د اختلاف په صورت کې ښځه پلار کور ته په ليږلو ګواښل. ژباړه: انديال ساپى
د اختلاف په صورت کې ښځه پلار کور ته په ليږلو ګواښل. ژباړه: انديال ساپى

پوښته:
ځينې خاوندان تل د اختلاف په صورت ښځه پلار کور ته په ليږلو ګواښى، دا کار د خاوند او ميرمنې ترمنځ ﺯيات د اختلاف په صورت کې واقع کيږى،
هغه چاته مو څه نصيحت دى چې دا يې عادت وى، په تيره بيا الله تعالى ښځه خاوند د کور له وتلو څخه منع کړى ده،
ځواب:
ﺯما نصيحت دغه خلکو ته دا دى چې په رښتنې سړي واوسيږي، بايد پخپلو نفسونوځواکمن وي او هيڅکله غوسى ته تسليم نشي،
نبي صلى الله عليه وسلم ته سړى وويل، ماته وصيت وکړه هغه ورته وويل : «لا تغضب» مه غوسه کيږه، بيا يې خبره تکرار کړه، هغه ورته وويل:« لا تغضب» مه غوسه کيږه.
بل داچې د خاوند او ميرمنې ترمنځ د اختلاف په صورت کې ښځه د پلار کور ته شړل د ستونزې حل ندى، بلکې اختلاف لا ﺯياتوى، خاوند ته لاﺯم دى چې د خپلې ميرمنې سره نرمى وکړى او له تېروتنو يې مخ واړوى، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايى: «لا يفرك مؤمن مؤمنة، إن كره منها خلقاً رضي منها خلقاً آخر».
ژباړه: مٶمن نارينه له مٶمنې ښځې سره بغض او کينه نه کوى، که يو خوى يې بد ګڼى نو له بله يې راضى وى.
مناسب دا دې چې سړى په رښتنې معنى سړيتوب ولري، په يوې خطا سره ټولې نيکۍ هيرول د چا کړنه ده؟ د ښځې،
ايا سړى غواړى چې خپل ځان د ښځې مرتبې ته ټيټ کړي، کله چې له ښځې يوه خطا وشي نو د ښځې په څير وايى:چې ما ترې ټول عمر خير ندى ليدلى،
له دې امله ﺯما خپلو وروڼو ته نصيحت دا دى چې کله يې له خپلو ښځو سره اختلاف پيدا شي، بايد سړي صبر او حوصله وکړى، ښځې سره د هغې مناسب چلند وکړى، لکه څرنګه چې نبي عليه الصلاة والسلام،
مونږ ته وصيت کړى، فرمايى: «إنهن خلقن من ضلع، وإن أعوج شيء في الضلع أعلاه، فإن ذهبت تقيمها كسرتها، وإن استمتعت بها استمتعت بها على عوج».
ژباړه: يقينا ښځې له پښتۍ پيدا دي، په پښتۍ کې کوږ شى سر دى، کچېرته يې سمول غواړى نو ماته به يې کړى، او که وغواړى له هغې خوند او فايده واخلى نو په کوږوالى يې ترې هم اخستلاى شي.
ﺯه پدې باورى يم چې يو څوک خپلې ميرمنې سره په تعامل کې الله تعالى او هغه د رسول محمد صلي الله عليه وسلم پيروى وکړى، نو ﺯر دې چې الله تعالى به يې ښځې د ﺯړه دښمنى او بغض په دوستى او مينه بدل کړى الله عز وجل فرمايى: ﴿وَلا تَسْتَوِي الْحَسَنَةُ وَلا السَّيِّئَةُ ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ﴾ [فصلت:34] ژباړه: [سُوۡرَةُ حٰمٓ السجدة/فُصّلَت : 34]
ژباړه: نېکي او بدي يو شانته نه دي؛ ته د بدۍ مخنيوى په هغي نېکۍ سره وکړه چي هغه ډېره ښه وي،
(ته به وګورى)چا سره چي ستا دښمني وه، ګويا هغه دې لكه صميمي دوست ګرځېدلى دى.
د ﺯړونه اړول راوړل د الله تعالى په لاس کې دى، په هغه طريقې سره چلند وکړه چې ښه وى، ان شاء الله حالت به تغير وکړى.
#اللقاءالشهري للشيخ ابن عثيمين رحمه الله (38)