عباداتفقه

د ذي الحجې د لومړۍ لسو ورځو فضيلتونه ( دوهمه برخه ) ژباړن : لقمان حکيم حکمت

د ذي الحجې د لومړۍ لسو ورځو فضيلتونه ( دوهمه برخه ) ژباړن : لقمان حکيم حکمت

۲ – : د عرفې د ورځ روژه:

په دې غوره ترينو ورځو کې د عرفې ورځې روژه نيول غوره ترينه روژه ده، او د عرفې ورځ د ذي الحجې نهمه ورځ وي، مسلم په خپل صحیح کې له ابوقتاده رضي الله عنه نه روايت کړي دي چې نبي صلی الله عليه وسلم فرمايي: (صِيَامُ يَوْمِ عَرَفَةَ، أَحْتَسِبُ عَلَى اللهِ أَنْ يُكَفِّرَ السَّنَةَ الَّتِي قَبْلَهُ، وَالسَّنَةَ الَّتِي بَعْدَه) ([1])

ژباړه: د عرفې د ورځې روژې اړوند مې له الله څخه امېد دی چې دوه کاله ګناهونه ورژوي، يو کال مخکنی او بل وروستنی.

روژه که څه هم په دې ورځو کې عموي محبوب عمل دی خو دومره فضيلت يې بسيا کوي چې په حديث قدسي کې الله پاک د ځان لپاره غوره کړې ده (كُلُّ عَمَلِ ابْنِ آدَمَ يُضَاعَفُ، الْحَسَنَةُ عَشْرُ أَمْثَالِهَا إِلَى سَبْعمِائَة ضِعْفٍ، قَالَ اللهُ عَزَّ وَجَلَّ: إِلَّا الصَّوْمَ، فَإِنَّهُ لِي وَأَنَا أَجْزِي بِهِ) ([2])

ژباړه: د بني ادم هر نېک عمل تر اووه سوه پورې په چندونو کيږي، الله پاک وايي: خو له روژې پرته، ځکه روژه زما لپاره نيسي او زه به په روژه باندې بدله ورکوم.

نو روژه هم نېک عمل دی په دې ورځو کې بايد ورته ځانګړې پاملرنه وشي، ځکه روژه هم په حديث کې په راغلو نيکو اعمالو کې داخل عمل دی.

امام نووي رحمه الله وايي: په دې ورځو کې روژه بیخي ډېره مستحبه ده.

۳ – : سبحان الله، لااله الا الله، او الله اکبر ويل:

د ذي الحجې په لومړۍ لسو ورځو کې تسبیح،تهليل او تکبير مشروع عمل دی، په ټولو مشروعو ځايونو کې به نارينه په لوړ اواز او زنانه به يې په پټ اواز وايي، لکه مسجدونه، بازارونه، کورونه او وغيره نور ځايونه، ځکه الله پاک فرمايي: ( لِيَشْهَدُوْا منَافِعَ لَهُمْ وَيَذْکُرُوْا اسْمَ اللهِ فِیْ أيَّامٍ مَعْلُوْمَاتٍ عَلَی مَا رَزَقَهُمْ مِنْ بَهِيْمَةِ الأَنْعَامِ ) ([3])

ژباړه: په دې خاطر چې دوی خپلو ګټو وټو ته حاضر شي او د الله نوم په معلومو ورځو کې ياد کړي په دې چې الله ورته د چارپايانو نه رزق روزي ورکوی.

په ايت کې له ( أَيَّامٍ مَعْلُوْمَاتٍ ) د ذي  الحجې لس ورځې مراد دي، په صحيح البخاري کې له ابن عباس رضي الله عنهما نه روايت دي چې له ( أَيَّامٍ مَعْلُوْمَاتٍ ) د ذي الحجې لس ورځې مراد دي، او له ( أَيَّامٍ مَعْدُوْدَاتٍ ) نه د تشريق ورځې مراد دي، دا د ابوموسی اشعري رضي الله عنه، د قتاده او مجاهد او د نورو مفسرينو تفسير دی.

او په حديث کې هم راغلي دي له ابن عباس رضي الله عنه نه روايت دي (مَا مِنْ أَيَّامٍ أَعْظَمُ عِنْدَ اللهِ، وَلَا أَحَبُّ إِلَيْهِ الْعَمَلُ فِيهِنَّ مِنْ أَيَّامِ الْعَشْرِ فَأَكْثِرُوا فِيهِنَّ التَّسْبِيحَ، وَالتَّكْبِيرَ، وَالتَّهْلِيل) ([4])

ژباړه: د ذي الحجې له لسو ورځو نه بغېر الله ته غوره ترينې او محبوب ترينې ورځې نورې نشته، په دې ورځو کې ډېر تسبيح، ډېر تکبير او ډېر تهليل ووايئ.

او له ابن عمر رضي الله عنه نه روايت دی چې نبي صلي الله عليه وسلم فرمايي: (مَا مِنْ أَيَّامٍ أَعْظَمُ عِنْدَ اللَّهِ، وَلَا أَحَبُّ إِلَيْهِ مِنَ الْعَمَلِ فِيهِنَّ مِنْ هَذِهِ الْأَيَّامِ الْعَشْرِ، فَأَكْثِرُوا فِيهِنَّ مِنَ التَّهْلِيلِ، وَالتَّكْبِيرِ، وَالتَّحْمِيدِ) ([5])

 

ژباړه: د ذي الحجې له لسو ورځو نه بغېر الله ته عظيم ترينې او محبوب ترينې ورځې نورې نشته، نو په دې ورځو کې ډېر تهليل، ډېر تکبير او ډېر تحميد ووايئ.

دا هم ثبوت لري چې ابوهريره او ابن عمر رضي الله عنهما به په دې ورځو کې بازارونو ته وتل او په تکبيرونه به يې په لوړ اواز ويل او خلکو به هم ورسره تکبيرونه ويل.

د تکبيرونو ويلو کيفيت:

تکبيرونه بايد ته په دې ډول ووايې: (اللهُ أَکْبَرُ، اللهُ أَکْبَرُ، لاَ اِلَهَ الاَّاللهُ وَاللهُ أَکْبَرُ، اللهُ أَکْبَرُ، ولِلهِ الحَمْدُ )

امام صنعاني رحمه الله وايي: په اسلامي شريعت کې د تکبير نور ډولونه هم شتون لري او له ګڼ شمېر ديني امامانو تاييدات هم ورته حاصل دي، دا تکبيرونه د اسلامي دين په وسعت دلالت کوي او د ايت مقتضا هم اطلاق ده.

تکبير بايد کله وويل شي؟

د اختر په ورځو کې تکبير مطلق او مقید دواړه راغلی دی، مطلق يې هغه دی چې په هر حالت کې يې مسلمان ويلی شي که په بازار کې وي او که په کور او يا بل چرته وي، وخت يې د ذي الحجې له لومړۍ ورځ څخه پېل اخلي ان چې د اختر په ورځ امام خطبه تکميل کړي.

او مقيد ذکر بيا هغه دی چې له فرضي لمونځونو څخه وروسته کېدای شي، دا ډول تکبيرات د عرفې ورځې له فجر څخه پېل اخلي او د ایام التشريق په اخره ورځ پای ته رسيږي.

………………………………..

) صحيح مسلم: (۱۱۶۲)[1](

) صحيح مسلم: (۱۱۵۱).[2](

) سورت حج: (۲۸) .[3](

) المعجم الکبير: (۱۱۱۱۶).[4](

) مسند احمد: ( ۵۴۴۶)[5](

Tags

Related Articles

Back to top button