼلو سبب کله کله دا وي چې یو بنده سره په دغه خبر باندې دلیل نه وي، یا دلیل وي خو ده ته دغه دلیل ورمعلوم نه وي، او یا ورسره ددغه دلیل په ثبوت کې شک وي، او یا ورسره د دلیل په معنی کې داسې تأویل وي چې له ده څخه د تکذیب او درغجن ګڼلو حکم تری اوړی.

خو که هغه خبر او مسأله چې معنی او ثبوت یي معلوم او ښکاره وي، او بیا ورڅخه څوک انکار کوي او دروغ یي ګڼي، نو دی وخت کې دا دعلماو په اتفاق تکذیب او د دیني شعایرو دروغجن ګڼل کېږي.

او په لومړني حالاتو کې دروغجن ګڼونکې باندې د کفر حکم نه کېږي، ترڅو چې حجت ورباندې قایم شي، او ورباندې پوهه شي او د خبر ثبوت او د معنی صحت ورته څرګند شي.

Tags

Related Articles

Back to top button