متفرقات

د حسين – رضي الله عنه-په وينو تجارت کول ليكنه: إبراهيم بن صالح العجلان ژباړه: انديال ساپى

د حسين - رضي الله عنه-په وينو تجارت کول ليكنه: إبراهيم بن صالح العجلان ژباړه: انديال ساپى

 

وينې تويږې… چغې او ويرونه وي… ګريوانونه څيريږي… مخونه په څپړو وهل کيږي…شعرونه او مرثيي ﺯمزمه کيږي،
… ماتم او تسليت وي…
د شهيد قاتلانو ته ګواښونه او ګوت څنډنه وي…د مرستې غږونه پورته کيږي… د سر او بدن وهل… فريادونه، اوسويلې او د ياحسين، ياحسين، ياحسين غږونه پورته کول…
دا هغه صحنې دي چې روافض او شيعګان يې هر کل ژوندي کوي، ترڅو حسين رضى الله عنه د شهادت ياد ژوندى پاتى شي.

راځئ چې د حسين رضى الله عنه ژوند او شهادت وپيژنو، او پوهيږو چې چې چاته لومړيتوب لري، او هغه څوک دي چې د حسين رضى الله عنه سره يې په رښتنې غدر او خيانت کړي، د دې قضيي او اړونده پيښو په اړه د اهل سنت والجماعت موقف څه دي؟!

حسين رضي الله عنه چا ووژلو؟!

په شپيتم کال د هجرت باندې د يزيد بن معاوية سره د خلافت لپاره بيعت وشو، دې بيعت حسين – رضي الله عنه ډير درمند کړ، ځکه هغه ليدل چې د يزيد په نسبت د خلافت لپاره ډير وړ صحابه شتو لري، حسين – رضي الله عنه – د يزيدَ بن معاوية سره بيعت ونه کړ، خلك يې پريښودل او په مکه مکرمه کې استوګن شو، د الله تعالى بندګى يې کوله.

د کوفې خلک خبر شول چې حسين – رضي الله عنه – د يزيد بن معاوية سره بيعت ندې کړى، دوى د فتنو او بدبختيو څخه د ډک تاريخ څښتنان وو، علي رضى الله عنه او د هغه ملاتړو لور ته يې ميلان څرګندلو، د کوفې خلکو حسين – رضي الله عنه – ته د بيعت کولو لپاره خطونه او پيغامونه ليږل پيل کړل، پرلپسى يې حسين – رضي الله عنه – ته پيغامونه ليږل تردې چې شمير پنځه سوه ورسيد، په دې وخت کې حسين – رضي الله عنه د خپل تره ځوى مسلم بن عقيل خبر د تاييد لپاره وليږلو، مسلم بن عقيل کوفې ته په رسيدو وليدل چې خلک د حسين – رضي الله عنه غوښتنه کوي، د هانئ بن عروة په کور کې يې د حسين – رضي الله عنه لپاره بيعت اخستل پيل کړل تر دې چې اتلس ﺯره يا ديرش ﺯره په تعداد کې د کوفې والو بيعت وکړو، بيا مسلم بن عقيل خپل د تره ځوى حسين – رضي الله عنه ته خبر وليږلو چې کوفې ته راشه دلته ستا لپاره د خلکو بيعت اخستل شوي.

د کوفې والو د بيعت په اړه يزيد بن معاوية ته خبر ورسيد، په بصره کې يې خپل والي عبيدالله بن زياد ته امر وکړو چې کوفه له بصري سره يوځاى کړى او د کوفې خلک د ده خلاف د حسين رضي الله عنه سره له يوځاى راوتلو منع کړى، يزيد بن معاوية د حسين رضي الله عنه د قتل امر ونه کړ بلکې کوفې نه د منع کولو امر يې وکړ.

مسلم بن عقيل چې کله پوهه شولو چې عبيدالله بن زياد د کوفې يوځاى کول غواړى، کوفې د څلورو ﺯرو ملاتړو سره چې بيعت يې کړي وو راووت، د خپل لښکرو په ملتيا يې د عبيدالله بنَ زياد لور ته مخه کړه او هغه يې په خپله کلا کې کلابند کړ او کلابندى يې پرې سخته کړه.

