د فتنو (منځني جنګونو) تاو تپ.. بدې پايلې او ناوړه اغېزې.. ( پنځمه او اخري برخه ) ژباړن: محمدضياء زيارمل
د فتنو (منځني جنګونو) تاو تپ.. بدې پايلې او ناوړه اغېزې.. ( پنځمه او اخري برخه ) ژباړن: محمدضياء زيارمل

د فتنو او منځني تاو تپ بله ستونزه چې مونږ يې د خواله رسنيو له لارې په ځانګړي توګه ګورو د ميلمه په نوم د ( رويبضه ) بې وقوف او بې عقلو خلکو راڅرګندېدل دي چې د خلکو د صلاح او فساد اړوند ګړيګي، د متخصيصينو په شتون کې به د خلکو د مصير او پرمختګ اړوند له خپلې خيټالوژۍ څخه هوايي غږيږي، پر دې خلکو باندې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم حديث مبارک ډېر ښه تطبيقيږي چې هغه فرمايي: [سَيَأْتِي عَلَى النَّاسِ سَنَوَاتٌ خَدَّاعَاتُ، يُصَدَّقُ فِيهَا الْكَاذِبُ، وَيُكَذَّبُ فِيهَا الصَّادِقُ، وَيُؤْتَمَنُ فِيهَا الْخَائِنُ، وَيُخَوَّنُ فِيهَا الْأَمِينُ، وَيَنْطِقُ فِيهَا الرُّوَيْبِضَةُ» ، قِيلَ: وَمَا الرُّوَيْبِضَةُ؟ قَالَ: «الرَّجُلُ التَّافِهُ فِي أَمْرِ الْعَامَّة ] ([1])
ژباړه: پر خلکو باندې به ډېر زر د مکر او پراډ کلونه راشي، دروغجن به پکې رښتونی او رښتونی مسلمان به ورپکې دروغجن وګڼل شي، درغمال او دوکمار به پکې امانتګر او امانتګر به ورپکې دوکمار وګڼل شي، او رويبضه ( د خيريه کارونو کنجوس ) به ورپکې د خلکو په عمومي امورو باندې خبرې اترې کوي.
الله پاک دې نور نه ډېروي چې دې ډول خلکو څومره ډېرښت کړی دی.
د فتنو او منځني تاو تپ بله ستونزه چې زړه دردوي او درد او غم يې تر کورونو او مورګانو او بچو ته رسيږي دا ده ځوانان اختطافوي او ماشومانان صغار العقول د اسلامي دين په وړانګينو کلماتو غلا کوي او خپلو شومو موخو ته په رسېدلو د ( ازادۍ.. انساني کرامت.. له مسلمانانو او بې وسو څخه د ظلم او جبر ټغر ټولول.. جهاد في سبيل الله.. ) مزخرف او مزين کلمات استعمالوي ترڅو يې خبرې لنګې شي او د جوش جذبې ځوانان وزږوي، په منحرف او بې دينه افکارو يې وپالي، الله پاک دې مونږ ته خير راپېښ کړي او الله دې مونږ سلامت لري.
د خير د شته کېدو په خاطر بیا دغسې ښکار شوي جذباتي ځوانان تر څو – په خپل فکر – د الله رضا وګټي د خارجي لاسونو لوبې وګرځي او د الله د رضا پر ځای بيا د بهرنيانو د څارنې لاندې او د هغوی د رضا په خاطر د تحزب او ډله بازۍ له لارې هغه بي ديني وکړي چې دښمن ترې خپله هم بې غوره وي، د ظاهري او باطني فتنو څخه مونږ له الله پورې بشپړه پناه نيسو.
ځکه نو هر ځوان ته ويلای شو چې سم دم دين چې انسان پرې له فتنو څخه د خلاصون لار موندلی شي، پر جنت کامراني او له دوزخ څخه پرې نجات مومي هغه پر هغه دين منګولې لګول دي چې د کوم دين راهنمايي نبي کريم صلی الله عليه وسلم کړې ده، هغه دين چې ابوبکر، عمر او عثمان او د جنت په زيري باندې بريالي لس واړه ياران يې پېروکار ول.
هغه دين چې په عقيده، په عبادت، په اخلاقو او سلوکو کې او حتی په معاملاتو کې سم صحيح دين دی.
محترمو ورونو! پر دغه دين انسان کولی شي له فتنو څخه خوندي پاتې شي، له دې پرته چې د دين په نوم څومره حرکتونه دي او دين ته منسوب دي نه په ژمنتيا ارزي او نه د انسان لپاره د نجات او خلاصون لاره جوړېدلی شي.
د فتنو او منځني تاو تپ بله ستونزه له اسلامي شريعت سره بده رويه خپلول دي، له هغه اسلام سره ناروا چلند دی چې الله پاک ورباندې مونږ ته عزت او احترام رابښلی دی، له اسلام سره په داسې ناروا چلند د اسلامي دين له هغو تعليماتو څخه د خلکو کرکه راپورته کيږي چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم پرې مبعوث شوی دی، سره له دې چې د اسلامي شريعت دغه تعليمات له سم عقل او سليم فطرت سره هراړخيز سمون خوري.
د دروست عقل انسان هېڅکله د خپل فطرت او اسلامي دين د تعليماتو ترمنځ ټکر نه ويني، نو فتنو او تاو تپ ته په باد ورکولو سره زمونږ اسلامي دين ته زيان رسول دي، او غير او اغيارو ته دا پېغام ورکول دي چې اسلامي دين د الې ګولې دين دی، د شور شورابې دين دی، د شدت پسندۍ او انتهاء پسندۍ دين دی، سره له دې چې له نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه وپوښتل شول: [أَيُّ الْأَدْيَانِ أَحَبُّ إِلَى اللَّهِ؟ قَالَ: «الْحَنِيفِيَّةُ السَّمْحَةُ ] ([2])
ژباړه: الله ته کوم دين ډېر محبوب دی؟ هغه وويل: د توحيد اسان دين، يعنې اسلام.
