د ذو الحجې د لسو ورځو خصوصيتونه او فضيلتونه (دمکي حرم خطبه) ژباړن: مفتي عبدالولي خان
د ذو الحجې د لسو ورځو خصوصيتونه او فضيلتونه (دمکي حرم خطبه) ژباړن: مفتي عبدالولي خان

بسم الله الرحمن الرحیم
د مسجد حرام د جمعې خطبه، خطيب: فضيلة الشيخ دکتور ماهر بن حَمَد المُعَيقِلي
نېټه: 1 ذو الحجه، 1440، 2 اګست 2019 م
عنوان: د ذو الحجې د لسو ورځو خصوصيتونه او فضيلتونه
اوله خطبه، أما بعد:
ای مومنانو! په پټ او ښکاره دواړو حالتونو کې له الله نه ووېرېږئ، او له ځان سره د نېکيو توښه واخلئ، ځکه چې تر ټولو غوره توښه تقوا ده، الله فرمايي:
(أَلَا إِنَّ أَوْلِيَاءَ اللَّهِ لَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ * الَّذِينَ آمَنُوا وَكَانُوا يَتَّقُونَ) [يُونُسَ: 62-63].
اګاه شئ! بېشكه د الله دوستان چې دي؛ پر هغوى باندې نه څه وېره شته او نه دوى غمژن كېږي (62) هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او ځان (له نافرمانیو) ساتي.
د بيتُ اللهِ الحَرام قدرمنو حاجيانو! ای هغو خلکو چې د خپل رب نِدا او غږ ته مو لبيک ووايه او د خپل فرض د ادا کولو لپاره مو پخه اراده وکړه او دلته راغلئ، د دې لپاره چې تاسو خپلې منافع او ګټې وګورئ او په څو معلومو ورځو کې د خپل رب نوم ياد کړئ، نو تاسو ته دې ستاسو دلته رارسېدل مبارک وي، دا دی د امن والا حرم او دا دی د الله مُعَظَّم کور، دا مقامِ ابراهيم دی او دا زمزم دي، دا حجر اسود دی او دا مُلتزَم دی، په هغه ځای کې مشعر حرام دی، مِنَی ده او دغه عرفات دی او په دغه ځای کې اوښکې تویولی شي، درجات اوچتولی شي او ګناهونه او خطاګانې بښلی شي، نو الله دې ستاسو طاعتونه قبول کړي او د حج اعمال او عبادتونه دې درته پوره کړي، الله فرمايي:
(إِنَّ أَوَّلَ بَيْتٍ وُضِعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِي بِبَكَّةَ مُبَارَكًا وَهُدًى لِلْعَالَمِينَ * فِيهِ آيَاتٌ بَيِّنَاتٌ مَقَامُ إِبْرَاهِيمَ وَمَنْ دَخَلَهُ كَانَ آمِنًا)[آلِ عِمْرَانَ: 96-97].
بېشكه اول كور چې د خلقو لپاره جوړ كړى شوى دى، خامخا هغه دى چې په مكه كې دى، چې ډېر بركتي دى او د عالَمونو لپاره هدایت دى (96) په هغه كې ښې واضحې نښې دي، چې (یوه په كې) مقامِ ابراهیم دى او څوك چې په هغه (كور) كې داخل شي، (نو) هغه په امن شي.
ای مومنانو په هر ځای کې چې يئ! او د بيت الله شریف حاجيانو! پر دې امت باندې د الله تعالی يو فضل دا هم دی چې د دې امت لپاره يې د طاعتونو خپل موسمونه او وختونه مقرر کړي دي، نو دا دی د ذو الحجې د اولو لسو ورځو د طاعتونو موسم راغی. دا ډېرې عظيمې ورځې دي، الله تعالی په خپل کتاب کې پر دغو باندې قسم خوړلی دی، الله فرمايلي دي:
(وَالْفَجْرِ * وَلَيَالٍ عَشْرٍ)[الْفَجْرِ: 1-2]
قسم دى په فجر (سبا) باندې (1) او په لسو شپو باندې.
