سحر او جادوعقيده

د جادو علاج (اوومه برخه ) ژباړن: عبدالرحمن ناصر

د جادو علاج (اوومه برخه ) ژباړن: عبدالرحمن ناصر

دریمه شبهه: هغه داده چی امام احمد بن حنبل رحمه الله څخه نقل شوی دی چی دهغه څخه چا د جادوګر په هکله پوښتنه وکړه چی دمسحور څخه جادو ختموی، امام احمد وویل: ځینی خلکو ددی کار جواز ورکړی دی.

خو دهغه دا قول به په مباحه نشره حملولی شی چا چی په حرامه او سحری نشره حمل کړی هغوی خطا شوی دی.

شیخ سلیمان بن عبدالله ویلی دی: څوک چی داګمان کوی چی امام احمد دسحری نشری جواز ورکړی دی، هغوی خطا شوی دی، او نه دهغه په قول کی داسی څه شته چی په جواز دلالت وکړی، بلکه کله چی دهغه څخه دهغه چا په هکله پوښتنه وشوه چی جادو ختموی، هغه وویل: ځینی خلکو ددی کار جواز ورکړی، بیا امام احمد ته وویل شو: چی  دغه جادوګر خو دپیتلو په کټوۍ کی اوبه اچوی  او هغه پکی ورکی شی؟ امام احمد لاس وڅنډو او وی ویل:ماته پته نشته چی دا څه شی دی؟ بیا ورته وویل شول: ایا ته ددی جواز ورکوی چی دغسی کار وکړی شی؟ هغه وویل: چی ماته پته نشته چی دا څه شی دی.

او څنګه به یی جواز ورکړی وی حالانکه هغه دنبی علیه السلام دا حدیث روایت کړی دی، چی نبی علیه السلام ویلی دی: ( انها من عمل الشیطان ) دا نشره خو دشیطان دکارونو څخه یو کار دی.

لیکن هر کله چی دنشری لفظ دجایزی او ممنوعی نشری تر منځ مشترک دی، او دوی دا ګمان کړی دی، چی امام احمد دهغه نشری جواز ورکړی، کومه چی دشیطان دکارونو څخه یو کار دی ، خو امام احمد دداسی فتوی څخه ډیر لیری دی.[1]

څلورمه شبهه: دوی وایی چی جادو په جادو سپړل داضطراری حالت لاندی راځي او ددی ایت څخه معلومیږی چی الله ویلی دی: ( وقد فصل لکم ما حرم علیکم الا ما اضطررتم الیه) [2]

ژباړه: او حال دا چی په تحقیق سره واضح کړی دی الله تعالی تاسی ته هغه شیان چی حرام کړی یی دی په تاسی باندی مګر هغه محرمات چی ډیر محتاج کړی شی تاسی ( خوارک د) هغو ته ( نو هغه هم حلال دی) .[3]

خو ددوی دا استدلال فاسد دی او هیڅ اعتبار نلری،ځکه چی اصولینو ددی قاعدی لپاره خپل شروط او ضوابط ایښودی دی، باید هغه شروط پکی موجود او برابر شی، یو دهغی شروطو څخه اهم شرط دادی چی: ( ان ارتکاب المحظورات اخف من وجود الضرر)[4]

یعنی چی دحرام شوی شی استعمال به دشته ضرر څخه کم او معمولی وی، نو هله به دغه حرام تر سره کولی شی، او پدی کی شک نشته چی جادو کی ډير ضرر موجود دی ،ځکه چی جادو کفر او شرک دی.

او بله دا چی دجادو علا ج خو په شرعی دمونو او مباحو دوایانو سره کیدلی شی، نو دغی قاعدی باندی استدلال کولو ته هیڅ حاجت نه پیدا کیږی.

