متفرقات

انتخابات يا ټاکنې د اسلام له نظره. ليکوال: مفتي عبدالولي خان

انتخابات يا ټاکنې د اسلام له نظره. ليکوال: مفتي عبدالولي خان

رايه یا ووټ کارول د مشورې ورکولو يو ډېر مُنَقَّح او مُهَذَّب شکل دی، چې په ټولو اسلامي هېوادونو کې کارول کېږي.
په ګاونډ پاکستان، ايران، ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان کې بې له کوم شک او تردده ټول اسلامي مذاهب او مسلکونه پرې عمل کوي.
همدارنګه د هند مسلمانان يې هم عملي کوي او نور مسلمان ملکونه هم.
لهذا د ټاکنو په مشروعيت کې کوم شک کول صحيح نه دي.

دا خبره دې ټولو ته څرګنده وي چې په اسلامي هېوادونو کې عموماً او په ځانګړې ډول افغانستان کې جمهوريت يا ډيموکراسي کاواکه او خپلسرې نه ده بلکې ډېر کلک او مضبوط اصول ورته ايښودل شوي دي او هيڅوک يې هم پر غلطه لاره نشي سوق کولای
د افغانستان په اساسي قانون کې اسلام، د دين او اصلي ماخذ او اساس په طور منل شوی دی او د هېواد رسمي دين دی او دا داسې ماده ده چې هپڅوک په کې بدلون نشي راوستلای.
په نورو اساسي قوانينو کې يې هم د دې خبرې ضمانت ورکړ شوی او ثبت شوی دی چې دلته به د اسلام خلاف هېڅ قانون نه جوړېږي او تر ټولو لوړ او بالا قرآن او سنت دي، نو دا وېره چې دلته به د اکثريت او اقليت په اساس غير اسلامي حکمونه نافذ شي؛ بې ځايه وېره ده، لهذا دلته د انتخاباتي عمل وجود په شرعي لحاظ سره هېڅ ممنوع نه دی.
نو له دومره وضاحت او تاکيد څخه پس هېڅ شک بايد پاتې نشي چې دلته غربي ډيموکراسي نه راتلای شي او نه پلی کېدای شي.
نو کله چې دغه وېره نشته بيا دې انتخاباتو ته ولې غير اسلامي وويل شي، په داسې حال کې چې اسلام د دولت او حکومت د مشر د تقررۍ لپاره کومه مشخصه کړنلاره او تګلاره هم نه ده ټاکلې بلکې اساسي اصول يې ټاکلي او نور يې امت ته لاره خلاصه پرېښې چې کوم ډول يې غوره کوي.
دا خبره هم څرګنده ده چې د اسلام له نظره په اهمو امورو کې له مسلمانانو سره مشوره کول او له هغوی څخه د امورو باره کې مشوره اخيستل يو اصل دی او د دې اصل دليل په قرآن مجيد کې او هم د نبي صلی الله عليه وسلم په سيرت کې روښانه دی.
الله تعالی په قرآن مجيد کې فرمايي:
وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ (الشورى: 38)
د مومنانو کارونه په مشورې سره ترسره کېږي.
دلته هم هر مکلف مسلمان مراد دی او که څوک په کې طبقاتي تقسيم کوي، بې دلیله عمل دی.
له خلکو سره مشوره کول دومره اهم حکم دی چې نبي صلی الله علیه وسلم ته هم الله حکم کړی دی چې له مومنانو سره مشوره کوئ، ارشاد دی:
وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ ( آل عمران 4: 159)
ای نبي! له دوی سره په کارونو کې مشوره کوئ.
واضحه دې وي چې دلته کوم تخصيص نه دی راغلی چې فلانۍ طبقې سره دې مشوره کېږي او له نورو سره دې نه کېږي.
بيعتِ نُقباء کې نبي صلی الله عليه وسلم انصارو ته وفرمايل:
أَخْرِجُوا إِلَىَّ مِنْكُمُ اثْنَىْ عَشَرَ نَقِيبًا يَكُونُونَ عَلَى قَوْمِهِمْ.
ما ته مو خپل دولس وکيلان وټاکئ، هغه به د خپلو قومونو مشران وي.
هغوی خپل دولس وکيلان وټاکل، نهه د خزرج قبيلې او درې د أَوس قبيلې وکيلان وو. ( مسند أحمد: 3/ 461، والمستدرک للحاکم: 3/ 282 وصححه)
د هوازن قبيلې د پېښې په موقعه هم نبي صلی الله عليه وسلم صحابه وو ته وفرمايل :
فارجعوا حتى يرفع إلينا عرفاؤكم أمركم.
چې ستاسو وکيلان دې له تاسو سره مشوره وکړي او بيا دې ستاسو خبره موږ ته راوړي. ( صحيح البخاري: 3037)
نو په دې دواړو واقعاتو کې د انتخاباتو اصل ته اشاره ده چې خلکو ته وويل شول چې نماينده ګان مو وټاکئ!
د خلفاوو راشدينو د دور واقعات هم او د خلفاوو ټاکل کېدل هم د مشورې پر همدې اساس ترسره شوي دي، يعنې له خلکو سره په کې مشوره شوې ده.
(تاريخ الطبري: 487، صحيح البخاري: 6830)
کله چې عمر رضي الله عنه ته چا وويل: ځينې خلک وايي، کله چې عمر وفات شي، نو زه به له فلاني سره بيعت وکړم، عمر له دې کاره خلک په شدت سره منع کړل او ويې فرمايل: فَمَنْ بَايَعَ رَجُلًا عَلَى غَيْرِ مَشُورَةٍ مِنْ الْمُسْلِمِينَ فَلَا يُتَابَعُ.
د مسلمانانو له مشورې پرته که څوک بيعت اخلي، نو پيروي به يې نه کېږي.
(صحيح البخاري: 6830)
نو دلته هم عمر رضي الله عنه مسلمانانو مشورې ته اهميت ورکړ او هېڅ تخصيص يې ونه کړ چې فلانۍ طبقه دې مشوره ورکړي او نور نه بلکې ټول مسلمانان يې یاد کړي دي.

