د مسجد حرام د جمعې خطبه: عُنوان: توحید او ایمانیات خطيب: فضيلة الشيخ دكتورعبد الرحمن السُديس ترجمه: مفتي عبد الولي خان
د مسجد حرام د جمعې خطبه: عُنوان: توحید او ایمانیات خطيب: فضيلة الشيخ دكتورعبد الرحمن السُديس ترجمه: مفتي عبد الولي خان

بسم الله الرحمن الرحيم
نېټه: 14 محرم 1441هـ، 13 ستمبر 2019م
اوله خطبه
أما بعد!
اى د الله بنده ګانو! له الله نه ووېرېږئ، او د هغهٔ تقوا غوره كړئ، او پر دې پوه شئ چې تقوا د الله خشيت طرف ته د زړونو رڼا ده او د زړونو طاقچه ده، د الله د محبت لاره ده او د هغهٔ د محبت لپاره پوړۍ ده. دهغهٔ د وېرې دليل ده او پر دغه وېرې باندې دلالت كوونكې ده. الله تعالٰى فرمايي:
﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّـهَ وَلْتَنظُرْ نَفْسٌ مَّا قَدَّمَتْ لِغَدٍ ۖ وَاتَّقُوا اللَّـهَ ۚ إِنَّ اللَّـهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ ﴿١٨﴾ ﴾
’’ اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له الله نه ووېرېږئ۔ او هر نفس دې هغه شي ته وګوري چې ده د سبا ورځې (قیامت) لپاره مخكې لېږلى دى۔ او تاسو له الله نه ووېرېږئ ۔، بېشكه الله په هغو عملونو ښه خبردار دى چې تاسو يې كوئ.‘‘ (ا 1)
تقوا تر ټولو غوره ډالۍ ده چې تا پورته كړې ده او تر ټولو غوره څيز نېكي ده چې انسان حاصله كړې ده.
په تقوا كې عبرتونه دي چې زړونو ته پرې شفا حاصلېږي. لكه په باران سره چې ګلان خندان ګرځي.
اى مسلمانانو! په دې زمانه كې چې رسنيو، د ابلاغ ذرايعو، انټرنيټ او مختلفو شبكو حيرانوونكې ترقۍ كړې دي، نوي نوي ايجادات په كې شوي دي، نو په دغه وخت كې پر هر هوښيار او دانا انسان لازم دي چې پر داسې منهج او تګلارې باندې مزل وكړي چې واضح وي او ده ته پرې لاره روښانه كېږي، د دې لپاره چې ځان له ناورغ فهم نه لرې وساتي او د سلامتۍ لوړو درجو ته وخېژي، او الله ته د ورتلونکو خلکو په درجاتو كې مزل وكړي، او دا هله حاصلېږي چې انسان كې پوخ ايمان وي، د سلفو صالحينو رحمهم الله پر منهج باندې صحيح او ثابته عقيده وي.
په صحيح بخاري او مسلم كې د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه روايت دى چې نبيﷺٖ فرمايلي دي: تر ټولو غوره خلك زما د زمانې دي، بيا هغه چې په دوى پسې دي، بيا هغه چې په دوى پسې دي
او عبد الله بن مسعود رضي الله عنه فرمايي: څوك چې په چا پسې تګ كول غواړي، نو د هغو خلكو پيروي او لاره دې غوره كړي چې وفات شوي دي، ځكه چې ژوندي له فتنو نه په امن كې نه وي، دغه خلك د نبيﷺ صحابه كرام دي چې تر ټولو خلكو زيات د نېك زړه لرونكي دي، تر ټولو زيات ژور علم لري، تكلف په كې نشته، داسې خلك دي چې الله تعالٰى د خپل نبيٖﷺ د ملګرتيا لپاره غوره كړي دي، او د دين د اِقامت او لوړولو لپاره يې انتخاب كړي دي.