دغه داسې ورځې دي چې د فضيلت ټول خصوصيتونه يې راجمع کړي دي. په دغو ورځو کې طاعت کول د تر ټولو لوی اجر باعث دي، ورځې يې ډېرې قدرمنې دي، نو خوشقسمته هغه کس دی چې له دغو ورځو نه يې فايده اوچته کړه او د دغو له خوشبوداره موسم نه یې خوند واخيسته، په صحيح البخاري کې له ابن عباس رضي الله عنهما نه روايت دی چې نبي صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي:
“ما العملُ في أيامٍ أفضل منها في هذه. قالوا: ولا الجهادُ؟ قال: ولا الجهادُ إلا رجلٌ خرَج يخاطِر بنفسه وماله، فلم يرجع بشيء”؛
هېڅ عمل په نورو ورځو کې په دغو ورځو کې له عمل کولو نه غوره نه دی، خلکو وويل: جهاد هم نه؟ ويې فرمايل: هو جهاد هم نه دی غوره. خو هغه سړی چې ووتلو او خپل مال او ځان دواړه يې قربان کړل او هېڅ يې واپس رانه وړل.
نو نبي صلى الله عليه وسلم په دغو ورځو کې د هر عمل صالح د کولو ترغيب ورکړی دی، لکه لمونځ، روژه، صدقه خيرات، د قرآن تلاوت، له والدينو سره ښېګړه او نېکي، صله رحمي او خپلولي پالل، له چا نه سختيانې لرې کول، د خلکو ضرورتونه پوره کول او هر قسمه طاعتونه کول.
نو په دغو ورځو کې په عظيمو عملونو کې يو عظيم عمل د بيت الله شريف حج کول دي چې د اسلام په فرايضو کې يوه ستره فريضه ده او د ګناهونو او خطاګانو د رژولو لپاره لويه دروازه ده.
په صحیح بخاري او صحيح مسلم کې راغلي دي چې رسول اللهﷺ فرمايلي دي:
“العمرةُ إلى العمرةِ كفارةٌ لِمَا بينَهما، والحجُّ المبرورُ ليس له جزاء إلا الجنة”.
عمره تر بلې عمرې پورې د دواړو تر مينځه د شويو ګناهونو لپاره كفاره (ختموونكې) ده او د مقبول حج بدله يوازې جنت دى.
او حج هله مقبول او مبرور ګرځي چې کوونکی يې د الله لپاره اخلاص کوونکی وي، د رسول الله صلى الله عليه وسلم پیروي کوونکی وي، نو تاسو د خپل رب حکم ومنئ او عمل پرې وکړئ او د حج په مشاعرو کې ايسار شئ، د حج اعمال مو پوره کړئ او د خپل رسول صلى الله عليه وسلم اقتدا او پيروي وکړئ.
ای مومنانو! په دغو مبارکو ورځو کې يوه ورځ د عرفې هم ده او دا د هغې وعدې د پوره کولو ورځ ده چې الله تعالی له بني ادم نه اخيستې وه، په مسند احمد کې له ابن عباس رضي الله عنهما نه روايت دی چې نبي صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي:
الله تعالی په نَعمان دره کې يعنې په عرفات کې د ادم له شا نه د هغه بچي راوښکل او د هغه په مخ کې يې د سرو مېږيانو په شان خواره کړل او له هغوی نه يې پخه وعده واخيستله او مخامخ يې ورسره خبرې وکړې او ورته ويې ويل:
(أَلَسْتُ بِرَبِّكُمْ قَالُوا بَلَى شَهِدْنَا أَنْ تَقُولُوا يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّا كُنَّا عَنْ هَذَا غَافِلِينَ)[الْأَعْرَافِ: 172]”.