د يوې شبهې ازاله:
ځينې خلک به ووايي چې ګوره د عالم او غير عالم، ډ‌اکټر او غير ډاکټر مشوره او رایه يو شان وتلل شوه. نو دغو کسانو ته عرض دی چې کله پر عالم او غير عالم، ډاکټر او غير ډاکټر انجينر او غير انجینر، بوډا او ځوان، پر ښځې او نارينه ټولو باندې د اسلام احکام يو شان لاګو کېږي، يعنې لمونځ، زکات، حج، روژه، اخلاق او نورې ښېګړې پر عالم او غير عالم يو شان فرض دي نو دلته د مشورې او رايې په ورکولو کې ولې تفريق وشي؟! لهذا دغه خبره د دين نه ده بلکې د يو شاعر خبره ده چې د منلو نه ده.
د عمر رضي الله د ژوند په وروستۍ شیبو کې د نوماندۍ ثبوت:

کله چې عمر رضي الله عنه شهيد کړی شو، هغه، له مرګ نه مخکې شپږ کسان د مسلمانانو د مشرۍ لپاره نوماندان کړل، ځکه چې هغه لا خليفه و او د نظام حيثيت يې لاره، هغه د خپلو صوابديدي اختياراتو لرلو او د حاکم کېدو په وجه دغه شپږ کسان د مسلمانانو د مشرۍ لپاره وړ ګڼل او هغه يې نوماندان کړل، په دغو شپږو کې ځينې يو بل ته تېر شول، په اخر کې عثمان بن عفان رضي الله عنه او علي بن أبي طالب رضي الله عنه پاتې شول، د ټاکنو انتظام د عبد الرحمن بن عوف رضي الله عنه په لاس کې و، هغه له خلکو نه پوښتنې شروع کړې، رايه اخیستل يې پیل کړل، درې ورځې مسلسل يې د خلکو د رايې معلومې کړې او په اخر کې يې د عثمان رضي الله عنه د مشرۍ اعلان وکړ، ويې ويل:
حتی رأيت الناس لا يعدلون بعثمان ( صحيح البخاري: 6781)
ما خلک معلوم کړل، هغوی له عثمان سره بل څوک نه برابروي.
نو په دې واقعه کې د هغه وخت د تقاضو سره سم د رايې یا ووټ ورکولو عمل ترسره شوی دی.
ښځې به هم رايه ورکوي:
مفسر او مورخ ابن کثير په خپل کتاب البدايه والنهايه کې ليکي چې عبد الرحمن بن عوف رضي الله عنه د خلکو د رايو د معلومولو لپاره د ښځو خوا ته هم تللی دی تر دې چې په کورونو کې له ناستو پرده دارو ښځو څخه يې هم رايه اخيستې ده. (البداية والنهاية: 7/151)
له دې دا هم معلومه شوه چې ښځې هم په انتخاباتو کې برخه اخيستلای شي، ځکه چې عبد الرحمن بن عوف رضي الله عنه ترې رايه او مشوره غوښتې ده او بله دا چې ښځې د مشورې او رايې ورکولو اهل دي او په انتخاباتو کې همدا رايه کارول کېږي.
نبي صلی الله عليه وسلم په ډېرو امورو کې له خپلو ښځو سره مشوره کوله او د هغوی پر رايه به يې عمل کاوه. صحيح البخاري کې د صلح حديبيه په واقعه کې راځي چې کله سوله ليک ولیکل شو، نبي صلی الله عليه وسلم صحابه کرامو ته وفرمايل چې اوس نو ځانونه له احرامه وباسئ، څاروي مو حلال کړئ او سرونه مو وخروئ.
