
دوهم ډول طاغوت: هغه بتان او معبودان چې د الله تعالی پرته یي عبادت او بندګي کېږي.
او طواغیت هم څو ډوله دي:
– ځینی یي بتان او څیري دي چې د یو چا په شکل باندې کښل شوي او کنستل شوی وي، یا د انسانانو په شکل او یا هم د ځینو حیواناتو په شکل، او یا په بل کوم شکل، بیا د ځینو مشرکانو عقیده دا وي چې دغه بتان ګنی یو چا ته ګټه او نقصان رسولی شي، او ځینی نور یي بیا دا عقیده نلري، خو داسې ګومان کوي چې دوﺉ د خپلو معتقدینو لپاره سفارښت کوي، نو له دي کبله هغوﺉ ته په حلالکو منښتو منلو او د خپلو ضرورتونو په غوښتلو هغوﺉ ته تقرب او نژدیکت حاصلوي، الله جل جلاله فرمايي: ﴿قَالَ أَتَعۡبُدُونَ مَا تَنۡحِتُونَ ٩٥ وَٱللَّهُ خَلَقَكُمۡ وَمَا تَعۡمَلُونَ ٩٦﴾ [الصافات: 95-96].
ترجمه: «آیا تاسو بندګي کوﺉ د هغه بتانو چې تاسو یي پخپله تراشۍ، ا و پخپله مو کنستلي دي، او الله عزَّوَجَلَّ تاسو هم پیدا کړي یاست او هم یي ستاسو کښل شوي او کنستل شوي بتان پیدا کړی دی، یا هغه څه يي هم پیدا کړي دي چې تاسو یي کوﺉ».
همدارنګه په بل ځاي کې الله عزَّوَجَلَّ فرمایي:
﴿وَٱتۡلُ عَلَيۡهِمۡ نَبَأَ إِبۡرَٰهِيمَ ٦٩ إِذۡ قَالَ لِأَبِيهِ وَقَوۡمِهِۦ مَا تَعۡبُدُونَ ٧٠ قَالُواْ نَعۡبُدُ أَصۡنَامٗا فَنَظَلُّ لَهَا عَٰكِفِينَ ٧١ قَالَ هَلۡ يَسۡمَعُونَكُمۡ إِذۡ تَدۡعُونَ ٧٢ أَوۡ يَنفَعُونَكُمۡ أَوۡ يَضُرُّونَ ٧٣ قَالُواْ بَلۡ وَجَدۡنَآ ءَابَآءَنَا كَذَٰلِكَ يَفۡعَلُونَ ٧٤ قَالَ أَفَرَءَيۡتُم مَّا كُنتُمۡ تَعۡبُدُونَ ٧٥ أَنتُمۡ وَءَابَآؤُكُمُ ٱلۡأَقۡدَمُونَ ٧٦ فَإِنَّهُمۡ عَدُوّٞ لِّيٓ إِلَّا رَبَّ ٱلۡعَٰلَمِينَ ٧٧ ٱلَّذِي خَلَقَنِي فَهُوَ يَهۡدِينِ ٧٨ وَٱلَّذِي هُوَ يُطۡعِمُنِي وَيَسۡقِينِ ٧٩ وَإِذَا مَرِضۡتُ فَهُوَ يَشۡفِينِ ٨٠ وَٱلَّذِي يُمِيتُنِي ثُمَّ يُحۡيِينِ ٨١ وَٱلَّذِيٓ أَطۡمَعُ أَن يَغۡفِرَ لِي خَطِيَٓٔتِي يَوۡمَ ٱلدِّينِ ٨٢﴾ [الشعراء: 69-82].
ترجمه: «او ولوله په دوﺉ باندې قیصه او احوال د ابراهیم، کله چې یي خپل پلار او قوم ته وویل: تاسو د چا بندګي کوﺉ؟
هغوﺉ په ځواب کې ورته وویل: مونږ د ځینو بتانو بندګي کوو، چې همیشه یو مونږ هغوﺉ ته عبادت او بندګي کونکي.
