متفرقات

د مور او پلار حقوق . ژباړن: محمد بصيرزئی

د مور او پلار حقوق . ژباړن: محمد بصيرزئی

الحمد لله  حذرنا من دار الغرور، وامرنا بالاستعداد ليوم البعث والنشور، احمده وهو العفو االشکور، امر ببرالوالدين وحذر من العقوق، واشهد ان لااله الا الله وحده لاشريک له ، له الملک وله الحمد وهو علی کل شي‌‌‌‌ء قدير.

واشهد ان محمدا عبده ورسوله صلی الله عليه وسلم وبارک عليه وعلی آله وصحبه ، اما بعد:

يقينا دالله جل جلاله رضا کول دمور او پلار په رضا کولو دي، چې پدې خبره ‌ډير قرآني ايتونه دلالت کوي، په دغه ايتونو کې الله جل جلاله دمور او پلار سره دښيګڼړې ذکر دخپل عبادت سره يوځای ذکر کړی دی ، چې د يو الله عبادت وکړئ او دمور او پلارسره نيکي وکړئ

الله تعالی فرمايي: (وَاعْبُدُوا اللَّهَ وَلَا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا)

ترجمه : ديو الله عبادت وکړئ اوهيڅ شی ورسره مه شريکوئ ، او دمور او پلار سره نيکي کوئ.

او همدارنګه فرمايي: (وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِنْدَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلَاهُمَا فَلَا تَقُلْ لَهُمَا أُفٍّ وَلَا تَنْهَرْهُمَا وَقُلْ لَهُمَا قَوْلًا كَرِيمًا)

ترجمه : او فيصله کړيده رب ستا چې بندګې سيوا داللله پاک نه دبل چا مه کوي ، دمور او پلار سره ښيګنړه کوئ که اورسيږي ستا په ژوند کې بوډاوالي ته يو ددې دواړو نه يا دواړه پس مه وايه دوي ته اف قدرې او زورنه مه ورکوه دوی ته او وايه دوی ته وينا ادب ناکه .

په  دې ايت کې الله پاک دويم امر ذکر کوي لپاره ددفع دعذاب چې هغه احسان کول دي د مخلوق سره او په دې ايت کې درې اداب ذکر دي او احسان کول دمور اوپلار سره دا ئې د توحيد دالله تعالی سره متصل ذکر کړه دلته آو همدارنګه نورو سورتونو کې هم ، پدې کې اشاره ده دې خبرې ته چې دالله سره به عبادت کې مور اوپلار هم نه شريکوئ  بلکې احسان وکړئ دمور او پلار سره خدمت يې وکړئ او په هغوي باندې مال خرچ کړئ ، ( ولاتنهرهما ) زورنه مه ورکوئ دوي ته امام ابن کثير رحمه الله فرمايې : چې مراد ددينه لاس پورته کول دي په هغوي باندې .

او دا ايتونه په هغه ربط او تعلق باندې دلالت کوي کوم تعلق چې د الله ديواځې عبادت او مور اوپلار سره نيکي کولو کې دی، ځکه هغه عبادت چې دمور اوپلار نافرمانې ورسره وي دعبادت نه نه شميرل کيږي، او دموراوپلار سره نيکي کول فايده نه ورکوي کله چې ورسره شرک يو ځاي وي ، ځکه دعبادت معنی داده : مينه او محبت کول سره د ځان عاجزه کولو نه الله ته ، او دالله خبره منل فرمانبرداري يې کول ، او عبادت ددې دواړو نه غير نه حاصليږي، دمور اوپلار نافرماني کول ګناه ده او په مور اوپلار  ځان لوی ګڼل دي ، او دعبادت په معنی او حقيقت کې نقصان پيدا کول  دي ، لکه دا خبره مفسرينو د اصحاب الاعراف په تفسير کې ذکر کړيده ددې قول دالله سره (وَبَيْنَهُمَا حِجَابٌ وَعَلَى الْأَعْرَافِ رِجَالٌ يَعْرِفُونَ كُلًّا بِسِيمَاهُمْ ) ( سورت اعراف )

ترجمه : او په مينځ ددوي کې به پرده وي او په اوچت ځای ددې حجاب به څه کسان وي چې پېژنې به هر يو لره په نښو سره .

او نبي عليه السلام هم ورته په حديث کې اشاره کړيده چې عمرو بن مرة الجهني رضي الله عنه روايت کړی دی چې يو سړی نبي عليه السلام ته راغلی او ورته يې وويل : ای دالله رسوله ! زه ددې کلمې ګواهي وکړم چې دالله جل جلاله نه غير بل حق معبود نشته ، او ته دالله رسول يې ، او پنځه وخته لمونځ کړم، او دخپل مال زکات ادا کړم ، او د رمضان دمياشتې روژه ونيسم ، نبي عليه السلام وفرمايل ( چې څوک په همدغې عمل مړ شو دا به د پيغمبرانو ، او صديقينو، شهيدانو سره دقيامت په ورځ کې داسې وي لکه دا دوه ګوتې ـ او خپلو ګوتو باندې يې اشاره وکړه ـ خوچې دمور اوپلار نافرماني يې نه وي کړي ( دا حديث امام احمد او طبراني په صحيح سند سره روايت کړی دی)

او دابن عباس  رضي الله عنه نه روايت دی فرمايې : درې ايتونه داسې نازل شوي دي چې په هغې کې درې عملونه ديو بل سره يو ځای ذ کر شوي دي ، او دغه عمل بغير دهغې بل عمل نه نه قبليږي ، تردې چې يو ځای يې ورسره ادا نه کړې

۱-دا قول دالله تعالی : (أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ)

ترجمه : حکم منئ دالله تعالی او حکم منئ درسول الله صلی الله عليه وسلم

چاچې دالله فرمانبرداري وکړه او د رسول يې ونکړه دا ترې نه قبليږي.

