ښځې او ماشومانعادتونه

خبرې امانت دي ( ژباړن: لقمان حکيم حکمت)

خبرې امانت دي ( ژباړن: لقمان حکيم حکمت)

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمدلله رب العلمين، وأشهد أن لا اله الا الله وحده لا شريک له وأشهد أن محمداً عبده ورسوله، أما بعد:

قدرمنو ورونو! د خلکو ترمنځ د فهم تفاهم لپاره خطاب الله پاک ډېره ښه وسيله جوړه کړې ده، هرڅوک له بل سره خپلې اړتياوې په دومره ښايسته اسلوب شريکوي چې سامع پرې پوهېږي، دا هر څه په دې خاطر چې سامع د خبرو په مغز ورسېږي او مراد يې په ذهن کې کېني، نو له دې کبله يې ژوند دوام کې وي او خلک په دغسې اسلوب سره خپل پېژندګلو کوي او خپل منځ کې سره د يو بل مرسته کوي.

د رب کائنات فضل او کرم دی چې د کلماتو د نقل لپاره يې مونږ ته په هر زمان او مکان کې دغه وسيله اسانه کړې ده، په ډېر لږ وخت کې په مغرب کې د ګړېدونکي په خبرو اترو د هغه چا مغز خلاص شي چې د نړۍ په ختيځ کې دي.

ټولې انټرنيټې شبکې او د هغې فعال رنګارنګ پروګرامونه، ورځنۍ او مياشتنۍ مجلې او تلويزيونونه ټول هغه څه دي چې د خبرو اترو په نشر او اشاعت ځانګړې پاملرنه کوي.

له کوم انسان څخه چې خبرې اترې راوځي که دغه خبرې مسموعې وي او که ليکلي بڼه لري خو د انسان په وګړيز او ټولنيز او حتی د انسان په مصير ښکاره اغېز لري، له دې کبله خبرې اترې د انسان په غاړه کې هغه امانت دی چې د قيامت په ورځ به يې ورڅخه اړوند پوښتنه کيږي، الله تعالی فرمايي ( مَا يَلْفِظُ مِنْ قَوْلٍ اِلاَّ لَدَيْهِ رَقِيْبٌ عَتِيْدٌ ) [ سورت ق: ۱۸ ] ژباړه: انسان په هېڅ  ډول خبرو تلفظ نه کوي مګر ليکونکی او ليکلو ته چمتو ملک ورسره وي. له دې کبله له انسان سره مناسب دا دي چې له خبرو کولو وړاندې بايد سوچ وکړي مخکې له دې څخه نور يې واوري او يا يې نقل او نشر کړي، ورنه د قیامت په ورځ به ګناه پر همده وي، الله پاک فرمايي ( وَلَا تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولَئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْئُولًا ) [ سورت اسراء: ۳۶ ] ژباړه: او په څه شي چې علم او يقين ونه لرې نو مه ورپسې کېږه، ځکه د غوږونو، سترګو او زړه اړوند به له تا څخه پوښتنه کېدلی شي. او له ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول کریم صلی الله عليه وسلم فرمايي (إِنَّ العَبْدَ لَيَتَكَلَّمُ بِالكَلِمَةِ مِنْ رِضْوَانِ اللَّهِ، لاَ يُلْقِي لَهَا بَالًا، يَرْفَعُهُ اللَّهُ بِهَا دَرَجَاتٍ، وَإِنَّ العَبْدَ لَيَتَكَلَّمُ بِالكَلِمَةِ مِنْ سَخَطِ اللَّهِ، لاَ يُلْقِي لَهَا بَالًا، يَهْوِي بِهَا فِي جَهَنَّمَ ) [ صحيح البخاري: ۶۴۷۸ ] ژباړه: په یقين سره چې ځينې وخت انسان د الله د رضا متعلق داسې څه ووايي چې د ډېر ثواب عمل يې هم ونه بولي خو الله يې پرې ډېرې درجې پورته کړي، او ځينې وخت انسان د الله د غضب متعلق داسې خبرې وکړې چې دا يې د ګناه خبرې نه بولي خو په سبب به يې جهنم ته وغورځيږي.