ایا زه ستاسو رب نه يم! هغوی وويل: ولې نه! موږ ګواهي کوو، (دا د دې لپاره) چې تاسو د قیامت په ورځ و (نه) وایئ چې بېشكه موږ له دې نه غافله وو.
د عرفې ورځ هغه ورځ ده چې له بلې هرې ورځې نه زيات په کې الله تعالی خلک له جهنم نه ازادوي، برابره خبره که په عرفات کې وي او که په نوره دنيا کې وي. نو تاسو الله ته زارۍ او سوالونه کوئ، د هغه رحمتونو ته وروړاندې شئ تاسو به د هغه رضا او جنت حاصل کړئ.
د عرفې په ورځ الله تعالی نږدې اسمان ته د خپل شان او لويي او عظمت لایق راکوزېږي، نو په عرفات کې په وقوف کوونکو کسانو سره پر ملايکو باندې فخر کوي، په صحيح مسلم کې له عايشې رضي الله عنها نه روايت دی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي
“ما من يوم أكثر من أن يُعتق اللهُ فيه عبدًا من النار من يوم عرفة، وإنه لَيدنو ثم يُباهي بهم الملائكةَ فيقول: ما أراد هؤلاء؟ ما أراد هؤلاء؟”.
د عرفې له ورځې نه زيات په بله ورځ کې الله تعالی جهنم نه بنده ګان نه ازادوي، یعنې د عرفې په ورځ تر ټولو زيات خلک له جهنم نه ازادوي او بيا نږدې کېږي او په هغوی سره پر ملايکو فخر کوي او بیا وايي: زما دا بنده ګان څه غواړي؟ زما دا بنده ګان څه غواړي؟
نو ای مومنانو چې په هر ځای کې يئ!
که حاجيانو د عرفې په ورځ د حج تر ټولو عظیم رکن ادا کړ او په عرفات کې ايسار شول، نو د نورو مسلمانانو لپاره هم د خیر يوه ذريعه شته او هغه د دغې عظيمې ورځې روژه نيول دي او د دې ورځې روژه د دوه کالو د ګناهونو لپاره کفاره جوړېږي، لکه په صحیح مسلم کې راغلي دي چې نبي صل الله عليه وسلم فرمايلي دي:
“صيامُ يومِ عرفةَ أحتسبُ على الله أن يكفِّر السَّنَةَ التي قبلَه، والسَّنَةَ التي بعدَه”.
د عرفې د ورځې روژه ، زه له الله نه امېد ساتم چې په دې سره د تېر شوي يو کال او راتلونکي يو کال ګناهونه معاف کوي
د دې مبارکو ورځو په فضايلو کې دا هم دي چې په دغو ورځو کې يوم النحر، يعنې د اختر ورځ ده او دغه هم د دنیا په غوره او الله ته په تر ټولو خوښو ورځو کې راځي، د دغې ورځې حرمت ډېر لوی دی، په دغه ورځ کې د قربانۍ د عبادت ورځ هم ده، او دا داسې عبادت دی چې پخوانيو امتونو کې هم و، الله تعالی فرمايي:
(وَلِكُلِّ أُمَّةٍ جَعَلْنَا مَنْسَكًا)[الْحَجِّ: 34]
او د هر امت لپاره مونږ یوه قرباني مقرر كړې ده.
يعنې د څارويو او قربانۍ په باب کې يې ورته شريعت او تګلاره ښودلې او مقرره کړې ده.
د څه لپاره؟
(لِيَذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ عَلَى مَا رَزَقَهُمْ مِنْ بَهِيمَةِ الْأَنْعَامِ)[الْحَجِّ: 34]
د دې لپاره چې دوى د الله نوم یاد كړي پر هغو شیانو چې دوى ته هغه (الله) وركړي دي، چې څاروي دي.
د الله بنده ګانو! قرباني د شريعت یو ډېر موکد او تاکيدي عمل دی، هغه څوک چې د قربانۍ وس لري هغو ته نه ده په کار چې قرباني پرېږدي.