هيچا د نبي صلی الله عليه وسلم په دې فرمان عمل ونه کړ، ځکه چې هغوی د سولې پر ځينو مادو خوښ نه وو.
( قوموا فانحروا ثم احلقوا ) . قال فوالله ما قام منهم رجل حتى قال ذلك ثلاث مرات فلما لم يقم منهم أحد دخل على أم سلمة فذكر لها ما لقي من الناس فقالت أم سلمة يانبي الله أتحب ذلك اخرج لا تكلم أحدا منهم كلمة حتى تنحر بدنك وتدعو حالقك فيلحقك . فخرج فلم يكلم أحدا منهم حتى فعل ذلك نحر بدنه ودعا حالقه فحلقه فلما رأوا ذلك قاموا فنحروا وجعل بعضهم يحلق بعضا.
دې حالت ته په کتو سره نبي صلی الله عليه وسلم هم پرېشانه شو، خپلې خيمې ته راغی او له خپلې مېرمنې ام سلمه رضي الله عنها سره يې مشوره وکړه، هغې ورته مشوره ورکړه چې ته ووځه او خپل سر وخروه او خپله اوښه هم نحر کړه، يعنې ذبح يې کړه، نبي صلی الله عليه وسلم پر دې مشورې چې ښځې يې ورکړې وه؛ عمل وکړ، نو نتيجه يې مثبته راووتله، صحابه کرام هم پاڅېدل، سرونه يې وخرول او قربانۍ يې وکړې. (صحيح البخاري: 2581)
ټاکنو کې برخه اخيستل د فساد مخه نيول دي:
که د خپلې رایې په کارولو سره پاک او وطندوسته ټيم ارګ ته ونه رسوئ او د خپلې رايې په قوت سره د ناپاکو او فاسدو خلکو مخه ونه نيسئ، نو په فساد او خرابيو کې به زياتوالی راشي، او هيڅوک به يې له نقصانونو بچ نشي.
له ابوبکر صدیق رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: “إِنّ النّاسَ إِذَا رَأَوْا الظَّالِمَ فَلَمْ يَأْخُذُوا عَلَى يَدَيْهِ أَوْشَكَ أَنْ يَعُمّهُمُ الله بِعِقَابٍ مِنْهُ”.کله چې خلک ظالم وويني خو بیا يې هم مخنيوی ونه کړي، نو لرې نه ده چې الله تعالی پر دغو ټولو خلکو باندې عذاب راولي. ( جامع الترمذي، حديث: 2194 , باب مَا جَاءَ في نُزُولِ الْعَذَابِ إِذَا لَمْ يُغَيّرْ المُنْكَر , مسند أحمد، حديث: 1)
د رایې شرعي حيثيت:
په ياد ولرئ مسلمانانو! زمونږ په دین کې د رای څو شرعي حيثيتونه دي.
رايه شاهدي ورکول دي:
د دين معتبرو علماوو رایې او ووټ ته د شهادت، يعنې د ګواهۍ حيثيت ورکړی دی، هغوی ويلي دي چې په شرعي لحاظ سره ووټ او يا رايه د شهادت او ګواهۍ حيثيت لري، د دې خبرې مطلب دا دی چې کله يو رايه ورکوونکی کوم کانديد ته رايه ورکوي، نو ګواکې دی د هغه د اخلاقو، دين، استعداد، قابليت او امانتدارۍ ګواهي ورکوي. نو په انتخاب کې دقيق اوسئ، د دروغو ګواهي مه ورکوئ چې حرامه ده، تر دې چې دغه ډول ګواهي قرآن کريم له بُت پرستۍ سره ملګرې کړې ده، الله فرمايي: فَاجْتَنِبُوا الرِّجْسَ مِنَ الْأَوْثَانِ وَاجْتَنِبُوا قَوْلَ الزُّورِ ( الحج:30) نو تاسو له د بُتانو له نجاسته ځان وساتئ او د دروغو له خبرو