عبيدالله بن زياد چې کلابند و، پخپل مکر او ځرکتيا پوهيده چې څنګه د مسلم بن عقيل نه د کوفې ملاتړې جدا کړى،
په کوفې کې د قبيلو مشرانو ته پيغامونه وليږل او هغوى ته يې دومره پىسې ورکړى چې د حسين رضي الله عنه او مسلم بن عقيل له ملاتړه يې کينوي.

د پيسو بندګانو د مسلم بن عقيل نه تيښته او جلا کيدل پيل کړل تر دې چې ماښام کيدلو د هغه سره هيڅوک نه وو پاتى،
مسلم بن عقيل د ابن ﺯياد لاس ته ورغى او هغه يې د وژولو امر وکړ، هغه حسين – رضي الله- ته د خط ليږلو غوښتنه وکړه ترڅو د کوفې والو شيعګانو د خيانت له حقيقت نه يې خبر کړى، هغه حسين رضي الله ته خط وليکلو چې دا يې متن دى:” له خپلې کورنۍ سره بيرته ستون شه د کوفې واله دې دوکه نه کړى، يقينا دوى ماته هم دروغ وويلې او تا ته هم او د دروغجن رايه نه لري”.

د حسين رضي الله عنه سره چا خيانت وکړو؟!

حسين بن علي – رضي الله عنه –نه و خبر چې د تره ځوى ته يې څه پيښ شول او د کوفې خلکو ورسره خيانت وکړ، پداسې حال کې له مکې مکرمې راووت چې ګمان يې کو چې د ده لپاره دغلته بيعت اخستل شوى.
حسين – رضي الله عنه – د مکې نه راروان شو خو د ځمکى په مخ داسې څوک نه و چې د ده سره په فضيلت کې يوشان وى، ده سره د خپلې کورنۍ اويا تنه مل وو چې د ده ﺯامن وروړنه او وريرونه وول،

صحابوو – رضي الله عنهم – هڅه وکړه چې حسين رضى الله عنه له تللو منع کړ او له وتلو يې ايسار کړي خو ناکامه شول،
بلکې عبدالله بن عمر بن الخطاب رضى الله عنه ورسره د درى شپو له مزل وروسته يو ځاى شو ورته يې وويل:
چېرته روان يې هغه وويل: عراق ته ځم، او دا د هغوى ليکونه ، پيغامونه او بيعتونه دي، ابن عمر ورته وويل : دوى ته مه ورځه، دوى ته مه ورځه، هغه انکار وکړ – رضي الله عنه – کله چې ابن عمر رصى الله عنه د هغه اصرار وليد ځان ته يې رانږدى کړ او ورته وويل: الله ته دې يو مړه سپارم.
حسين – رضي الله عنه – عراق ته لاړ، خو مخکى لدينه چې عراق ته ورسيږى د خپل تره ځوى مسلم بن عقيل له وژلو خبر شو، کوښښ يې کو چې بيرته راستون شي، خو د مسلم بن عقيل ځامنو چې له ده سره مل وو د خپل ما لپاره غچ اخستل غوښتل، د هغوى خبره يې ومنه او مﺯل ته يې دوام ورکړ، بل لور ته عبيدالله بن زياد خپلې لښکرې وليږلى چې حسين – رضي الله عنه – کوفې ته له تللو منع کړي، دواړه لښکرې په يوشپيتم کال د هجرت محرم د مياشتې په لسمه نيټه د کربلا په ميدان کې سره مخامخ شوى، د حسين – رضي الله عنه – سره د خپل فاميل اويا غړي وو، د شمر بن ﺫي الجوشن او عمر بن سعد په مشرۍ د ابن ﺯياد د لښکرو شمير پنځه ﺯرو ته رسيده.

