متفرقات

د مسلمانانو په اتحاد کې د ميډیا کردار(دريمه برخه )ليکوال: دکتور ابراهيم امام ژباړن: لقمان حکيم حکمت

د مسلمانانو په اتحاد کې د ميډیا کردار(دريمه برخه )ليکوال: دکتور ابراهيم امام ژباړن: لقمان حکيم حکمت

تنصيري نشريات:

د چل او پراډ له دغه زيار وروسته يهودانو او صليبانو وکولای شول چې نړيواله ميډيا د خپلو شومو موخو د ترلاسنه کولو لپاره د خپل کنترول لاندې راولي خو لا هم نه اسلامي ميډيا د يهودڼې ميډيا مخه ونيوله او نه يې هغه شرونه په بشپړه توګه له منځه يوړل چې څومره ترې غير او اغيار متوقع دي، صهيونستانو د ميډيا له مخې وکولی شول چې د مسلمانانو څخه د اسلام له نګاه نه هغه اړينې قضايا محجوبې وساتي ترڅو د مسلمانانو په ضمير کې مړې او مينه يې ورسره په بې رنګه شي، خو ولې په نفس وقت کې يا خو په جانبي قضاياو ډېر ترکيز کوي او او يا په هغو ظواهرو چې د اسلامي چاپيريال د ورانې ويجاړې لپاره تمهيد وي، لکه د هغو مذهبونو او افکارو ملاتړ چې اسلام ته نسبت لري، يا د اباحياتو نشر او اشاعت چې انسان فکراً نړوي او ضمير يې مړ کوي، او داسې نور…

په دې باب کې دوی دومره تېز لاړل چې اباحياتو د خپراوی او مذهبي ويجاړونکو افکارو د نشر او اشاعت لپاره یې رنګارنګ د رسنيو وسايل چمتو کړل، د دې لپاره يې د دنيا په بلا ډېرو ژبو باندې مجلې، جريدې، او حتی د ماشومانانو لپاره يې انځوريزې مجلې چې په لوڅ لغړو انځورونو باندې ډکې وي ځانګړې کړي دي، ځينې يې په نرخ او ځينې نورې يې بې نرخه او مفت توزيع کيږي.

د انجيل د نشر او اشاعت او د نړې بېلابېلو ژبو ته د ژباړې لپاره يې ځانګړې پوهنتونونه او ليسې لري، يواځې دا نه بلکې د انجيل د نشر او اشاعت لپاره ځانګړې راډيوګانې هم لري، کولای شو ځينې بېلګې يې په لاندې کرښو کې يادې کړو:

۱ – : د سوډان په خرطوم ښار کې د ( ساعة الاصلاح ) په نوم راډيو.

۲ – : په مرسيليا کې د ( نور علی نور ) په نوم راډیو.

۳ – : د اسپانيا په مالاکا ښار کې د (کلمة الحياة ) په نوم راډیو.

۴ – : په لويديځي المانيا کې د ( اميد اواز ) په نوم .

۵ – : په بيروت کې د ( المحبة والوفاء ) په نوم راډيو .

۶  -: په مونت کارلو کې د ( مونت کارلو ) په نوم راډيو.

۷ – : په مرسيليا کې ميډيايي ښونځي.

۸ – : په بيروت کې د ( معمدان ) په نوم فرهنګي مرکز.

۹ – : په سويسرا کې د (هدايت ) په نوم ښونځي.

۱۰ – : په ليبيريا کې تنصيري راډيو.

۱۱ – : په سيشيل کې تنصيري راډيو .

د تېر په څېر دوی غونډې او کانفرنسونه هم لري،  د نيجيريا د (هوس) په ښار کې  يې داسې غونډه رابللې وه چې څلوېښتو ته نزدې يې د افريقايي کليساګانو مشران، د ميډيا ځانګړې خلک او د ريډیو سټيشنو مديران ترڅو په لويديځي افريقا کې تنصيري فعاليتونه ارزيابي کړي او د پرمختګ لپاره يې نوې څېړنې زير غور کړي، په تنزايا کې يې په ( (۱۹۸۱) ميلادي کال کې د ختيځي افريقا اړوند هم ځانګړې اجتماع دائره کړې وه ترڅو دعوتي اسلوب، د خلکو احوال او د نصرانيت د لاپرمختګ اړوند سره وغږيږي.

په دې پار يې د ( ۱۹۸۰ ) ميلادي کال د اکتوبر په مياشت کې يې په سوزايلنډ کې د اروپايي څارګرو په څار کې له (۱۲) هيوادونو څخه د تلويزيون ځانګړې متخصصين راغونډ کړي ول.

او هر څوک پوهيږي چې د نصراني ديانت يواځې (معمدانيه) طائفه په (۸۸) ښارونو کې نزدې (۱۱۱) تنصيري چينلونه لري.

په فلپين هيواد کې نزدې (۲۸) ژبو باندې په ټوله اسيا کې عموماً او جنوب شرق اسيا کې په ځانګړې توګه په ( ۱۹۸۰ ) ميلادي کال کې د تنصيري چينلونو د غښتلتيا لپاره (۲۰) ميلونه ډالر ځانګړې شوي ول.

Tags

Related Articles

Back to top button