د ارزښتناکو خبرو مثال الله پاک خپله په قران کريم کې بيان کړی دی، هغه فرمايي: ( أَلَمْ تَرَ كَيْفَ ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا كَلِمَةً طَيِّبَةً كَشَجَرَةٍ طَيِّبَةٍ أَصْلُهَا ثَابِتٌ وَفَرْعُهَا فِي السَّمَاءِ ) [ سورت ابراهيم: ۲۴ ] ژباړه:  ای پېغمبره! تا ته د دې معلومات نشته چې د پاکې کلمې ( لااله الا الله ) مثال د هغې لويې ونې ( کجورې ) دی چې سټه يې په ځمکه کې پیاوړې وي او څانګې يې پورته او لوړې وي.

دلته ايت پر  دوو کلمو غږېدلی دی يوه ګټوره خبره ده چې هر چا ته يې خير شامل وي، او بله ګنده کلمه وي چې نه خو ثبات لري او نه کومه ګټه، له ګنده خبرې څخه ګټه نه متکلم خپله اخستلی شي او نه يې ترې نور.

له دې کبله اسلامي دين مونږ پر نېکو خبرو کولو هڅولو يو چې له شريعت او دين سره سمون خوري او يا د تعذر په مهال لږ تر لږ ورته نزدې وي، که هغه ويل وي او که لوستل، که امر بالمعروف وي او که نهي عن المنکر، علم او تحصيل او پر حق باندې حرص کول او يا نور هغه لاملونه چې حق ته د رسيدګۍ سبب وي.

د غورو خبرو له جملې څخه نرمې خبرې کول او له خلکو سره په خبرو کې لطف کول هم دي، الله پاک چې کله فرعون ته موسی عليه السلام ‌واستو چې د الله لورې ته بلنه ورکړي نو ورته يې وويل: ( فَقُولَا لَهُ قَوْلًا لَيِّنًا لَعَلَّهُ يَتَذَكَّرُ أَوْ يَخْشَى ) [ سورت طه: ۴۴ ] ژباړه: دواړه ورته نرمې خبرې وکړئ شايد پند واخلي او له رب څخه ډار ولري.

يو واعظ چې کوم ټولواک ته يې نصيحت کو نو پند يې ورته په سختو خبرو ورکړ، ټولواک ورته وويل: واعظه! له نرمۍ څخه کار واخله، الله پاک له تا څخه غوره هستي موسی عليه السلام له ما څخه بدترين انسان فرعون ته واستو، خو بيا هم ورته الله د دې سپارښتنه وکړه چې ( فَقُولَا لَهُ قَوْلًا لَيِّنًا ) نو دعوت کې ته د موسی عليه السلام درجې ته نه شې پورته کېدی او زه د فرعون کفري درجې ته ټيټ شوی نه يم.

مونږ د خپلې کورني غړو، ښځې، بچيان، طالب العلمان او پر دندو بوخت خلکو ته د دا ډول تربې ډېره اړتيا لرو، همدوی په دعوتي اسلوب کې پر نرمو خبرو د فرعون په پرتله ډېر اولی دي.

د ښو خبرو او د حقيقي تقوا نېک اغېز الله پاک په بل ځای کې ډېر ښه روښانه کړی دی، هغه فرمايي: ( يُصْلِحْ لَکُمْ أَعْمَالَکُمْ ) [ سورت احزاب : ۷۱ ] ژباړه: نو الله پاک به ستاسو عملونه دروست کړي.

ښې او ګټورې خبرې د اعمالو د سمښت سبب دی او د اعمالو د قبول ډېر ښه لامل دی، خو که د چا په خبرو کې تقوا او ګټه نه وي نو هم يې عملونه فاسد او قبول نه دي او نه پرې کوم نېک اثر مرتب کيږي، [ تفسير سعدي: ۶۷۳ ]

او نبي کريم صلی الله عليه وسلم په هراړخيزه معنا د نيکو خبرو اړوند فرمايي: (وَالْكَلِمَةُ الطَّيِّبَةُ صَدَقَةٌ ) [ صحيح مسلم: ۱۰۰۹ ] ژباړه: او نېکه خبره کول خيرات او صدقه ده.

