
بسم الله الرحمن الرحيم
الحمدلله رب العالمين ، والعاقبة للمتقين ، والصلاة والسلام علی عبده ورسوله، وخيرته من خلقه ، وأمينه علی وحيه نبينا محمد بن عبدالله ، وعلی آله وأصحابه ، ومن سلک سبيلهم ، واتبع هداهم الی يوم الدين .
وبعد :
پدې کې هيڅ شک نشته چې علم د هر خير لپاره چابي ده ، او د واجباتو د ادا کولو او دحرام نه د ځان ساتلو لپاره اهمه وسيله ده ، ځکه عمل د علم نتيجه ده چا ته چې الله توفيق ورکړي ، علم په هر کار خير کې د انسان اراده قوي کوي.
l ايمان، عمل، مبارزه او جهاد د علم نه بغير نه شي کيدلاي.
هغه عملونه او ويناګانې چې بغير د علم نه وي هيڅ ګټه او فايده نه لري، بلکې ناوړه او بې کاره پايلې لري ، او کله لا هم د ډيرې وران کارۍ لامل جوړ شي .
دالله تعالی عبادت د هغه حقونه ادا کول ، د اسلامي دين نشر و اشاعت ، دکفري ويجاړونکو افکارو سره مبارزه ، بې لارې کونکې نعرې ، او له منحرفو نشاطاتو سره مبارزه بې له هغه علم نافع نه ناشوني ده چې له قران کريم او نبوي سنت څخه اخستل شوی وي ،
همدارنګه د فرائضو ادا کول هم په علم سره راځي ، د الله پاک نه ويره او هغه حقيقتونه چې د الله پاک په کتاب او د نبي عليه السلام په سنتو کې موجود دي د هغې ښکاره والی هم په علم سره راځي ، الله جل جلاله په خپل کتاب کې فرمايې : (وَلَا يَأْتُونَكَ بِمَثَلٍ إِلَّا جِئْنَاكَ بِالْحَقِّ وَأَحْسَنَ تَفْسِيرًا)
[ الفرقان : ۳۳ ایت]ترجمه : او نه راوړي دوی تاته هيڅ اعتراض مګر راوړو مونږ تالره جواب او ښايسته بيان..
ټول هغه دلايل چې باطل پرست يې پيش کوي ، او پخپلو باطلو ګمراه دعوتونو کې کوم تلبيس او ګډوډي بيانوي، لامل يې دا وي چې دقران کريم دايتونو او نبوي ارشاداتو څخه په بې علمۍ سره داسې استدلال کول چې نه د قران سره اړخ لګوي او نه د حديث سره .
l د حق د ثابتولو او دباطل د ښکاره کولو او هغه دين چې پېغمبرانو دهغې طرف ته دعوت ورکړی په هغه د دليل قائمولو لپاره الله پاک خپل کتاب نازل کړی دی .
l او الله پاک خپل رسول محمد صلی الله عليه وسلم په هدايت او حق دين باندې رالېګلی دی ، او خپل کتاب قران کريم يې د هر شي لپاره د وضاحت نه ډک ، او هدايت او رحمت اوزيری دمسلمانانو لپاره رالېګلی دی .
دعلم په پټوالي سره باطل پرست نشيط کيږي
باطل پرست په هغه وخت کې په نشاطت کې راځي او خپل باطل کار ته ادامه ورکوي کله چې جهل ښکاره او علم پټ شي ، او دعوتي ميدان کې هغه څوک نه وي چې هغه د الله او د رسول حق دين بيانوي، په دغه وخت کې باطل پرست خلک خپل مشران داسې شميرې ګنې چې دوی په حق دين سره دي ، اوپه خپل باطل کې له نشاطت نه کار اخلي او دا هله چې اهل حق ، او مومنانو ، او پوهه خلکو کې داسې څوک نه وي چې ددغسې باطلو عقايدو رد په علمي طريقې سره وکړي ، ځکه الله جل جلاله هر څه پخپل کتاب کې په ځينو ځايونو کې اجمالا او په ځينو ځايونو کې تفصيلا ذکر کړي دي الله پاک فرمايې : ( وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِكُلِّ شَيْءٍ ) [ النحل : ۸۹ ايت ]
ترجمه : او نازل کړی دی مونږ داکتاب په تا باندې تشريح کونکی دی دهرې ضرورې خبري.