او هغه څوک چې د قربانۍ اراده لري هغوی دې د ذو الحجې په شروع کېدو سره خپل وېښتان، نوکان او د جسم نوره څه حصه نه اخلي تر دې چې قرباني وکړي، ځکه چې په صحيح مسلم کې له ام سلمې رضي الله عنها نه روايت راغلی دی چې نبي صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي:
“إذا رأيتُم هلالَ ذي الحجة وأراد أحدُكم أن يضحِّي فليُمْسِكْ عن شَعْرِه وأظفارِه.
کله چې تاسو د ذوالحجې مياشت ووينئ او په تاسو کې څوک د قربانۍ کولو اراده لري ، نو هغه دې خپل ويښتان او نوکان نه پرې کوي تر دې چې قرباني وکړي .
أعوذُ بالله من الشيطان الرجيم:
(وَإِذْ بَوَّأْنَا لِإِبْرَاهِيمَ مَكَانَ الْبَيْتِ أَنْ لَا تُشْرِكْ بِي شَيْئًا وَطَهِّرْ بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْقَائِمِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ * وَأَذِّنْ فِي النَّاسِ بِالْحَجِّ يَأْتُوكَ رِجَالًا وَعَلَى كُلِّ ضَامِرٍ يَأْتِينَ مِنْ كُلِّ فَجٍّ عَمِيقٍ * لِيَشْهَدُوا مَنَافِعَ لَهُمْ وَيَذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ فِي أَيَّامٍ مَعْلُومَاتٍ عَلَى مَا رَزَقَهُمْ مِنْ بَهِيمَةِ الْأَنْعَامِ فَكُلُوا مِنْهَا وَأَطْعِمُوا الْبَائِسَ الْفَقِيرَ * ثُمَّ لْيَقْضُوا تَفَثَهُمْ وَلْيُوفُوا نُذُورَهُمْ وَلْيَطَّوَّفُوا بِالْبَيْتِ الْعَتِيقِ)[الْحَجِّ: 26-29].
او (یاد كړه) هغه وخت چې موږ ابراهیم ته د بیت الله ځاى ښكاره (معین) كړ چې ته له ما سره هېڅ شى مه شریكوه، او زما كور د طواف كوونكو، او قیام كوونكو او ركوع كوونكو (او) سجده كوونكو لپاره پاك كړه (26) او ته په خلقو كې د حج اعلان وكړه دوى به تا ته پیدل راشي او په هر خوار ډنګر اوښ باندې چې دغه (اوښان) به راځي له هرې لرې ژورې لارې نه (27) د دې لپاره چې دوى خپلو فايدو ته حاضر شي او په معلومو ورځو كې د الله نوم یاد كړي، پر هغو بې ژبو څارویو باندې چې هغه (الله) دوى ته وركړي دي، نو تاسو له هغو نه خورئ او په بد حال فقیر يې خورئ(28) بیا دې دوى خپل خیري لرې كړي او خپل نذرونه دې پوره كړي او د قدیم (او عزتمن) كور طوافونه دې وكړي.
الله دې ماته او تاسو ته په قرآن كريم او سنت سره برکت راکړي او د هغو په حکمتونو او ايتونو سره دې موږ ته فايده راكړي.
زه پر همدې خبرو اكتفا كوم، او د ځان او تاسو او ټولو مسلمانانو لپاره له الله نه د هرې ګناه او خطا معافي غواړم، تاسو هم له هغه نه بښنه وغواړئ، يقينًا هم هغه له همېشه ډېر بښونكى، بې حده رحم كوونكى دى.