ځان وساتئ . او نبي صلی الله عليه وسلم د دروغو ګواهي په تر ټولو لويو ګناهونو کې له شرک سره ملګرې کړې ده. لکه څنګه چې په بخاري شريف( 2653) کې راغلي دي: وَ شَهَادَةُ الزُور. خبردار شئ د دروغو ګواهي هم په تر ټولو لويو ګناهونو کې راځي. همدارنګه لکه څنګه چې د دروغو ګواهي ورکول حرام دي، همدارنګه د ضرورت په وخت کې شهادت او ګواهي پټول هم حرام دي، په قرآن کريم کې د الله تعالی ارشاد دی: وَلَا تَكْتُمُوا الشَّهَادَةَ وَمَنْ يَكْتُمْهَا فَإِنَّهُ آثِمٌ قَلْبُهُ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيم (البقرۃ:283) او تاسو شاهدي مه پټوئ، څوک چې دا کار کوي د هغه زړه ګناهګار دی.
خو دومره خبره ده چې دلته د شاهدۍ معنا هغه فقهي شاهدي نه ده بلکې مراد ترې دا دی چې دا عمل د شاهدۍ په شان دی، نو که د شهادت او ګواهۍ ځينې احکام په کې پوره نه وي، نو اعتراض پرې نه واردېږي.
رايه شفاعت او سفارش ده:
د رايې دويم حيثيت د شفاعت او سپارښتنې دی، يعنې رايه ورکوونکی د دغه کانديد د انتخاب سفارش کوي او د سفارش باره کې د قرآن کريم ضابطه ده چې څوک چې نېک او ښه سفارش وکړي, نو هغه ته يې اجر دی او څوک چې بد سفارش وکړي، نو پر هغه يې هم ګناه راځي. الله تعالی فرمايي: مَنْ يَشْفَعْ شَفَاعَةً حَسَنَةً يَكُنْ لَهُ نَصِيبٌ مِنْهَا وَمَنْ يَشْفَعْ شَفَاعَةً سَيِّئَةً يَكُنْ لَهُ كِفْلٌ مِنْهَا( النساء, 4: 85) چا چې سفارش وكړ، ښه سفارش، هغه ته به په دې سفارش سره د ثواب برخه وي او چا چې سفارش وكړ، بد سفارش ، نو هغه ته به په دې سفارش سره د ګناه پېټی وي.
نو د هغه چا سفارش وکړئ چې په نېکيو کې مو د اضافې سبب وګرځي، نه دا چې د ګناهونو پيټی مو لا دروند کړي.
رايه توکيل ده:
د رايې دريم حيثيت د وکالت هم دی، د دې مطلب دا دی چې رايه ورکوونکی خپل د خوښې کانديد د خپلو سياسي او ديني امورو او حقونو لپاره وکيل ټاکي، نو په کار ده چې وکيل داسې کس وي چې ستاسو د حقونو سودا ونه کړي، له هېواد سره خيانت ونه کړي.
رايه امانت ده:
د ووټ يو بل شرعي حيثيت د امانت حیثيت دی، د دې مطلب دا دی چې رايه ورکول د يو شرعي امانت ادا کول دي، الله تعالی فرمايي:
إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الْأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا ( النساء, 4: 58)
يقيناً الله تاسو ته امر کوي چې امانتونه د هغو خپلو حقدارانو ته وروسپارئ.
نو له دغه ذکر شوي تفصيل نه ثابته شوه چې ټاکنې او انتخابات او په هغو کې ګډون کول هسې تشه يوه دنياوي معامله نه ده بلکې يو ديني او ملي مسؤليت دی

