ايمانياتعقيده

 د اسلام نواقض او ماتوونکي شیان. ژباړن: دکتور محمد اسمعيل

 د اسلام نواقض او ماتوونکي شیان. ژباړن: دکتور محمد اسمعيل

 

مخکې مو وپیژندل چې یو بنده تر هغه مسلمان کېدی نشي چې ترڅو یي د »لا إله إلاَّ الله وأن محمداً رسول الله« شاهدي او ګواهي نه وي کړي، او د خپلی دغی ګواهۍ او اقرار په أساس به الله تعالی یو ګڼـي، او هم به د رسول الله پیروي کوي، نو هله به دی مسلمان ګڼل کېږي.

په تیرو درسونو کې مونږ زده کړل چې د »شهادة أن لا إله إلاَّ الله« غوښتنه داده چې د عبادت ټول انواع او ډولونه خاص او يواځی یو الله تعالی ته ځانګړي شي، او د عبادت او بندګۍ اساس او بنسټ د الله تعالی سره پر محبت او دهغه تعظیم او همدغه الله تعالی ته په غاړه ایښوولو باندې ولاړ دی.

همدارنګه مو زده کړل چې د »شهادة أن محمداً رسول الله« غوښتنه هم د رسول الله سره د هغه دشان او رسالت سره مناسب محبت کول، هغه په ټولو احکامو او اخبارو کې رښتینی ګڼل، او د هغه په اوامرو او نواهیو کې پیروي او اطاعت کول دي.

نو خبردار! هغه څوک چې ددغه دواړو ګواهیو د ماتوونکو ګناهونو مرتکب کېږي، نو هغه له دین اسلام څخه ووځي، او په الله جلّ جلاله او د هغه په رسول  باندې کافر ګڼـل کېږي، اګر که لمونځ کوي، روژه نیسي، او ګومان کوي چې هغه مسلمان هم دی.

نو هغه څوک چې له دغه څلورو شیانو څخه یو هم ونلري، چې هغه: د عبادت او بندګۍ يواځی یو الله پوری خاص کول، د الله تعالی سره د هغه دالوهیت او ربوبیت سره مناسب محبت کول، او دهغه تعظیم او هغه ته غاړه ایښودل، همدا شان د رسول الله سره محبت کول، هغه په ټولو راوړو احکامو او اخبارو کې رښتینی ګڼل، او د هغه اطاعت او پیروي کول دي –  نو دغه شخص له اسلام څخه ووځي، او مسلمان نه ګڼل کېږي.

بیا که بنده له پیله لا د دواړو ګواهیو دغه غوښتنی نه وي منلی، او په عمل کې یي نه وي راوستلی، نو دی له همغه پیله اصلي کافر بلل کېږي، که سره له دي دی په ښکاره د مسلمانۍ دعوا هم کوي نو بیا دی منافق دی.

او که چا لومړی د ددواړو ګواهیو دغه غوښتنی منلی وي، او بیا وروسته يي یوه یا له یوي نه زیاتی غوښتنو څخه لاس په سر شي، نو دا مرتد کافر بلل کېږي، چې یو ځل په اسلام کې شامل شوی او بیرته ورڅخه وتلی دی.

د اسلام دین څخه ارتداد یا مرتد کېدل په هر هغه قول، عمل او اعتقاد باندې کېږي چې په هغی سره د «شَهادةِ أن لا إلهَ إلا اللهُ وأن مُحمَّدًا رَسولُ الله» له حقیقتونو او غوښتنو څخه د کوم یو انتفا او نشتوالی راځي، او ورسره مناقض او ماتوونکې یي وي.

او دغه نواقض او دین ماتوونکي شیان چې بنده له دین څخه وباسي- ډیر شکلونه لري، چې په کومه خاصه شمیره نلري، خو دهغی جامع اصول په لاندی ډول دي:

لومړی ماتوونکې: الحاد:

یعنی د الله تعالی له وجود او شتون څخه انکار کول، لکه د مخلوقاتو د پیدایښت نسبت طبیعت ته کول، یا دا عقیده لرل چې دا عالَم او کوْن قدیم دی، په دی معنی چې ځینی مخلوقات اول نلري، یعنی ازلي دي.

Tags

Related Articles

Back to top button