
36- عَنْ أُسَامَةَ بنِ زيدٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا, أنَّ النَّبِيَّ صلی الله عليه وسلم قَالَ: (لاَ يَرِثُ الْمُسْلِمُ الْكَافِرَ, وَلاَ الْكَافِرُ الْمُسْلِمَ) (صحيح البخاري, رقم الحديث 6764, وصحيح مسلم, رقم الحديث 1 – (1614), واللفظ للبخاري).)
د اسامه بن زيد رضي الله عنهما څخه روايت دی ، فرمايي : نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: مسلمان د کافر څخه ميراث نشې اخستلی، او کافر دمسلمان څخه ميراث نشې اخستلی .
د رواي پېژندنه:
ددي حديث راوي اسامه بن زيد بن حارثه رضي الله عنهما دی دده پلار زيد رضي الله عنه د نبي کريم صلی الله عليه وسلم خادم وو ، او نبي کريم صلی الله عليه وسلم يي په خپل مور پلار او هل باندي غوره کړی وو.
اسامه بن زيد رضي الله عنه د ډيرو ښو صفاتو او اخلاقو خاوند وو ، چې د همدي وجي نه نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته ډير محبوب وو .
اسامه بن زيد ډير هوشيار او زړه ور صحابي وو ، او په پوره حکمت سره به يي کارونه سر ته رسول ، ددي وجي نه کريم صلی الله عليه وسلم د مسلمانانو د لښکر امير وټاکه او عمريي دشلو کلونو په شاه وخوا کې وو، او په دي لښکر دمسلمانانو کې مشران صحابه کرام هم موجود وو ، لکه ابو بکر عمر رضي الله عنهما وغيره .
مخکې ددينه چې دا لښکر دمسلمانانو د خپل هدف په لور روان شې، نبي کريم صلی الله عليه وسلم وفات شو ، بيا روستو دا لښکر ابوبکر الصديق رضي الله عنه د خپل هدف په لور اوليږه ، او دا غوښتنه يي اوکړه چې عمر رضي الله عنه ورسره په مدينه کې پاتې شې ، بيا دا لښکر چې د اسامه بن زيد رضي الله عنه په قيادت کې تللی وو د ډيرو غنمتونو سره راواپس شو .
د احاديثو په کتابونو کې د اسامه بن زيد رضي الله عنه نه د نبي کريم صلی الله عليه سولم يو سلو آتلس (۱۱۸) احاديث نقل دي .
اسامه بن زيد رضي الله عنه په هغه اختلافاتو کې چې د صحابه کرامو په مينځ کې واقع شوي وو ، ځانله والی اختيار کړی وو بيا دمشق ته نيز دې يوه علاقه وه هلته لاړو ، او څه وخت روستو بيرته مدينې ته راغی او بيا په کال څلور پنځوس (۵۴) هجرې کې په جرف مقام کې د يو شپيتوکلونو په عمر (۶۱ ) په وفات شو ، او په مدينه کې دفن کړی شو
ددي حديث د فوائدو څخه
1-دا حديث لار ښونه کوې چې مسلمان د کافر څخه او کافر دمسلمان څخه ميراث نه شې اخستلاي،اګرکه کافرد ميراث د تقسيمولو نه مخکې اسلام قبول کړې ، بيا هم په دغه ميراث کې دده برخه نشته ، او همدا دجمهور علماو مذهب دی ، او همدارنګه حکم د مرتد هم دی .
2- بعضې علما ء بيا په دې نظر دي ، چې مسلمان د کافر څخه ميراث اخستلی شي ، خو کافر د مسلمان څخه ميراث نشې اخستلی ، او که کافر مخکې ددينه چې ميراث تقسيم شې ، اسلام قبول کړې ، نو بيا په ميراث کې برخه لري .
داسلام د محاسنو څخه داده ، چې دميراث مسائل په کې ښه په تفصيل سره بيان شوي دي .