نيکې خبرې ډېرې ګټې او ميوې لري چې مسلمان يې په خبل ژوند او حتی له مرګ وروسته ترې هم ګټه اخلي، په ښو خبرو سره مينه او محبت برحال وي، ملګرتوب ته وده ورکوي، د ذات البين اړوند د شيطان د ورانکارۍ هلې ځلې شنډوي، الله پاک فرمايي: ( وَقُلْ لِعِبَادِي يَقُولُوا الَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ الشَّيْطَانَ يَنْزَغُ بَيْنَهُمْ إِنَّ الشَّيْطَانَ كَانَ لِلْإِنْسَانِ عَدُوًّا مُبِينًا ) [سورت اسراء: ۵۳ ] ژباړه: زما بندګانو ته ووايه چې هغه ډول خبرې وکړئ چې ښې او ګټورې وي، ځکه چې شيطان مو د بدو خبرو له لارې غواړي په ورانکارۍ کې مو واچوي، په یقين سره چې شيطان د انسان لپاره ډېر ښکاره دښمن دی.

د دې ايت لاندې مفسرين ليکي: قول حسن هغه ته ويل کيږي چې ښو اخلاقو او نېک عمل ته بلنه ورکوي، ځکه څوک چې خپله ژبه قابو کړي نو ټولې چارې په قابو کې راوستلی شي. [ تفسير السعدي: ۴۶۰ ]

تر دې چې له دښمن سره هم په نېک انداز خبرې کول د اسلامي دين مطلب دی، په دې سره له دښمن څخه جنګ جګړه او د غضب او غصې اورونه مړه کيږي، زړونه سره يو بل ته نزدې کوي او له سينې څخه حسد او کينه اوباسي، الله پاک فرمايي : ( وَلَا تَسْتَوِي الْحَسَنَةُ وَلَا السَّيِّئَةُ ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ ) [ سورت فصلت: ۳۴ ] ژباړه: د مؤمنانو ښه او د کافرانو بد سره نه دي برابر، د بدو مخه په احسان سره ډپ کړه، په دې سر به هغه څوک چې له تاسره دښمني لري داسې شي لکه نزدې او مشفق دوست. ستر تابعي طلحه بن عمر عطاء بن ابي رباح ته وويل: ته داسې هستي يې چې خلک درته ډېر راغونډيږي او بېلابېلې نظريې لري، او زه خبره لږه سخته کوم کله ناکله ورته خبره هم سخته وکړم، هغه ورته وويل: داسې بيخي مه کوه، ځکه الله پاک فرمايي ( وَقُوْلُوْا لِلنَّاسِ حُسْناً ) چې په يهودي او نصراني کې نرمې خبرې اثر کړی دی نو په مسلمان کې به ولې اثر نه کوي؟! په نېکو خبرو کولو سره انسان جنت ته ننوځي، ابو مقدام له خپل پلار او هغه يې له خپل پلار نه روايت کوي چې ما نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته وويل: داسې عمل راوښايه چې جنت ته تلل واجبوي، هغه راته وويل: ښې خبرې کوه او خواړه خلکو ته ورکوه. همدارنګه نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: ( اتَّقُوا النَّارَ وَلَوْ بِشِقِّ تَمْرَةٍ، فَمَنْ لَمْ يَجِدْ فَبِكَلِمَةٍ طَيِّبَةٍ ) [ صحیح البخاري: ۶۵۴۰، صحيح مسلم: ۱۰۱۶ ] ژباړه: له اور څخه ځانونه وژغورئ که په نيمه کجوره ولې نه وي، که يې څوک نه لري په ښو خبرو بايد ځانونه له اور څخه بچ کړئ.

