توحيدعقيده

د طاغوت ډولونه ( دکتور ابو زکريا محمد اسمعيل )

د طاغوت ډولونه ( دکتور ابو زکريا محمد اسمعيل )

داسې طواغیت چې د الله تعالی پرته یي بندګي کېږي

او داسې طواغیت چې د الله تعالی پرته یي بندګي کېږي ډیر ډولونه لري، خو د ټولو څخه ډیر سرکښه يي درې دي: شیطان، هغه بتان او معبودان چې د الله عزَّوَجَلَّ څخه پرته يي بندګي کېږي، او هغه مشران او حاکما چې د الله تعالی له رالیږلي شریعت څخه پرته په نورو قوانینو او نظامونو باندې فیصلی کوي.

لومړنی ډول طاغوت: شیطان:

چې د هر ډول شرک او سرکښۍ اساس او بنیاد دی، بلکې د الله تعالی پرته چې د هرچا عبادت او بندګي کېږي نو هغه په اصل او حقیقت کې د شیطان عبادت او بندګي ده؛ ځکه همدا شیطان یي سبب او دغه کار ته بلونکې دی، لکه چې الله فرمایي: ﴿۞أَلَمۡ أَعۡهَدۡ إِلَيۡكُمۡ يَٰبَنِيٓ ءَادَمَ أَن لَّا تَعۡبُدُواْ ٱلشَّيۡطَٰنَۖ إِنَّهُۥ لَكُمۡ عَدُوّٞ مُّبِينٞ ٦٠ وَأَنِ ٱعۡبُدُونِيۚ هَٰذَا صِرَٰطٞ مُّسۡتَقِيمٞ ٦١﴾ [یس: 60-61].

ترجمه: «آیا وصیت او حکم می نه دی کړی تاسو ته أي بنیادمانو! چې عبادت او بندګي به نه کوۍ د شیطان؛ بیشکه هغه ستاسو ښکاره دښمن دی، او زما بندګي وکړۍ همدا سمه لار ده».

همدارنګه الله عزَّوَجَلَّ فرمایي: ﴿إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَغۡفِرُ أَن يُشۡرَكَ بِهِۦ وَيَغۡفِرُ مَا دُونَ ذَٰلِكَ لِمَن يَشَآءُۚ وَمَن يُشۡرِكۡ بِٱللَّهِ فَقَدۡ ضَلَّ ضَلَٰلَۢا بَعِيدًا ١١٦ إِن يَدۡعُونَ مِن دُونِهِۦٓ إِلَّآ إِنَٰثٗا وَإِن يَدۡعُونَ إِلَّا شَيۡطَٰنٗا مَّرِيدٗا ١١٧ لَّعَنَهُ ٱللَّهُۘ وَقَالَ لَأَتَّخِذَنَّ مِنۡ عِبَادِكَ نَصِيبٗا مَّفۡرُوضٗا ١١٨ وَلَأُضِلَّنَّهُمۡ وَلَأُمَنِّيَنَّهُمۡ وَلَأٓمُرَنَّهُمۡ فَلَيُبَتِّكُنَّ ءَاذَانَ ٱلۡأَنۡعَٰمِ وَلَأٓمُرَنَّهُمۡ فَلَيُغَيِّرُنَّ خَلۡقَ ٱللَّهِۚ وَمَن يَتَّخِذِ ٱلشَّيۡطَٰنَ وَلِيّٗا مِّن دُونِ ٱللَّهِ فَقَدۡ خَسِرَ خُسۡرَانٗا مُّبِينٗا ١١٩ يَعِدُهُمۡ وَيُمَنِّيهِمۡۖ وَمَا يَعِدُهُمُ ٱلشَّيۡطَٰنُ إِلَّا غُرُورًا ١٢٠ أُوْلَٰٓئِكَ مَأۡوَىٰهُمۡ جَهَنَّمُ وَلَا يَجِدُونَ عَنۡهَا مَحِيصٗا ١٢١﴾ [النساء: 116-121].

