د مسجد حرام د جمعې خطبه: خطيب: فضيلة الشيخ دكتور ماهر بن حمد المعيقلي ترجمه: مفتي عبد الولي خان
د مسجد حرام د جمعې خطبه: خطيب: فضيلة الشيخ دكتور ماهر بن حمد المعيقلي ترجمه: مفتي عبد الولي خان

عُنوان: نېك فالي نېكمرغي او هيله ده
نېټه: 28 محرم 1441هـ، 27 ستمبر 2019م
اوله خطبه
أما بعد!
اى مومنانو! د الله تعالٰى تقوٰى غوره كړئ څنګه چې د هغهٔ د تقوا حق دى، او د الله تعالٰى خيال وساتئ په پټه او ښكاره حالت كې او په حاضر او غايب حالت كې. د داسې انسان خيال او مُرَاقبه چې پوهېږي چې رب تعالٰى يې اوري، ويني او د ده ټول پټ حالتونه هغهٔ ته معلوم دي، الله فرمايي:
﴿ يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰهَ وَ لْتَنْظُرْ نَفْسٌ مَّا قَدَّمَتْ لِغَدٍ١ۚ وَ اتَّقُوا اللّٰهَ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ خَبِيْرٌۢ بِمَا تَعْمَلُوْنَ۰۰۱۸﴾
’’اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له الله نه ووېرېږئ او هر نفس دې هغه شي ته وګوري چې ده د سبا ورځې (قیامت) لپاره مخكې لېږلى دى او تاسو له الله نه ووېرېږئ ، بېشكه الله په هغو عملونو ښه خبردار دى چې تاسو يې كوئ.‘‘ (الحشر 18:59)
اى د اسلام امته! په هغو غوره صفاتو كې چې انسان كې رضا او هيله پيدا كوي، د انسان په زړه كې خوشالي او سرور ننباسي، هغه صفت نېك فالي ده او د هر قسمه مشكلاتو، سختيو او مصيبتونو باوجود په مستقبل كې د خير توقع او امېد لرل دي، دغه صفت ځكه غوره دی چې په دغه صفت كې پر الله تعالٰى حسن ظن وي او پر هغه توكل وي.
هغه څوك چې نېك فاله وي؛ هغه له الله څخه راضي وي، د الله پر قضا او قدر يې ايمان وي او د هغهٔ په تدبير او حكم باندې ښه ګمان لري او د دې خبرې امېد لري چې الله به ورته پر دغو بلاګانو او مصيبتونو باندې په صبر كولو سره غوره بدله وركوي.
الله تعالٰى فرمايي:
﴿ وَ عَسٰۤى اَنْ تَكْرَهُوْا شَيْـًٔا وَّ هُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ١ۚ وَ عَسٰۤى اَنْ تُحِبُّوْا شَيْـًٔا وَّهُوَ شَرٌّ لَّكُمْ١ؕ وَاللّٰهُ يَعْلَمُ وَاَنْتُمْ لَا تَعْلَمُوْنَؒ۰۰۲۱۶ ﴾
’’ او كېدى شي چې تاسو به یو شى بد ګڼئ، حال دا چې هغه به تاسو لپاره ډېر غوره وي او كېدى شی چې تاسو به یو شى خوښوئ، حال دا چې هغه به تاسو لپاره ډېر بد وي او الله پوهېږي او تاسو نه پوهېږئ.‘‘ (البقرة 216:2)
اى مومنانو! څوك چې د انبياء كرامو او رسولانو په سيرت كې غور وكړي هغه ته به معلومه شي چې هغوى په خپل كردار كې له نېك فالۍ او حسن ظن څخه كار اخيستى دى، په ټولو امورو کې، يعنې د خپل قوم د هدايت په لاره كې، د خپل رب د مدد په لاره كې او د غمونو او ازمايشونو د ختمېدو په سلسله كې هغوى له همدغه تفاول او نېك فالۍ څخه كار اخيستى دى.
