عباداتفقه

د ذو الحجې اولنۍ لس ورځې. ليکنه: دکتور عبدالعزيز عرفاني

د ذو الحجې اولنۍ لس ورځې. ليکنه: دکتور عبدالعزيز عرفاني

ددې ورځو په باره کې نبي صلی الله علېه وسلم فرمايي: “ما من أيامٍ العملُ الصالح فيهن أحبُّ إلى الله من هذه الأيام العشر” قالوا: ولا الجهاد في سبيل الله؟ قال: “ولا الجهاد في سبيل الله، إلا رجل خرج بنفسه وماله فلم يرجع من ذلك بشيء”.
ترجمه: د ذو الحجي په لسو ورځو کې نېک عمل کول الله پاک ته ‌‌‌‌‌‌ډېر خوښ دي د هغه نېک عمل نه چې په نورو ورځو کې وشي
صحابهٔ کرامو د نبي صلی الله علېه وسلم نه تپوس وکړو چه په دې ورځو کې نېک عمل کول د جهاد في سبيل الله نه هم بهتر دې؟
نبي صلی الله علېه وسلم ورته وويل: وو، حتی د جهاد في سبيل الله نه هم غوره دې، مګر که يو سړې پخپله د مال سره جهاد في سبيل الله ته لاړ شي او بېرته راستون نشي او شهيد شي او مال يې هم په جهاد في سبيل الله کې مصرف شي نو دده عمل د ټولو نه بهتر دې.
ددې حديث په رڼا کې مونږ له پکار دي چه ‌‌‌‌‌‌په دې لسو ورځو کې ډېر زيات کوشش وکړو چې نېک اعمال وکړو لکه
روژې نيول
د الله پاک ذکر کول
د قرآنکريم تلاوت کول
‌‌‌‌‌‌ډېر لمونځونه کول
صدقات ورکول
د الله پاک د مخلوق سره هر قسم ښه کول
او داسې نور نېک عملونه چه ما او تا الله پاک ته نزدې کوي
ځکه په دې لسو ورځو کې نېک عمل کول د رمضان المبارک د مياشتې د آخري لسو ورځو نه هم بهتر دې ځکه چې نبي صلی الله علېه وسلم ددې ورځو په باره کې عام حکم کړېدې: “ما من أيام العمل الصالح فيهن أحب إلى الله من هذه الأيام العشر”
“ما” عام دې او تاکيد يې شوې دې په “مِنْ” سره، د کال ټولو ورځو ته شامل دې
او په دې ورځو کې ‌‌‌‌‌‌ډېره مهمه ورځ د عرفې ورځ ده چې بايد خلک ورپکې روژه شي، دنبې صلی الله علېه وسلم نه د عرفې د ورځې د روژې د ثواب پوښتنه وشوه نو نبي صلی الله علېه وسلم وفرمايل: ” أحتسب على الله أن يكفر السنة التي قبله والسنة التي بعده”
ترجمه: ځما د خپل رب نه طمع او امېد دې چې د عرفې د روژې په وجه د تېر کال او راتلونکې کال ګناهونه وبخښي.

علماء كرامو ته پکار دي چې ددې ورځو فضيلت خلکو ته واوروي او ورته بيان يې کړي ځکه چې ‌‌‌‌‌‌ډېر خلک ددې ورځو د فضيلت نه خبر ندي…. مننه

Tags

Related Articles

Back to top button