ترجمه: «بیشکه الله نه بخښي شرک له الله تعالی سره، او بخښنه کوي د هغه ګناهونو چې پرته له شرکه څخه وي هغه چاته چې د الله تعالی خوښه شي، او هغه چا چې شرک وکړ دالله تعالی سره نو یقیناً هغه ګمراه شو په ګمراهۍ لری سره له حق نه، دا مشرکان نه رابلي پرته له الله عزَّوَجَلَّ نه مګر خو رابلي ښځینه بتان، او نه رابلي مګر سرکښه شیطان، الله تعالی لعنتي کړی دی دغه شیطان، ویلي دي دي شیطان چې خامخا به ونیسم ستا له بندګانو څخه ځان ته يوه معینه معلومه برخه، او خامخا به ګمراه کړم دغه خپله برخه بنیادمان او ددي لپاره به امیدونه ورته ورکړم، او امر به ورته وکړم چې غوڅ کړي د چارپایانو غوږونه، او امر به ورته وکړم چې بدل کړي د الله تعالی پیدایښت، او هرڅوک چې شیطان په دوستۍ ونیسي، او د الله تعالی دوستي پرېږدي، نو یقیناً تاواني شو په ښکاره تاوان سره، شیطان ورته وعدی ورکوي، او هم ورته امیدونه ورکوي، او شیطان وعده نه ورکوي مګر دغولونی او د فریب، نو همدغسی خلک چې د شیطان په دوکه او فریب کې راشي ځاي دورتللو د هغوﺉ اور د جهنم دی چې وبه نه مومي له دغه جهنم څخه خلاصی».

ځکه خو الله تعالی هم د هغه چا سزا چې د الله تعالی له قرآن او یادونی څخه مخ اړوي نو سزا یي دا ده چې شیطان ورباند مسلط کړي، لکه چې فرمایي:

﴿وَمَن يَعۡشُ عَن ذِكۡرِ ٱلرَّحۡمَٰنِ نُقَيِّضۡ لَهُۥ شَيۡطَٰنٗا فَهُوَ لَهُۥ قَرِينٞ ٣٦ وَإِنَّهُمۡ لَيَصُدُّونَهُمۡ عَنِ ٱلسَّبِيلِ وَيَحۡسَبُونَ أَنَّهُم مُّهۡتَدُونَ ٣٧ حَتَّىٰٓ إِذَا جَآءَنَا قَالَ يَٰلَيۡتَ بَيۡنِي وَبَيۡنَكَ بُعۡدَ ٱلۡمَشۡرِقَيۡنِ فَبِئۡسَ ٱلۡقَرِينُ ٣٨ وَلَن يَنفَعَكُمُ ٱلۡيَوۡمَ إِذ ظَّلَمۡتُمۡ أَنَّكُمۡ فِي ٱلۡعَذَابِ مُشۡتَرِكُونَ ٣٩﴾ [الزخرف:36-39].

ترجمه: «او هغه څوک چې سترګی پټی کړي او ځان ناخبره ونیسي د الله تعالی له یاد او قرآنکریم څخه نو ورپسی به کړو، او مسلّط به کړو په ده باندې شیطان، نو همدا شیطان به یي ملګری وي، او بیشکه دوﺉ خامخا اړوي دوﺉ لره د لاری حقی څخه، او سره له دی ګومان هم کوي چې دوﺉ ګنی په سمه لار دي، تر دي چې کله راشي ځمونږ خواته دغه سرغړوونکې له قرآنکریم څخه، نو وايي به هغه خپل ملګري ته: هاﺉ ارمان چې وی زما او ستا په منځ کې لریوالی په اندازه د لریوالي د مشرق له مغرب څخه، نو ته ډیر بد ملګری یي، او هېڅ ګټه به ونه رسوي تاسو ته نن ورځ، ځکه چې تاسو ظلم او شرک کړی دی، فایده به ونه رسوي دا خبره چې تاسو په عذاب کې سره شریکان یاست».

نو ددغه ډول طاغوت څخه ځان ساتنه کله په دي کېږي چې په الله تعالی باندې ورڅخه پنا وغواړي او »أعوذ بالله من الشیطان الرجیم« ووايي، او د هغه له پلمو څخه ځان وساتي، او د شیطان په پلونو پسی ورپسی نشي؛ ځکه هغه ښکاره بي لاری کونکې دښمن دی، لکه چې الله تعالی فرمايي: ﴿كُتِبَ عَلَيۡهِ أَنَّهُۥ مَن تَوَلَّاهُ فَأَنَّهُۥ يُضِلُّهُۥ وَيَهۡدِيهِ إِلَىٰ عَذَابِ ٱلسَّعِيرِ ٤﴾ [الحج: 4].