دا نوح عليه السلام دى. پنځوس كم زر كاله يې په خپل قوم كې وخت تېر كړ، هغوی ته يې دعوت ورکاوه، خو له دعوت څخه نا امېده نه شو، هغوى ته يې بيا هم د الله دعوت رساوه، دا يعقوب عليه السلام دى چې كلونه كلونه تېر شول خو د يوسف عليه السلام له ليدلو څخه ناامېده نه شو، ويل به يې:
﴿ يٰبَنِيَّ اذْهَبُوْا فَتَحَسَّسُوْا مِنْ يُّوْسُفَ وَ اَخِيْهِ وَ لَا تَايْـَٔسُوْا مِنْ رَّوْحِ اللّٰهِ١ؕ اِنَّهٗ لَا يَايْـَٔسُ مِنْ رَّوْحِ اللّٰهِ اِلَّا الْقَوْمُ الْكٰفِرُوْنَ۰۰۸۷﴾
’’اى زما زامنو! تاسو لاړ شئ، نو د یوسف او د هغه د ورور لټون وكړئ او د اﷲ له رحمت نه مه نا امېده كېږئ، بېشكه شان دا دى چې د اﷲ له رحمت نه نه نا امېده كېږي مګر كافر قوم.‘‘ (يوسف 87:12)
او هر چې امام الأنبياء و المرسلينﷺ دى، نو هغه خو په ټولو خلكو كې زيات او ښكلى صبر كوونكى و، تر ټولو ښه تفاؤل کوونکی او هيله من و. كله چې هغه د اسلام په رڼا سره مبعوث كړى شو نو تر ټولو نږدې خلكو ورته تكليف ورساوه. له خپل خوږ وطن څخه يې وويستلو، د هغهٔ تكذيب يې وكړ او له هغهٔ سره يې جنګونه وكړل، خو د دې هر څه باوجود نبيﷺ د الله تعالٰى پر مدد امېد لاره، د دين د تكميل هيله او خواهش يې و او په دې باره كې يې حُسن ظن لاره.
په طبقات ابن سعد كې راغلي دي چې كله نبيﷺ له طايف څخه واپس شو نو څه ورځې په نَخله مقام كې پاتې شو، زيد بن حارثه ر ضي الله عنه ورته وويل: ته به دغو خلكو ته څنګه ورځې په داسې حال كې چې هغوى ته له خپل ځايه ويستلی يې؟ يعنې قريشو. نو ورته ويې فرمايل: اى زيده! كوم حالت چې ته وينې الله به له ده څخه د وتلو لاره او اساني پيدا كړي، الله تعالٰى د خپل دين او خپل نبي مدد كوونكى او غالبوونكى دى.
نبيﷺ به د خپلو ملګرو په زړونو كې امېد، پر الله حسن ظن او نېك فالي پيدا كول. همدارنګه رښتينى توكل او كامل امېد به يې په كې پيدا كاوه.
په صحيح البخاري كې راځي، نبيٖﷺ عدي بن حاتم ته وويل كله چې هغه اسلام كې د داخلېدو باره كې متردد او شش و پنج كې و: اى عدي! تا حِيرَه ځاى ليدلى دى؟ هغه وويل: ليلدى مې نه دى خو د هغه باره كې راته ويل شوي دي، ورته يې وفرمايل: كه چېرې عمر دې اوږد و، نو ته به وينې چې يوه ښځه به له حِيرَه څخه روانه شي تر دې چې د كعبې طواف به وكړي او يوازې له الله څخه به ويرېږي. او كه عمر دې اوږد و، نو ته به ويني چې د كِسرىٰ خزانې به فتح شي. ما وويل د كِسرٰى بن هُرمُز؟ هغه وويل: هو كِسرٰى بن هُرمُز. او كه ژوندى وې نو وبه وينې چې يو سړي به ډك لاس سره يا سسپين زر راويستي وي او څوك به نه مومې چې ترې قبول يې كړي.
عدي رضي الله عنه وايي: ما وروسته وليدل چې يوه ښځه له حِيره څخه روانېږي او د بيت الله شريف طواف كوي او يوازې له الله څخه وېرېږئ، او زه په هغو كسانو كې وم چې د كِسرٰى خزانې يې فتح كړې او كه ستاسو ژوند اوږد و، نو تاسو به هغه ټولې خبرې ووينئ چې زموږ نبي ابو القاسمﷺ ويلي دي.