طيب الکلام پراخه مجال او واسع مفهوم لري او د خير ټولو اړخونو ته شامل دی، که امر بالمعروف او نهي عن المنکر وي، که د قران کریم لوستل وي او که ذکر او تسبيح او استغفار وي، که د الله لورې ته په حکمت او نصيحت سره د خلکو دعوت وي او که حتی له خپلو بي بيانو او بچو سره لوبې لوبالې کول وي، نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: ( أَرْبَعٌ مِنْ أَطْيَبِ الْكَلَامِ، وَهُنَّ مِنَ الْقُرْآنِ، لَا يَضُرُّكَ بِأَيِّهِنَّ بَدَأْتَ: سُبْحَانَ اللهِ، وَالْحَمْدُ لِلَّهِ، وَلَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَاللهُ أَكْبَرُ ) [ مسند أحمد: ۲۰۱۲۶]

ژباړه: خوندرې خبرې څلور دي او څلور واړه له قران څخه دي، که په هرې خبرې دې پېل واچو هېڅ باک نه لری: سبحان الله، الحمدلله، لااله الا الله ، والله اکبر .

دوهم قسم خبرې چې الله پاک يې ذکر کړی دی پليتي او خبيثي خبرې دي چې نه ثبات لري او نه کومه ګټه، مسلمان بايد له دغو خبرو ځان وژغوري او تر شا يې وارتوي، دغه خبرې له ندامت او حسرت پرته نور هېڅ نه دي، بلکې د دغو خبرو په سبب به پرې خلک بد وايي او په عزت او مرتبه به يې خلک لوبې وکړي، له دې کبله ځينې سلفو صالحينو ويلي دي: ځينو وختونو کې راته يو سړی ډېر ګران شي خو چې پليتي خبرې وکړي نو له سترګو مې وغورځيږي.پليتي خبرې جهنم ته د تللو ډېر لوی سبب دی، له نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه وپوښتل شول چې خلک به اور ته د کوم سبب په خاطر ډېر ځي؟ هغه وفرمايل: (الْفَمُ، وَالْفَرْجُ ) [ سنن ابن ماجه: ۴۲۴۶، جامع الترمذي: ۲۰۰۴ ] ژباړه: خوله او فرج. له معاذ بن جبل رضي الله عنه نه هم روايت دی چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم ما ته وويل: ( أَلَا أُخْبِرُكَ بِمَلَاكِ ذَلِكَ كُلِّهِ؟ قُلْتُ: بَلَى يَا نَبِيَّ اللَّهِ، فَأَخَذَ بِلِسَانِهِ قَالَ: كُفَّ عَلَيْكَ هَذَا، فَقُلْتُ: يَا نَبِيَّ اللَّهِ، وَإِنَّا لَمُؤَاخَذُونَ بِمَا نَتَكَلَّمُ بِهِ؟ فَقَالَ: ثَكِلَتْكَ أُمُّكَ يَا مُعَاذُ، وَهَلْ يَكُبُّ النَّاسَ فِي النَّارِ عَلَى وُجُوهِهِمْ أَوْ عَلَى مَنَاخِرِهِمْ إِلَّا حَصَائِدُ أَلْسِنَتِهِمْ ) [ سنن ابن ماجه: ۳۹۷۳، جامع الترمذي:۲۶۱۶ ] ژباړه: ايا د دې ټولو د اجر او ثواب ګټلو په لنډه دې نه خبروم؟ ما وويل: ولې نه د الله رسوله، نو خپله ژبه يې ونيوله او ويويل: دا کنترول کړه، ما ورته وويل: ای د الله پېغمبره! ايا په ژبه هم نيول کېږو (محاسبه راسره کيږي) ؟ هغه وويل: معاذه! مور دې درباندې بوره شه په اور کې خلکو لره پړ مخ نه دي روان کړي مګر د هغوی د ژبو لونو پړمخ روان کړي دي.

