د جادو علاج (څلورمه برخه ) ژباړن: عبدالرحمن ناصر
د جادو علاج (څلورمه برخه ) ژباړن: عبدالرحمن ناصر

د جادو په جادو سپړل جايز نه دي، د دليلونو د وجي نه د سلفو او خلفو څخه افضلو علماؤ دجادو څخه انکارکړى دى:
هغه دليلونه چې د جادو په حرمت دلالت کوي، په لاندې ډول دي:
اول دليل:په حرامو شيانو علاج کول ناجائز دي، او جادو کفر دى، اوکفر د سختو محرماتو څخه دى.
په دې خبره دليل چې جادو کفر دى، الله جل جلاله فرمائي:(وَلَٰكِنَّ الشَّيَاطِينَ كَفَرُوا يُعَلِّمُونَ النَّاسَ السِّحْرَ)[1]
ژباړه: بلکې شيطانانوکفرکړى وو، ښودويې خلکو ته جادو.[2]
او بيا د ملايکو په باره کې وايې: (وَمَا يُعَلِّمَانِ مِنْ أَحَدٍ حَتَّىٰ يَقُولَا إِنَّمَا نَحْنُ فِتْنَةٌ فَلَا تَكْفُرْ ۖ )[3]
ژباړه: او ښودنه نه کوله دې دواړو (دجادو)هيچاته تردې چې دوي به وويل (په طريقي د نصحيت سره) يقيناً مونږستاسې لپاره امتحان يو، پس کفر مه کوئ(په سحر کولو سره) [4]
يعني جادو مه زده کوئ که چيرته مو زده کړو نوکافر به شۍ
او بيافرمائي: وَلَقَدْ عَلِمُوا لَمَنِ اشْتَرَاهُ مَا لَهُ فِي الْآخِرَةِ مِنْ خَلَاقٍ ۚ [5]
ژباړه: او خامخاپه تحقیق سره دوي پوهيدل چې خامخا چاچې واخيستو جادو (زده يې کړو او عمل يې پرې وکړو) نشته ده لره په آخرت کې هيڅ برخه.[6]
يعني: يهود په دې پوهه وو چې چا په رسول الله صلى الله عليه وسلم ايمان راوړلو او بيا يې دغه ايمان په جادو سره بدل کړو، نو په آخرت کې يې هيڅ برخه نشته
او الله جل جلاله فرمایلي دي: ( وَلَوْ أَنَّهُمْ آمَنُوا وَاتَّقَوْا لَمَثُوبَةٌ مِّنْ عِندِ اللَّهِ خَيْرٌ ۖ لَّوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ )[7]
ژباړه: او که يقيناً دوى ايمان راوړى وى او ځانونه يې ساتلى وى( له شرک او جادو څخه) نوخامخا بدله د الله تعالى له خوا غوره ده که دوى پوهيدلى.[8]
يعني که چيرې دوي په الله او رسول الله ايمانونه راوړي وى، او د محرماتو څخه يې ځان بچ کړى وى، نو د الله جل جلاله بدله به ورته د هغه جادو د تابعدارى څخه ډيره غوره وى، کوم چې دوى د ځان لپاره غوره کړى وو.
په دې آيت باندې هغه کسانو دليل نيولى کومو چې جادوګر ته کافر ویلی دی.
هر کله چی د جادو دا حيثيت شو، نو آيا ددې نه وروسته به هم څوک په سحر علاج او تداوې کوي!!!
دويم: جادوګر ته راتلل او د هغه څخه دسوالونو کولو څخه نبي صلى الله عليه وسلم منع کړي ده، او ويلي يې دي: ( من أتى عرافا أو كاهناً، فصدقه بما يقول، فقد كفر بما أنزل على محمد صلى الله عليه وسلم)[9]
ژباړه: څوک چې تيرويتي يا کاهن ته راغلى، او د هغه د خبرو تصديق يې وکړو، په تحقیق سره دغه شخص په هغه څه چې په نبى صلى الله علیه وسلم نازل شوى ؤ، کفر وکړو.
په بل روايت کې راغلي دي: (من أتى عرافاً، أو ساحراً، أو كاهناً يؤمن بما يقول، فقد كفر بما أنزل على محمد صلى الله عليه وسلم)[10]
ژباړه: څوک چې تيرويتي يا جادوګر يا کاهن ته راغلى، او خبره يې ورله ومنله، نوپه تحقیق سره دغه شخص په هغه څه چې په نبي صلى الله علیه وسلم نازل شوي ؤ، کفروکړو.
او دا حديث جادوګرانو ته، کاهنانو ته، تيرويتيانو ته په تګ باندې شامل دى، او د هغوي تصدیق کفر دى، او هغوي ته تلل اګرکه د جادو د سپړلو لپاره ولې نه وي، کفردى، په دغه تګ کې د مسلمان د عقيدې لپاره خطر دى، او دغه کسانو ته تګ انسان دي زورنې ته پيش کوي، بايد انسان ترې ځان وساتي.
…………………………….
[1] البقرة:102
[2] أسهل التفاسير اول جلد صفحه 49
[3] البقرة:102
[4] أسهل التفاسير اول جلد صفحه 49
[5] البقرة 102
[6]أسهل التفاسير اول جلد 49 صفحه
[7]البقرة :103
[8] اسهل التفاسیر:1/50-51
[9] أخرجه الترمذي في الطهارة: 135 و أبو داؤد في الطب: 3904 وابن ماجة في الطهارة و سننها: 639
[10] صحيح: انظر صحيح الجامع: 5939