زما د ايمان وروڼو! نېك فالي نيول، د بركت امېد ساتل، خلكو ته امېدواري او هيله وركول دا ټول پر الله باندې په حُسنِ ظن كې راځي. پر الله باندې په اعتماد كولو كې راځي. په دې سره انسان عمل ته تيارېږي، احسان او پختګۍ ته تيارېږي. له همدې وجې د نبيﷺ ژوند له همدغه هيله مندۍ او نېك فالۍ څخه ډك و، او پر همدې يې د خپلو صحابه كرامو تربيت وكړ او دغه خبره يې په هغوى كې په خپل قول او فعل سره پخه كړه نو كله چې به نبيﷺ ښكلى نوم واورېده يا خوږه خبره به يې واورېده او يا به په ښكلي او خوندور ځاى تېر شو، نو زړه به يې خوشاله شو او بشارت او زېرى به یې حاصل كړ د هغه څه باره كې چې ده به يې اراده كړې وه. نېك فالي به يې وكړه او هيله من به شو او پر الله به يې ګمان ښه كړ.
له انس بن مالك رضي الله څخه روايت دى چې نبيﷺ چې به كله د خپل كار، حاجت او غرض پسې ووتلو، نو د داسې نومونو اورېدل به يې خوښول، لكه يا راشد، يا نجيح. دا ترمذي په صحيح سند سره روايت كړى دى.
نبيﷺ له يو سړي نه يوه كلمه واورېده، نو خوښه يې شوه او ورته ويې فرمايل: موږ ستا له خولې نه نېك فالي راواخيستله. دا ابوداود روايت كړى دى. يعنې ستا له خوږې او ښې خبرې څخه مو نېك فالي ونيوله.
د هجرت په سفر كې كله چې نبيﷺ مدينې ته راغى، نو د دين د برترۍ او لوړوالي په تفاؤل سره يې د مدينې په برنۍ حصه كې پړاو واچولو.
د نبيﷺ دا هم طريقه وه چې كله به يې د استسقاء لمونځ وكړ، نو له خطبې نه پس به يې خپل څادر اُلټا كړ، په دې سره به يې نېك فالي اخيستله چې كال له وچكالۍ نه باراني ته واوړي.
كله چې د قريشو له اړخه سُهيل بن عمرو د حديبيې په صلح كې د خبرو اترو لپاره راغى، نو نبيﷺ خپلو اصحابانو ته وفرمايل: يقينًا چې ستاسو كار اسان شو. ځكه چې د سهيل معنا كې اساني پرته وه. نو نبيﷺ خپلو اصحابانو ته د سهيل راتلل د اسلام او مسلمانانو لپاره د خير سبب وګرځول.
نبيﷺ به هغه نومونه بدلول چې له تفاؤل څخه به منافي وو. په صحيح مسلم كې راځي چې د عمر رضي الله عنه د يوې لور نوم عاصيه وه چې معنا يې نافرماني كوونكې راځي، نو نبيﷺ د هغې نوم په جميلې بدل کړ.
په جاهليت كې د مدينې نوم يثرِب و، چې معنا يې غوره معنا نه وه نو نبيﷺ يې نوم طابه كړ او دا تر قيامته طابه يعنې پاكيزه ده.
په صحيح البخاري كې له سعيد بن المسيب څخه روايت دى چې د ده نيكه نبيﷺ ته راغى، نبي صلی الله علیه وسلم ترې پوښتنه وكړه چې ستا نوم څه دى؟ هغه ورته وويل: زما نوم حَزْن دى، ورته يې وفرمايل: ستا نوم سَهْل شو، هغه وويل: زه هغه نوم نه بدلوم چې پلار راباندې اېښى دى، ابن المسيب وايي په موږ کې وروسته دغه حَزْن يعنې سختې موجوده ده.
د حَزْن معنا ده: سختي او په اخلاقو كې شدت او كلكوالى.
