حدیث

د نبي صلی الله عليه وسلم ځواب کړې پوښتنې (پنځمه برخه ) [ ژباړن: لقمان حکيم حکمت

د نبي صلی الله عليه وسلم ځواب کړې پوښتنې (پنځمه برخه ) [ ژباړن: لقمان حکيم حکمت

 

۱۸ – : ايا له لمونځ څخه هم غلا کيدای شي؟

عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: [ إِنَّ أَسْوَأَ النَّاسِ سَرِقَةً، الَّذِي يَسْرِقُ صَلَاتَهُ، قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ وَكَيْفَ يَسْرِقُهَا؟ قَالَ:لَا يُتِمُّ رُكُوعَهَا وَلَا سُجُودَهَا ] ([1])

ژباړه: له ابوسعيد خدري رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: بدترين غل هغه دی چې له لمونځ څخه غلا کوي، صحابه کرامو وويل: د الله رسوله! له لمونځ څخه څنګه غلا کوي؟ هغه وويل: چې نه يې رکوع پوره ادا کوي او نه سجده.

۱۹ – : ته ولې په شعبان کې ډېرې روژې نيسې؟

عَنْ أُسَامَةَ بْنِ زَيْدٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: [ قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، لَمْ أَرَكَ تَصُومُ شَهْرًا مِنَ الشُّهُورِ مَا تَصُومُ مِنْ شَعْبَانَ، قَالَ: ذَلِكَ شَهْرٌ يَغْفُلُ النَّاسُ عَنْهُ بَيْنَ رَجَبٍ وَرَمَضَانَ، وَهُوَ شَهْرٌ تُرْفَعُ فِيهِ الْأَعْمَالُ إِلَى رَبِّ الْعَالَمِينَ، فَأُحِبُّ أَنْ يُرْفَعَ عَمَلِي وَأَنَا صَائِمٌ ] ([2])

ژباړه: اسامه رضي الله عنه وايي چې ما وويل: ای د الله رسوله! د شعبان له مياشتې پرته دې په نورو مياشتو کې روژه نه وينم؟ هغه وويل: دا هغه مياشت ده چې د رجب او رمضان ترمنځ ترې خلک ناخبره وي، په دې مياشت کې الله پاک ته عملونه پورته کيږي، او زه دوسته ګڼم چې زما عمل په داسې حالت کې پورته کړی شي چې زه روژه يم.

۲۰ – : ايا تاسو هره ورځ زر نيکۍ نه شئ ګټلی؟

عَنْ مُصْعَبِ بْنِ سَعْدٍ، حَدَّثَنِي أَبِي قَالَ: [ كُنَّا عِنْدَ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالَ: أَيَعْجِزُ أَحَدُكُمْ أَنْ يَكْسِبَ، كُلَّ يَوْمٍ أَلْفَ حَسَنَةٍ؟ فَسَأَلَهُ سَائِلٌ مِنْ جُلَسَائِهِ: كَيْفَ يَكْسِبُ أَحَدُنَا أَلْفَ حَسَنَةٍ؟ قَالَ: يُسَبِّحُ مِائَةَ تَسْبِيحَةٍ، فَيُكْتَبُ لَهُ أَلْفُ حَسَنَةٍ، أَوْ يُحَطُّ عَنْهُ أَلْفُ خَطِيئَةٍ ] ([3])

ژباړه: مصعب وايي ما ته مې پلار سعد رضي  الله عنه وويل چې مونږ له نبي کريم صلی الله عليه وسلم سره، هغه وويل: ايا تاسو کې له دې څخه يو څوک عاجز دی چې هره ورځ زر نيکۍ وکړي؟ يو ناست سړي پوښتنه وکړه چې په مونږ کې به څوک زر نيکۍ څنګه وکړی شي؟هه ووايل: سل ځله دې سبحان الله وايي نو زر نيکۍ به ورله وليکل شي او يا به ورڅخه زر بديانې محوه شي.