نو ابراهیم ورته وویل: آیا دوﺉ ستاسو اواز اوري چې کله یي رابلۍ او رامددشه ورته وايي؟ او یا درته څه ګټه او یا ضرر رسولی شي؟
هغوﺉ ورته وویل: (نه دا یو کار هم نشي کولی)خو مونږ خپل مشران دغسی لیدلي دي چې ددوﺉ عبادت او بندګي به یي کوله.
نو ابراهیم ورته وویل: آیا تاسو په دي پوهیږﺉ چې هغه څه چې تاسو يي یي عبادت او بندګي کوﺉ، تاسو او ستاسو پلرونو، نو دوﺉ زما دښمنان دي، پرته د پروردګار د عالمیانو څخه، هغه رب چې زه یي پیدا کړی یم نو همغه به راته سمه لار هم وښايي، او هغه رب چې ما ته خوراک راکوي، او څښاک راکوي، او کله چې زه مریض او رنځور شم نو هغه راته شفا راکوي، او هغه رب چې ما مړ کوي او بیا می بیرته ژوندی کوي، او هغه رب چې زه امید لرم چې ما ته زما خطایي راوبخښي د قیامت په ورځ».
همداراز په بل ځاي کې فرمایي:
﴿۞وَلَقَدۡ ءَاتَيۡنَآ إِبۡرَٰهِيمَ رُشۡدَهُۥ مِن قَبۡلُ وَكُنَّا بِهِۦ عَٰلِمِينَ ٥١ إِذۡ قَالَ لِأَبِيهِ وَقَوۡمِهِۦ مَا هَٰذِهِ ٱلتَّمَاثِيلُ ٱلَّتِيٓ أَنتُمۡ لَهَا عَٰكِفُونَ ٥٢ قَالُواْ وَجَدۡنَآ ءَابَآءَنَا لَهَا عَٰبِدِينَ ٥٣ قَالَ لَقَدۡ كُنتُمۡ أَنتُمۡ وَءَابَآؤُكُمۡ فِي ضَلَٰلٖ مُّبِينٖ ٥٤ قَالُوٓاْ أَجِئۡتَنَا بِٱلۡحَقِّ أَمۡ أَنتَ مِنَ ٱللَّٰعِبِينَ ٥٥ قَالَ بَل رَّبُّكُمۡ رَبُّ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ ٱلَّذِي فَطَرَهُنَّ وَأَنَا۠ عَلَىٰ ذَٰلِكُم مِّنَ ٱلشَّٰهِدِينَ ٥٦ وَتَٱللَّهِ لَأَكِيدَنَّ أَصۡنَٰمَكُم بَعۡدَ أَن تُوَلُّواْ مُدۡبِرِينَ ٥٧﴾ [الأنبیاء: 51-57].
ترجمه: «او خامخا یقیناً ورکړی وو ابراهیم ته پوهه ددین او حقه نیکه لاره په عقایدو او اعمالو کې پخوا له دي نه، او وو مونږ په ده باندې خبردار، کله چې یي وویل خپل پلار او قوم ته: څه دي دغه بتان چې تاسو یي عبادت او بندګي کوﺉ، او په دي څه دلیل دی؟
هغوﺉ ورته وویل: )دلیل نشته خو( موندلي دي مونږ خپل پلرونه او مشران چې ددوﺉ عبادت او بندګي یي کوله.
نو ابراهیمu ورته وویل: بیشکه خامخا تاسو او ستاسو مشران په ښکاره ګمراهۍ کې یاست.
نو هغوﺉ ورته وویل: آیا ته رښتیا وايي که ټوقی مسخری کوي؟
نو ابراهیم ورته وویل: بلکې رب ستاسو هغه څوک دی چې رب د اسمانونو او د ځمکې دی، هغه رب چې دغه ټول یي پیدا کړي دي، او زه په دغه خبره له ګواهانو څخه یم، او قسم په الله چې خامخا به څه چل تدبیر جوړ کړم ستاسو بتانو ته وروسته له هغه چې تاسو وګرځۍ شاکونکي دوﺉ ته.