ابن تيميه رحمه الله وايي چې هغه فال چې نبيﷺ به خوښولو هغه داسې و چې نبيﷺ به د الله پر توکل د يو كار اراده وكړه يا به يې يو كار وكړ، نو په دغه وخت كې به يې يوه ښكلې خبره واوريده، چې پرې خوشاله به شو، مثلًا يا نجيح، يا مُفلح، يا سعيد، يا منصور او داسې نور. او په دې طريقه به نبيﷺ د خير توقع لره او خوښولو به يې، دغه رنګ نېك فالي به خوښوله، بد نومونه يې نه خوښول خو بد فالي يې پرې هم نه نيوله.
په بخاري او مسلم كې دي چې نبيﷺ فرمايلي دي: هېڅ مرض پخپله نه متعدې كېږي او بد فالي هم نشته او نېك فالي مې خوښه ده. نېك فالي معنا دا ده چې غوره او ښكلې خبره واورې.
نو نبيﷺ به بدفالي او بدشګوني نه خوښوله او همدارنګه هر بدشكوني والا نظر به يې هم نه خوښولو او فرمايلي يې دي: چې څوك وايي: خلك هلاك شول، نو تر ټولو زيات هلاكېدونكى دغه ويونکی پخپله دى. دا مسلم روايت كړى دى.
يعنې دغه كس تر ټولو زيات هلاكېدونكى دى، ځكه چې نا امېده دى، بدفالي نيسي، خلك حقير ګڼي، ځان ته غره دى، تكبر كوي او ځان پر نورو غوره ګڼي.
نو ناامېدي، مايوسي او بدفالي ناخوښه صفات دي، په دغو سره ايمان ضعيف كېږي.
الله په غصه كوي، او حسرت او پښېماني زېروي.
نو څوك چې پر خپل رب بدګمانه شي او په خبرو كې خير نه لټوي نو ده ته به د خپلو بدګمانيو او بدو خبرو په وجه سزا وركړ شي. ځكه چې بلا او مصيبت په خپلې خولې پورې تړلى دى، يعنې خپله خوله هم قلا ده هم بلا ده.
په صحيح البخاري كې له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روايت دى چې نبيﷺ د يو اَعرابي تپوس ته ورغى چې مريض و د نبيﷺ همدا طريقه وه چې كله به مريض ته ورغى، نو ورته به يې فرمايل: لا بأس طهور إن شاء الله.
يعنې حرج نشته دغه مرض ګناهونه پاكوونكى او ختموونكى دى، ان شاء الله.
اَعرابي ته چې يې دغه دعا وويله، نو هغه ورته وويل ته ورته پاكوونكى وايې. داسې نه ده بلكې دا خو تبه ده چې جوش وهي او ژر به دا بوډا د قبر مېمله كړي، نو نبيﷺ وفرمايل، بيا نو همداسې دې وشي. يعنې تا لپاره هماغه څه چې ته يې غواړې، ابن حجر په فتح الباري كې وايي چې هغه اَعرابي سبا ته مړ شو.
نو د الله بنده ګانو! پر خپل رب اعتماد وكړئ، پر هغه توكل كوئ. عمل كوئ او نېك فالي نيسئ د هغه په توفيق او مدد سره. او د هغه پر تقدير او قَضا ايمان ولرئ. چا چې هم پر خپل رب توكل كړى دى، ښه ګمان يې پرې ساتلى دى، د خپلې ايندې باره كې يې نېك فالي نيولې ده او د خپل هدف د تحقيق لپاره يې د كاميابۍ او بري لاره غوره كړې ده. په ايمان سره په مطمئن زړه او له خپل رب رحمان نه راضي دى، نو پر هغه كه ازمايشونو راشي، نو بيا هم د هغه توكل، امېد او نېك فالي نوره هم زياتېږي.
په صحيح حديث كې دي چې نبيﷺ له ابن عباس ته وفرمايل: پوه شه چې مدد له صبر سره دى او اساني له مصيبت سره او له سختۍ سره اساني ده.