۲-دا قول دالله تعالی 🙁 وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ)

ترجمه : او پابندي کوئ دمانځه  او ورکوئ زکات .

څوک چې مونځ ادا کوي خو زکات نه ورکوي دا مونځ ترې نه قبليږي.

۳-دا قول دالله تعالی: (أَنِ اشْكُرْ لِي وَلِوَالِدَيْكَ)

ترجمه : شکر کوه زما او دمور او پلار ستا

چاچې دالله تعالی شکر ادا کړو او دمور اوپلار شکريې ادا نه کړو دا هم قابل قبول نه دی.

دمور اوپلار سره نيکي کول دا يواځې ددې امت خصوصيت ندی ، بلکه دا د الله جل جلاله مخکنئ فيصله ده چې په تيرو امتونو يې هم دمور او پلار سره نيکي کول فرض کړی و.

الله تعالی فرمايې : (وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَ بَنِي إِسْرَائِيلَ لَا تَعْبُدُونَ إِلَّا اللَّهَ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَقُولُوا لِلنَّاسِ حُسْنًا وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ ثُمَّ تَوَلَّيْتُمْ إِلَّا قَلِيلًا مِنْكُمْ وَأَنْتُمْ مُعْرِضُونَ)

ترجمه : او کله چې واخستو مونږ پوخ لوظ دبني اسرائيلو نه چې بندګي به نه کوئ مګر د يو الله تعالی او کوئي به دمور او پلار سره نيکي او دخپلوانو سره او يتيمانانو سره او مسکينانو سره او وائي به خلکو ته ښې خبرې او پابندي دمونځ کوي او ورکوئ زکات بيا مخ واړوو ستاسو نه مګر لږ کسان ستاسو نه او تاسو هميشه مخ ګرځونکي وي .

الله جل جلاله دټولو تيرو شويو پيغمبرانو ښه يادونه کړي ده او په ځانګړې توګه د يحيی عليه السلام  خاص يادونه کړي ده ، ځکه چې يحيی عليه السلام دخپل مور اوپلار سره ډير زيات نيکي کونکی و،سره له دې چې دمور اوپلارعمر يې هم ډير زيات و.

په هر وخت کې نيکي کول زيات اجر او ثواب لري خو دضرورت په وخت کې نيکي کول بيا ډير زيات اجر اوثواب لري ، نو دمور او پلار سره د بوډوالي په وخت کې نيکې کول زيات اجر ځکه لري چې په حالت دبوډاوالي او کمزورئ کې مور او پلار کومک او نيکۍ ته ډيره اړتيا وي، ځکه الله پاک دهغې په حق کې داسې فرمايې (وَبَرًّا بِوَالِدَيْهِ وَلَمْ يَكُنْ جَبَّارًا عَصِيًّا)

ترجمه : او احسان کونکی و د مور او پلار سره او دې نه و زياتی کونکی په خلکو اونه و نافرمان دالله پاک.

همدارنګه د عيسی عليه السلام دخپلې مور سره بې سارې خدمت ، اودهغې په خدمت وياړل  ، دهغې په غوروالی اقرار کول ، او دهغې په وړاندې عاجزي کول يې  الله پاک څه په  داسې طریقې يادونه کړيده  چې فرمايې (وَبَرًّا بِوَالِدَتِي وَلَمْ يَجْعَلْنِي جَبَّارًا شَقِيًّا)

ترجمه: او نيکې کونکی يم دمورسره او نه دی ګرځولی مالره زياتی کونکی په خلکو او بدبخت.

دموراو پلار سره نيکي کول دا عام او شامل دی هغه څه ته چې دبچي خوښ وي او که نه وي ، بچی هيڅ حق نه لري چې دمور او پلار سره دليل بازي او يا ورسره جنګ جګړي ، او يا ورسره خبره اړونه وکړي.

او دموراو پلار خبره منل ډير مهم عمل دی چې په دې باندې عامو خلکو ته خبر ورکول واجب دي کوم چې ددې مهمې مسلې نه ناخبره دي ، ځکه اکثر بچيان ددې نه په ناخبرئ کې پراته دي ، ځکه د هغوي دا نظر دی چې دمور او پلار سره نيکي کول په هغه څه کې دي چې مور او پلار پرې خوشحاليږي ، او ياهم هغه څه وي چې ورسره مينه لري ، او حقيقت داسې نه دی، ځکه نيکي هغې ته ويل کيږي چې د بچي د خواهش او ميلان په خلاف او ضد وي ، او که دبچي د خواهش سره برابر وي ديته نيکي نه ويل کيږي.

ځکه امام بيهقي رحمه الله په شعب الايمان او امام بخاري رحمه الله په الادب المفرد کې روايت نقل کړی دی ، د ابن عباس رضي الله عنهما په روايت چې فرمايې : هيڅ يو مسلمان نشته چې دهغې مور او پلار مسلمانان وي ، او داورسره نيکي کوي ، مګر الله جل جلاله به ورته د جنت دوه دروازې کولاو کړي ، او که مور يې ژوندئ وي او دا ورسره نيکي کوي نو يوه دروازه د جنت به ورته کولاو وي ، او که مور اوپلار کې ترې يو خفه و ترهغې پورې ترې الله جل جلاله نه راضي کيږي چې مور او پلار يې نه وي خوشحاله کړي ، چا تپوس وکړو که دا مور اوپلار يې ورباندې ظلم کوي ، نبي عليه السلام وويل : اګر که ظلم ورباندې هم کوي.

Tags

Related Articles

Back to top button