د قرآن کريم تفسیرقرآن کريم

د سلفو صالحينو په فهم د قران او حديث زده کړه ( پنځمه او اخري برخه ) ژباړه: ابو حازم سلفي

د سلفو صالحينو په فهم د قران او حديث زده کړه ( پنځمه او اخري برخه ) ژباړه: ابو حازم سلفي

۷ – : قران او حديث د سلفو په فهم باندې منلو کې ګټې او فايدې:

أ – : په قران او حديث او د سلفو صالحينو په اجماع باندې عمل کول د اعتصام ښه چاره ده، په دې سره له تفرق او ډله بازۍ ، اختلاف او د عقلونو او هواپرستۍ له تضارب څخه ډېر شه دارو درمل دي.

ب – : د سلفو صالحينو عمل او له دليل څخه فهم د هغوی د استدلال په صحت باندې ډېر ښه  دليل دی، د سلفو په دليل عمل کول له شکونو او شبهاتو څخه انسان اوباسي او ګرد احتمالات له منځه وړي.

امام شاطبي رحمه الله وايي: دلائلو ته په نظر کولو پر انسان واجب دي چې د سلفو صالحينو د فهم خاص خيال پکې وساتي، همدا رسا ته نزدې او په علم او عمل کې د غښتلتیا په اعتبار هم ښه دي. ([1])

ج – : په قولي او عملي باطل کې نه واقع کېدل، ځکه صحابه کرام او سلف صالحين چې له څه شي سکوت وکړي او خلف په نفس کې مسئله کې وګړيږي نو اعتبار به د سلفو سکوت ته ورکول کيږي او مناسب او لائق به سکوت وي، او د خلفو خبره به بې عمله او باطله وي.

د – : بله ګټّه يې د بدعتونو او ضلالت کلک مخنيوی دی، ځکه ډېر مبتدعين او بې لارې خلک د خپل مذهب د نصرت په خاطر ديني نصوص تحريفوي خو ولې نص لره د سلفو صالحينو فهم د حق او باطل او د ګرد ضلالت ترمنځ ډېر ښه توپير دی، الله پاک فرمايي: (فَإِنْ آمَنُوا بِمِثْلِ مَا آمَنْتُمْ بِهِ فَقَدِ اهْتَدَوْا وَإِنْ تَوَلَّوْا فَإِنَّمَا هُمْ فِي شِقَاق) ([2])

ژباړه: که چرته دوی داسې ايمان راوړي لکه تاسو چې راوړی دی نو ايله به په سمه لاره شي، او که يې مخ واړو نو دوی په کلکه ګمراهۍ کې دي.

هـ – : بله ستره ګته يې دا ده چې د سلفو فهم په مقابل حريف باندې په دې ډېر ښه رد دی چې :

۱ – : خوارجو ته عبدالله بن عباس رضي الله عنهما هم وويل چې زه درته د رسول الله صلی الله عليه وسلم د صحابه کرامو له خوا راغلی يم او حالانکه له تاسو سره يو صحابه هم نشته او قران هم پر هغوی نازل شوی دی او هغوی په تفسير تر هر چا ډېر ښه پوهيږي. ([3])

په دې اثر کې نورې ډېرې ګتې هم شته لکه:

m د ضلالت او بدعت په هېڅ ډلې ټپلې کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم يو صحابی هم نه و، سره له دې چې د مبتدعينو د بدعت اصول د هغوی په دور حيات کې راپورته شوي دي.

m هر هغه ډله چې صحابی يې غړی نه وي د هغوی راپنډېدل به په بدعت وي.

m د صحابه کرامو پلوي کول د خلاصون او کاميابۍ راز دی.

m د صحابه کرامو کردار پر هر چا دليل دی خو د هرچا کردار په صحابه کرامو دليل نه دی.

m د قران په تفسير او تاويل باندې له صحابه کرامو څخه څوک ډېر نه پوهيږي.

۲ – : عباد بن العوام رحمه الله فرمايي: مونږ ته امام شريک راغی مونږ ورته وويل: له مونږ سره معتزله دي او د دنيا  اسمان ته د الله له راښکته کېدو په ټپه منکر دي او انکار کوي چې په جنت کې به مومنان الله ونه ويني، نو هغه وويل: مونږ دا دين د تابعينو له بچو  او هغوی د صحابه کرامو څخه زده کړی دی، او معتزله و خپل دین له چا څخه زده کړی دی؟([4])

۳ – : شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله د واسطيې په مناظره کې وايي: زه بارها دا وايم چې څوک هم له ما سره مخالفت لري زه ورته درې کاله موده مهلت ورکوم، که يې په دليل کې يو حرف له هغو پېړيو څخه دليل راوړ چې فضيلت يې ديني نصوصو تثبيت کړی دی او زه د دغه حرف په مخالفت کې واقع يم، نو زه به ترې رجوع وکړم. ([5])

بيا وايي: له دې باوجود مخالفين ونه توانېدل چې په ټول کلي ښار کې يوه مسئله داسې راوښايي چې له دیني امامانو او سلفو صالحينو څخه ثبوت لري. ([6])

له تېرې شننې مونږ ته جوته شوه چې:

× سلف صالحين ټولو صحابه کرامو رضي الله عنهم اجمعين ته ويل کيږي، د دوی پېروکاري او په فهم يې ديني زده کړې فرض دي، همدوی د دې امت  غوره ترين خلک دي او د قران او سنت په فهم له هر چا ښه پوهيږي او د عربانو په ژبه کامل عبور لري.

× له اختلاف او افتراق وړاندې د سليمې عقېدې څښتن او د رسول الله او دهغه د ملګرو په منهج تللی وي هم ورته سلف صالحين ويل کيږي.

× سلفيت بيا دغه سليم منهج ته محمود نسبت دی او ابتداع في الدين نه دی، ابن تيميه رحمه الله وايي: څوک چې د سلفو مذهب ښکاره کوي او ځان ورته منسوبوي نو هېڅ بده خبره نه ده، بلکې اتفاقا بايد دا ومنل شي ځکه د سلفو مذهب له حق پرته نور څه نه دی. ([7])

× پر هر مسلمان واجب دي چې ځان سلفو صالحينو ( صحابه کرامو ) ته منسوب کړي او قران او حديث د هغوی په فهم باندې زده کړي او په عقيده،عبادت، او سلوکو او اخلاقو کې ورڅخه په بدل منهج روان نه شي.

واخر دعوانا أن الحمدلله رب العلمين.

 ……………………………………………

 

([1]) الموافقات : (۳ / ۷۷)

([2]) سورت بقره: (۱۳۷)

([3]) جامع بیان العلم وفضله: (۲ / ۱۲۷)

([4]) کتاب الصفات : ( ۴۳ ) د دارقطني ليکنه.

([5]) مجموع فتاوی ابن تيميه: ( ۳ / ۱۶۹ ).

([6]) مجموع فتاوی ابن تيميه: ( ۳ / ۲۱۷ ).

([7]) مجموع فتاوی ابن تيميه: ( ۴ / ۱۴۹ ).

Tags

Related Articles

Back to top button