
پوښتنه: په خواله رسنيو کې نن سبا د برقې ( څادري ) او لونګۍ ( پټکي ) اړوند بېلابېلې نظريې د نشر او اشاعت د سنيت او عدم سنيت اړوند زور اخستی دی، مونږ پوښتنه لرو چې د پټکي اړوند اسلامې درېځ څه دی؟ ايا شرعي لباس دی او که نه محمود لباس دی نو شرعيت هم پر ځای پرېښي دی؟
تاريخ: دوشنبه 28 شوّال 1440 – 1 جولائي 2019
الحمدلله والصلاة والسلام علی رسول الله وبعد:
په نبوي سنت کې د دې غوڅ ثبوت شته چې څنګه نبي کريم صلی الله عليه وسلم لنګ، څادر، خولۍ، چپن، کميس پر تن کړي دي دا ډول يې پګړۍ هم پر سر کړې ده، دا ډول پوښاکونه د نبي کري صلی الله عليه وسلم په دور حيات کې ول، خو ديني علماء په دې کې سره اختلاف لري چې ايا پګړۍ په سرول مباح او عادت دی؟ ايا د نبي کريم صلی الله عليه وسلم پسې يې په پوښاک کې اقتداء مشروع او سنت دي او که نه؟
له دليلونو څخه ظاهراً داسې بريښي چې پګړۍ په سرول له مباحاتو او عادتونو څخه دي، اصل هم دا دی چې انسان هغه ډول پوښاک استعمالوي چې د قوم او قبيلې دود او رواج يې وي په دې شرط چې پوښاک به حرام نه وي، او نه بايد د قام قبيل غړی هغه ډول پوښاک پر تن وځړوي چې د قوم قبيل يې نه وي،ځکه له اشتهاري لباس څخه نبي کريم صلی الله عليه وسلم منعه فرمايلې ده، خو که څوک د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په عمل دليل ونيسي چې پګړۍ په سرول ځکه سنت دي چې هغه مبارک په سر کړې ده نو دا قول بايد د هغه په ټول هغه پوښاک کې هم جاري شي چې هغه پر تن کړی دی.
د سعودي عربستان د سترو علماؤ له کميټۍ څخه د يوې اوږدې پوښتنې په ترڅ کې دا هم پوښتل شوي چې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د پګړۍ په سرولو کې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم کيفيت څنګه و؟ ايا رنګونه يې درلودل؟…
هغوی ځواب ورکړی چې:
الحمدلله چې سنت پلوي او اقتداء الله پاک درنصيب کړې ده، د ګيرې پرېښودل واجب دي ځکه هم د انبياؤ سنت دي او هم د فطرت خوي او خصلت دی، همدا راز نبي کريم صلی الله عليه وسلم د ګيرې له کلولو او کمولو څخه شديده منعه فرمايلې ده په دې خاطر چې له کافرانو سره پکې تشبیه او ورته والی راځي…
اما د پګړۍ په سرول د مباحاتو له جملې څخه دي خو ولې سنت نه دي…
شيخ عبدالعزيز بن باز، شيخ عبدالعزيز ال الشيخ، شيخ عبدالله بن غديان، شيخ صالح الفوزان، شيخ بکر بن عبدالله أبو زيد. (فتاوى اللجنة الدائمة: 24/42)
همدارنګه په عدم سنيت يې شيخ ابن عثيمين رحمه الله هم فتوا ورکړې ده، ( لقاء الباب المفتوح: ۲۳/ ۱۶۰ ) والله أعلم .