د سلفو صالحينو په فهم د قران او حديث زده کړه ( لومړۍ برخه ) ژباړه: ابو حازم سلفي
د سلفو صالحينو په فهم د قران او حديث زده کړه ( لومړۍ برخه ) ژباړه: ابو حازم سلفي

الحمدلله رب العلمين، والصلاة واسلم علی خاتم النبيين، وأشهد أن لا اله الا الله وحده لاشريک له وأشهد أن محمدا عبده ورسوله، أما بعد:
۱ – : سلف صالحين څوک دي:
سلف په عربي لغت کې هغو خلکو ته ويل کيږي چې له تا څخه خکې تير شوي وي لکه ستا پلار او خپل خپلوان([1])، او په اصطلاح کې د سلفو تعريف ايکې يواځې له صحابه کرامو، يا له صحابه کرامو او تابعينو او تبع تابعين (امامانو) څخه څرخيږي.
امام قلشاني مالکي رحمه الله وايي: سلف صالحين هغه لومړۍ پيړۍ ته ويل کيږي چې هم په علم کې مضبوط ول او هم الله پاک د خپل پېغمبر د صحبت لپاره غوره کړي و، په ديني امورو کې د دوی تابعداري او په عملي ډګر کې ورپسې اقتداء او استغفار غوښتل ورله واجب دي.
ابن حجر ال بوطامي رحمه الله وايي: له سلف صالحينو څخه هغه مذهب مراد دی چې صحابه کرام، تابعين او تبع تابعين، ديني امامان چې نه په بدعتونو تورن شوي دي او نه په کوم لقب شهرت لري لکه خوارج د هغوی مختارو مسئلو ته د سلفو مذهب ويل کيږي.
جوته شوه چې سلف صحابه کرامو او ټولو هغو چا ته ويل کيږي چې تر قيامت ورځ پورې يې په نقش قدم روان وي.
۲ – : د سلفو صالحينو فهم د دين لپاره ولې ضروري دی؟
أ – : ځکه چې دوی د سيرت په اعتبار پاک سپيځلي، د علم په اعتبار ژور ، او د زړونو په اعتبار له اخلاص څخه ډک دي.
ب – : ځکه چې هغوی د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره صحبت کړی دی، د هغه په ملتيا يې جهادونه کړي او سيرت يې هم ډېر ښه پېژني.
ج – : ّځکه يې په فهم د دين زده کړه ضروري ده چې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د صحبت لپاره همدوی اختيار کړي و.
د – : ځکه چې الله يې په ډېرو ايتونو کې صفتونه کړي دي او ورڅخه خوشحاله دی.
هـ – : ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم يې په پېروکارۍ مونږ ته امر کړی دی.
و – : ځکه چې هغوی د الله په دين کې بدعتونه نه دي رواج کړي او اجماع يې هم قطعي حجت دی.
ز – : ځکه چې هغوی د دې امت غوره ترين او تر هر چا ډېر ښه پوهه و.
ح – : ځکه چې هغوی د قران او تفسير په ژبه ډېر ښه پوهه و.
ط – : ځکه چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي چې فرقه ناجيه هغه ده چې زه او زما ملګري ورباندې نن يو.
۳ – : د سلفو صالحينو په غوره توب باندې قراني ايتونه:
الله پاک فرمايي: (لَكِنِ الرَّسُولُ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ جَاهَدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ وَأُولَئِكَ لَهُمُ الْخَيْرَاتُ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ) ([2])
ژباړه: لکن پېغمبر او هغه خلک چې ايمان يې پرې راوړی دی د ده په ملتيا ورسره په خپلو شتمنيو او ځانونو سره جهاد کوي، په دنيا کې به د همدوی لپاره نصرت او غنيمتونه وي او په اخرت کې به همدوی کامياب وي.
او الله پاک فرمايي: (وَالسَّابِقُونَ الْأَوَّلُونَ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ وَالْأَنْصَارِ وَالَّذِينَ اتَّبَعُوهُمْ بِإِحْسَانٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ وَأَعَدَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي تَحْتَهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ) ([3])
ژباړه: له مهاجرينو او انصارو څخه هغه لومړني خلک چې ايمان ته يې لومړيتوب کړی دی او هغه خلک چې په نېک طريقه يې د دوي پېروکاري کړې ده، له دوی څخه الله راضي دی او دوی له الله څخه راضي دي، د دوی لپاره الله پاک داسې جنتونه تيار کړي دي چې لاندې ورڅخه ويالې بهيږي، دوی به ورپکې د هميشه لپاره وي ا و دا لوی برياليتوب دی.
او الله پاک فرمايي: (وَاصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ الَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِيِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُ وَلَا تَعْدُ عَيْنَاكَ عَنْهُمْ تُرِيدُ زِينَةَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَلَا تُطِعْ مَنْ أَغْفَلْنَا قَلْبَهُ عَنْ ذِكْرِنَا وَاتَّبَعَ هَوَاهُ وَكَانَ أَمْرُهُ فُرُطًا)([4])
ژباړه: ای پېغمبره! ځان دې له هغو مسلمانانو سره په صبر ونيسه چې سهار ماښام الله رابلي او د هغه مخ غواړي، بیخي ترې سترګې مه کږوه، ايا ته د دنيا ډول ډال غواړې؟ او مه د هغه چا منه چې مونږ يې زړه له خپل ذکر څخه غافله کړی دی، او هغه له خپل خواهش پسې روان وي، او انجام يې هم هلاک او بربادي وي.
او الله پاک فرمايي: (لَقَدْ رَضِيَ اللَّهُ عَنِ الْمُؤْمِنِينَ إِذْ يُبَايِعُونَكَ تَحْتَ الشَّجَرَةِ فَعَلِمَ مَا فِي قُلُوبِهِمْ فَأَنْزَلَ السَّكِينَةَ عَلَيْهِمْ وَأَثَابَهُمْ فَتْحًا قَرِيبًا) ([5])
ژباړه: په يقين سره چې الله پاک له هغو مومنانو څخه خوشحال شوی دی چې د ونې لاندې نه يې له تا سره بيعتونه کول، الله يې پر هغه ايمان ښه خبر شو چې د دوی په زوړونو کې و، نو ډاډ او اطمئنان يې پرې راښکته کړ او نزدې بله فتح يې ورله په عوض کې هم ورکړه.
او الله پاک فرمايي: (وَمَنْ يُشَاقِقِ الرَّسُولَ مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُ الْهُدَى وَيَتَّبِعْ غَيْرَ سَبِيلِ الْمُؤْمِنِينَ نُوَلِّهِ مَا تَوَلَّى وَنُصْلِهِ جَهَنَّمَ وَسَاءَتْ مَصِيرًا) ([6])
ژباړه: که څوک د رسول الله مخالفت وکړي سره له دې چې حق هم ورته توضیح شوی وي او له مسلمانانو پرته پر بلې لاره روان شي نو هلته به يې پرېږدو چې په کومه روان دی او بيا به يې دوزخ ته بوځو او دوزخ د ورتللو په اعتبار ډېر بد ځای دی.
…………………………………………………..