امير المؤمنين عمر بن عبد العزيز رحمه الله فرمايلي دي: نبيﷺ او له هغه نه پس د هغه خلفاوو چې کومه تګلاره اختيار كړې ده؛ پر دغه تګلاره تلل په حقيقت كې د الله د كتاب پيروي ده، د الله د اطاعت پوره والى دى او د الله پر دين د قوت نښه ده، په مخلوق كې هيچا لره په دغو کې د تبديلۍ او بدلون حق نشته. او نه ورته په دغو كې د مخالفِ نظر وركولو حق شته. چا چې دغه لاره غوره كړه، نو همدغه هدايت موندونكى دى، او چا چې په دغې لارې سره مدد حاصل كړ، نو همدغه منصور او مدد كړى شوى دى. او چا چې دغه لاره پرېښودله او د مومنانو له لارې نه غير بله لاره يې اختيار كړه، نو الله به هم هغه اړخ ته وروګرځوي چې دى ورګرځېدلى دى او جهنم ته به يې داخل كړي او هغه د ورتلو بد ځاى دى.
له امام مالك رحمه الله نه هم دا قول ثابت دى چې هغه فرمايلي دي: د دې امت د اخر اصلاح هم په هغه څه سره كېداى شي په كوم چې د دې امت د اول اصلاح شوې وه.
اى مسلمانانو! د سلفو صالحينو د صفا او پاكې عقيدې تر ټولو اول علامت او نښه دا ده چې هغوى به توحيد ته تر هر څه زياته توجه كوله او د دې عقيدې به يې خيال ساتلو، هغوى به د الله د خالص توحيد ډېر زيات اهتمام كولو، الله فرمايي:
﴿أَلَا لِلَّـهِ الدِّينُ الْخَالِصُ﴾
’’ خبردار شئ! خاص د الله لپاره خالص دین دى.‘‘ (ا 1)
او نبيﷺ فرمايلي دي: د عملونو معتبره كېدل په نيتونو پورې دي او د هر سړي لپاره هغه څه دي چې ده يې نيت كړى دى. دا بخاري روايت كړى دى.
او له توحيد نه مراد درې واړه قسمه توحيد مراد دى:
توحيد اُلُوهيت، توحيد رُبُوبيت او د اسماء او صفاتو توحيد
الله تعالٰى فرمايي:
﴿وَلِلَّـهِ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَىٰ فَادْعُوهُ بِهَا ۖ وَذَرُوا الَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِي أَسْمَائِهِ ۚ سَيُجْزَوْنَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ﴾
’’ او خاص د الله لپاره ترټولو ښكلي نومونه دي، نو تاسو دى په دغو (نومونو) سره بلئ او هغه كسان پرېږدئ چې د هغه (الله) په نومونو كې الحاد (كوږوالى) كوي، ژر به دوى ته د هغو عملونو سزا وركړى شي چې دوى به كول.‘‘ (ا 1)
د توحيد مَعالم ډېر لوړ او اوچت شان لري، خو له دې سره پر توحيد او د توحيد پر تقاضاوو، شرطونو باندې ټينګ ودرېدل او په عمل كې يې راوستل او د عمل په ميدان كې يې څرګندول په ژوند كې د توحيد تر ټولو لوى هدف او مقصد دى.
ځكه چې د شريعت تر ټولو عظيم مقصد د دين حفاظت دى او خپله عقيده له هر قسمه بدعتونو، مخالفتونو او شركونو څخه محفوظ ساتل دي.
پر بنده ګانو تر ټولو اول حق هغه په توحيد سره د الله پېژندل دي چې په پيدا كولو او اراده كولو كې مُنفرد او يكتا دى.
اى مسلمانانو! د سلفو صالحينو رحمهم الله د عقيدې په اركانو كې دا و چې پر الله به ايمان لرې، د هغه پر ملايكو، د هغهٔ پر كتابونو، د هغهٔ پر رسولانو او پر ورځ د اخرت به ايمان لرې او د تقدير پر شر او خير به ايمان لرې.
پر الله باندې به ايمان راوړلو كې دا هم دي چې پر هغه څه به هم ايمان لرې چې الله په خپل كتاب كې د ځان په باره كې بيان کړي دي او په څه سره چې يې ځان موصوف كړى دى او په څه سره چې د هغهٔ نبيﷺ هغه په خپلو اقوالو كې موصوف كړى دى، بغير له څه تحريف او تعطيل نه او بغير له كيفيت او مثال بيانولو نه.