او له معبودانو څخه ځینی یي هغه ونی او تیګی دي چې خلک یي تعظیم او تجلیل کوي، او ځینی مشرکان په هغوﺉ کې کفري عقیدي لري، لکه دا عقیده چې دغه ونی بوټي چا ته ګټه او نقصان رسولی شي، او یا د چا لپاره د الله په وړاندي سفارښت کولی شي، چې څوک یي عبادت او بندګي وکړي او د عبادت په انواعو ورته ځان ورنژدي کړي».
په جاهلیت کې چې د کومو بتانو ونو او تیګو عبادت او بندګي کېدله هغه ډیر دي، تردي چې يواځی د کعبی شریفی ګرد چاپیر درې سوه شپیته بتان وو، بیا کله چې رسول الله مکه مکرمه فتحه کړه هغه ټول یي مات کړل.
د عربو په ځینو کلیو کې ډیری ونی او تیګی وي چې خلکو به یي د الله تعالی پرته د هغی عبادت او تعظیم کولو.
د باطلو معبودانو څخه ځینی یي قبرونه زیارتونه او درګاهونه دي چې د الله تعالی پرته يي عبادت او بندګي کېږي، نو ځینی ورڅخه طواف کوي، او څوک ورلره حلالکې کوي، او څوک ورته نذرونه منښتی او مالونه وړاندې کوي، او د ځینو بیا منجوران او خادمان وي چې خلک د الله تعالی له لاری بندوي، او پدغه ډول د خلکو مالونه په باطله طریقه خوري، او خلکو ته په یوه او بله طریقه او درواغو باندې ددغه قبرونو او د مړو څخه سوال، د ضرورتونو غوښتنی او د مصیبتونو ددفع لپاره ددوﺉ رابلنه ښایسته کوي، حال دا چې رسول الله فرمایلي دي:
«اللَّهُمَّ لَا تَجْعَلْ قَبْرِي وَثَنًا يُعْبَدُ» [رواه مالك].
ترجمه: «اي الله ځما له قبر څخه بت او باطل معبود مه جوړوه چې عبادت او بندګي یي کېږي».
بلکې رسول الله منع فرمایلی ده چې له قبرونو څخه مسجدونه جوړ شي؛ ددي لپاره چې خلک د قبرونو او مړو بندګۍ کې اخته نشي.
د جندب بن عبد الله څخه روایت دی چې بیشکه رسول الله فرمایلي دي:
«إِنَّ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ كَانُوا يَتَّخِذُونَ قُبُورَ أَنْبِيَائِهِمْ وَصَالِحِيهِمْ مَسَاجِدَ، أَلاَ فَلاَ تَتَّخِذُوا الْقُبُورَ مَسَاجِدَ، إِنِّي أَنْهَاكُمْ عَنْ ذَلِكَ». [رواه مسلم]
ترجمه: «بیشکه هغه څوک چې له تاسو څخه مخکې وو- یعنی بنی اسراییل – نو هغوﺉ به د خپلو پیغمبرانو او نیکانو قبرونو څخه مسجدونه جوړول، نو خبردار! چې تاسو له قبرونو څخه مسجدونه جوړ نکړۍ، بیشکه زه تاسو له دغه کار څخه منع کوم».
او ابو عبیدة بن عامر بن الجرّاحt فرمایي: «كَانَ آخِرُ مَا تَكَلَّمَ بِهِ نَبِيُّ اللهِ r: أَنْ أَخْرِجُوا يَهُودَ الْحِجَازِ مِنْ جَزِيرَةِ الْعَرَبِ، وَاعْلَمُوا أَنَّ شِرَارَ النَّاسِ الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْقُبُورَ مَسَاجِدَ». [مسند الإمام أحمد]
ترجمه: «د رسول الله په ژوند کې آخري خبری دا وی چې: د حجاز یهود د عربي جزیری څخه وباسۍ، او ښه پوهه شۍ چې بدترین له خلکو څخه هغه څوک دي چې له قبرونو څخه مسجدونه جوړوي».