اعوذ بالله من الشيطن الرجيم
﴿اَلَّذِيْنَ قَالَ لَهُمُ النَّاسُ اِنَّ النَّاسَ قَدْ جَمَعُوْا لَكُمْ فَاخْشَوْهُمْ فَزَادَهُمْ اِيْمَانًا١ۖۗ وَّقَالُوْا حَسْبُنَا اللّٰهُ وَنِعْمَ الْوَكِيْلُ۰۰۱۷۳ فَانْقَلَبُوْا بِنِعْمَةٍ مِّنَ اللّٰهِ وَفَضْلٍ لَّمْ يَمْسَسْهُمْ سُوْٓءٌ١ۙ وَّاتَّبَعُوْا رِضْوَانَ اللّٰهِ١ؕ وَاللّٰهُ ذُوْفَضْلٍ عَظِيْمٍ۰۰۱۷۴ ﴾
’’(دوى) هغه كسان دي چې دوى ته (ځینو) خلقو وویل: بېشكه (د مكې) خلق په رښتیا سره ستاسو (سره د جنګ) لپاره راټول شوي دي، نو تاسو له هغوى نه ووېرېږئ، نو (دې خبرې) د هغوى ایمان (نور هم) زیات كړ او ويې ويل:زمونږ لپاره الله كافي دى او هغه ښه كار جوړوونكى دى. نو دوى د الله له جانبه په نعمت او فضل سره بېرته راوګرځېدل، په دې حال كې چې ونه رسېد دوى ته هېڅ تكلیف او دوى د الله د رضامندۍ تابع شول او الله د بېخي لوى فضل والا دى.‘‘ (اٰل عمران 174,173:3)
الله دې ما ته او تاسو ته په قرآن او سنت سره بركت راكړي او ما او تاسو ته دې د هغهٔ پر ايتونو او حكمتونو سره نفع راكړي، زه پر همدې خبرو اكتفا كوم او له الله نه د ځان او تاسو لپاره د هرې ګناه او خطا بښنه غواړم، تاسو هم له هغه نه بښنه وغواړئ، يقينًا هغه ډېر بښونكى دى.
دويمه خطبه
أما بعد!
اى مومنانو! يقينًا چې نا امېدي او مايوسي په كبیره ګناهونو كې راځي.
عبد الله بن مسعود رضي الله عنه وايي: تر ټولو غټه ګناه له الله سره شريك نيول، د الله له تدبير او نيولو څخه ځان په امن حسابول، د الله له فضل څخه مايوسه كېدل او د الله له رحمت څخه نا امېده كېدل.
په قرآن كريم كې دي:
﴿ وَ مَنْ يَّقْنَطُ مِنْ رَّحْمَةِ رَبِّهٖۤ اِلَّا الضَّآلُّوْنَ۰۰۵۶﴾
’’له ګمراهانو نه غیر (بل) څوك دى چې د خپل رب له رحمت نه به نا امېده كېږي!.‘‘ (الحجر 56:15)
نو هغه خلك چې وطنونه ابادوي، او تمدنونه جوړوي همدغه خلك تر ټولو زيات د نېك فالۍ او هيله مندۍ خلك دي او هغه خلك چې بدفالي او بدشګوني كوونكي دي، نو هغوى نه ځمكه ابادوي نه وطن جوړوي او نه تمدن تياروي.
او هغه څه چې په هغه سره نېك فالي راځي او په زړه كې هيله مندي پيدا كوي هغه په زړه كې د ايمان قوي والى دى او دا هله كېږي چې كله انسان د الله تعالٰى د نومونو او صفاتو علم ولري.
د هغهٔ د كتاب تلاوت كوي، تدبر په كې كوي، د هغهٔ د وعدو تصديق كوي، د هغه ذكر ډېر ډېر كوي او نفلي عبادتونه تر سره كوي. د نبيﷺ په سيرت كې غور و فكر كوي.
نو د الله بنده ګانو! تاسو پر خپل رب ښه ګمان لرئ، نېك فالي پرې نيسئ. نا امېدۍ ته خپلو زړونو كې لاره مه وركوئ.
په حديث كې راځي چې الله فرمايي: زه د خپل بنده له ګمان سره يم چې دى يې پر ما لري، نو هر ګمان چې پر ما كوي ودې يې كړي.
