
اسلامي دین دهر چا نارینه وي که زنانه دا حق ورکړیدی چې خپل کار کې فکر او سوچ وکړي، بلکې دې خبرې ته يې بشپړه هڅونه کړې ده چې په کارونو کې فکر او سوچ د انسان واجبي دنده ده ، او بې شماره ایتونه په قرانکریم کې راغلي چې انسان ته ( نارینه یا زنانه) پدې خبره تیزي ورکوي چې په خپلو ظاهري او باطني کارونو کې فکر وکړي او له خپل فکر نه ګټه واخلي ،لکه ځمونږ الله جل جلاله فرمایلی دی:[ أَوَلَمْ يَنْظُرُوا فِي مَلَكُوتِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا خَلَقَ اللَّهُ مِنْ شَيْءٍ]
ژباړه:ایا دوی د اسمانونو او ځمکې په سلطنت کی نه ګوري او په نورو هغه شيانو کی چی الله پیدا کړي دي .
دلته هم الله تعالی د نارینه او زنانه فرق نخ دی کړی باید دواړه جنسونه دالله په پيدائش کی دسوچ اوفکر څخه کار واخلی.
او همدغه شان الله تعالی فرمایلی دی: [ قُلْ إِنَّمَا أَعِظُكُمْ بِوَاحِدَةٍ أَنْ تَقُومُوا لِلَّهِ مَثْنَى وَفُرَادَى ثُمَّ تَتَفَكَّرُوا مَا بِصَاحِبِكُمْ مِنْ جِنَّةٍ] .
ژباړه: ووایه ای پيغمبره بیشکه زه تاسو ته دیوې خبرې وعظ کوم ، دا چې تاسو خاص الله ته ودریږئ دوه دوه او یویو بیا ښه فکر وکړئ چی ستاسو پر ملګري هیځ لیونتوب نشته.
نو الله تعالی ښځې ته هم دا ختیار ورکړی چې پخپلو کارونو له فکر او سوچ څخه کار واخلی ، او پدې کار(سوچ او فکر) کې الله تعالی د نارینه او زنانه منځ کې فرق نه دی کړی بلکې دواړو ته یی یو شان خطاب فرمایلی دی.
او همدغه راز الله تعالی دهغه چا سره دعذاب وعده کړې چی مؤمنانو سړو او مؤمنانو ښځو ته تکلیف او ضرر رسوی لکه الله تعالی فرمایی: [ إِنَّ الَّذِينَ فَتَنُوا الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ ثُمَّ لَمْ يَتُوبُوا فَلَهُمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ وَلَهُمْ عَذَابُ الْحَرِيقِ]
ژباړه:بیشکه هغه کسان چی مومنان سړي او مومنې ښځي یی په فتنه(عذاب) کی اچولي وي، او بېرته یې توبه نه وي ایستلي ، نو ددوی لپاره دجهنم (دوزخ)عذاب دی او ددوی لپاره د ډير سوځوونکی اور عذاب دی.
پد ی ایت کی هم الله تعالی دسړو ا و دښځو کوم فرق ندی کړی بلکه الله تعالی به په اخر ت کی د دواړو لپاره یو شان بدله اخلی دهغه چانه چی په دوی باندی په دنیا کی ظلم کړی.
ددغی پورته ټولو نصوصو نه دا خبره څرګنده او په ډاګه شوه چی ښځه یو مستقل شخصیت دی،او څنګه چی دالله تعالی لخوا سړو ته مستقل احکام متوجه دی همدغه شان ښځی ته هم متوجه دی ، نو څنګه چی دښځی شخصیت مستقل دی نو همدغه شان ورته دالله لخوا مستقل اوامر او نواهی هم شته لکه الله تعالی ښځو ته داسی فرمایی: {وَمَنْ يَقْنُتْ مِنْكُنَّ لِلَّهِ وَرَسُولِهِ وَتَعْمَلْ صَالِحًا نُؤْتِهَا أَجْرَهَا مَرَّتَيْنِ} .
ژباړه: او په تاسو کی چی څوک دالله او دهغه درسول اطاعت وکړی او نیک عمل وکړی نو مونږ به هغی ته دهغی اجر دوه ځله ورکړو.