دويمه خطبه: أما بعد. ای مومنانو! د بیت الله شريف محترمو حاجیانو! هغه څوک چې د کتاب و سنت په هغو نصوصو کې غور و فکر وکړي چې په دې ورځو کې د نېکو اعمالو د کولو ترغيب ورکوي هغه به ومومي چې په دغو نصوصو کې په کثرت سره د الله يادول او ذکر کول راغلي دي، نو هر مسلمان ته په کار دي چې د خپلې بندګۍ او عبادت اظهار وکړي او الله ته خپل عجز، احتياج او خضوع ښکاره کړي.
او د دې مبارکو ورځو پاکي او صفايي دې د تعصب، جاهلیت، نسليت او سياسي نعرو باندې نه ګنده کوي، الله فرمايي:
(فَلَا رَفَثَ وَلَا فُسُوقَ وَلَا جِدَالَ فِي الْحَجِّ)[الْبَقَرَةِ: 197]
نو په حج كې نه د ښځو د شهوت خبرې او کارونه كول شته او نه (د الله) نافرماني او نه جګړه.
په مستدرک حاکم کې په صحيح سند سره له عايشې رضي الله عنها نه روايت دی چې نبي صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي:
“إنما جُعِلَ رميُ الجمارِ والطوافُ والسعيُ بين الصفا والمروة لإقامةِ ذِكْرِ اللهِ لا لغيره”.
د جمراتو ويشتل، طواف، او د صفا او مروه ترمینځ سعي دا هر څه د الله تعالی د ذکر د قايمولو لپاره مقرر شوي دي، د بل څه لپاره نه دي مقرر شوي.
نبي صلى الله عليه وسلم دا ورځې خاص کړي دي د الله تعالی په ډېر تحميد، تهليل او تکبير ويلو سره، یعنې چې په دې ورځ، کې د الله ستاينه ډېره کوئ، الحمد لله، لا اله الا الله او الله اکبر ډېر ډېر وايئ او په قرآن عظيم کې راغلي دي:
(لِيَشْهَدُوا مَنَافِعَ لَهُمْ وَيَذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ فِي أَيَّامٍ مَعْلُومَاتٍ)[الْحَجِّ: 28]
د دې لپاره چې دوى خپلو فايدو ته حاضر شي او په معلومو ورځو كې د الله نوم یاد كړي.
صحابه کرامو رضي الله تعالى عنهم وأرضاهم به په دې ورځو کې د خلکو په مينځ کې د تکبير ويلو سنت راژوندي کول، په صحیح بخاري کې راغلي دي چې ابن عمر او ابو هريره -رضي الله عنهما-به په دې لسو ورځو کې بازار ته وتل او تکبيرونه به يې ويل او خلکو به د دوی له تکبيرونو سره تکبيرونه ويل. او عمر -رضي الله عنه- به په منی کې په خپله خيمه کې تکبير وایه، نو د جومات خلکو به واورېده، نو هغوی به هم تکبيرونه شروع کړل او د بازار خلکو به هم تکبيرونه شروع کړل تر دې چې ټوله منی به د تکبير په انګازو سره ډکه شوه، نو ای مومنانو!
په دې مبارکو ورځو کې په لارو کوڅو کې، په کورونو، بازارونو او جوماتونو کې په تکبير ویلو سره خپل غږونه پورته کول مستحب دي، نو وايئ: الله أكبر الله أكبر الله أكبر، لا إله إلا الله، الله أكبر، الله أكبر ولله الحمد.
د الله بنده ګانو! په نېکو او صالحو اعمالو کې چې د زمان او مکان دواړو فضيلت هم په کې راجمع شوی دی؛ د الله رحمان د مېلمنو خدمت کول هم دي.