قران کريم د هغه رب کلام دی چې د هغه نه بل رښتوني ذات نشته او هغه د حکمت والا او پوهه ذات دی: (وَمَنْ أَصْدَقُ مِنَ اللَّهِ قِيلًا) [ النساء:۱۱۲ ایت ]
ترجمه : او څوک دی ډېر رشتينی دالله پاک نه په وينا کې
الله پاک دا په خپله دې وينا کې واضح کړي دي : (وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِينَ) [ النحل : ۸۹ ]
ترجمه : او نازل کړی دی مونږ داکتاب په تا باندې تشريح کونکی دی دهرې ضرورې خبري او هدايت دی او رحمت دی او زيری دی د پاره دمسلمانانو
قران کريم د دې برسېره چې د هر څه وضاحت پکې شته ، هدايت ، رحمت او په جنت باندې زيری هم دی ، قران کريم د حق د لارې وضاحت او د تګلارې تفسيرونکی دی ، قران کريم په واضحه عبارت او په څرګنده اشاره حق ته دعوت ورکوي ، قران کريم د ګرد مخلوق لپاره دالله په ذکر ، دهغه له غصې نه ځان ساتلو، او نور اړتيا وړ شيانو کې بهترين لارښود دی ، که څه هم قران کريم خپله بيان او ارشاد دی ، خو خلکو ته يې د سعادت او کاميابۍ لاره هم ښودلې ده
قران کريم علم او بيا ورباندې عمل دجنت لاره ده ،او د حقيقتونو په توضيح کې د زړونو لپاره اطمنان دی ، هغه سالم عقل هم دقران کريم طرف ته دعوت ورکوي چې زړونه يې تابع وي او نفس ته ډاډ بښلی شي د زيات وضاحت له کبله سيني ورته پراخه وي ، الله پاک فرمايي : ( يَاأَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءَتْكُمْ مَوْعِظَةٌ مِنْ رَبِّكُمْ وَشِفَاءٌ لِمَا فِي الصُّدُورِ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِلْمُؤْمِنِينَ ) [ سورت يونس:۵۷ ]
ترجمه : ای خلکو راغلی دی تاسو ته وعظ دطرفه د رب ستاسو نه او شفا دهغې مرضونو چې په سينو کې دي او هدايت او رحمت دی دپاره دمومنانو
او الله پاک فرمايي : ( يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا ) [ سورت النساء:۵۹]
ترجمه : ای ايمان والو حکم منئ دالله تعالی اوحکم منئ د رسول عليه السلام او دحاکمانو ستاسو نه ، پس که اختلاف اوکړو تاسو په يو شي کې پس اوګرځوئي فيصله دهغې الله او رسول ته که تاسو ايمان لرئ په الله تعالی اوپه ورځ دقيامت داکار غوره دی او خايسته انجام والا دی .
او الله پاک فرمايي: ( وَمَا اخْتَلَفْتُمْ فِيهِ مِنْ شَيْءٍ فَحُكْمُهُ إِلَى اللَّهِ ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبِّي عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ ) [ سورت شوری : ۱۰ ]
ترجمه : اوهغه چې اختلاف کوی تاسو په هغې کې چې هر څه وي نو فيصله دهغې اوګرځوي الله تعالی ته دغه ذات الله تعالی رب زما دی په هغه باندې ما ځان سپارلی دی او خاص هغه ته زه ورګرځم
که چيرته د الله پاک کتاب او دنبي عليه السلام په سنتو کې هدايت او بسنه نه وای خلکو به ورته رجوع نه کولای ، او يا به يې رجوع قران او سنت ته بې فايدي وای ، لکن خلک په خپلو اختلافي مسايلو او شخړو کې قران او سنت ته ځکه رجوع کوي چې په دې کې هدايت او دمشکلاتو حل او د هغه فيصلو ښکاره بيان دی چې په باطله طريقو شوي دي
رجوع کتاب او سنت ته الله پاک د ايمان شرط ګرځولی دی الله پاک فرمايي : (إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ) [ سورت النساء:۵۹]
ترجمه : که تاسو ايمان لرئ په الله تعالی اوپه ورځ دقيامت .
بيا الله پاک دا خبره هم ذکر کړې ده چې قران او سنت ته رجوع کولو کې د انسانانو لپاره په دنيا او اخرت کې خير او ګټه ده ، مطلب دا چې کله چې انسانان په خپلو شخړو کې الله او رسول ته رجوع وکړي دا ورلره په دنيا او اخرت کې غوره او ښه پايله لرونکی کار دی.