د مسلمانانو په اتحاد کې د ميډیا کردار(دوهمه برخه )ليکوال: دکتور ابراهيم امام ژباړن: لقمان حکيم حکمت
د مسلمانانو په اتحاد کې د ميډیا کردار(دوهمه برخه )ليکوال: دکتور ابراهيم امام ژباړن: لقمان حکيم حکمت

کتابي ميډيا:
په عربۍ نړۍ کې د نصرانيت او نصراني داعيانو لومړی سلاح چاپخانه وه چې د کتابونو او رونيزو خبرپاڼو له لارې يې خپلې شومې موخې ترلاسه کولې، په لبنان کې د لومړي ځل لپاره نصرانيانو په (۱۶۱۰) کال کې په سرياني ژبه (کتاب المزامير) چاپ کړ، له دې وروسته عبدالله زاخر نصراني د لومړي ځل لپاره په ( ۱۷۳۱ ) کال کې په لبنان کې چاپخانه خلاصه کړه چې نصراني کتابونه او روزنيزه اخبارونه به يې د نصرانيت په تاييد کې خپرول.
په (۱۸۳۴) ميلادي کال کې امريکايي نصرانيانو لکه [کورنيليوس، فن ډائک، ووليم د انجيل د نشر او طباعت لپاره د مستقلې چاپخانې اغاز وکړ. او ترڅنګ به يې د نصرانيت داعيانو دعوتي هېئتونه په هغو کتابونو توښه کول چې دوی به ورته د دعوت په ډګر کې اړين وو، له شک پرته چې په دغو هيئتونو کې پادرين، ډاکټران او هغه نصراني عالمان ول چې نصرانيت دين ته په دعوت کې يې ځانونه نذرانه کړي وو.
د دې ترڅنګ نصرانيانو ديني مدرسې پرانستې، يوه يې په بيروت کې هغه انجيلي ليسه وه چې وروسته د ( امريکا پوهنتون ) په نوم ونومول شوه، د حيرانتيا وړ خو لا دا ده چې بيروت، قاهره او انقره چې د اسلامي نړۍ رکنونه شمېرل کېدل تبشيري مرکزونو له همدغو ځايونو کې يې د خپل دعوت پېل واخست او بيا د اسلامي نړۍ برخې برخې ته خواره واره شول، په دې ډګر کې کتابي ميډيا وه چې د کتابونو، مجلو، ورځني اخبارونو او اطلس له لارو يې د نصراني خوځښتونو کلک ملاتړ کو.
د امريکايي پروټسټانټ له دې پرمختګ څخه کاتوليک ډار ونيول چې په نصراني ميډيا او صليبي دعوت کې به ورڅخه د کتابي ميډيا په مټ پروټسټانټ لا مخکې لاړ شي، دوی هم په (۱۸۴۸ ) ميلادي کال کې د چاپخانې د پېل هوډ وکړ ترڅو له خپلو حريفانو څخه مخکې ولاړ شي، دوی هم له فرنسا څخه لويه چاپخانه راوغوښته چې او خپل ديني، ادبي، او علمي کتابونه يې د چاپ لاندې ونيول، هغه و چې د لومړي ځل لپاره د کاتوليکي چاپخانې کتابونو هواګانې په لبنان کې ټوله فضا ونيوله.
له دې لارې امريکايي پروټسټانټ او فرنسوي کاتوليکانو وکولی شول چې د اسلامي او عربي نړۍ په ګوټ ګوټ کې له لبنانينو او سوريانينو څخه د خپلو مذهبونو داعيان جوړ کړي هغوی ته يې نصرانيت ته د دعوت طريقه کار، د ليک لوست چټکې زده کړې، د ميډيا رنګارنګ اسلوبونه او د مقالې او عنوان ليکلو اصول، د طباعت چارې او داسې نور ور زده کړل، ترڅو د دوی له لارې وکولی شي چې د چل او دجل له لارې اسلامي نړۍ کې تفرقې او انقسام ته لارې هوارې کړي او اسلامي اتحاد که په هر صورت کې وي دړې وړې کړي.
صهيوني ميډيا:
په فلسطين کې د ميډيا د بنسټونو د غښتليا په پار يهودان او نصرانيان سره د چاپخانو په اغاز يو له بل سره ضد شول، په ( ۱۸۳۰ ) ميلادي کال کې نسيم باق د يهودي ديانت د نشر او اشاعت لپاره ځانګړې چاپخانه خلاصه کړه، او په ( ۱۸۴۸ ) ميلادي کال کې د انجيل د نشر او اشاعت لپاره انګريزانو په د قدس په ښار کې د لندن چاپخانې په نوم هم چاپخانه خلاصه کړه، د صهيون غر ترڅنګ ارمن هم په ياد کال کې بله چاپخانه هم کار ته وسپارته، يهودانو په دې بسيا ونه کړه او په (۱۸۵۰) ميلادي کال کې يې د (ډيوډ ساسن ) په نوم بله چاپخانه هم کار ته ورکړه.
له صهيوني خوځښت سره د يهودي چاپخانو د اړيکو پر مټ وکولای شول چې د نړۍ ټولو يهودانو او نصرانيانو ته مذهب ته د دعوت موقعه مساعده کړي او ونډې اخستو ته يې وهڅوي چې له دې لارې يې د اسلامی نړۍ د شکولو او انقسام په چل او پراډ کې بريالي شول او د مسلمانانو اتحاد يې ويجاړ کړ، کولای شو چې د ځغلند نظر له مخې هغې ميډيا او صحافت ته سر ورښکاره کړو چې د يهودانو د ځانګړې پام او اهتمام لاندې مخ په وړاندې روان دی:
۱ – : د امريکي په متحده ايالتونو کې يهودان تر دا دمه (۲۴۴) ورځني اخبارونه لري، چې ترمنځ يې (۱۵۱) وخت ناوخته چاپيږي.
۲ – : په کاناډا کې (۳۰) مهال ويشت خپرونې لري .
۳ – : په لاتيني امريکا کې نزدې (۱۱۸) نشريات لري.
۴ – : په اروپا کې په ټولو ژبو ( ۳۴۸ ) د نشر او اشاعت توکې لري.
۵ – : په انډیا کې (۳) اخبارونه لري.
۶ – : په ترکيا کې (۵) مهال ويش خپرونې لري.
۷ – : په افريقا کې ( ۴۲ ) مهال ويش خپرونې لري.
او اسرائيل خو برملا اعلان کوي چې په غربي نړۍ کې صهيونيان (۸۸۹) مهال ويش خپرونې لري.
ځکه روبرټ مردوخ وکولی شول چې د برتانيا خورا مشهور اخبار (ټايمز) چې د لارډ ټيمسن ملکيت دی په اته لکه ډالرو وپېرې، ترڅو د صهيونستانو په لاس کې نوی اغېزناکه وژونکی لابراتوار وي، د همدې مجلې له لارې صهيونستانو وکولای شول چې د اسلام او مسلمانانو شکل او صورت بدنام کړي او د مسلمانانو ترمنځ تفرقه او ډلې ټپلې ډېر کړي.