علامه قُرطبي په اَلْمُفْهِمْ كې وايي: پر ما د بنده ګمان معنا دا ده چې كله دى دعا غواړي، نو د قبولوالي امېد او ګمان يې وي، د توبې د قبولوالي ګمان يې وي. كله چې استغفار غواړي نو د بښنې ګمان يې وي، د عباداتو په ترسره كولو كې يې د بدلې ګمان وي چې الله به راته بدله راكوي. نو له همدې وجې نه د بنده لپاره لازم دي چې هر هغه كار كې خواري وكړي چې د ده پر ذمه دي او يقين دې لري چې الله يې قبلوي او ده ته بښنه كوي، ځكه چې هغهٔ د دې وعده كړې ده او الله د خپلې وعدې، مخالفت نه كوي، نو كه عقيده او ګمان يې دا وي چې الله يې نه قبلوي او يا دا كار ده ته نفع نه رسوي، نو دا د الله له رحمت څخه ناامېدي او مايوسي ده او دا كبيره ګناه ده. څوك چې پر دغه عقيده مړ شو نو دى به خپل ګمان ته وسپارل شي. د علامه قرطبي خبرې پوره شوې.
ای الله! ته موږ ستا شکر ګذاره، ستا یادوونکي وګرځوه، له تا نه وېرېدونکي، ستا اطاعت کوونکي، تا ته رجوع کوونکي او تا ته انابت کوونکي وګرځوه.
ای الله! زموږ توبه قبوله کړه، زموږ ګناهونه معاف کړه، زموږ دعاګانې قبولې کړه، زموږ دليل مضبوط کړه، زموږ زړه ته راهنمايي وکړه، ژبې مو سمې کړه او زموږ له زړونو څخه کينې او بغضونه وباسه.
اى الله! مونږ په تا پورې پناه نيسو له دې نه چې ستا نعمتونه له مونږ نه لرې شي. ستا عافيت رانه واوړي، ناڅاپي انتقام رانه واخلې او ستا له هرې غصې نه په تا پورې پناه نيسو.
ای الله! ته زموږ مدد وکړه ستا د ذکر په کولو، ستا د شکر په ادا کولو او په ښې طريقې سره ستا د عبادت په کولو کې.
اى الله! درود راولېږه په محمد (ﷺ) باندې او د محمد(ﷺ) په ال باندې لكه څنكه چې تا درود لېږلي دي په ابراهيم (عليه الصلاة والسلام) باندې او د ابراهيم (عليه الصلاة والسلام) په اٰل باندې. اى الله بركت نازل كړه په محمد(ﷺ) او د محمد(ﷺ) په اٰل باندې لكه څنګه چې تا بركت نازل كړى دى په ابراهيم عليه الصلاة والسلام باندې او په اٰل د ابراهيم عليه الصلاة والسلام باندې، يقينًا ته ډېر ستايل شوى، ډېر د لويي او بزرګۍ والا يې.
ای الله د هغه له څلورو راشدو خلفاوو: ابوبكر، عمر، عثمان او عليy نه راضي شه. د هغهٔ له ټولو صحابه وو او تابعينو نه راضي شه او له هغه چا نه چې تر قيامته پورې په نېكۍ سره د هغوى اتباع كوي او له هغوی سره زمونږ نه هم راضي شه په خپلې عفوې، كرم او سخا سره، اى تر ټولو زيات رحم كوونكيه.
اى الله! اسلام او مسلمانانو ته عزت او غلبه وركړه.
اى الله! اسلام او مسلمانانو ته عزت او غلبه وركړه.
اى الله اسلام او مسلمانانو ته عزت او غلبه وركړه.
شرک او مشرکين ذليل او رسوا كړه.
اى الله! د دين حوزه او مركز تهٔ وژغوره، دا ملك او د مسلمانانو ټول ملكونه د امن او اطمينان والا وګرځوه.
اى الله! د هر ځاى د مسلمانانو احوال او حالات تهٔ سم كړه. اى الله! د هر ځاى د مسلمانانو احوال او حالات ته سم كړه. اى الله! د هر ځاى د مسلمانانو احوال او حالات ته سم كړه. په خپل رحمت سره يا ارحمَ الراحمين ای احسان کوونکیه او د جلال او اکرام خاونده!