الله فرمايي:
﴿لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ ۖ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ ﴾
’’ د هغه په مثل هېڅ شى نشته او هم دغه ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى.‘‘ (ا 1)
نو سلف صالحين د هغه څه نفي نه كوي چې الله د ځان لپاره ثابت كړي دي او ځان يې پرې موصوف كړى دى بلکې هغه ثابت مني او د الله او د هغه د رسول خبرې كلمات او خبرې له خپلو ځايونو نه اړوي، او نه د الله په اسماء او صفاتو كې كجروي او كوږوالى كوي او نه د الله د صفاتو مثال وركوي، د مخلوق له صفاتو سره ځكه چې د الله تعالٰى هېڅ مثل و مثال نشته، نه يې څوك سيال شته او نه يې مقابل شته. الله فرمايي:
﴿هَلْ تَعْلَمُ لَهُ سَمِيًّا ﴾
’’ ایا ته د ده كوم همنام پېژنې.‘‘ (ا 1)
نو دغه الله ډېر سخي دى، جواد دى، كريم دى، كامل دى، د هغهٔ مثال نشي بيانېدى، هغه د مخلوق له اوصافو نه ډېر اوچت دى.
بيا دا واورئ چې د سلفو صالحينو په نيز د ايمان معنا ده چې ايمان قول، عمل او اعتقاد دى. په ژبې سره قول و اقرار، په اندامونو سره عمل او په زړه سره عقيده او تصديق، دغه ايمان په طاعتونو او نېكيو سره زياتېږي او په نافرمانيو سره په كې كمى راځي.
الله فرمايي:
﴿وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا اللَّـهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفَاءَ وَيُقِيمُوا الصَّلَاةَ وَيُؤْتُوا الزَّكَاةَ ۚ وَذَٰلِكَ دِينُ الْقَيِّمَةِ﴾
’’ حال دا چې دوى ته حكم نه و وركړى شوى مګر په دې چې دوى دې د الله عبادت كوي، په داسې حال كې چې دین (عبادت) دغه (الله) لره خالص كوونكي وي (او) حنیفان (له باطله حق ته راګرځېدونكي) وي، او (د دې چې) دوى دې لمونځ قايموي او زكاۃت دې وركوي اوهم دغه ډېر محكم دین دى.‘‘ (ا 1)
او رسول اللهﷺ فرمايلي دي: ايمان څه له پاسه اويا ښاخونه دی، په دغو كې تر ټولو اعلا ښاخ د لا إله إلا الله قول دى او ادنا يې له لارې څخه تكليف رسوونكى څيز لرې كول دي او حيا د ايمان غټه شعبه او څانګه ده، دا امام مسلم په خپل صحيح كې روايت كړى دى.
نو نبيﷺ په دې حديث كې قول او عمل د ايمان حصه ګرځولي دي.
الله فرمايي:
﴿فَزَادَتْهُمْ إِيمَانًا وَهُمْ يَسْتَبْشِرُونَ﴾
’’ نو دې (سورت) د دوى ایمان ورزیات كړ، په داسې حال كې چې دوى ښه خوشالېږي.‘‘ (ا 1)
او فرمايي:
﴿ لِيَزْدَادُوا إِيمَانًا مَّعَ إِيمَانِهِمْ﴾
د دې لپاره چې دوى د خپل (مخكیني) ایمان سره د ایمان په لحاظ نور ورزیات شي.
نو ايمان په نېك عمل سره زياتېزي او په نافرمانيو او ګناهونو سره په كې كمى راځي.
اى د اسلام امته! د سلفو عقيده يوه ډېره معتدله عقيده ده چې د اِفراط او تفريط په مينځ كې ده هېڅ غُلُوّ او سختي په كې نشته. الله فرمايي:
﴿ وَكَذَٰلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا﴾
’’ او همدارنګه مونږه تاسو غوره او معتدل امت جوړ كړي یئ.‘‘ (ا 1)
نو سلف د صفاتو په باب كې هم وَسَط او معتدل دي، او د وعيد په باب كې او د ايمان او دين د نومونو په باب كې هم معتدل او وَسَط دي.
د نبيﷺ د صحابه كرامو باره كې او په ټولو كارونو او امورو كې معتدل دي، ميانه رو دي او مخلوق د دوى پر فيصله راځي وې.
اى هغه كسه چې د قيامت په ورځ له جهنم نه او له بل اور نه خپل نَجات غواړې، نو ته په اقوالو او اعمالو كې د رسول اللهﷺ پيروي وكړه. له قرآن نه مه اوړه او صحيحين راونيسه چې د دين د هار لپاره مضبوطې رسۍ او تارونه دي.