حسين – رضي الله عنه – د خپل ځان او دښمن ترمنځ برابرى نه ليدله نو دوى ته درى خبرو منلو غوښتنه وکړه:
– ما پريږدئ چې له کوم ځاى راغلى يم بيرته هلته ولاړ شم، بيرته خپل ځاى ته ستون شي.
– يا د جهاد لپاره د مسلمانانو کوم سنګر ته د تللو مخه راکړئ.
– يا ما پريږدئ چې يزيد ته ورشم.
شمر ورته انکار وکړ – هغه څوک چې پرون د علي رضي الله عنه له ملاتړو نه و، نن يې د هغه له ځوى سره جګړه کوله- مګر داچې بندى وتړل شي او د عبيدالله بن زياد په پريکړه راکوﺯ شي او يا جګړه وکړى، حسين – رضي الله عنه – ورته وويل: نه، په الله مې دې قسم وى چې د ابن زياد په حکم به هيڅ کله راکوﺯ نه شم، دواړو لښکرو سره صف بندى وکړه او د جګړې لپاره چمتو شول.
دې وخت کې حسين – رضي الله عنه – خپل لاسونه د اسمان لورته پورته کړل او د کوفې والو ته يې بد دعايي وکړه ويې ويل:اې الله که دوى ته د څه وخت لپاره ژوند ورکوى نو په ډلو يې وويشه، لارې يې بيلې کړه، او هيڅکله ترې واليان مه رضا کوه، ځکه دوى مونږ راوبللو چې مرسته مو وکړي بيا يې په مونږ تجاوﺯ وکړ چې ومو وژني.
دا دعا د شيعګانو کتابونو هم ﺫکر کړيده.
جکړه پيل شوه وَطِيس ګرم شو، دا په حسين – رضي الله عنه – ډيره سخته ورځ وه ، د کورنۍ غړې يې ليدل چې په مخ کې يې يو په بل پسي مړه پريوتل تر دې چې ځانته پاتى شو – رضي الله عنه –شمر بن ذي الجَوْشَن ورته وروړاندې شو په څټ کې په غشى وويشتو بيا يې پرې ګﺫارونه وکړل تر دې چې په ځمکه راپريوتلو – رضي الله عنه — او خپل سپيڅلې روح يې خپل رب ته وسپاردلو او شهيد شو، پدې ډول په خپل ﺯمانه کې د مسلمانانو سردار ووژل شو، د محمد مصطفى – صلَّى الله عليه وسلَّم – د کشمالى ګل ووژل شو، هغه زاهد او عابد ووژل سو چې د جنت ﺯيرى ورکړل شوي و.
أعوذ بالله من الشيطان الرجيم: {وَلاَ تَحْسَبَنَّ اللهَ غَافِلاً عَمَّا يَعْمَلُ الظَّالِمُونَ إِنَّمَا يُؤَخِّرُهُمْ لِيَوْمٍ تَشْخَصُ فِيهِ الأَبْصَارُ} [إبراهيم: 42].

حسين – رضي الله عنه – د وژنې د پيښې له وړاندې کولو وروسته مهم پوښتنه دا پيدا کيږى: چې حسين – رضي الله عنه –چا ووژولو؟ ايا اهل سنتو ووژلو؟ يا بنو أمية ووژلو لکه څرنګه چې رافضه ګمان کوي؟

هغه حقيقت چې بايد ټول خلک پرې وپوهيږي

د حسين – رضي الله عنه – قاتلين د کوفې خلک دي هغه څوک چې حسين – رضي الله عنه – د بيعت لپاره راوغښتلو او بيرته يې ورسره خيانت وکړو، ترڅو چې ﺯمونږ خبرې جنايت او يواﺯې تور پورى کول نه وى، د شيعګانو کتابونه ولولو ترڅو په واضحه او څرګنډ تاييد کړو چې هغه څوک چې حسين – رضي الله عنه – د بيعت او مرسته لپاره راوغښتلى وو بيرته هغوى ووژلو اوبيا يې د هغه په وژنه اوښکي توى کړي.

په كتاب “أعيان الشيعة”، چې د محسن الأمين دى راغلى، وايى: د حسين – رضي الله عنه – شل ﺯره عراقيانو بيعت وکړو، بيا ورسره غدر او خيانت وکړو، پر ه راووتل پداسې حالت کې ووژلو چې د ده سره بيعت په ﺫمو کې وو.