د قبرونو څخه مسجدونه جوړولو معنی دا ده چې هلته لمونځونه وشي، او یا د هغی طرف ته لمونځ وشي، او یا ورباندې حقیقةً مسجد جوړ شي چې لمونځونه پکې ادا کېږي، نو که څوک له دی درِیو څخه هر یو کار وکړي هغه په دغه ګناه، منهي عنه او منع شوي کار کې واقع شو.
د باطلو معبودانو له جملی څخه ځینی هغه شیان دي چې په هغه کې د شرک او د غیر الله د عبادت او بندګۍ نښه او علامه وي، لکه په سنن ترمذي کې چې د رسول الله څخه روایت دی چې هغه د عدي بن حاتم په غاړه کې طلایي صلیب ولیده نو ورته یي وویل: «يَا عَدِيُّ اطْرَحْ عَنْكَ هَذَا الوَثَنَ»، «یعنی اي عدي! دا بت دي له غاړی څخه لری کړه».
مقصد دا چې هر هغه شی چې د الله تعالی پرته يي بندګي کېږي نو هغه طاغوت دی، که هغه بت وی یا ونه وي، یا تیګه وي،یا قبر یا هم بل کوم شی وي.
ابو هریره له رسول الله څخه نقل کوي چې هغه فرمايلي دي: «يَجْمَعُ اللَّهُ النَّاسَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَيَقُولُ: مَنْ كَانَ يَعْبُدُ شَيْئًا فَلْيَتَّبِعْهُ، فَيَتْبَعُ مَنْ كَانَ يَعْبُدُ الشَّمْسَ الشَّمْسَ، وَيَتْبَعُ مَنْ كَانَ يَعْبُدُ الْقَمَرَ الْقَمَرَ، وَيَتْبَعُ مَنْ كَانَ يَعْبُدُ الطَّوَاغِيتَ الطَّوَاغِيتَ». [متفق عليه]
ترجمه: «د قیامت په ورځ به الله عزَّوَجَلَّ خلک راټول کړي بیا به ورته ووايي: هرچا چې د کوم شي عبادت کړی وي په هغه پسی دي ورپسی شي، نو چا چې د لمر عبادت کړی وي هغه به په لمر پسی لاړ شي، او چا چې د سپوږمۍ عبادت کړی وي هغه به په سپوږمۍ پسی لاړ شي، او هر چا چې د هر طاغوت عبادت کړی وي هغه به په همغه طاغوت پسی لاړ شي».
او دا ورپسی کېدل به د جهنم د اور طرف ته وي الله دي مونږ ټول تری وساتي، لکه چې الله فرمایي:
﴿إِنَّكُمۡ وَمَا تَعۡبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ حَصَبُ جَهَنَّمَ أَنتُمۡ لَهَا وَٰرِدُونَ ٩٨ لَوۡ كَانَ هَٰٓؤُلَآءِ ءَالِهَةٗ مَّا وَرَدُوهَاۖ وَكُلّٞ فِيهَا خَٰلِدُونَ ٩٩ لَهُمۡ فِيهَا زَفِيرٞ وَهُمۡ فِيهَا لَا يَسۡمَعُونَ ١٠٠﴾ [الأنبیاء: 98-100].
ترجمه: «بیشکه تاسو او هغه څه چې تاسو یي د الله تعالی پرته عبادت او بندګي کوﺉ خس او خشاک د جهنم به یاست، تاسو به دغه جهنم ته ننوتونکي یاست، که ستاسو دغه معبودان په حقه وی نو جهنم ته به نه وو ننوتلي، او تاسو ټول به په دغه جهنم کې همیشه لپاره یاست، ددي جهنمیانو به هلته په جهنم کې چغی سوری وي، او دوﺉ به په جهنم کې هېڅ نه اوري».
نو دا آیتونه په دي دلالت کوي چې دغه باطل معبودان خپلو عابدانو ته هېڅ ډول ګټه نشي رسولاي، بلکې دغه معبودان او عابدان به يي ټول په قیامت کې په اور کې غورزول کېږي.