نو په قرآن كې چې د رحمان الله كوم صفات راغلي دي او د نبي مكرمﷺ په ثابتو حديثونو كې روايت شوي دي پر هغو ايمان لرل واجب دي، د هغو منل او له زړه نه ورته تسلمېدل لازم دي. رد او تاويل به په كې نه كوې، تشبيه او مثال به يې هم نه بيانوې.
او هغه چې پر تا يې فهم مشكل شي، نو د لفظ اثبات خو يې واجب دى او معنا ته به يې نه ورځې او معنا به يې نه كوې بلكې علم به يې قايل ته سپارې او ذمه وار يې ناقل دى. نو دا د راسخينو د لارې پيروي ده، الله فرمايي:
﴿ وَالرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ يَقُولُونَ آمَنَّا بِهِ كُلٌّ مِّنْ عِندِ رَبِّنَا﴾
’’ او هغه كسان چې په علم كې پاخه دي؛ هغوى وايي: مونږ په ده ایمان راوړى دى، ټول (محكم او متشابه ایتونه) زمونږ د رب له جانبه دي.‘‘ (ا 1)
او د نورو په مذمت كې الله فرمايلي دي:
﴿ فَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاءَ الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاءَ تَأْوِيلِهِ ۗ وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ إِلَّا اللَّـهُ ۗ﴾
’’ او هغه كسان چې د هغوى په زړونو كې كوږ والى دى؛ نو هغوى په هغو (ایتونو) پسې كېږي چې په دې (قرآن) كې متشابه (پټ مراد والا) دي، د فتنې لټوَلو لپاره او د هغو د مراد معلومولو لپاره، حال دا چې د هغوى په تاویل (مراد) باندې نه پوهېږي مګر الله.‘‘ (ا 1)
نو الله تعالٰى دلته د تاويل لټون د كوږوالي او ګمراهۍ علامت وښودلو او په مذمت كې يې د فتنې له لټون سره يوځاى ذكر كړ.
بيا الله تعالی دا خبره بيان كړه چې دغه خلك خپل دغه د تاويل مقصد ته نشي رسېدلى. ويې فرمايل:
﴿ وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ إِلَّا اللَّـهُ ﴾
’’ حال دا چې د هغوى په تاویل (مراد) باندې نه پوهېږي مګر الله.‘‘ (ا 1)
الله تعالٰى له اسمانونو څخه بره پر خپل عرش برقرار او مستوي دى، له خپل مخلوق نه لوړ او بالا دى او له دغو خلکو سره ( په خپل علم او قدرت سره) هم دى، دغه خلك چې هر ځاى وي.
قرآن كريم د الله كلام دى، نازل شوى دى، مخلوق نه دى.
د سلفو د عقيدې دا هم يوه برخه ده چې پر حشر به ايمان لرې او پر دې هم چې اعمالنامې به تقسيمېږي. رجسټرې به پرانيتسل كېږي. تلې او ميزانونه به ايښودل كېږي. او پر شفاعت هم ايمان لرل لازم دي، او پر دې خبره ايمان هم لرل لازم دي چې جنت او دوزخ مخلوق دي، پيدا كړى شوي دي او هېڅ نه فنا كېږي او نه ختمېږي.
او پر دې خبره هم ايمان لرل ضروري دي چې مومنان به خپل رب تعالٰى د قيامت په ورځ ښه ښکاره ويني لكه څنګه چې د څوارلسمې شپې سپوږمۍ ويني.
الله تعالٰى به بره ويني او داسې ښكاره به يې ويني لكه څنګه چې لمر او سپوږمۍ ليدل كېږي.
اى د اسلام امته! سلف صالحين د اجتماعيت، جماعت او حكمرانۍ په باب كې د هغوى طرزِ عمل دا دى چې د مسلمانانو له اجتماعيت، جماعت او حاکميت سره ملګري اوسئ او د خپل حاكم اطاعت او فرمانبرداري خپله ديني ذمه واري ګڼئ.
د خوارجو په شان طرز عمل مه کوئ چې هغوى د خپل حكمران له اطاعت نه ځان وباسي او خلاف يې كوي.