شيعة محدث عباس القُمِّي پخپل كتاب “منتهى الآمال”وايى:
حسين – رضي الله عنه –ته په پرلپسى شکل خطونه ته راتلل تر دې په يوه ورځ کې ورسره د بې وفا خلکو له لوري شپږ سوه خطونه جمع شول،

شيعه مٶرخ يعقوبي په خپل ” تاريخ” کې يادونه کوي: کله چې عليُّ بن الحسين د کوفې ښار ته داخل شو ښځې وليدلى چې چغې او کريغې وهلي، ورته وويل:دا چې په مونږ ژړاګانې کوي، نو مونږ چا مړه کړو؟! اې مونږ لﺫوې پرته مونږ بل چا مړه کړو؟!

د حسین رضی الله عنه د وژنې په وړاندې د أهل سنتو دریځ:

أهل سنت والجماعت د حسین – رضی الله عنه- وژنه د تاریخ ستره فاجعه او اسلامي امت د وجود نه رغیدونکی زخم ګڼي، او قاتلین یې د ځمکې پرمخ د مخلوقاتو څخه فاسقان او بدترین مخلوق شمیری.
شیخ الإسلام ابن تیمیة – رحمه الله- وایي: چاچې حسین – رضی الله عنه وژلي، یا یې د هغه په وژنه کې مرسته کړي او یا پرې خوښ دي، نو په هغوى د الله تعالی، ملائکو او د ټولو خلکو لعنت دی، الله تعالی به ترې هیڅ توبه او بدله قبوله نه کړي.
مجموع الفتاوی(۴/۴۸۷).

د حسین – رضی الله عنه- په وژنه د أهل سنتو تعزیت دا دی چې یقینا هغه د عزت او درناوی ژوند تیر کړ، شهید مړ شو، او په اړه یې هغه څه وایي چې رب پرې راضی کیږي: إنا لله وإنا إليه راجعون, د دې ستر مصیبت لامله نه خپل مخونه وهي، نه ګریوانونه څیروي، او نه د جاهلیت رسم رواج راژوندی کوي.

د حسین – رضی الله- له وژنې او هغه څوک چې د حسین- رضی الله عنه- مخکی وژل شوي دي ، لکه: علی ابن ابی طالب، عثمان بن عفان او عمر بن الخطاب -رضی الله عنهم-دې امت د سلفو همدغه دریځ دی.

د حسین رضی الله عنه په وينو تجارت کول

باید ټول مسلمانان په یاد ولري چې حسین -رضی الله عنه- وژنې د یاد په راژوندی کولو کې د شیعګانو کړنې او راوفضو له لوري دغه بدعت د مراسمو ژوندی ساتنه او حفاظت دوه سترې موخې لري:
لومړی: د شیعګانو په زړونو کې د شیعتوب سکروټه بله ساتل او تشیع د ساتنې، استمرار، او بقاء هڅه.
د شیعګانو معاصر امام خمینی وایي: په شهید(حسین -رضی الله عنه-) ژړا او پاڅون، دراپارونې، بلونی او لمبو د ګرمیدو او پراخیدو بقاء شمیرل کیږی.
نهضة عاشوراء (ص۸).
بل ځای وایي: د دوی په مصیبتونو یادولو دا دین په امت کې ژوندی پاتی دی.
نهضة عاشوراء (ص۲۴).
د ده په وړاندې د دین څخه موخه رافضی او شیعی مذهب دی.
نو معلومه شوه چې دلته د حسین رضی الله عنه د وژنی یاد په راژوندی کولو او انقلاب د بقاء ترمنځ کوم چې خمینی په ایران کې پیل کړ او بیا نورې اسلامي نړۍ ته صادر کړ پیاوړی اړیکه شتون لري، خمینی د خپلې سیاسي پروژې د پراخۍ او نورو موخو د لاسته رواړلو لپاره حسین -رضی الله عنه- د وژنې له پیښې ګټه پورته کوی.
دویم: د زړونو ډکول او د نفسونو چمتو کول ترڅو (د دوی په ګمان)آل بیتو له دښمنانو څخه د غچ اخستنی ورځې لپاره ګرم پاتی شي.

