توحيدعقيده

د اسماؤ او صفتونو په توحيد کې ګمراه ډلو ته ځغلند نظر. ليکوال: لقمان حکيم حکمت

د اسماؤ او صفتونو په توحيد کې ګمراه ډلو ته ځغلند نظر. ليکوال: لقمان حکيم حکمت

ځينې داسې خلک د مسلمانانو په ټولنو کې هم تېر شوي دي چې که څه يې هم ځانونه مسلمانان بولل خو ولې د الحاد په رنځ اخته وو ، هغه الحاد چې په قران کريم پرې الله پاک ملحدينو ته سخت وعيد اورولی دی ، الله پاک فرمايي : ( وَ لِلَّـهِ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَىٰ فَادْعُوهُ بِهَا وَ ذَرُوا الَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِي أَسْمَائِهِ سَيُجْزَوْنَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ )([1])

ژباړه : د الله لپاره ښايسته نومونه دي په دغې نومو يې راوبلئ او هغه خلک پرېږدئ چې په نومونو کې يې الحاد کوي د دوی د کړنوسره سم به ورته سزا ورکړي .

په دې خاطر چې هدف لا پسې روښانه شي د ځينو هغو ډلو ټپلو يادونه کوو چې د توحيد په دې ډول کې بې لارې شوي دي :

۱ – : جهميه : دوی د جهم بن صفوان([2])پېرو کار دي او له اسماؤ او صفاتو څخه

په ټپه منکر دي .

کولای شو چې عقيدوی ځينې افکار يې لوستوالو او د عقيدې مينوالو ته په مختصره توګه نمونه وړاندې کړو .

د جهميو عقايد په لاندې توګه دي :

۱ – : الله پاک له مثيل او شبيه څخه پاک ګڼل او هغه قراني ايتونه چې مخلوق سره ترې تشبيه راځي په کې تاويل کول لکه د الله لاس ، مخ …له هغې صفاتو څخه چې دوی په کې تاويل کړی دی يو هم د کلام صفت دی ، دوی وايي : د الله کلام خارج نه بلکې د هغه په نفس کې داخل دی ، له دې کبله يې قران مخلوق بللی دی او د ( لاَ تَدْرِکُهُ الأَبْصَارُ…) ايت څخه په ناوړه استدلال يې په اخرت کې د الله رؤيت هم نفي کړی دی او اټکلوي چې د بشريت په سترګو د الله ليدل هېڅ امکان نه لري .

۲ – : له الله څخه ازلي صفتونه نفي کول لکه قدرت ، اراده ، علم ، او وايي چې دغه صفتونه عين د الله ذات دی او مستقل ترې نه دي ، موخه يې دا ده چې مثلا : هغه له ذات پرته بل قدرت نه لري او نه له ذات پرته بله اراده لري او داسې نور…

۳ – : انسان په خپلو کارونو مجبور دی معنی دا چې د هېڅ کار اړوند مستقله اراده او اختيار نه لري ، د افعالو نسبت انسان ته داسې دی لکه جماداتو ته د افعالو نسبت لکه لمر راوختو ، لمر خو خپله نه راخيژي بل څوک يې راخيژوي نو داسې د انسان افعال هم دي .

۴ – : ايمان د زړه پورې تعلق لري ، د ژبې په تلفظ که څه هم څوک د کفر کلمه ووايي خو ايمان يې سالم دی ، هېڅ ډول ګناه ايمان نه ستونزمنه وي له دې کبله ورته د ايمان په باب کې مرجئه هم ويل کيږي .

۵ – : الله په هر ځای کې دی ، ابن خزيمهm ورڅخه په خپل سند نقلوی چې په ترمذ کې ترې چا وپوښتل چې الله چرته دی ؟ کور ته ننوت ، څه ورځې وروسته راووت او خلکو ته يې وويل : الله هوا ده ، د هر شي سره په هر ځای دی او په هر څه کې دی ، هېڅ ځای له الله څخه خالي نه دی .

۶ – : هغوی عقيده لري چې جنت او اور به زوال خوري ،ځکه چې څه شی حرکت لري هغه زوال لري ، که اور او جنت د تل لپاره وی نو الله به په ( خَالِدِينَ فِيهَا إِلَّا مَا شَاءَ اللَّـهُ إِنَّ رَبَّكَ حَكِيمٌ عَلِيمٌ ) کې استثناء نه کوله .

دا راز جهميه سره خپلې منځنې ډېرې ډلې ټپلې لري :

معطله : دوی عقيده لري چې په څه شي هم د انسان وهم واقع کيږي هغه مخلوق دی او څوک چې وايي چې الله به ليدلی شي هغه کافر دی .

مريسيه وايي : د الله زياتره صفتونه مخلوق دي .

ملتزمه وايي : الله په هر ځای کې دی .

وارديه يې وايي چې د رب په خالي معرفت انسان د جنت مستحق دی خو که جهنم ته څوک بوتلل شي هېڅکله به ترې را ونه وځي .

زنادقه يې وايي : هېڅ څوک نه شي کولای ځان لپاره رب ثابت کړي ، ځکه اثبات هله کيږي چې په حواسو يې ادراک وشي او د څه شي ادراک چې په حواسو وشي هغه د ربوبيت جوګه نه دی او څه شي چې نه ادراک کيږي نو ثابتېدی هم نه شي .

حرقيه وايي : کافر چې کله اور ته ولاړ شي يو ځل به يې وسوځوي ، سوی سکور به شي په اور کې به بيا وي خو سوز به نه محسوسوي .

مخلوقيه وايي : قران کريم مخلوق دی .

فانيه وايي : جنت او جهنم به دواړه له منځه ځي او ځينې نور يې لا وايي چې جنت او جهنم بيخي پېدا شوي نه دي .

مغيريه يې له پېغمبرانو څخه ټپ انکار کړی دی او وايي چې دوی يواځې حاکمان وو .

واقفيه وايي : مونږ نه وايو چې قران مخلوق دی او نه وايو چې غير مخلوق دی .

قبريه له عذاب قبر او شفاعت څخه انکار کوي .

لفظيه يې وايي چې زمونږ د قران لوستل مخلوق دي .

…………………………………..

([1]) سورت اعراف : ( ۱۸۰ ) .

([2]) جهم بن صفوان په کوفه کې پېدا او لوی شوی دی ، په کوفه کې د جعد بن درهم چې له دمشق څخه کوفې ته راتښتېدلی و ، په ملګرتوب کې پاتې شو ، په ( ۱۵۰ هـ ) کال کې چې د خالد بن عبدالله قسريm په لاس جعد مردار شو جهم بن صفوان يې افکارو ته پونده ورکړه تر څو د ځمکې ختيځ او لويديځ ته يې ورسوي ، ډېر پلويان يې پېدا کړل هغه و چې ( ترمذ ) ته وشړل شو ، په ترمذ کې يې خپل افکار لا پسې دومره خپاره کړل چې د خراسان په ګڼ شمېر ښارونو کې رواج پېدا کړ ، د امويه دولت پر ضد د حارث بن سريج په ملتيا يې انقلابي موخه لرله چې په ( ۱۲۸ هـ ) کال کې يې په کې سر وخوړ .

 

Tags

Related Articles

Back to top button