په سعودی عربستان کی دعلمی بحثونو او فتوی ورکولو کمیټۍ په یو بیان کی دعلاج لپاره جادوګرته دتللو دحکم په هکله لیکلی دی: (الضرورات تبیح المحظورات) یعنی دضرورت پر مهال حرام مباح ګرځي، پدی قاعدی دجادو په جادو سپړلو جواز ورکول صحیح نه دی، ځکه چی ددی قاعدی دشروطو څخه یو شرط دادی ،چی دحرام شی داستعمال نقصان به دضرورت څخه کم وی، لکه څرنګه چی دا قاعده داصولیینو علماؤ څخه ثابته ده، او هرکله چی جادو کفر او شرک دی، نو دا جادو غټ ضرر او نقصان دی، دنبی علیه السلام دا قول پری دلیل دی چی ویلی یی دی: ( لا بأس بالرقی ما لم یکن فیها شرک )[5]

یعنی چی په دمونوکی شرکی کلمات نه وی، بیا پری دم کول باک نه کوی، او بله دا چی دجادو علاج په شرعی دمونو سره هم کیدای شی،نو کفر اوشرک ته دسره حاجت نه پیدا کیږی، له دی څخه دا هم ثابته شوه چی جادوګرانو ته په هیڅ حال کی تګ جایز نه دی، اګر که دجادو دعلاج لپاره ولی نه وی.[6]

بیا داخبره هم په یاد لرل پکار ده چی علاج کول دضروری شیانو څخه نه شمیرل کیږی او نه دعلاج کولو په پلمه حرام شیان حلالیږی:

شیخ محمدبن صالح العثیمین رحمه الله ویلی دی:)الضرورات تبیح المحظورات( یعنی دضرورت پر مهال حرام مباح ګرځي، او هر چی ددوایانو سره تعلق لری، نو ځینی خلک دا ګمان کوی چی په دی قاعدی کی دوایانی هم داخلی دی، او د ضرورت په وخت کی انسان ته په حرامو تداوی هم جایز ده ، لیکن دا ګمان او جواز ورکول دهغوی غلط اوخطا دی، ځکه چی په یقین او جزم سره په دوایانو ضرر نه دفع کیږی، او کله کله انسان دوایانو ته حاجت هم نلری، او مریض ته بغیر دکوم تداوی او علاج شفاء حاصله شی، هر چی اول قسم دی نو ډیرو انسانانو په مفیدو دوایانو علاج کړی خو هیڅ فایده یی نه ده ورکړی، او هر چی دویم قسم دی نو ډیرو انسانانو دوایی او علاج پریښودی، خو بیا هم ورته الله بغیر ددوائی شفاء ورکړی ده[7]

شیخ الاسلام ابن تیمية رحمه الله په هغه کسانو چی په حرامو شیانو د علاج کولو جواز ورکړی دی، رد کوی او وائی: هر چی ددغه شی دضرورت لپاره اباحت دی نو صحیح دی، لیکن دضرورت دوجی نه پری  دوائی کول د څو وجوهو نه صحیح نه دی:

۱/ اکثره مریضانو ته بغیر دعلاج کولو څخه شفاء حاصلیږی، او الله ورته شفاء ورکوی، دطبیعی قوت په سبب چی الله ورته په بدن کی پیدا کړی دی، او په سبب دهغی عمل او حرکت چی الله ورته اسان کړی دی، یا په قبوله شوی دعا، یا په فایده مند دم، یا په الله باندی دقوی توکل له وجی، او یا ددی څخه بغیر په ظاهری او باطنی، روحانی او جسدی اسبابو سره ورته الله شفاء ورکړی ده.

۲/ علاج کول واجب نه دی ،او که څوک پدی علاج کولو کی جنګ وجدل کوی، نو احادیث ورسره په ټکراو کی واقع کیږی، ځکه چی نبی علیه السلام هغی توری زنانه ته اختیار ورکړی وو، چی په خپل مصیبت صبر وکړی، او جنت ته به داخله شی، او یا به ورته نبی علیه السلام دعا وکړی نو دالله په فضل سره به روغه شی، نو دغی زنانه په خپل مصیبت صبر او جنت اختیار کړو، او دنبی علیه السلام  څخه یی دعافیت دعا ونه غوښتله، که دمصیبت لری کول واجب وی، نو نبی علیه السلام به دغی زنانه ته اختیار نه وو ورکړی، همدارنګه دمصیبت زده پیغمبرانو حال ددغه شخص دنظر سره په ټکر کی راځي،چی هغوی (پیغمبرانو) په خپلو مصیبتونو صبر کړی وو، او دلیری کولو اسباب یی استعمال کړی نه وو، لکه ایوب علیه السلام او نورو سلفو صالحینو کومو چی په مصائبو صبر کړی وو.