امام طحاوي رحمه الله وايي: موږ جماعت حق او سم ګڼو او اختلاف ګمراهي او عذاب ګڼو، بل ځاى فرمايي:
موږ د خپلو حاكمانو په ضد خروج او بغاوت كول ناروا ګڼو اګر كه هغوى ظلم هم كوي، موږ ورته ښېرا او بد دعا هم نه كوو او موږ د هغوى له اطاعت نه خپل لاس نه راكش كوو، ځكه چې د هغوى اطاعت د الله تعالٰى اطاعت دى او فرض دى، څو پورې چې موږ ته د معصيت او نافرمانۍ حكم نه وي شوى او موږ به د خپلو حاکمانو لپاره د اصلاح او معافۍ دعا غواړو.
امام احمد رحمه الله وايي: كه زه پوه شم چې زما يوه دعا داسې ده چې هغه به خامخا قبلېږي، نو زه به هغه د خپل حاكم په حق كې وكړم.
سلف صالحينو به څوك په ګناه كولو سره نه كافرول. څو پورې چې به هغه دغه ګناه حلاله نه وه ګڼلې نو سلفو صالحينو به د نورو د كافرولو له تګلارې نه منع كوله او پخپله به يې هم ترې ځان ساتلو او د تباهۍ، بربادۍ او چاودنو له طريقې نه يې ځان ساتلو. هغوى به د رباني علماوو احترام او اكرام كاوه. هغوى به تېر شوي علماء، تابعين، محدثين، فقهاء او مجتهدين په ښو الفاظو سره يادول.
او څوك چې دغه علماء، محدثين او فقهاء په بده يادوي، نو دغه كس پر سمه لاره نه دى، د اسلام پر معتدلې لارې نه دى روان.
په نن سبا زمانه كې دا فتنه او شر ډېر شوى دى چې دعلماوو توهين او سپكاوى کېږي، خصوصاً په سوشل ميډيا كې. او دا كار د دې لپاره كېږي چې د اعتماد او باور نښې او علامت له مينځه يوسي، د علماوو توهين وكړي او د دغه عزتمنو خلكو په عزت كې كمى راولي. نو مسلمان ته په كار دي چې له دغه خطرناكې لارې نه ځان وساتي، زموږ د سلفو صالحينو د روښانه عقيدو په علاماتو كې يو دا هم دى چې هغوى د عقيدې او منهج پر اساس اُخوت او ورورولي قايموي. الله تعالٰى فرمايي؛
﴿ إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ ﴾
’’ بېشكه هم دا خبره ده چې مومنان خو سره وروڼه دي.‘‘
اتفاق او يووالى د اسلام په ډېرو مؤكدو تعليماتو كې راځي او دا د مخلصو مسلمانانو يو لازمي صفت دى. الله تعالٰى فرمايي:
﴿ إِنَّ هَـٰذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً ﴾
’’ بېشكه همدا ستاسو دین دى، چې یو دین دى.‘‘
او الله تعالٰى فرمايي:
﴿ وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّـهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا ﴾
’’ او تاسو د الله پر رسۍ (ټول) په جمع سره منګولې ښخې كړئ او سره بېلېږئ مه.‘‘
د هغوى زړونه د مومنانو لپاره صاف وي او په زړونو كې يې د مسلمانانو لپاره هېڅ خيرى نه وي، الله فرمايي:
﴿ وَالَّذِينَ جَاءُوا مِن بَعْدِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَلِإِخْوَانِنَا الَّذِينَ سَبَقُونَا بِالْإِيمَانِ وَلَا تَجْعَلْ فِي قُلُوبِنَا غِلًّا لِّلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا إِنَّكَ رَءُوفٌ رَّحِيمٌ ﴾
’’ او د هغو كسانو لپاره دي چې له دوى (هجرت كوونكو او انصارو) نه وروسته راغلي دي۔؛ دوى وايي: اى زمونږه ربه: ته مونږ ته مغفرت وكړه او زمونږ هغو وروڼو ته چې زمونږ نه يې په ایمان سره سبقت (او ړومبى والى) كړى دى او ته زمونږ په زړونو كې د هغو كسانو لپاره هېڅ بغض (او كینه) مه پیدا كوه چې ایمان يې راوړى دى۔ اى زمونږه ربه! بېشكه ته ډېر نرمي كوونكى، بې حده رحم كوونكى يې .‘‘ (ا 1)
نو د قرآن او سنت د تعليمانو په رڼا كې هېڅ حزبيت او ډله بازي نشته، نسل پرستي، مذهب پرستي نشته. تعصب او نسب پرستي نشته. دلته خو بس د الله پر كتاب د منګولو لګولو حكم او دعوت دى، له ډله بازۍ نه منع ده. او د نرمۍ، رحم او مهربانۍ يو بل ته اظهار او څرګندونه ده. له سختۍ او تشدد نه منع ده او له يو بل سره د مذاكرې او خبرو اترو ترغيب دى.