ناکاره او پليتي خبرې د مسلمان حسنات له منځه وړي او بديانې يې ډېروي، نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: ( أَتَدْرُونَ مَنِ الْمُفْلِسُ؟ قَالُوا: المُفْلِسُ فِينَا يَا رَسُولَ اللَّهِ مَنْ لَا دِرْهَمَ لَهُ وَلَا مَتَاعَ، قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: المُفْلِسُ مِنْ أُمَّتِي مَنْ يَأْتِي يَوْمَ القِيَامَةِ بِصَلَاتِهِ وَصِيَامِهِ وَزَكَاتِهِ، وَيَأْتِي قَدْ شَتَمَ هَذَا وَقَذَفَ هَذَا، وَأَكَلَ مَالَ هَذَا، وَسَفَكَ دَمَ هَذَا، وَضَرَبَ هَذَا فَيَقْعُدُ فَيَقْتَصُّ هَذَا مِنْ حَسَنَاتِهِ، وَهَذَا مِنْ حَسَنَاتِهِ، فَإِنْ فَنِيَتْ حَسَنَاتُهُ قَبْلَ أَنْ يُقْتَصّ مَا عَلَيْهِ مِنَ الخَطَايَا أُخِذَ مِنْ خَطَايَاهُمْ فَطُرِحَ عَلَيْهِ ثُمَّ طُرِحَ فِي النَّارِ )

ژباړه: ايا تاسو پوهېږئ چې ناداره څوک دی؟ صحابه کرامو وويل: مونږ کې ناداره هغه څوک دی چې درهم او ساز او سامان و نه لري، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: زما په امت کې ناداره هغه څوک دی چې د قیامت په ورځ به خپل لمونځونه، روژې او زکاتونه راوړي، رابه شي او ده ته به يې کنځلې کړي وي، پر ده به يې تور پورې کړی وي، او د ده به يې مال دولت خوړلی وي، د ده به يې وينه توی کړي وي او دا به يې وهلی وي، هغه به کيني، د ده بدل به هم ترې واخستل شي او د ده به هم ، که يې حسنات مخکې له دې ختم شي چې قصاص ترې نه وي اخستل شوی نو د مظلومانو ګناهونه به راواخستل شي او په ده به بار کړی شي او بيا به اور ته ګوزار کړی شي.

لکه څنګه چې د ښو خبرو مجال پراخه دی دا ډول د پليتو خبرو مجال هم ډېر غځېدلی دی، لوي پليتي دا ده چې له الله سره څوک برخه دار جوړ کړي، له علم پرته پر الله دروغ وتړي، د دروغو ګواهي ورکول، سحر او جادو کول، تور لګول، سپورې ستغې ويل، غيبت او نميمت کول، په باطل سره جنګ جګړې کول، د ځان صفتونه کول، ناروا ګانې بجانې اورېدل، له چا پسې ټوکې تمسخر کول يا يې دين تنقيصول، دا ټول هغه پليتې خبرې او پليت کارونه دي چې د الله پاک له رحمت څخه د حرمان سبب دی او د خلکو ترمنځ د ناخوالو او تربګنو تر هر څه ستر لامل دی.

له مسلمان سره ښايي چې خپله ژبه کنترول کې ولري او ځان له ګردو خباثتونو څخه پاک صفا وساتي، او مسلمان بايد پر دې پوهه شي چې په مال دولت سره هېڅکله خلک نه شي خپلولی خو په دې يې خپلولی شي چې په ورين تندي ورسره وويني او هېڅ ډول ستونزې ستړې ورته جوړې نه کړي، په ښو اخلاقو او ښايسته خبرو يې خپلولی شي، مسلمان بايد دې ته ځېر وي چې که هر څه وليکي نو انسان به نه وي او ليکل به يې پاتې وي، نو که د خير ښېګړې کار يې کړی وي په خير به يې خلک يادوي، او که د شر او شرارت کارونه او خبرې يې کړې وي نو په شر او شرارت به یې خلک يادوي.

الله پاک دې مونږ ته د هغو کارونو توفيق راکړي چې دهغه خوښ وي او هغه پرې خوشحاليږي.

                                               

Tags

Related Articles

Back to top button