حدیثد حديثونو ژباړه

دجنت ګټلو اسانې لارې . ژباړن: لقمان حکيم حکمت

دجنت ګټلو اسانې لارې . ژباړن: لقمان حکيم حکمت

۱ – : مسجدونه ودانول:

عَنْ عُثْمَانَ بْنِ عَفَّانَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ يَقُولُ: ” مَنْ بَنَى مَسْجِدًا – قَالَ بُكَيْرٌ: حَسِبْتُ أَنَّهُ قَالَ: يَبْتَغِي بِهِ وَجْهَ اللَّهِ – بَنَى اللَّهُ لَهُ مِثْلَهُ فِي الجَنَّةِ] ( صحيح البخاري: ۴۵۰)، صحيح مسلم: (۵۳۳ ).

ژباړه: له عثمان بن عفان رضي الله عنه نه روا؟يت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: څوک چې د الله د رضا په خاطر مسجد ودان کړي نو د مسجد په څېر به الله ورله الله پاک په جنت کې کور ودان کړي.

 

۲ – : د سورت اخلاص لوستل:

مُعَاذِ بْنِ أَنَسٍ الْجُهَنِيِّ صَاحِبِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: [ مَنْ قَرَأَ: قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ حَتَّى يَخْتِمَهَا عَشْرَ مَرَّاتٍ، بَنَى اللَّهُ لَهُ قَصْرًا فِي الْجَنَّةِ ” فَقَالَ عُمَرُ بْنُ الْخَطَّابِ: إِذًا نَسْتَكْثِرَ يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «اللَّهُ أَكْثَرُ وَأَطْيَبُ] ( مسند احمد : 15610)

له معاذ بن انس جهني رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: څوک چې لس ځله ( قل هو الله احد) سورت ووايي الله پاک به ورله په جنت کې کور ودان کړي، عمر رضي الله عنه ورته وويل: د الله رسوله! دا خو بايد ښه ډېر ووايو، هغه ورته وويل: الله پاک ډېر ورکونکی او ښه ورکونکی دی.

 

۳ – : د مصيبت په مهال حمدله او استرجاع ويل:

عَنْ أَبِي مُوسَى الأَشْعَرِيِّ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: ” إِذَا مَاتَ وَلَدُ العَبْدِ قَالَ اللَّهُ لِمَلَائِكَتِهِ: قَبَضْتُمْ وَلَدَ عَبْدِي، فَيَقُولُونَ: نَعَمْ، فَيَقُولُ: قَبَضْتُمْ ثَمَرَةَ فُؤَادِهِ، فَيَقُولُونَ: نَعَمْ، فَيَقُولُ: مَاذَا قَالَ عَبْدِي؟ فَيَقُولُونَ: حَمِدَكَ وَاسْتَرْجَعَ، فَيَقُولُ اللَّهُ: ابْنُوا لِعَبْدِي بَيْتًا فِي الجَنَّةِ، وَسَمُّوهُ بَيْتَ الحَمْدِ ] ( مسند احمد: ۱۹۷۲۵)، (سنن الترمذي: ۱۰۲۱)

ژباړه: له ابوموسی اشعري رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: کله چې د بنده مسلمان ځوی مړ شي نو الله پاک ملائکو ته ووايي: ايا زما د بنده د ځوی روح مو واخست؟ هغوی ووايي: هو، الله ووايي: ايا د هغه د زړه ميوه (توکړه) مو واخسته؟ هغوی ووايي: هو، الله پاک ووايي: زما بنده نو څه وويل: هغوی ورته ووايي: ستا حمد يې ووايو او انا لله وانا اليه راجعون يې وويل: الله پاک ووايي: زما د بنده لپاره په جنت کې کور جوړ کړئ او د (حمد کور ) نوم پرې کيږدئ.

 

۴ – : بازار ته د تللو په مهال دعا ويل:

عَنْ عُمَرَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: ” مَنْ قَالَ فِي السُّوقِ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ المُلْكُ وَلَهُ الحَمْدُ، يُحْيِي وَيُمِيتُ وَهُوَ حَيٌّ لَا يَمُوتُ، بِيَدِهِ الخَيْرُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ، كَتَبَ اللَّهُ لَهُ أَلْفَ أَلْفِ حَسَنَةٍ، وَمَحَا عَنْهُ أَلْفَ أَلْفِ سَيِّئَةٍ، وَبَنَى لَهُ بَيْتًا فِي الجَنَّةِ ] ( مسند احمد: ۳۲۷) ( سنن الترمذي: ۳۴۲۸، ۳۴۲۹).

له عمر رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: څوک چې بازار ته د تللو په مهال دا دعا وايي: (لاَ اِلَهَ…) له الله پرته بل برحق معبود نشته هغه ايکې يواځې او شريک نه لري، بادشاهي او حمدونه هغه لره دي هغه ژوندي کول او مړه کول کوي او هغه ژوندی ذات دی نه مړ کيږي د ځير خزانې يې په لاس کې دي او هغه په هر څه قدرت لرونکی دی نو الله به ورله لس لکه نيکۍ وليکي او لس لکه بدۍ به ترې الله ورژوي، او په جنت کې به ورله کور هم ودان کړي.

Related Articles

Back to top button