دا وروسته راتلونكو خلكو ته د سلفو د عقيدې اجمالې بيان او ډالۍ ده.
الله دې زموږ له سلفو څخه راضي شي او رحمتونه دې پر نازل كړي.
اى هغه انسانه چې د خپل ځان نَجات غواړې! د ناصح خبره واوره، و په خپلو ټولو كارونو كې د وحي پيروي كوه، او ښكلي كړى شويو بكواساتو پسې مه ځه.
د الله د كتاب او د هغه د رسول د سنتو پيروي كوه چې قرآن پرې نازل شوى دى.
حق مسلمان خو يوازې په حق مذهب او تګلارې پسې روان وي او همدغه يې شِفاء وي.
نو كله چې ته پر دې خبره پوه شوې نو لازم او ملګرى اوسه د سلفو د لارې، ځکه چې د سلفو صالحينو پيروۍ كې خير دى. او هر شر د وروسته خلكو په بدعتنونو كې دى. تر ټولو غوره امور هغه دي چې سلفو پرې تګ كړى دى او تر ټولو بد كارونه په دين كې نوي ايجادات دي.
موږ له الله نه سوال كوو چې موږ دې پر صحيح عقيده ژوندي ولري. او مرګ دې هم راته په حق او صريح او ښكاره منهج راكړي او موږ ته دې صحيح عقيده نصيب كړي او موږ دې د هدايت پر لاره روان كړي، يقينًا چې هماغه ډېر سخي او كريم دى.
اعوذ با الله من الشيطن الرجيم
﴿ وَأَنَّ هَـٰذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيمًا فَاتَّبِعُوهُ ۖ وَلَا تَتَّبِعُوا السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَن سَبِيلِهِ ۚ ذَٰلِكُمْ وَصَّاكُم بِهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ﴾
’’ او دا چې بېشكه دا زما لار ده، چې نېغه ده، نو تاسو د دې پیروي وكړئ او د (نورو) لارو پیروي مه كوئ، نو تاسو به (د نورو لارو پیروي) د هغه له لارې نه تار په تار كړي، دا (حكم) دى چې هغه (الله) تاسو ته د دې كلك حكم كړى دى، د دې لپاره چې تاسو پرهېزګاره شئ.‘‘ (ا 1)
الله دې ما ته او تاسو ته په دواړو وحيو كې بركت نصيب كړي او ما او تاسو ته دې د نبيﷺ پر سيرت او لارې سره نفع راكړي، زه پر همدې خبرو اكتفا كوم او له عظيم او جليل الله نه د ځان او تاسو لپاره او ټولو مسلمانانو سړيو او ښځو لپاره د ټولو ګناهونو او خطاګانو بښنه غواړم. تاسو هغه ته توبه وباسئ. يقينًا زما رب ډېر بښونكى بې حده رحم كوونكى دى.
دويمه خطبه
أما بعد!
اى د الله بنده ګانو! د الله تقوا غوره كړئ، د هغهٔ تعظيم كوئ د هغهٔ له جلال نه وېره كوئ او هغه ته متوجه اوسئ، نو ستاسو احوال به په دنيا او اخرت دواړو كې سم شي.
اى مومنانو! موږ د نوي تعليمي كال په ابتدا كې يو، نو زما له اړخه ټولو معلمينو او مُعلماتو ته دا بلنه او وينا ده چې د عقيدې او شرعي علومو ته ډېر اهتمام وكړئ او په خپلو زده كوونكو كې د سلف صالحينو عقيده پخه كړئ د قول او عقيدې دواړو په لحاظ سره. او د دې كار لپاره له نوې ټكنالوجۍ څخه هم كار واخلئ. جديد ذرايع ابلاغ وكاروئ، د رابطې مفيدې ذرايع وكاروئ. او دا خالصه او صفا عقيده نشر كړئ. دا د وسطيت او اعتدال منهج قوي كړئ او د ترهګرۍ، افراط، انتها پسندۍ او غلو مخه ونيسئ او دغه افراطي تګلارې ختمې كړئ.
