عقيده

د تقدير په اړه د اهل سنت والجماعت عقيده، ژباړه: انديال ساپى

د تقدير په اړه د اهل سنت والجماعت عقيده، ليکنه:د/ ناصر بن عبد الکريم العقل ژباړه: انديال ساپى

د تقدير په اړه د اهل سنت والجماعت عقيده په لاندې ټوکو کې راټوليږى:

(1) د تقدير په خير اوشر ايمان لرل او چې دا هر څه د الله تعالى له لورې واقع کيږى د ايمان له ارکانو څخه دى، چې لاندې ټکو ته شاملپږى:
د تقدير په ټولو نصوصو او مراتبو(علم، ليکنه، خوښه، پيدايښت) ايمان لرل، او دا چې هيڅوک د الله تعالى پريکړه نشي رد کولى او نه يې حکم څارلى شي.

(2)هغه اراده او امر چې په قران او نبوي سنتو کې يادونه شوي ده په دوه ډوله ده:
لومړى: کوني تقديري اراده: (خوښى او غوښتنې په معنى) تقديري کوني پريکړه کول.
دويم:شرعي ارده:(محبت ورسره لاﺯم وى)يعنى شرعي اراده، انسان هم اراده، خوښه او غوښتنه لري خو الله تعالى د مشيئت او غوښتنى تابع وى.

(3) د بندګانو هدايت او ګمراه کول د الله تعالى په لاس کې دي، ځينې د خپلې مهربانى له مخى په سمه لار کړي او په ځينو باندې د عدل له مخى د ګمراهۍ پريکړه وکړي.

(4) بندګان او کړنې يې الله تعالى د مخلوقاتو له جملې څخه شميرل کيږي چې د هغه پرته بل خالق نه لري، الله تعالى بندګانو د کړنو خالق دى او بندګان په حقيقي ډول د خپلو کړنو ترسره کوونکي دي.

(5) د الله تعالى په افعالو کې حکمت ثابتول، او د الله تعالى په خوښه او غوښتنه د اسبابو تأثير ثابتول.

(6) نيټې ليکل شوي، رﺯق ويشل شوي،  او خلکو د پدائښت څخه مخکى د هغوى بدبخته او نيکبخته ليکل شوي.

(7) په مصيبتونو او دردونو کې په تقدير دليل نيول کيږى، خو په ګناهونو او نيمګړتياوو کې په تقدير دليل نيول ناروا دى، د ګناهونو څخه توبه ويستل واجب دى او ګناهګار به ملامت ګنل کيږى.

(8) يواﺯې اسبابو ته مخه کول په توحيد کې شرک کول دى، او په کلي شکل له اسبابو څخه مخ اړول د شريعت نميګړي کول دى، او د اسبابو تأثير نفى کول د عقل او شريعت مخالف دى، او توکل کول اسبابو د استعمالولو سره هيڅ منافات نه لري.

Tags

Related Articles

Back to top button