د فتنو (منځني جنګونو) تاو تپ.. بدې پايلې او ناوړه اغېزې.. ( دوهمه برخه ) ژباړن: محمدضياء زيارمل
د فتنو (منځني جنګونو) تاو تپ.. بدې پايلې او ناوړه اغېزې.. ( دوهمه برخه ) ژباړن: محمدضياء زيارمل

ګرانو ورونو! دلته بايد مسلمان له ځان څخه وپوښتي چې د فتنو په باب کې شرعي اجرآت – په فرضي تعبير سره – او په پرله پسې توګه توجيهات ولې په بېلابېلو ډولونو ټولنې ته وړاندې کيږي؟ دا پوښتنه بايد هر مسلمان له ځان څخه وکړي.
ګرانو ورونو ! ان شاء الله چې ځواب به يې په راروانو کرښو کې تاسو خپله وګورئ او واورئ.
شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله په خپل عظيم او ارزښتناک کتاب ( منهاج السنة ) کې د فتنو بدو اغېزو او دا چې خلکو ته يې څومره ستړې او ستوماني اړولې ده او له څومره زيان سره يې مخ کړي دي دې ته کافي اشاره کړې ده، هغه وايي: د مسلمانانو ترمنځ تاو تپ او فتنو ته که څوک وګوري ورته به جوته شي چې څوک يې ګډونوال جوړ شوی دی نېکې پايلې يې نه دي ليدلي، بلکې لاس ته راوړنه يې ګڼ شمېر ديني او دنيوي ستړې ستونزې دي.
په ډاګه شوه چې فتنې له انسان څخه دين خوري او د دنيا د ويجاړولو ستر لامل يې دی، نو بايد ده چې مسلمان کم از کم د ځان لپاره خيرخواه وي او له فتنو څخه د ځان ژغورلو او د الله په وړاندې د پوره سلامت لارې ګودرې وپلټي، هرومرو ده چې د فتنو ناوړه اغېزې درک کړي ترڅو ځان ورڅخه وساتي او زړه يې ترې متاثره نه شي.
که له فتنو څخه په ځان ژغورلو کې څوک له الله سره صادق وي نو الله به يې ځانګړې مرسته وکړي او د فتنو له ظاهري او باطني دواړو ډولونو څخه به يې وساتي.
محترمو ورونو ! په ځانګړې توګه عامې فتنې چې کله هم پېښي شي نو بهلول انسان يې هم مخنيوي کې پاتې راځي، په ډېرو وختونو کې د قوم هوښياران هم نه شي کولی چې خپل بې وقوفه خلک قابو کړي او له فتنو څخه يې مخ واړوي او په راغلو فتنو کې د ځوانانو ښکېل مات کړي، په فتنو کې ښکېل هغه لويه ستړې ستونزه ده چې د مسلمانانو روان حالات يې مونږ ته تشريح او تفصيل کوي.
ترڅو وخت مو ګټور شي غواړم چې په دې ناسته کې تاسو محترمو ته د فتنو بدې پايلې او هغه ترښې شيبې يادې کړم چې له راغلو فتنو څخه د مسلمانانو په اوساطو کې شته شوي دي:
ديني ستړې ستونزې:
دا ډېره لويه فتنه ده چې انسان ورباندې ازمېښت کيږي او ايمان يې ورڅخه په تزلزل کې وي بالاخره د الله له اوامرو څخه لوڅ لغړ شي، د دغو فتنو له کبله ياد مسلمان په هواپرستۍ باندې ښکېل شي، لوړه په رب پروردګار چې له دين څخه کنګالېدل د ستومانيو زيږنده ده.
له دې کبله ستر تابعي امام مطرف بن عبدالله بن شخير رحمه الله وايي: فتنې د خلکو د رهنمايۍ په خاطر نه راځي، بلکې فتنې په دې خاطر منځ ته راځي چې له مومن سره په ايمان اړی ګړی وکړي. ([1])
جوته شوه چې د فتنو موخه د انسان دين دی، فتنې له انسان څخه ديني پوښاک اوباسي او ايمان يې ګواښي، او العياذ بالله کله فتنې تر دې ورسيږي چې انسان په بشپړه توګه له ايمان څخه لوڅ لغړ کړي.