د آل بیتو دښمنان هغه څوک دي؟

د آل بیتو دښمنان هغه څوک د چې په شیعي فکر د دوی په ولایت او امامت ایمان نه لري.
د عاشوراء په ورځ شیعګان دحسین لپاره دغچ اخستنی چغې وهی ، آل بیتو د حق د بدل اخستو غږ پورته کوي، خو چیرته دی د حسین رضی الله عنه قاتلین؟
د هغوی په مړینه پړۍ تیری شوي.
ابن العلقمي رافضی حسین رضی الله د غچ اخستنی په پار د عباسی خلیفه سره خیانت وکړ او بغداد د بې ګناه مسلمانانو وینه تویول یې مباح وګرځول.
اسماعیل صفوی رافضی حسین -رضی الله- د بدل اخستنی پر دلیل د عراق خلک د توری له تیغه تیرکړل او په هغوی کې یې د وینو لختی روان کړل.
د تل لپاره هر وخت شیعګان -حسین رضی الله عنه- د غچ اخستنی پر دلیل د سنیانو وینه تویوي.
په اوسنی عصر کې په شام عراق یمن او نورو هیوادنو کې حسین رضی الله عنه د غچ اخستنی په نوم جوماتونو ړنګيږي، د خلکو خیټې څیرل کيږي، وجودونه یې په اور سوځي او پیغلې بی عفته کیږی.
په هر محرم کې د سنیانو په وړاندې د شیعګانو جرأت او سرغړونه لا پسې زیاتیږی، باید ټول و پوهیږی چې د عاشورا‌ء مراسم ترسره کول په حقیقت کې د سنیانو په واړندې د خپلو پیروانو زړونه د کینی ډکول دي.

خمینی وایي: واجب ده چې د عاشوراء په ورځ د هغو مصیبتونو او ظلمونو یادونه وشي چې ظالمان یې په هر عصر کې ترسره کوي، او په تیره بیا پدې عصر کې چې د امریکا او روس په لاس اسلامي نړۍ د مظلومیت عصر دی.

شیعګانو په حسین -رضی الله عنه- د ژړلو له قضیي تجاوز وکړ او د هغه په وینه یې تجارت او سیاسي موخې ترلاسه کول پیل کړل، په هره عاشوراء کې یې مشران د دې لپاره راښکاره کیږي چې ترڅو مسلمانانو ته وښایي چې دوی اسلامي امت د قضایو، مقدساتو او غصب شویو ځمکو څخ دفاع کوي.
ټول پدې پوهیږی او تاریخ ګواه دی چې شیعګان هیڅ یوه ورځ هم مسلمانانو لپاره د عزت مصدر ندې ګرځیدلي، نه په تاریخ کې کوم فتوحات لري چې یادونه یې وشي، نه یې کوم مقدسات ازاد کړی چې شکریه یې ادا شي، بلکی یو خنجر دی چې د مسلمانو په جسد کې خښ شوي او هغه قوت دی چې تل د مسلمانانو ترمنځ د تفرقې او فتنې اور بلوي.

که چیرته د عقل او منطق لپاره د غږ پورته کولو حق وی نو باید وپوښتی: چې ایا د عاشورا په ورځ د شیعګانو لخوا دغه مراسم ترسره کول او د خپلو اتباعو نفسونو د عامو سنی مسلمانانو په وړاندې له کینی او بغض ډکول به د هغه تش په نامه یووالی لپاره ګټور ثابت شي چې دوی یې سحر او ماښام چغې وهي؟
د دوی دغه ماتم او په هغی کې د اسلامي امت سترو هستیو ته په کنځلو، سپکو سپورو او لعنت ویلو د خپلو اتباعو روزنه به د شیعګانو او سنیانو ترمنځ د یوی نرمی فضا په رامنځته کیدو کې مرسته وکړی؟ که نه دا په اور کې پوکې کول او دیوی مړی فتنې راویښول دی؟(فتنه مړه وی خو په راویښونکی یې لعنت دی).
د دوی چغې سورې، ژړا او فریادونه، په ځنځیرونو او تورو د سرونو او ملاګانو وهل زمونږ لپاره د سولی پیغام لري؟ که نه د تقیه څښتنان زمونږ په ضد یو ستر جرمي دسیسه پټوي؟
د دوی عقیده، تاریخ، مصادر او واقع د دوهمی خبرې ګواهی کوي.
الله تعالی دی مسلمانان او ټوله اسلامي نړۍ د دوی له هر شر او بدی، د پټو او ښکاره دسیسو څخه په امن وساتی.

Tags

Related Articles

Back to top button