۳/ په دوائی به مکمل  یقین نه شی کیدلی:

ځکه چی ډیر مرضونه داسی شته چی علاج نه لری، او که دا (تداوی او علاج کول دهر مرض او په هغی سره ښه کیدل) عامه قاعده شی، نو یو سړی به هم مړ شوی نه وی.

۴/ دیو مرض لپاره مختلفی دوایانی شته، او دا ناممکنه ده چی په حلالو شیانو کی دی دیو مرض لپاره علاج موجودیت ونه لری، بلکه کوم ذات چی مرضونه پیدا کړی دی، هماغه ذات دمرګ نه بغیر دهر مرض لپاره علاج هم پیدا کړی دی، او دا جایز نه دی چی په حرامو شیانو کی دمرضونو لپاره علاج او تداوی وکړای شی، همدغه ذات لره پاکی ده، چی زیات مینه کونکی او مهربان دی.

یو حدیث کی راځي (ان الله لم یجعل شفاء امتی فیما حرم علیها) یعنی الله جل جلا له زما دامت شفاء په حرامو شیانو کی نه ده ايښودلی.[8]

بیا دجادو په جادو سپړلو د جواز ورکولو څخه ډیر باطل کارونه منځ ته راځی: لکه جواز ورکول هغه چاته چی څوک دجادو زده کولو اراده لری.

په دی پلمه چی چا باندی جادو شوی وی،هغه تری ختم کړی، بلکه دجادو زده کول به په امت باندی فرض کفائی متعین کړی شی او دا خبره باطله ده.

دمعتبرو علماؤ څخه یو هم دا قول نه دی کړی، او ددی جواز ورکولو څخه دا هم ثابتیږی چی په جادوګرانو کی دالله په نیزد ځینی مصلحین او اجر ګټونکی شته دی، دا هغه کسان دی چی جادو ختموی، او ځینی پکی مفسدین او دعذاب مستحقین شته دی، دا هغه کسان دی چی جادو کوی، بیا که جادو چا دضرر لپاره زده کړو نو حرام شو، او که چا دفایدی لپاره زده کړو نو مستحب شو، او دا خبره دالله ددی اطلاق او عموم چی په جادوګرانو یی فیصله کړی دی خلاف راځی، لکه چی الله جل جلاله وایی: ( ولا یفلح الساحر حیث اتی)[9]

ژباړه: او بری نه مومی جادوګر چرته چی راشی او وی.[10]

په بل ځای کی وایی:  ( ولا یفلح الساحرون)[11]

ژباړه: حال دا چی بری نه مومی جادوګران.[12]

په بل ځای کی وایی: ( قال موسی ما جئتم به السحر ان الله سیبطله ان الله لا یصلح عمل المفسدین)[13]

ژباړه: موسی علیه السلام وویل هغه شی چی تاسی راوړی دی هغه یواځي جادو دی، یقینا الله زر تباه کوی اثر ددغه( جادو)، یقینا الله تعالی نه کامیابوی او نه جوړوی دفساد کونکو کار.

په دی ایتونو کی الله جل جلاله دجادوګرانو څخه کامیابی او فلاح په عام او مطلق نفی سره منفی کړی دی، لکه څرنګه چی ددی خبری اثبات مخکی وشو، او الله جل جلاله د جادوګرانو صفت په فساد کونکو سره کړی دی، او ددوی څخه یی یو هم جلا کړی نه دی، او نه یی ددوی دجادو څخه سه څیز جلا کړی دی.

……………………………………

[1]  تیسیر العزیز الحمید فی شرح کتاب التوحید:1/367-368

[2]  سورة الانعام:119

[3] اسهل االتفاسیر:1/458

[4]  شرح الکوکب المنیر:4/444 – التحبیر شرح التحریر:8/3847 – شرح القواعد الفقهیة:1/185

[5]  اخرجه مسلم.

[6]   جزء من بیان صدر من اللجنة الدائمة للبحوث العلمیة والافتاء برقم: 23621 و تاریخ: 29/06/1427 هــ ق

[7]   فتاوی نور علی الدرب : التفسیر: انظر موقع الشیخ ( الفتاوی النصیة )

[8]   مجموع الفتاوی:21/563

[9]   سورة طه:69

[10]   اسهل التفاسیر:2/51

[11]   سورة یونس:77

[12]   اسهل التفاسیر:1/713

[13]   سورة یونس:81

Tags

Related Articles

Back to top button