متفرقات

حسين بن علي رضي الله عنهما د جنتي ځوانانو سردار . لیکوال: مفتي عبدالولي خان

حسين بن علي رضي الله عنهما د جنتي ځوانانو سردار . لیکوال: مفتي عبدالولي خان

 

حُسين بن علي بن أبي طالب رضي الله عنهما د رسول الله صلى الله عليه وسلم خوږ لمسی، د علي او فاطمې رضي الله عنهما ښکلی زوی، د نبوت د خاندان روښانه لمر، ډېر پاک او عزتمن صحابي د هجرت په 4 کال د شعبان د میاشتې په 3 تاريخ په مدينه نبويه کې پيدا شوی دی.
نبي صلی الله عليه وسلم د جنت د ځوانانو د سردار لقب ورکړی دی، کنيت يې ابو عبد الله دی.

موږ ورسره محبت او مينه کوو او دغه محبت الله تعالی ته د تقرب ذريعه ګڼو خو په دغه مينه او دوستۍ کې غُلو او زياتی نه کوو لکه څنګه چې يې ځينې اهل بدعت کوي. او موږ له هغو خلکو څخه بېزاره يو او ورڅخه الله ته خپل برائت وړاندې کوو چې له دغو پاکو صحابه کرامو حسن او حسين رضي الله عنهما سره بغض ساتي او مينه ورسره نه کوي.

امام أحمد (7876) له ابو هريره څخه روايت راوړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د دوی دواړو باره کې وفرمايل:
مَنْ أَحَبَّهُمَا فَقَدْ أَحَبَّنِي، وَمَنْ أَبْغَضَهُمَا فَقَدْ أَبْغَضَنِي ) يَعْنِي حَسَنًا وَحُسَيْنًا .
وصححه الألباني في “الصحيحة” (2895.
څوک چې له دغو دواړو سره مينه ساتي، نو يقيناً هغه له ما سره مينه لري، يعنې له حسن او حسين سره.

امام ترمذي (3768) د ابو سعيد خدري رضي الله عنه په روايت حديث راوړی دی چې رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فرمايلي دي:

الحَسَنُ وَالحُسَيْنُ سَيِّدَا شَبَابِ أَهْلِ الجَنَّةِ .
حسن او حسين رضي الله عنهما دواړه د جنت د ځوانانو سرداران دي.

په صحيح البخاري(: 5994 ) کې د ابن عمر رضي الله عنهما په روايت کې راغلي دي چې رسول اللهﷺ فرمايلي دي:
دواړه (حسن او حسين رضي الله عنهما) په دنيا كې زما دوه خوشبويه ګلان دي.

حسين رضي الله عنه د کال 61 هجرۍ په 10 محرم په ډېر مظلومانه ډول شهيد کړی شو.
او هغه په دې طريقه چې کله معاويه رضي الله عنه وفات شو او له هغه څخه وروسته د هغه زوی يزيد بن معاويه د هغه پر ځای کېناسته، نو د کوفې خلکو حسين رضي الله عنه ته ليکونه واستول چې ته راشه او ته به زموږ خلیفه یې.
کله چې هغه کوفې ته په لاره و، د کوفې د والي يا ګورنر فوځونو د حسين رضي الله عنه مخه ونيوله او هغه يې محاصره کړ.
حسين رضي الله عنه چې کوفيانو رابللی و، هغوی يې مرسته ونه کړه.
حسين رضي الله عنه د کوفې ګورنر يا والي ته وويل چې زه جنګ نه کول غواړم، ما پرېږدئ چې له يزيد بن معاويه سره پخپله ملاقات وکړم يا مې پرېږدئ چې کوم اسلامي سرحد ته ولاړ شم او هلته جهاد في سبيل الله وکړم او يا مې پرېږدئ چې واپس مدينې ته ولاړ شم.

خو د ابن زياد لښکرو يوه خبره هم ونه منله او ويل يې چې تا به موږ ګرفتاروو او تړلی به دې خپل حاکم ته بوځو. په دې سره جنګ شروع شو او حسين رضي الله عنه او د هغه ملګري يې شهيدان کړل.

دا دې هم واضحه وي چې دا نه ده ثابته چې ګنې يزيد بن معاويه چې په دمشق کې و؛ د حسين رضي الله عنه د وژلو حکم جاري کړی وي او يا يې پر وژلو راضي شوی وي خو په دې موقعه کې د يزيد ستر جرم په دې کې و چې هغه د حسين رضي الله عنه پر قاتلانو نه کوم انکار وکړ او نه يې ورته کومه سزا ورکړه ، حال دا چې دا کار پر هغه واجب و او ذمه واري يې وه.
نو په همدې وجه يې اهلِ حق پر دې خبره ملامتوي. (مجموع الفتاوى: 3/ 410-411)

رضي الله عن الحسين و أرضاه

Tags

Related Articles

Back to top button