نو دا پر مسلمان وجوبي حق دی چې د اسلامي دين محاسن رابرسېره کړي او هېڅکله هغه څه ونه وکړي چې له اسلام سره له بد چلند څخه شمېرل کيږي.
د فتنو او منځني تاو تپ بله ستونزه چې زه ورباندې خپلې خبرې ختمول هم غواړه دا ده چې په دې سره د دين او اسلام دښمنان پر مسلمانانو باندې تسلط او واک ته رسيږي، د فتنو په دې جريان کې غير او اغيارو د مسلمانانو ترمنځ څومره خاليګاوې زرينې موقعې وليدې او ګټه يې ترې پورته کړه، او ارزيابي يې کړه چې له دغو خاليګاو کولای شو پر مسلمانانو باندې د واک تر ګدۍ ورسيږو، او بې شکه چې فتنې او منځنی تاوتپ، همدا راز د اسلام دښمنانو ته پر مسلمانانو د ځواک زمينه برابرول له اسلام او مسلمانانو سره ستر جنايت دی چې نور نه غټيږي.
بايد ده چې مسلمان د خپل ځان، د خپل دين او ټولنې، د خپل هيواد او چارواکو، د خپلو علماؤ او نورو لپاره خيرخواه وي، خو العياذ بالله که مسلمان د دين او هيواد د دښمنانو مرستندويه او خادم وي نو دا بې سارې مصيبت دی.
په اخره کې همدومره ويل غواړم چې دا د فتنو بدو پایلو او ناکاره اغېزو ته مونږ سريعې اشارې وکړې ورنه دا موضوع بلا غټه ده، له مسلمان سره ښائيږي چې په دې مسئله کې له کامل غور څخه کار واخلي او جدي يې ونيسي، او په دې محاضره کې مذکور لاملونه د تنبيه لپاره ستر سبب ونيسي .
د منځني تاو تپ پايلې ډېرې بدې وي، شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله وايي: د فتنو بدې پايلې هله په سمه توګه ظهور وکړي چې فتنه زوال وخوري، خو چې کله فتنه ځان ځای کوي او مخامخ راروانه وي نو خلک پرې ښه ګمانونه لري او د خير توقع ترې کوي.
پر دې باندې د مزيد تنبيه په خاطر شيخ الاسلام رحمه الله فرمايي: کله چې خلک د فتنو او منځني تاوتپ تريخوالی او نادودې وڅکي نو بيا يې ورته د بدو پايلو پوره معلومات وشي، او دا ورله ډېر ښه پند جوړ شي چې د بيا لپاره به پکې ګډونوال نه جوړيږي. ([3])
محترمو وروڼو! د فتنو بدو پایلو او ناکارو اغېزو ته په ځغلند نظر سره مونږ کولای شو چې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د دې ارشاد مبارک ارزښت وپېژنو [إِنَّ السَّعِيدَ لَمَنْ جُنِّبَ الْفِتَنَ، إِنَّ السَّعِيدَ لَمَنْ جُنِّبَ الْفِتَنِ، إِنَّ السَّعِيدَ لَمَنْ جُنِّبَ الْفِتَنُ، وَلَمَنْ ابْتُلِيَ فَصَبَرَ فَوَاهًا ] ([4])
ژباړه: يقيني سعادتمند هغه دی چې له فتنو څخه وژغورل شي، يقيني سعادتمند هغه دی چې له فتنو څخه وژغورل شي، يقيني سعادتمند هغه دی چې له فتنو څخه وژغورل شي، او که څوک پر فتنو وازمول شي او له زغم څخه کار واخلي نو ډېر ښه کار يې وکړ.
هو، سمه خبره ده چې که څوک له ځينو فتنو څخه سالم پاتې شي نو قسم په رب لايزال چې د سعادت څښتن دی، نو که څوک له ټولو فتنو څخه پوره سالم پاتې شي څومره سعيد به وي؟!
له الله رب پروردګار څخه د هغه په پاکو نومونو او ښايسته صفتونو سوال زاري کو چې له ښکاره او پټو فتنو څخه مونږ په امان کې کړي، او زمونږ زړونه، زمونږ هيوادونه، زمونږ دين او چارواکي او کورنۍ له فتنو څخه روغې رمټې ولري، په دې ټولنه کې دې له فتنو څخه الله پاک زمونږ مور او پلار او ټول کورني غړي او د مسلمانانو ټول مجتمعات په حفظ او امان کې واخلي،.
مونږ همدومره پوهېدو او کامل علم له الله سره دی.
وَصَلّی اللهُ وَسَلَّمَ وَبَارَكَ وَأَنْعَمَ عَلَی نَبِيِّنَا مُحَمَّدٍ وَعَلی آلِهِ وَصَحْبِهِ أَجْمَعِيْنَ، وَجَزَکُمُ اللهُ خَيْراً
……………………………………..
([1]) سنن ابن ماجه: (۴۰۳۶)، مسند احمد: (۷۷۲۸)، صحيح ابن ماجه: (۴۱۰۸).
([2]) مسند احمد: (۲۰۵۲)، امام بخاري هم په خپل صحيح کې د (۳۸) حديث لاندې د جزم په صيغې سره معلقاً ذکر کړی دی، الأدب المفرد: (۲۸۷).
([3]) منهاج السنة : (۴ / ۴۰۹ ).
([4]) سنن أبي داود: (۴۲۶۳)، کتاب الفتن والملاحم، باب في النهي عن السعي في الفتنة