انتخابات د امت د ديني علماوو او مرکزونو له نظره:

عام انتخاباتو ته د پاکستان مخکينی مفتي اعظم مولانا محمد شفيع رحمه الله جايز ويلي دي بلکې ضرورت يې ګڼي او په دې باره کې يې يوه مفيده رساله هم ليکلې ده او په هغې کې يې د دې رای حيثيت د شهادت، توکيل او شفاعت ښودلی دی.
د پاکستان د ټولو مسلکونو ( ديوبندي، بريلوي، اهل حديث، شيعه) معتبر او مستند علماء د عامو انتخاباتو د مشروعيت قايل دي او باقاعده په کې برخه اخلي،
مولانا مفتي محمد تقي عثماني چې ډېر يو معتبر او معتدل عالم دی، هغه او د هغه مدرسې دار العلوم کراچۍ د انتخاباتو د مشروعيت فتوا ورکړې ده. ( دار الإفتاء دار العلوم كراچی، جواهرالفقه: 2/300، مقالات مفتی اعظم ؒص :210)
د کراچۍ يوې بلې معتبرې ادارې جامعه العلوم الاسلامیه بنوري ټاون هم د انتخاباتو د جواز فتوا جاري کړې ده.
د پختونخوا مشهوره مدرسه چې په افغانستان، ټوله پښتونخوا او سيمه کې په ډېرو حوالو سره شهرت لري؛ دغې مدرسې هم په خپلې فتاوی حقانيه کې د انتخاباتو د جواز حکم کړی دی.
د پښتونخوا يو نامتو عالم ګوهر رحمن رحمه الله په خپل اسلامي سياست نومې کتاب کې د دې مشروعيت بيان کړی دی، د طالبانو په وخت کې د شهداوو او معلولینو وزير، معتبر عالم عبد الباقي حقاني په خپل کتاب السياسة الإسلامية کې تر يو حده د انتخاباتو جواز ښودلی دی، د مصر عالمانو او همدارنګه مشهورعالم دکتور قرضاوي هم د جواز فتوا ورکړې ده.
د معتبرو ديني علماوو او مفتيانو په دې باره کې توضيحات هم شته.
د هندوستان مشهور عالم مفتي کفايت الله دهلوي په خپل کتاب کفاية المفتي کې د انتخاباتو د جواز او په هغو کې د ښځو د ګډون فتوا ورکړې ده. ( کفاية المفتي: 9/ 380)
د هندوستان مشهورې مدرسې دارالعلوم ديوبند د انتخاباتو د رواوالي فتوا ورکړې ده.
د مصر ستر جامع ازهر د انتخاباتو په اړه د جواز فتوا موجود ده.
د سعودي عرب د افتاء کمیټې فتوا د انتخاباتو په جواز کې موجوده ده.
” فتاوى اللجنة الدائمة ” ( 23 / 406 ، 407( .
“فتاوى اللجنة الدائمة” (1/373(.
د سعودي عرب يو ستر فقيه او جيد عالم شيخ محمد بن صالح العثيمين رحمه الله هم د جواز بلکې د ګډون د وجوب فتوا ورکړې ده. هغه وايي: أنا أرى أن الانتخابات واجبة.
زما په خيال خو انتخابات په دغه صورت کې واجب دي.
“لقاءات الباب المفتوح”.
دلته زه د يو څو هغو لويو او مشهورو عالمانو او ادارو نومونه ليکم چې د انتخاباتو د جواز قول يې کړی دی:
علماء اللجنة الدائمة للإفتاء بالسعودية
الشيخ عبد الرحمن السعدي
الشيخ المحدث أحمد شاكر
الشيخ المحدث محمد ناصر الدين الألبانى
الشيخ الفقيه عبد العزيز ابن باز
الشيخ الفقيه محمد بن صالح العثيمين
الشيخ الفقيه ابن جبرين
الشيخ العلامة عبد الرحمن بن ناصر البراك
الشيخ عبد المحسن العباد
الشيخ صالح الفوزان.

هذا ما عندي و الله أعلم بالصواب و أستغفر الله من کل ذنب.

Tags

Related Articles

Back to top button