حدیثد حديثونو ژباړه

د خوب ادبونه. لقمان حکيم حکمت

د خوب ادبونه. لقمان حکيم حکمت

عَنْ أَبِيْ قَتَادَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: [ الرُّؤْيَا الصَّالِحَةُ مِنَ اللَّهِ، وَالحُلُمُ مِنَ الشَّيْطَانِ، فَإِذَا حَلَمَ أَحَدُكُمْ  حُلُمًا يَخَافُهُ فَلْيَبْصُقْ عَنْ يَسَارِهِ، وَلْيَتَعَوَّذْ بِاللَّهِ مِنْ شَرِّهَا، فَإِنَّهَا لاَ تَضُرُّهُ]  ( مسند احمد: ۲۲۵۶۴ ، صحيح البخاري: ۳۲۹۲ ، ۲۲۶۱ ، سنن ابن ماجه: ۳۹۰۹ ، سنن الترمذي: ۲۲۷۷ ).

له ابوقتاده رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: نېک خوبونه د الله له پلوه دي، او بد خوبونه د شيطان له پلوه، که څوک خوب وويني او بدي يې شي نو درې ځل دې ګڅ ( کيڼ، چپ) اړخ ته لاړې توک کړي او د الله پورې دې له شيطان نه پناه وغواړي، دغه خوب به ورته هېڅ زيان ونه رسوي.

عَنْ جَابِرٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ عَنْ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّهُ قَالَ: [ إِذَا رَأَى أَحَدُكُمُ الرُّؤْيَا يَكْرَهُهَا، فَلْيَبْصُقْ عَنْ يَسَارِهِ ثَلَاثًا وَلْيَسْتَعِذْ بِاللهِ مِنَ الشَّيْطَانِ ثَلَاثًا، وَلْيَتَحَوَّلْ عَنْ جَنْبِهِ الَّذِي كَانَ عَلَيْهِ ] ( صحيح مسلم: 2262 ، سنن ابن ماجه: ۳۹۰۸ ، صحيح ابن حبان: ۶۰۶۰ ).

له جابر رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: تاسو کې چې څوک داسې خوب وويني چې بدي يې شي نو ګڅ اړخ ته دې درې ځل لاړې توک کړي او له پورې دې د شيطان نه پناه ونيسي، او له هغه اړخ دې هم واوړي چې دا پرې پروت دی.

د دواړو حديثونو اجمالي شرح او تفصيل:

په مذکور حديث کې نبي صلی الله عليه وسلم خبر ورکړ چې د شيطان له تشويش او ګډوډۍ نه سالم نېک خوب پر بندګانو باندې د الله لورينه او مومنانو ته زيری دی، بې خبره پرې الله بېداروي او معرض انسان ته پرې تذکير ورکوي، خوولې د (حُلْم) په نوم ګډ وډ خوبونه بيا د شيطان له پلوه وي چې غواړي د مسلمان ساه پرې تنګه کړي او په تشويش او ډار کې يې واچوي، يا پرې هغه څه وکړي چې بي سکوني او غمونه زږوي او کله يې په کې رنځ هم واخلي، دا ځکه چې شيطان د انسان دښمن دی او د انسان لپاره هغه څه خوش بولي چې انسان پرې خفه کوي، نو که څوک په خوب کې داسې څه وويني چې خفه کوي او په غم او درد کې يې اچوي بايد هغه اسباب زير استعمال کړي د شيطان پراډونه له منځه وړي.علاج يې يواځې هغه دی چې په حديث کې راغلی دی: لومړی: درې ځل بايد کيڼ اړخ ته لاړې توک کړي. دوهم: درې ځل بايد الله پورې د شيطان له شر او جنګ څخه پناه وغواړي. دريم: که انسان پر ګڅ اړخ پروت وي نو ښي اړخ ته دې واوړي او که په ښي اړخ پروت وي نو ګڅ اړخ ته دې واوړي.، کله چې انسان په مخکنو اسبابو عمل وکړي د الله په اذن او نبي صلی الله عليه وسلم په خپل قول کې د تصديق او په مذکوره اسبابو باندې د يقين له مخې به ورته بد خوب هېڅ تکليف ونه رسوي

Tags

Related Articles

Back to top button