د دې لپاره چې موږ ټول د امن او ايمان له نعمت نه خوند واخلو او د سلامتۍ او امن په نعمتونو كې ژوند وكړو.
رښتينى اُخوت او ورورولي دا ده چې موږ يو بل خپل مينځي مرستې، اتحاد او يووالي ته راوبلو او دمسلمانانو د مسلو غم وكړو او د هغو باره كې فكر مند شو.
د مسلمانانو په دغو مسلو كې ړومبنۍ قضيه د فلسطين قضيه ده، د مسجد اقصا مسله ده، دغه دمسلمانانو لومړۍ مسله ده، د دې ډېر ديني او تاريخي اهميت دى. د مبارك هېواد سعودي عرب د خپل تاسيس له ورځې نه تر اوسه پورې په دغه مسله كې روښانه كردار دى. او واضح او ثابت موقف دى. دغه مسله د امت په ضمير او وجدان كې پرته مسله ده.
سعودي عرب د دغې مسلې باره كې د اسلامي تنظيم د خارجه وزيرانو غونډه رابللې ده، د دې لپاره چې د بلاد الحرمين خواهش او رغبت ثابت كړي د دغې مسلې باره كې او هم د ټولو لوړو معناوو باره كې چې اخوت دى او په ټوله نړۍ كې خپل مينځي تعاون او مرسته ده.
او دا دا خبره هم ثابتوي چې د قدس او فلسطين مسله د خادم الحرمين الشريفين او د هغهٔ د ولي عهد او نايب حفظه الله په زړه او وجدان كې ځانګړى ځاى لري او همدارنګه د ټولو مسلمانانو په زړونو كې لوړ مقام لري.
نو موږ دعا كوو چې الله دې بلاد الحرمين الشريفين محفوظ او مامون لري، الله دې اقصا او په ټوله نړۍ كې د مسلمانانو ټول مقدسات له هر شر او بدۍ نه محفوظ او مامون لري. او الله دې د دسيسه ګرو له دسيسو او چلونو نه هغه محفوظ لري او د تجاوز ګرو له شرونو څخه دې په سلامتۍ سره لري. يقينًا چې الله د دعا ګانو اورېدونكى او قبلوونكى دى.
نو تاسو درود او سلام وايئ پر خوږ نبي محمدﷺ باندې ځكه چې الله تعالٰى تاسو ته پر خپل كتاب كې د دې حكم كړى دى او فرمايلي يې دي:
﴿ إِنَّ اللَّـهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ ۚ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا ﴾
’’بېشكه الله او د هغه ملايك په نبي درود وايي۔، اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو په دغه (نبي) باندې درود وايئ او سلام وايئ، سلام ویل.‘‘ (ا 1)
او نبيﷺ فرمايلي دي: چا چې يو ځلې پر ما درود وويلې الله به پر هغه لس رحمتونه نازلوې.
نو اى الله رحمتونه نازل كړه د ټول مخلوق پر غوره شخص باندې او د هغهٔ پر صحابه كرامو او ټول آل باندې او پر ټولو نېكانو باندې او د دوى پر لاره تلونكو باندې اى الله ته له څلورو واړو خلفاوو: ابوبكر، عمر، عثمان او علي نه راضي شه او له ټولو صحابه كرامو، تابعينو او له هغه چا نه چې په نېكۍ سره يې د دوى پيروي كړې ده راضي شه.
او له هغوى سره له موږ نه هم راضي شه په خپل رحمت سره اى ارحم الراحيمن ذاته.
اى الله اسلام او مسلمانانو ته عزت او غلبه وركړه. اى الله اسلام او مسلمانانو ته عزت او غلبه وركړه. اى الله اسلام او مسلمانانو ته عزت او غلبه وركړه
شرك او مشركان ذليله كړه، د دين د مركز ساتنه وكړه او دا ښار او دا ملك او د مسلمانانو ټول ملكونه د امن، فراخۍ او نيكمرغۍ والا وګرځوه.
اى الله! موږ ته په خپلو وطنونو كې امن راكړه.