ای الله! موږ له تا نه سوال کوو ستا په فضل، احسان، جود او سخاوت وکرم سره چې ته د مسلمانانو د ملکونو ته ساتنه وکړه له هرې خرابۍ او بدۍ نه، ای الله! ته د بلاد الحرمین ساتنه وکړه، ای الله! ته د بلاد الحرمین ساتنه وکړه، ای الله! ته د بلاد الحرمین ساتنه وکړه. ای الله! ته يې خاصه ساتنه وکړه، ته پرې خپل خاص عنايت او رعايت وکړه، ای الله! امن و امان و ايمان يې دايم برقرار ولره، فراخي، استقرار يې ثابت او دايم ولره په خپل خاص رحمت سره ای منان ذاته ای د جلال او اکرام خاونده.
اى الله! څوك چې زمونږ هېواد بلاد الحرمین ته بد رسول غواړي، نو ته د هغو دغه چل او دوکه پخپله د هغو د هلاكت سبب وګرځوه. اى قوي او غالب ذاته. اى د جلال او اكرام والا ربه!
الله! ای د جلال او اکرام خاونده! زمونږ حاكم او امام په خپل توفيق سره مُوفَّق ولره، او په خپل خاص مدد سره يې تاييد وكړه، او د اسلام او مسلمانانو له اړخه ورته ته غوره بدله وركړه اى ربَ العالمين! ای الله! هغه ته او د هغه ولي عهد ته د هغه څه توفیق ورکړه چې ته يې خوښوې او پرې راضي کېږې. اى الله! د مسلمانانو د امورو ټولو واليانو او حاكمانو ته د هغه څه توفيق وركړه چې ته يې خوښوې او پرې راضي كېږې په خپل خاص رحمت سره ای ارحم الراحمین ذاته!
اى الله! زمونږ د هېواد د سرحدي محافظو ځواكونو ته مدد وكړه. اى الله! زمونږ د هېواد د سرحدي محافظو ځواكونو ته مدد وكړه اى الله! ته يې پر خپل دښمن او د هغوى پر دښمن غالب كړه، اى رب العلمين. هغوی مونږ ته په سلامتۍ او سره له غنيمتونو، اجرونو فوايدو سره واپس راوله په خپل رحمت سره ای ارحم الراحمینه
﴿ رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَ لِاِخْوَانِنَا الَّذِيْنَ سَبَقُوْنَا بِالْاِيْمَانِ وَ لَا تَجْعَلْ فِيْ قُلُوْبِنَا غِلًّا لِّلَّذِيْنَ اٰمَنُوْا رَبَّنَاۤ اِنَّكَ رَءُوْفٌ رَّحِيْمٌؒ۰۰۱۰﴾
’’اى زمونږه ربه: ته مونږ ته مغفرت وكړه او زمونږ هغو وروڼو ته چې زمونږ نه يې په ایمان سره سبقت (او ړومبى والى) كړى دى او ته زمونږ په زړونو كې د هغو كسانو لپاره هېڅ بغض (او كینه) مه پیدا كوه چې ایمان يې راوړى دى اى زمونږه ربه! بېشكه ته ډېر نرمي كوونكى، بې حده رحم كوونكى يې.‘‘ (الحشر 10:59)
﴿ رَبَّنَاۤ اٰتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَّفِي الْاٰخِرَةِ حَسَنَةً وَّ قِنَا عَذَابَ النَّارِ۰۰۲۰۱ ﴾
’’او په دوى كې بعضې هغه څوك دي چې وايي: اى زمونږه ربه! مونږ ته په دنیا كې نعمت راكړه او په اخرت كې (هم) نعمت راكړه او مونږ د اور له عذابه وساته.‘‘ (البقرة 201:2)
﴿ سُبْحٰنَ رَبِّكَ رَبِّ الْعِزَّةِ عَمَّا يَصِفُوْنَۚ۰۰۱۸۰وَ سَلٰمٌ عَلَى الْمُرْسَلِيْنَۚ۰۰۱۸۱وَ الْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِيْنَؒ۰۰۱۸۲﴾
’’ستا رب لره پاکي ده چې د عزت (او غلبې) مالک دى، له هغو خبرو نه چې دوى (مشرکان) يې بيانوي. او سلام دې وي په رسولانو باندې. او ټول د کمال صفتونه خاص الله لره دي چې د عالمونو ښه پالونکى دى.‘‘ (الصافات 182-180)