او الله تعالی پر دې ملک سعودي عرب باندې خپل خاص فضل کړی دی چې سعودي حکومت د هغه کور اباد ساتي، ابادوي يې، د هغه د کور د مېلمنو اکرام او عزت کوي، او په ډېرې بهترې طريقې سره دغه خدمت ترسره کوي، د حاجيانو د راحت او ارام خيال ساتي، د هغوی د ټولو امورو نګراني او رعايت کوي، د هغوی د فايدو او مصالحو خيال ساتي او هغوی ته د خير لارې اسانوي، نو الله دې خادم الحرمين الشريفين او د هغه ولي عهد او نايب ته ډېره غوره بدله او اجر ورکړي او هر هغه چا ته هم چې د الله د مېلمنو خدمت کوي او خوشخبري ده هغو سترګو لپاره چې د الله د مېلمنو د راحت لپاره شوګيره برداشت کوي. د هغوی لپاره دې دغه نېکۍ مبارک وی او دغه فضايل او حسنات دې ورته نېکمرغه وي، په صحيح بخاري کې حديث دی چې کله نبي صلى الله عليه وسلم خپل د خاندان خلک تره زامن ولیدل چې خلکو ته د زمزم له کوهي نه اوبه ورکوي، نو ورته ويې فرمايل: کار کوئ، تاسو نېک او صالح عمل کې لګيا يئ.
بيا پوه شئ ای مومنانو! الله تعالی تاسو ته د ډېر یو عزتمن کار حکم کړی دی او شروع یې له ځانه کړې ده او فرمايلي يې دي:
اِنَّ اللّٰهَ وَ مَلٰٓىِٕكَتَهٗ يُصَلُّوْنَ عَلَى النَّبِيِّ١ؕ يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا صَلُّوْا عَلَيْهِ وَ سَلِّمُوْا تَسْلِيْمًا۰۰۵۶
’’بېشکه ﷲ او د هغه ملايک پر دې نبي درود وايي۔ اى هغو کسانو چې ايمان يې راوړى دى! تاسو پر دغه (نبي) باندې درود وايئ او سلام وايئ، سلام ويل.‘‘ (الأحزاب 56:33)
اى الله! رحمتونه راولېږه پر محمدﷺ او د هغه پر آل باندې لکه څنګه چې تا رحمتونه نازل کړي دي پر ابراهيم عليه السلام او د هغه پر آل باندې، يقينًا ته ډېر ستايل شوی او عظمت والا يې. او برکت نازل کړه پر محمدﷺ او د هغه پر آل باندې لکه څنګه چې تا برکت نازل کړی دی پر ابراهيم عليه السلام او آل ابراهيم باندې په عالمونو کې، يقينًا ته ډېر ستايل شوی او د عظمت او بزرګۍ والا يې.
اى الله! ته له څلورو واړو خلفاء راشدينو ابوبكر، عمر، عثمان او علي رضي الله عنهم نه راضي شه، له ټولو صحابه كرامو او تابعينو نه او له هغه چا نه چې تر قيامته پورې په نېكۍ سره د دوى پيروي كوي او له هغوى سره زمونږ نه هم راضي شه په خپل رحمت، عفوې او کرم سره اى ارحم الراحمين ذاته.
اى الله اسلام او مسلمانانو ته عزت وركړه، اى الله اسلام او مسلمانانو ته عزت وركړه، اى الله اسلام او مسلمانانو ته عزت وركړه. او شرک او مشرکان ذليل کړه، د دين د مرکز ساتنه او حفاظت وکړه، او دا ښار او ملک او د مسلمانانو ټول ښارونه او ملکونه د امن او اطمينان والا وګرځوه.
اى الله! اى تل ژونديه! د ټول عالم سنبالوونكيه! په خپل رحمت سره زمونږ فرياد واوره. زمونږ ټول احوال درست كړه، او مونږ خپلو ځانونو ته د سترګو د رپ هومره هم مه سپاره.
اى الله! د غمجنو مسلمانانو غمونه ختم كړه، د مصيبت زپلو مصيبتونه لرې كړه، له مقروضو خلكو نه قرضونه تهٔ ادا كړه، زمونږ مريضانو او د مسلمانانو مريضانو ته شفا وركړه. اى الله! د هر ځاى د مسلمانانو احوال او حالات تهٔ سم كړه. اى الله! د هر ځاى د مسلمانانو احوال او حالات ته سم كړه. اى الله! د هر ځاى د مسلمانانو احوال او حالات ته سم كړه. په خپل رحمت سره ای احسان کوونکيه او د جلال او اکرام خاونده.