زموږ د حاكمانو ساتنه وكړه او په حق سره زموږ دامام حادم الحرمين الشريفين تاييد او مرسته وكړه، اى الله! د هغه څه توفيق وركړه چې ته يې خوښوې او پرې راضي كېږي.
تقوا او نېكۍ ته يې مخه كړه، نېك او صالح مُشاورين وركړه چې د خير ښودنه ورته كوي او د خير په كارونو كې ورسره مرسته كوي.
اى الله! ده ته او د ده نايب ته د هغه څه توفيق وركړه چې په كې د اسلام عزت او د مسلمانانو فايده وي او د هغه څه چې په كې دهېواد او ولس لپاره خير وي.
اى الله! زموږ امنيتي ځواكونو، پوليس او فوځيانو ته توفيق نصيب كړه. اى الله زموږ سرحدونه په امن كړه، زموږ د لښكر او فوځ مدد وكړه. د شهيدانو يې شهادت قبول كړه. اى د جلال او اكرام خاونده، مريضانو ته يې صحت نصيب كړه، ازمايش كې ګېرو خلقو ته شفا او عافيت نصيب كړه، زخميانو ته يې شفا نصيب كړه اى رب العلمينه.
اى الله خپلو كورونو ته په خير، سلامتۍ او غنيمتونو سره واپس كړه.
اى الله مضبوط مدد يې وكړه، اى قوي اوغالب ذاته
اى الله! د مسلمانانو حاكمانو ته توفيق وركړه چې ستا شرع نافذه كړي او ستا د نبيﷺ د سنتو پيروي وكړي.
اى الله! په هر ځاى كې د مسلمانانو حالات سم كړه. وينه توييدل يې بند كړه. پر كتاب او سنت يې راجمع كړه اى د فضيلت، عطا او احسان مالكه.
اى الله! د غمزده خلكو غمونه لرې كړه، د مصيبت زپلو مصيبتونه ختم كړه، د مقروضو خلكو قرضونه ادا كړه، زموږ او د مسلمانانو ټولو بيمارانو ته شفا نصيب كړه په خپل رحمت سره اى ارحم الراحيمنه!
اى الله! زموږ دا كال مبارك كال وګرځوه، د خوشاليو او مقاصدو ته د رسېدو كال يې وګرځوه او د مشكلاتو او چيلنجونو دعلاج كال يې وګرځوه، اى رب العلمينه. اى تل ژونديه، د ټول عالم انتظام كوونكيه، اى د جلال او اكرام خاونده.
﴿﴿ رَبَّنَاۤ اٰتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَّفِي الْاٰخِرَةِ حَسَنَةً وَّ قِنَا عَذَابَ النَّارِ۰۰۲۰۱ ﴾
’’اى زمونږه ربه! مونږ ته په دنیا كې نعمت راكړه او په اخرت كې (هم) نعمت راكړه او مونږ د اور له عذابه وساته.‘‘ (البقرة 201:2)
’’.‘‘ (ا 1)
﴿رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا ۖ إِنَّكَ أَنتَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ﴾
اى زمونږه رَبه! زمونږ نه (دا عمل) قبول كړه، ته چې يې، خاص ته، ښه اورېدونكى، ښه عالم يې
وَتُبْ عَلَيْنَا ۖ إِنَّكَ أَنتَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ
او زمونږه توبه قبوله كړه، یقینًا همدا ته ډېر ښه توبه قبلوونكى، بې حده رحم كوونكى يې
اى الله موږ ته بښنه وكړه او زموږ او د دوى پلرونو ميندو ته بښونه وكړه او ټولو مسلمان سړيو او ښځو ته بښنه وكړه. يقينًا ته قريب يې، اورېدونكى او د دعاګانو قبلوونكى يې.
﴿سُبْحٰنَ رَبِّكَ رَبِّ الْعِزَّةِ عَمَّا يَصِفُوْنَۚ۰۰۱۸۰ وَ سَلٰمٌ عَلَى الْمُرْسَلِيْنَۚ۰۰۱۸۱وَ الْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِيْنَؒ۰۰۱۸۲﴾
’’ستا رب لره پاکي ده چې د عزت (او غلبې) مالک دى، له هغو خبرو نه چې دوى (مشرکان) يې بيانوي. او سلام دې وي په رسولانو باندې. او ټول د کمال صفتونه خاص الله لره دي چې د عالمونو ښه پالونکى دى.‘‘ (الصافات 182-180)