نو د فتنو موخه همدغه ده، انسان او د هغه هغه ايمان د فتنو موخه ده چې الله پاک پرې انسان ته قدر او احترام ورکړی دی، حالانکه ايماني شرافت ورته الله پاک له غوښتنې پرته ورکړی دی، کله چې انسان دغه برخليک فتنو ته ورکړي او په ظلم او جبروت يې ککړ کړي نو وواياست چې څه ګټه يې وکړه؟
له فتنو څخه د خلاصون بنسټ او د کامل بچاو اساس پر الله پاک باندې ا يمان دی، که ايمان له انسان څخه وکوچيږي او يا مخ په ښکته وځړيږي نو له فتنو څخه به د بچاو لپاره له انسان سره څه پاتې وي؟
مونږ په پوره يقين ويلای شو چې د انسان ديانت د فتنو موخه ده، خو کله چې د انسان په ذهني محيط کې تصورات معکوس شي، مفاهيم تغيرات وخوري، امور ښکته پورته شي، العياذ بالله، حرام پکې حلال او حلال حرام شي، واجبي امور تر سنت راښکته شي، د شرعي دليلونو په رڼا کې فتوا تشدد وبلل شي، دا او دې ته ورته نور معيارونه په څټ شي، نو العياذ بالله معروف به منکر او منکر به معروف جوړ شي.
ابو مسعود انصاري رضي الله عنه وايي چې حذيفة بن اليمان رضي الله عنه ته ورغلم ورته مې وويل: راته سپارښتنې وکړه، دا چې د فتنو په امورو باندې دنورو صحابه کرامو په پرتله حذيفه رضي الله عنه تر هر چا ښه پوهېده ورته وويل: کامله بې لارې دا ده چې ته پروني بدو ته نن ښه ووايې، او پروني ښه نن بد ومنې – مطلب چې ستا په نېز ښه بد او بد ښه شي – بيا يې وويل: په دين کې له تلون څخه ځان قابو کړه، د الله دين يو دی. ([2])
دا نص دې ته زمونږ توجيه کوي چې انسان بايد د ژوند ګردو چارو کې د الله د دين په معروف باندې سرښندنه ولري .
او حالانکه په دين کې تلون په زړونو باندې د فتنو ستونزمن اغېز دی.
دا قضيه د نبي کريم صلی الله عليه وسلم راروان اقوال لاپسې توضيحوي، هغه فرمايي: [تُعْرَضُ الْفِتَنُ عَلَى الْقُلُوبِ كَالْحَصِيرِ عُودًا عُودًا، فَأَيُّ قَلْبٍ أُشْرِبَهَا، نُكِتَ فِيهِ نُكْتَةٌ سَوْدَاءُ، وَأَيُّ قَلْبٍ أَنْكَرَهَا، نُكِتَ فِيهِ نُكْتَةٌ بَيْضَاءُ، حَتَّى تَصِيرَ عَلَى قَلْبَيْنِ، عَلَى أَبْيَضَ مِثْلِ الصَّفَا فَلَا تَضُرُّهُ فِتْنَةٌ مَا دَامَتِ السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ، وَالْآخَرُ أَسْوَدُ مُرْبَادًّا كَالْكُوزِ، مُجَخِّيًا لَا يَعْرِفُ مَعْرُوفًا، وَلَا يُنْكِرُ مُنْكَرًا، إِلَّا مَا أُشْرِبَ مِنْ هَوَاهُ ] ([3])
ژباړه: په زړونو باندې به فتنې داسې راشي لکه انډيری چې يوه يوه لوښه ودل کيږي، که هر زړه فتنې قبولې کړي نو تور داغ به پرې ولګيږي، او که يې کوم زړه قبولې نه کړي نو سپين داغ به پرې ولګيږي، تر دې چې د انسانانو زړونه به دوه ډوله شي د بکرې په څېر تک سپين زړه چې د اسمانونو او ځمکو تر شتون پورې به ورته فتنه هېڅ ډول ستړې ستونزه جوړه نه کړي، او بل به د ايرو په څېر تک تور زړه وي چې د کوزې په څېر به نسکور وي، هېڅ نېک او بد به نه پېژني، بلکې د هغه پېروکار به وي چې زړه او نفس يې تقاضا کوي.
………………………………………
([2])السنن الکبری : ( ۱۸۳۱۵ )، د اما بيهقي ليکنه، مسند علي بن الجعد: ( ۲۷۰۴ )، الابانة الکبری : ( ۲۰ ) د امام ابن بطه ليکنه.