بل ځای الله تعالی فرمایی: {يَا نِسَاءَ النَّبِيِّ مَنْ يَأْتِ مِنْكُنَّ بِفَاحِشَةٍ مُبَيِّنَةٍ يُضَاعَفْ لَهَا الْعَذَابُ ضِعْفَيْنِ وَكَانَ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسيِرًا}
ژباړه: ای دنبی ښځو! په تاسو کی چی هرچا ښکاره بدکاری وکړه نو هغی ته به عذاب یو په دوه دوچند کړی شی او دغه کار الله ته اسان دی.
دا خطاب اګر که دنبی علیه السلام ښځو ته دی خو ددی زمانی او وروسته زمانی ښځو ته هم متوجه دی . نو الله تعالی ښځو ته هم مستقل مستقل خطابونه کړیدی نو معلومه شوه چی ښځه مستقل شخصیت دی خپل حقوق هم لری او واجبات دالله لخوا هم پری شته.
او رسول الله صلی الله علیه وسلم دښځو نه بیعتونه هم اخستی لکه الله تعالی ورته پدی ایت کی اشاره کړیده: ، {يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِذَا جَاءَكَ الْمُؤْمِنَاتُ يُبَايِعْنَكَ عَلَى أَنْ لَا يُشْرِكْنَ بِاللَّهِ شَيْئًا وَلَا يَسْرِقْنَ وَلَا يَزْنِينَ وَلَا يَقْتُلْنَ أَوْلَادَهُنَّ وَلَا يَأْتِينَ بِبُهْتَانٍ يَفْتَرِينَهُ بَيْنَ أَيْدِيهِنَّ وَأَرْجُلِهِنَّ وَلَا يَعْصِينَكَ فِي مَعْرُوفٍ فَبَايِعْهُنَّ وَاسْتَغْفِرْ لَهُنَّ اللَّهَ}
ژباړه: ای نبی!کله چی تاته مومنی ښځی راشی چی له تاسره پدی خبر بیعت کوی چی دالله سره به هیڅ شی نه شریکوی او غلا به نکوی او زنا به نکوی او خپل اولاد به نه وژني او نه به داسی بهتان لګوی چی هغه د خپلو لاسونو او خپلو پښْو په وړاندې جوړ وی او په معروف( نیکو چارو) کی به ستا نافرمانی نه کوی، نو ته دوی سره بیعت وکړه او ددوی لپاره دالله نه بخښنه وغواړه.
او کله چی اسلام دنیا ته راغلی نو ښځو هم اسلام قبول کړو او هم یی هجرت وکړ، سره لدینه چی خاوند او پلار او ټول خپل خپلوان یی په کفر اخته وو، او دهغی یو نمونه داد ه چی کله ام حبیبه رضی الله عنها اسلام قبول کړو نو هجرت یی وکړ سره لدینه چی ددی پلار ابوسفیان دمکی دکافرانو مشر وو او خاوند یی هم مرتد شو لیکن ام حبیبه رضی الله عنها په اسلام پاتی شوه او له ارتداد یی اعراض وکړ
او همدغه شان فاطمه بنت الخطاب رضی الله عنها اسلام قبول کړو مخکی دخپل ورور عمر بن الخطاب رضی الله عنه د اسلام نه او فاطمه رضی الله عنها دعمر رضی الله عنه دمسلمانیدو لپاره یو سبب جوړ شو کله چی عمر رضی الله عنه دفاطمی رضی الله عنها دتکلیف او ضرر اراده کړی وه
اوهمدغه شان ام کلثوم دعقبه بن ابی معیط لور اسلام قبول کړ او هجرت یی هم وکړ سره لدینه چی ددی ټوله کورنی پدغه وخت کی مشرکان وو.
اوډیری زنانه دخپلو خاوندانو د مسلمانیدو سبب جوړشوی لکه ام سلیم رضی الله عنها چی دا ښځه ابی طلحه الانصاری رضی الله عنه وه او د خپل خاوند داسلام سبب جوړ شو، او همدغه شان ام حکیم چی دخپل خاوند عکرمه بن ابی جهل داسلام سبب جوړ شو.
نو ښځه مستقل شخصیت دی او شخصی احکام هم ورته د الله عزوجل له طرفه متوجه دی باید پدغی احکامو عمل وکړی .