شرکعقيده

د شرک ډولونه (دريمه برخه ) ژباړن: دکتور ابوزکريا محمد اسمعيل

د شرک ډولونه (دريمه برخه ) ژباړن: دکتور ابوزکريا محمد اسمعيل

شرک په دوه ډوله دي:

لومړی: شرک اکبر «لوﺉ شرک»:

او دا ډول شرک په ربوبیت او الوهیت کې راتلاي شي.

شرک أکبر په ربوبیت کې دا دی چې: د الله تعالی سره د هغه په کارونو کې شریکوال او برخمن وګڼل شي، لکه پیدا کول، رزق ورکول، او د ټول عالم په ټولو اړخونو کې پاچاهي اختیار او د هغی تدبیر کول.

او شرک أکبر په الوهیت اوعبادت کې دا دی چې د الله تعالی پرته بل څوک راوبلل شي، که هغه د عبادت او بندګۍ په ډول وي او که د حاجت غوښتنی په څیر وي، او شرک اکبر کله په زړه سره وي، کله په وینا کې او کله په عمل سره.

د قلبي شرک اکبر مثال: لکه چې یو څوک دا عقیده ولري چې د الله پرته نور معبودان په دي کون کې تصرف کولی شي، یا په غیبو باندې پوهیږي، او یا هم مافوق الأسباب ګټه او تاوان رسولی شي، او ددغه معبودانو سره محبت او مینه کول، او په هغوﺉ باندې توکل بروسه او اعتماد کول، له هغوﺉ څخه مرسته او کومک غوښتل او داسې نور هغه قلبي عبادتونه دي چې له الله تعالی پرته بل چا ته کول يي روا نه دي، نو که څوک دغه کار وکړي هغه مشرک او کافر ګڼل کېږي.

او په قول او وینا کې د شرک مثال: لکه د الله تعالی پرته بل څوک رابلل، ورته چغه وهل، او همدا ډول هغه کفري اقوال چې په هغی کې د بتانو او طواغیتو لويي، تعظیم او مدح او ثنا صفت وي، او یا پکې پر الله تعالی باندې دروغ تړل وي.

او د عملي شرک مثال: لکه د الله تعالی پرته د بل چا په نامه او یا هغه ته د قربت او نژدیکت لپاره حلالکه کول، هغه ته نذر او منښته منل او ورته سجده کول.

د شرک اکبر حکم:

شرک اکبر باندې بنده د اسلام له مقدس دین څخه ووځي، او هغه څوک چې شرک اکبر وکړي او بیا له دغه شرک اکبر څخه توبه ونه باسي او مړ شي، نو الله تعالی ورته هېڅکله بخښنه نکوي، بلکې دغه شرک اکبر د الله تعالی د غضب غصی او ددوزخ په اور کې د تل ترتله پاتی کېدو سبب کېږي. العیاذ بالله.

دوهم: شرک اصغر «وړوکې شرک»:

شرک اصغر هغه ګناه ده چې شرک اکبر ته وسیله او سبب کېږي، او شرک اکبر ته یو ډول لار وي، او په شرعي نصوص کې په شرک سره نومول شوی وي، او عین وخت کې پکې د الله تعالی پرته بل چا ته پکې د عبادت کول نه وي.

او دا شرک اصغر هم کله په زړه، کله په وینا کې، او کله په عمل کې وي.

په زړه د شرک اصغر مثال: د یو مقصود او هدف لپاره د هغه څه سبب ګڼل چې الله تعالی هغه په شریعت او یا تقدیر کې سبب کړی نه وي، لکه د بندونو او تعویذونو د ګټی رسولو عقیده ساتل چې دا به د کوم مصیبت مخه نیسي، او یا بدفالي کول.

دعملي شرک اصغر مثال: لکه ریا کول، لکه چې یو څوک د یو چا په مخکې لمونځ په ډیر ښه ډول ادا کوي ترڅو خلک یي صفت او مدح وکړي او وه یي ستایي، او ورڅخه ښه ووايی، چې ډیر ښه عبادت او بندګي کوي، نو دلته دا لمونځ کونکې لمونځ د الله تعالی لپاره کوي، خو دی په دغه ښه لمانځه د خلکو مدح او صفت هم غواړي، او په نیت کې یي دغه مقصد راوستلی دی، او کېداي شي نور یي په ښه ډول ادا کړي؛ ترڅو خلک يي ډیر صفت وکړي.

نو دا کار شرک اصغر دی؛ ځکه په دغه عبادت کې دده قصد خالص د الله تعالی رضا نه وه، خو شرک اکبر هم نه دی؛ ځکه دلته ده د الله تعالی پرته د بل چا عبادت او بندګي نه ده کړی.

او په قول او وینا کې د شرک اصغر مثال: لکه چې یو څوک چا ته ووایي: ستا او د الله خوښه ده، یا د الله تعالی پرته په بل چا باندې قسم او سوګند وخوري، او یا ووايي: دا باران پر مونږ د پلاني پلاني ستوري په سبب وشو.

د شرک اصغر حکم: په شرک اصغر سره بنده له اسلام څخه نه ووځي، او نه یي په سبب په اور کې تل ترتله پاتی کېږي، خو بیا هم لویه ګناه ده، که له کوم بنده څخه دغه کارونه صادر شي باید توبه ورڅخه وکاږي، که توبه ورڅخه ونکړي، نو خپل ځان یي د الله تعالی غضب غصی او دردناک عذاب ته وړاندې کړ.

Tags

Related Articles

Back to top button