اللهم وَفِّقْه ووليَّ عهده لِمَا فيه صلاح العباد والبلاد، اللهم وفِّق جميع ولاة أمور المسلمين لِمَا تحبه وترضاه برحمتك يا أرحم الراحمين.
اى الله! اى تل ژونديه! د ټول عالم سنبالوونكيه! زمونږ حاكم خادم الحرمین الشريفين ته توفيق ورکړه د هغه څه چې ته يې خوښوې او پرې راضي کېږې، مخه يې تقوا او نېکۍ ته واړوه.
ای الله! زموږ ولي الامر او د هغه ولي عهد ته د هغه څه توفيق ورکړه چې په کې د بنده ګانو او هېواد خير او ګټه وي.
ای الله! د مسلمانانو د امورو ټولو واليانو او حاكمانو ته د هغه څه توفيق وركړه چې ته يې خوښوې او پرې راضي كېږې ای ارحم الراحمین ذاته.
ای الله! ستاسو د مقدس کور حاجيانو ته توفيق ورکړه، ای الله! ستاسو د مقدس کور حاجيانو ته توفيق ورکړه، ای الله! ستاسو د مقدس کور حاجيانو ته توفيق ورکړه، د دوی حج قبول کړه، ټول نېک عملونه یې قبول کړه او خپلو کورونو ته يې په سلامتۍ سره او په ډکو لاسونو او فوايدو سره واپس بوځه په خپل خاص رحمت سره ای أرحم الراحمينه، ای الله! د هغو خلکو د نېکيو تلې درنې کړه چې ستا د کور د حاجیانو خدمت کوي او د هغوی په عملونو کې برکت واچوه او ته ترې راضی شه ای رب العالمين.
ای الله! زموږ ګناهونه وبښه، زموږ پر عیبونو پردې واچوه، موږ ته زموږ کارونه اسان کړه او موږ خپلو هغو ارمانونو ته ورسوه چې ستا په کې رضا وي. ای الله! تل ژونديه او د ټول عالم سنبالوونکيه ای د جلال او اکرام خاونده.
ای الله! زموږ د فوځيانو او سرحدي امنيتي ځواکونو مرسته او مدد وکړه. ای الله! ته يې مدد وکړه د هغوی او ستا پر دښمنانو باندې ای قوي او غالب ذاته، ای د جلال او اکرام خاونده.
ای الله! امن او فراخي راوله زموږ په ملک کې او د ټولو مسلمانانو په ملکونو کې. او ته زموږ لپاره کافي شه د شريانو له شر نه او د فاجرانو له دسيسو او فريبونو نه او د شپې او ورځې د شر راوړونکو او شر خوروونکو له شره نه په خپل رحمت سره ای أرحم الراحمين.
ای الله! مسلمانان سړي او مسلمانانې ښځې، مومنان سړي او مومنانې ښځې، ژوندې او مړي ټول وبښهع په خپل رحمت سره ای د جلال او اکرام خاونده.
سُبْحٰنَ رَبِّكَ رَبِّ الْعِزَّةِ عَمَّا يَصِفُوْنَۚ۰۰۱۸۰ وَ سَلٰمٌ عَلَى الْمُرْسَلِيْنَۚ۰۰۱۸۱وَ الْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِيْنَؒ۰۰۱۸۲
’’ستا رب لره پاکي ده چې د عزت (او غلبې) مالک دى، له هغو خبرو نه چې دوى (مشرکان) يې بيانوي. او سلام دې وي په رسولانو باندې. او ټول د کمال صفتونه خاص الله لره دي چې د عالمونو ښه پالونکى دى.‘‘ (الصافات 182-180)