د قرآن کريم تفسیرقرآن کريم

د سلفو صالحينو په فهم د قران او حديث زده کړه ( څلورمه برخه ) ژباړه: ابو حازم سلفي

د سلفو صالحينو په فهم د قران او حديث زده کړه ( څلورمه برخه ) ژباړه: ابو حازم سلفي

۶ – : د سلفو صالحينو اړوند د امت د عالمانو او امامانو اقوال:

أ – : د اهل السنت والجماعت له نښو څخه دا هم ده چې د سلفو صالحينو او صحابه کرامو نوم ډېر درون يادوي، ان چې د خپلو عقايدو په محتوياتو کې يې ذکر کوي،

امام احمد رحمه الله فرمايي: زمونږ په نېز د سنت له اصولو څخه دا هم دي چې پر دين باندې به د صحابه کرامو په فهم کې عمل کو، پر هغوی پسې به اقتداء کو او دين کې به بدعتونه نه جوړو . ([1])

ب – : عبدالله بن مسعود رضي الله عنه وايي: که په تاسو کې څوک د چا تابعداري کوي نو د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ملګرو تابعداري دې وکړي، په دې امت کې هغوی د زړونو په اعتبار پاک، د علم په اعتبار ژور، د تکلف په اعتبار لږ او د حال په اعتبار تر چا ښه دي، هغوی داسې خلک و چې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د صحبت او د دين د تقويې لپاره الله پاک غوره کړي و، د هغوی فضيلت او مکانت وپېژنئ او پېروکار يې جوړ شئ هغوی په رښتیا هم چې په سمه دمه لار روان و. ([2])

 ج – : حذيفه رضي الله عنه فرمايي: (اتَّقُوا اللَّهَ مَعْشَرَ الْقُرَّاءِ، وَخُذُوا طَرِيقَ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ، فَوَاللَّهِ لَئِنِ اسْتَقَمْتُمْ لَقَدْ سَبَقْتُمْ سَبْقًا بَعِيدًا، وَلَئِنْ تَرَكْتُمُوهُ شِمَالًا وَيَمِينًا ضَلَلْتُمْ ضَلَالًا بَعِيدًا، أَوْ قَالَ: مُبِينًا)([3])

ژباړه: ای قاري صاحبانو! له الله څخه وډار شئ او په هغه لاره روان شئ چې ستاسو سلف پرې روان ول، لوړه په رب لايزال که تاسو مستقیم شولئ نو ډېر مخکې به لاړ شئ، او که ښي او ګڅ اړخ ته ترې کاږه واږه شولئ نو ډېر لرې ګمراهې کې به اخته شئ او يا يې وويل چې په ښکاره کې ګمراهۍ کې به اخته شئ.

د- : عمر بن عبدالعزيز رحمه الله وايي: نبي کريم صلی الله عليه وسلم او خليفګانو يې سنت ايښي دي چې عمل کول پرې د قران کریم تصديق دی، هېڅ څوک نه شي کولی چې تغيير او تبديل ورته ورکړي، که څوک يې پر دغو سنتو روان شي نو په هدايت به روان شي، که څوک پرې علم حاصلوي علم به ورکړل شي او که په منهج کې يې څوک مخالفت وکړي او د مسلمانانو پر ضد په بله لاره روان شي الله به يې پر هغه څه کې پريږدي چې دا پرې روان دی او جهنم ته به يې بوځي، او د ورتګ په اعتبار جهنم ډېر بد ځای دی. ([4])

امام ابن القيم رحمه الله وايي: امام مالک او نورو امامانو به دا خبره ډېره ښه ګڼله او هر چا ته به يې بيانوله. ([5])

هـ  – : امام اوزاعي رحمه الله وايي: په نبوي سنتو کې له حوصلې څخه کار واخله، او هغه ځای تم شه چې صحابه کرام تم شوي دي، خبرې هم د هغوی په څېر کوه او له هغه څه نه ځان رابند کړه چې هغوی ورڅخه ځانونه رابند کړي و، د خپلو سلفو صالحينو پر لاره روان شه دومره علم به درکړل شي چې هغوی ته ورکړل شوی و، که دیني بدعتونه خير او فضيلت و نو له خپلو سلفو صالحينو څخه به پرې تاسو ته هېڅ ځانګړنه نه وه درکړل شوې. ([6])

و – : امام ابن حزم رحمه الله وايي: مونږ جازمه عقیده لرو چې صحابه کرام ټول جنتيان دي([7])، او په دې ايت يې دليل نيولی دی: ( وَکُلاًّ وَعَدَ اللهُ الحُسْنَی) ([8])

ز – : امام ابوزرعة الرازي وايي: چې کله دې څوک وليد چې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په صحابه کرامو کې يې د انتقاص خبرې کولې نو پوهه شه چې زنديق دی. ([9])

……………………………………………………………………

([1]) شرح أصول السنة: ( ۱ / ۱۵۶ ) د امام لالکائي ليکنه.

([2]) جامع بيان العلم وفضله: ( ۲ / ۱۱۹ ).

) جامع بيان العلم وفضله: (۲ / ۱۱۹) ، فتح الباري: (۱۳ / ۲۵۰)، د حديث شمېر: (7282).[3](

([4]) شرح أصول السنة : (۱ / ۹۴ )، د امام لالکائي ليکنه، کتاب  الشريعة: (۴۸ )د امام اجري ليکنه، جامع بيان العلم وفضله: (۲ / ۲۲۸ ).

([5]) اعلام الموقعين: ( ۴ / ۱۵۱ ).

([6]) أصول اعتقاد أهل السنة والجماعة: ( ۱ / ۱۵۴ )

([7]) الاصابة : (1 / ۱۰)

([8]) سورت نساء : (۹۵)

([9]) الاصابة ( ۱ / ۱۰)

Tags

Related Articles

Back to top button