ترجمه: «مقرر شوی دي ددی شیطان په حق چې بیشکه هرچا له دغه شیطان سره دوستي وکړه نو همدا شیطان به یي ګمراه کوي له سمی لاری څخه، او لار ښوونه به ورته کوي ګرم اور ته».

د شیطان دوستي داده چې د هغه په پلونو پَل کېږدي، او د هغه د وعدو تصدیق وکړي، او د هغه وروړاندې کړی ارزوګانو ته امیدوار شي، او چې شیطان ورته کوم ګناهونه ښایسته کوي نو دا دوست یي کوي، او د الله تعالی له هدایت او لارښوونی څخه سرغړونه کوي، او څوک چې دغه کارونه کوی هغه د شیطان دوست دی.

شیطان د بنیادم سره په هر کار کې ورسره وي، او ورپسی وي، لکه چې دا معنی د رسول الله څخه د جابر بن عبد اللهب په حدیث شریف کې ثابت دي کوم چې په صحیح مسلم شریف کې دی.

نو د شیطان له شر او فتنی څخه د خلاصۍ لپاره الله تعالی مونږ ته ښوونه کړی ده چې همیشه په الله عزَّوَجَلَّ باندې له شیطان څخه پنا وغواړو، او په الله تعالی باندې خپل ایمان پوخ کړو، او توکل او اعتماد ورباندې وکړو، او خپل عبادت او بندګي الله تعالی ته خالصه کړو، او د الله تعالی یادونه او ذکر له یاده ونه باسو.

ځکه د ایمان کمزوري، د توکل او اخلاص کمزوري هغه اسباب دي چې شیطان پر انسان باندې مسلط کوي.

همداراز د شیطان لاری هغه هم دي چې د هغی له لاری پر انسان خپل تسلط پلی کوي: لکه د ډیری غصی او قهر وخت، د ډیری خوشحالۍ وخت، په شهواتو کې غرقیدل، له جماعت او ټولنی څخه ځانته کېدل، يواځیوالی په ځانګړي ډول په سفر کې، او د خلکو تر منځ د خبرو وړو راوړو په وخت کې، او همدارنګه سړی له پردۍ ښځی سره يواځی کېدلو وخت کې، بد ګوماني، او د شک او تهمت ځایونو ته ورتلل.

ځکه خو د انسان د هر کار په پيل کې بسم الله ویلو باندې رسول الله امرکړی دی، تر څو چې یو خو په دغه کار کې برکت وي، اوبل د شیطان له پلمو څخه وساتل شی، نو بنده به د خوراک، څښاک، کور ته د ننوتلو په وخت، له کوره د وتلو په وخت، سبا، بیګا، او کله چې په سورلۍ سپرېږي، یا له خپلی میرمنی سره کوروالی کوي، یا هم قضاء حاجت کوي او که ویده کېږي، نو په دي ټولو کې باید »بسم الله« ووایي.

همدارنګه په صحیح مسلم شریف کې د ابو سعید خدري په حدیث شریف کې رسول الله فرمایي:

«إِذَا تَثَاءَبَ أَحَدُكُمْ فَلْيُمْسِكْ بِيَدِهِ، فَإِنَّ الشَّيْطَانَ يَدْخُلُ».

ترجمه: «کله چې یو له تاسو څخه ارګمی کوﺉ نو تر خپل توانه دي خوله پخپل لاس بنده کړي؛ ځکه که خوله خلاصه او وازه پرېږدي نو شیطان پکې ننوځي».

د مسند احمد او مصنف عبد الرزاق په روایت کې راغلي دي چې:  عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّt قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ r: «إِذَا تَثَاءَبَ أَحَدُكُمْ، فَلْيَضَعْ يَدَهُ عَلَى فِيهِ، فَإِنَّ الشَّيْطَانَ يَدْخُلُ مَعَ التَّثَاؤُبِ».

ترجمه: «کله چې یو له تاسو ارګمی کوي نو په خپله خوله باندې دي لاس کېږدي؛ ځکه شیطان د ارګمي په وخت کې په خوله کې ننوځي».

نو څوک چې د الله تعالی او د هغه د رسول د لارښوونی پیروي ګوي هغه به د شیطان له پلمو څخه په امن او امان کې وي، خو که څوک په دغه پیروۍ کې کوتاهي کوي نو د شیطان له پلمو څخه نشي بچ کېدی، او کېدی شي د شیطان له پلمو او ضرر او ګمراهۍ څخه ورته ډیر ضرر ورسیږي.

Tags

Related Articles

Back to top button