عباداتفقه

حج د ګټې موسم دی . دکتور عبد الرازق صافی

حج د ګټې موسم دی . دکتور عبد الرازق صافی

حج د ګټې موسم دی . دکتور عبد الرازق صافی

عربان مشهور متل لري ووایی”حج وبيع مساويك/ حج وبيع مسابح” معنى داده: هم حج او هم مسواكونو خرڅون/ یا هم حج او د تسپو خرڅون.

دا متل د حج د موسم څخه الهام اخلی، په سعودی عربستان او نورو خلیجي هیوادونو کې هغه وخت کارول کېږی چې د یو عمل څخه دوه ګټې لاسته رازي. د مسواک او تسپو انتخاب هم شاید لدی کبله وی چې حاجیان کوښښ کوی چې دواړه ورسره وې.

زمونږ په ټولنه کې بیا همدغه متل لرو خو په یو څه توپیر سره، مونږ ووایو: هم ثواب او هم خرما.

حج د اسلام پنځمه بناء او ستنه ده ، څوک چې توان ولري باید بې له ځنډه حج وکړي.

رسول اکرم صلی الله علیه وسلم به په مکی دور کې د حج موسم څخه د قبایلو د مشرانو په لیدلو او دعوت کې ګټه اخیستله،  نبوی سیرت ډېر واقعات لری چې زمونږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم کوښښ کوي چې په قبایلو کې داسی څوک پیدا کړی چې مرسته یې وکړی او د دعوت ومنی، او همداسی وشول د مدینی د اوس او خزرج قبیلو سردارنو یې دعوت ته لبیک ووایه او مسلمانانو ته یې د هجرت ځای ورکړه.

حج مالي او بدني عبادت دی، حاجی صیب مخکې د حج نه باید د خپل ځان لپاره د سفر توخه برابره کړې، د اندونیزیا او د چين تایلنډ او ځیني نور مسلمان اقلیتونو وګړي حج ته رازي خو جالبه داده چې حج کې ګټه کوي او زمونږ د خلکو په شان بې ځایه مصروفونه هم نه کوي، د عبادت په څنګ کې څه محدود تجارت کوي او خپله خرڅه پیدا کوی.

الله تعالی فرمایی:{ ليشهدوا منافع لهم}سورة الحج . اوبل ځای فرمایی {ليس عليكم جُناح أن تبتغوا فضلا من ربكم}سورة البقرة. ابن عباس رضی الله عنهما د «منافع» تفسیر په بازارونو سره کړي دي، خو دا هم وویل کیږی چې د منافعو څخه د دنیا او اخرت ګټې مراد دي په دنیا کې خرڅول اخیستل تجارت د حج فاېدې دی او په اخرت کې ګټه د الله رضا ده.

او د «فضلا من ربکم» نه ابن عباس رضی الله عنهما د  تجارت اخیستلو خرڅولو مانا اخیستی ده.

عرب شاعر ووایي:

وحجَجتُ للهِ العظيم ومقصدي// غفرُ الذنوب وطُلبة الأرزاقِ

حج مې د لوی الله تعالی لپاره وکړ، خو موخه او مقصد مې د ګناهونو بخښل او  د رزق ګټل دی.

أیوب سختیانی رحمه به وویل: حج ځکه کوم چې هغه وروڼه وګورم چې د حج نه بغیر یې نشم لیدلی، ځکه هغوی مې  ملاقات ته رازي او ما ته احوال راکوی.

د عبد الله بن عمر ځوی عبید الله ته چا وویل: تاسو ګورم چې په حج کې د عراق د حاجیانو د ملاقات کوښښ کوی ؟

هغه وویل: قسم په الله زه په ټول کال کې د حج د موسم په ورځو کې ډیر خوشاله یم، زه هغه خلک ووینم چې زړونو کې ایمان دی نو زما زړه هم خوشاله شی.

سلفو علماء به حج د زده کړي موسم ګڼلو، سفیان الثوری ووایی: څو ځل مې حج د دې لپاره وکړ چې ابن لهیعه سره ملاقات وکړم او د هغه نه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم حدیثونه زده کړم.

محمد الباقر رحمه الله ووایی: حج مې خوښ دي تر څو عمرو بن دینار سره وګورم؛ ځکه هغه مونږ سره محبت لره او مونږ ته یې ګټه رسوله.

أبو عبد الله الفاکهی په خپل کتاب أخبار مکة کې پدې هکله باب ذکر کړی هغه ووایی: ( ذكر تلاقي الإخوان في الحج بمكة ..) په مکه کې د حج په موسم کې  د وروڼو میلاویدل.

که چاته الله پاک سږ کال حج ته د تګ توفیق ورکړی وې نو په  بیلابیلو عبادتونو لکه لمونځ ذکر طواف تلاوت کې کوښښ وکړئ، د حرمینو د امامانو علماء کرامو په درسونو کې ګډون وکړئ، د پیغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم  سنت زده کړئ، د نړۍ د مسلمانانو سره ځانونه اشنا کړئ، د کمزورو ملاتړ وکړئ، د افغانستان د امن سوکالۍ لپاره دوعاګانې وغواړئ. او خالي لاس مه رازئ.

 

 

Tags

Related Articles

Back to top button