د نبي صلی الله عليه وسلم ځواب کړې پوښتنې (څلورمه برخه ) [ ژباړن: لقمان حکيم حکمت
د نبي صلی الله عليه وسلم ځواب کړې پوښتنې (څلورمه برخه ) [ ژباړن: لقمان حکيم حکمت

۱۳ – : د الله په نېز کومه ګناه ډېره غټه ده؟
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ مَسْعُوْدٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: [ سَأَلْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: أَيُّ الذَّنْبِ أَعْظَمُ عِنْدَ اللَّهِ؟ قَالَ: أَنْ تَجْعَلَ لِلَّهِ نِدًّا وَهُوَ خَلَقَكَ. قُلْتُ: إِنَّ ذَلِكَ لَعَظِيمٌ، قُلْتُ: ثُمَّ أَيُّ؟ قَالَ: وَأَنْ تَقْتُلَ وَلَدَكَ تَخَافُ أَنْ يَطْعَمَ مَعَكَ. قُلْتُ: ثُمَّ أَيُّ؟ قَالَ: أَنْ تُزَانِيَ حَلِيلَةَ جَارِكَ ] ([1])
ژباړه: له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه نه روايت دی چې ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه وپوښتل: د الله په نېز کومه ګناه ډېره لويه ده؟ هغه وويل: دا چې ته له الله سره برخه دار وګرځوې په داسې حال کې چې هغه پېدا کړی يې.ما وويل: دا خو ډېره لويه ګناه ده! بيا کومه ګناه غټه ده؟ هغه وويل: چې ته د دې ويرې له کبله خپل ځوی مړ کړې چې خوراک به درسره وکړي، بيا مې وويل: او ورپسې کومه ګناه غټه ده؟ هغه وويل: چې د خپل ګاونډې له ښځې سره زنا وکړې.
۱۴ – : لومړی کوم مسجد ودان شوی دی؟
عَنْ أَبِيْ ذَرٍّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ: [ قُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَيُّ مَسْجِدٍ وُضِعَ فِي الأَرْضِ أَوَّلَ؟ قَالَ: المَسْجِدُ الحَرَامُ قَالَ: قُلْتُ: ثُمَّ أَيٌّ؟ قَالَ المَسْجِدُ الأَقْصَى» قُلْتُ: كَمْ كَانَ بَيْنَهُمَا؟ قَالَ: أَرْبَعُونَ سَنَةً، ثُمَّ أَيْنَمَا أَدْرَكَتْكَ الصَّلاَةُ بَعْدُ فَصَلِّهْ، فَإِنَّ الفَضْلَ فِيه ] ([2])
ژباړه: له ابوذر رضي الله عنه نه روايت دی چې ما وپوښتل: د الله رسوله! په ځمکه کې لومړی کوم مسجد ودان شوی دی؟ هغه وويل: مسجد حرام، ما بيا وپوښتل: او ورپسې کوم مسجد؟ هغه وويل: مسجد اقصی، ما وويل: ترمنځ يې څومره وخت فاصله وه؟ هغه وويل: څلوېښت کاله، خو چې په کوم ځای کې درباندې د لمونځ وخت راشي نو لمونځ وکړه په دې کې ډېر غوره والی دی.
۱۵ – : که څوک له چا سره مينه لري خو قومي يې نه وي نو بيا؟
عَنْ أَبِي مُوسَى رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: قِيلَ لِلنَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: [ الرَّجُلُ يُحِبُّ القَوْمَ وَلَمَّا يَلْحَقْ بِهِمْ؟ قَالَ: المَرْءُ مَعَ مَنْ أَحَبّ ] ([3])
ژباړه: د ابوموسی اشعري رضي الله عنه نه روايت دی چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته وويل شول: هغه سړی څه حکم لري چې کوم قوم يې خوښيږي خو د هغوی غړی نه وي؟ هغه وويل: څوک چې له چا سره مينه لري له هم هغه سره به وي.
۱۶ – : ايا پوهيږئ چې شهيد چا ته ويل کيږي؟
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: [ مَا تَعُدُّونَ الشَّهِيدَ فِيكُمْ؟ قَالُوا: يَا رَسُولَ اللهِ، مَنْ قُتِلَ فِي سَبِيلِ اللهِ فَهُوَ شَهِيدٌ، قَالَ: إِنَّ شُهَدَاءَ أُمَّتِي إِذًا لَقَلِيلٌ، قَالُوا: فَمَنْ هُمْ يَا رَسُولَ اللهِ؟ قَالَ: مَنْ قُتِلَ فِي سَبِيلِ اللهِ فَهُوَ شَهِيدٌ، وَمَنْ مَاتَ فِي سَبِيلِ اللهِ فَهُوَ شَهِيدٌ، وَمَنْ مَاتَ فِي الطَّاعُونِ فَهُوَ شَهِيدٌ، وَمَنْ مَاتَ فِي الْبَطْنِ فَهُوَ شَهِيد ] ([4])
ژباړه: له ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: تاسو په خپلو کې شهيد څه ته وايئ؟ هغوی وويل: مونږ شهيد هغه چا ته وايو چې د الله په لاره کې وژل شوی وي، هغه وويل: دا خو به بيا زما په امت کې شهيدان بيخي کم وي؟ صحابه کرامو وويل: نو شهيدان څوک دي د الله رسوله! هغه وويل: څوک چې د الله په لاره کې وژل شي نو شهيد دی، که څوک د الله په لاره کې ومري هم شهيد دی، که څوک په طاعون کې ومري هم شهيد دی، که څوک د خيټې په رنځ ومري هم شهيد دی.
۱۷ – : په مومنانو کې غوره او ځېرکه څوک دی؟
عَنِ ابْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ أَنَّهُ قَالَ: كُنْتُ مَعَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَجَاءَهُ رَجُلٌ مِنَ الْأَنْصَارِ، فَسَلَّمَ عَلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، ثُمَّ قَالَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ أَيُّ الْمُؤْمِنِينَ أَفْضَلُ؟ قَالَ: أَحْسَنُهُمْ خُلُقًا، قَالَ: فَأَيُّ الْمُؤْمِنِينَ أَكْيَسُ؟ قَالَ: أَكْثَرُهُمْ لِلْمَوْتِ ذِكْرًا، وَأَحْسَنُهُمْ لِمَا بَعْدَهُ اسْتِعْدَادًا، أُولَئِكَ الْأَكْيَاسُ] ([5])
ژباړه: ابن عمر رضي الله عنه وايي چې زه له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره وم نو يو انصاري سړی راغی او پر نبي کريم صلی الله عليه وسلم يې سلام وکړ، بيا يې وويل: د الله رسوله! کوم مومنان ډېر غوره دي؟ هغه وويل: هغه چې اخلاق يې ښه وي، بيا يې وويل: کوم مومنان ډېر ځېرکه دي؟ هغه وويل: هغه چې مرګ ډېر يادوي، او ډېر ښه وربکې هغه څوک دی چې له مرګ څخه د وروسته مرحلې لپاره چمتوالی نيسي، همدوی ډېر ځېرکه دي
……………………………………….