هو، هغه څوک چې د هغوﺉ عبادت او بندګي ځینی مشرکان کوي او هغه معبودان پرې رضا او خوشحاله نه دي، نو دوﺉ په دغه طاغوت کې نه راځي، ځکه دوﺉ خو مشرکانو پخپله په الوهیت او خدايي نیولي دي او دغه باطله عقیده یي پکې لرلی ده، حال دا چې هغوﺉ د دوﺉ له شرک او کفر څخه بیزاره دي، لکه چې الله عزَّوَجَلَّ فرمايي: ﴿ٱتَّخَذُوٓاْ أَحۡبَارَهُمۡ وَرُهۡبَٰنَهُمۡ أَرۡبَابٗا مِّن دُونِ ٱللَّهِ وَٱلۡمَسِيحَ ٱبۡنَ مَرۡيَمَ وَمَآ أُمِرُوٓاْ إِلَّا لِيَعۡبُدُوٓاْ إِلَٰهٗا وَٰحِدٗاۖ لَّآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَۚ سُبۡحَٰنَهُۥ عَمَّا يُشۡرِكُونَ ٣١﴾ [التوبة: 31].
ترجمه: «دی اهل کتابو نیولي وو علماء او پیران خپل په الوهیت او خدایي سره پرته له الله تعالی څخه، او همدارنګه یي نیولی وو مسیح په الوهیت سره، حال دا چې دوﺉ ته امر نه وو شوی مګر ددی خبری چې دوﺉ دي عبادت او بندګي يواځی د یو الله وکړي؛ ځکه نشته لایق او مستحق د عبادت او بندګۍ مګر يواځی یو الله عزَّوَجَلَّ دی، پاک دی او پورته او لوي دی الله تعالی له هغه شرک څخه چې دا مشرکان یي کوي».
همدارنګه په بل ځاي کې فرمایي: ﴿إِنَّ ٱلَّذِينَ سَبَقَتۡ لَهُم مِّنَّا ٱلۡحُسۡنَىٰٓ أُوْلَٰٓئِكَ عَنۡهَا مُبۡعَدُونَ ١٠١ لَا يَسۡمَعُونَ حَسِيسَهَاۖ وَهُمۡ فِي مَا ٱشۡتَهَتۡ أَنفُسُهُمۡ خَٰلِدُونَ ١٠٢ لَا يَحۡزُنُهُمُ ٱلۡفَزَعُ ٱلۡأَكۡبَرُ وَتَتَلَقَّىٰهُمُ ٱلۡمَلَٰٓئِكَةُ هَٰذَا يَوۡمُكُمُ ٱلَّذِي كُنتُمۡ تُوعَدُونَ ١٠٣﴾ [الأنبیاء: 101-103].
ترجمه: «بیشکه هغه کسان – چې عبادت اوبندګي یي کېږي – او د هغوﺉ په حق کې نیکه فیصله شوی ده د نیکې مرتبی سعادت او د جنت، نو دوﺉ له اور او جهنم څخه لری کړی شوي دي، نه به اوري کشار او اواز د اور او د جهنم، بلکې دوﺉ به په هغه نعمتونو کې چې ددوﺉ زړونه يي غواړي همیشه لپاره وي، نه به غمجن کوي دوﺉ لره هغه لویه ویره او هیبت، او ورسره مخامخ کېږي به ملایکې او ورته به وایي: دا مو هغه ورځ ده چې تاسو سره یي وعده شوی وه».
همدارنګه هغه نیکان بندګان او اولیاء چې ځینی مشرکان یي په ظلم او درواغو عبادت او بندګي کوي، نو دغه نیکان ددوﺉ له عبادت او شرک څخه بیزاره دي.
خوهغه څوک چې د الله تعالی پرته د ځان په عباد باندې رضا شي، او یا دی کار ته خلک رابلي، نو شک نشته چې هغه د »طاغوت«په معنی کې شامل دی، لکه فرعون چې خپل قوم ته ویلي وو:
﴿مَا عَلِمۡتُ لَكُم مِّنۡ إِلَٰهٍ غَيۡرِي﴾ [القصص: 38].
ترجمه: «زه تاسو لپاره د خپل ځان پرته بل معبود نه پیژنم».