۲۱ – : د الله په لاره کې يې کوم يو دی؟

عَنْ أَبِي مُوسَى رضي الله عنه قَالَ: سُئِلَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنِ الرَّجُلِ يُقَاتِلُ شَجَاعَةً، وَيُقَاتِلُ حَمِيَّةً، وَيُقَاتِلُ رِيَاءً، أَيُّ ذَلِكَ فِي سَبِيلِ اللهِ؟ فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: مَنْ قَاتَلَ لِتَكُونَ كَلِمَةُ اللهِ هِيَ الْعُلْيَا، فَهُوَ فِي سَبِيلِ اللهِ]([4])

ژباړه: له ابوموسی اشعري رضي الله عنه نه روايت دی چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه وپوښتل شول چې يو سړی د شجاعت لپاره جنګ کوي، يو څوک يې د تعصب په خاطر کوي او څوک يې د رياء په خاطر کوي نو کوم يو يې د الله په لاره کې دی؟ هغه وويل: هر څوک چې د دې لپاره جنګ کوي چې د الله دين پورته شي نو همدغه د الله په لاره کې دی.

۲۲ – : د ليلة  القدر په شپه باندې څه ووايم؟

عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهَا أَنَّهَا قَالَتْ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَرَأَيْتَ إِنْ وَافَقْتُ لَيْلَةَ الْقَدْرِ مَا أَدْعُو؟ قَالَ: تَقُولِينَ: اللَّهُمَّ إِنَّكَ عَفُوٌّ تُحِبُّ الْعَفْوَ فَاعْفُ عَنِّي ] ([5])

ژباړه : عائشې رضي الله عنها څخه روايت دی چې دې وويل: ای د الله رسوله! که زه د ليلة القدر سره موافقه شم نو بايد څنګه دعا وکړم؟ هغه وويل: ته بايد دا ووايې: ای الله! ته د درګزر والا ذات يې او درګزرې دې خوښه ده له ما څخه درګزر وکړه.

۲۳ – : د چا پوزه دې خاورې شي؟

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ: [ رَغِمَ أَنْفُ، ثُمَّ رَغِمَ أَنْفُ، ثُمَّ رَغِمَ أَنْفُ، قِيلَ: مَنْ؟ يَا رَسُولَ اللهِ قَالَ: مَنْ أَدْرَكَ أَبَوَيْهِ عِنْدَ الْكِبَرِ، أَحَدَهُمَا أَوْ كِلَيْهِمَا فَلَمْ يَدْخُلِ الْجَنَّة ] ([6])

ژباړه: له ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: پوزه يې دې خاورې شي، پوزه يې دې خاورې شي، پوزه يې دې خاورې شي، وويل شول: ای د الله رسوله! د چا؟ هغه وويل: د هغه چا چې مور او پلار يا يې يو د بوډاتوب په حالت کې ګير کړي او ( په خدمت يې ) جنت ته ونه نوځي.

۲۴ – : کوم خيرات ډېر غوره دی؟

عَنْ سَعْدِ بْنِ عُبَادَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ أَنَّ أُمَّهُ مَاتَتْ فَقَالَ: [ يَا رَسُولَ اللَّهِ، إِنَّ أُمِّي مَاتَتْ فَأَتَصَدَّقُ عَنْهَا؟ قَالَ: نَعَمْ. قَالَ: فَأَيُّ الصَّدَقَةِ أَفْضَلُ؟ قَالَ: سَقْيُ الْمَاءِ ] ([7])

ژباړه: له سعد بن عباده رضي الله عنه نه روايت دی چې مور يې مړه شوه نو وېويل: ای د الله رسوله! مور مړه شوې ده ايا صدقه ورڅخه کولی شم؟ هغه وويل: هو، سعد رضي الله عنه وويل: نو کومه صدقه ډېره  غوره ده ؟ هغه وويل: پر اوبو خړوبول.

۲۵ – : که څوک د خيرات توان نه لري نو بيا؟

عَنْ أَبِيْ بُرْدَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: [ عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ صَدَقَةٌ قِيلَ: أَرَأَيْتَ إِنْ لَمْ يَجِدْ؟ قَالَ يَعْتَمِلُ بِيَدَيْهِ فَيَنْفَعُ نَفْسَهُ وَيَتَصَدَّقُ قَالَ قِيلَ: أَرَأَيْتَ إِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ؟ قَالَ: يُعِينُ ذَا الْحَاجَةِ الْمَلْهُوفَ قَالَ قِيلَ لَهُ: أَرَأَيْتَ إِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ؟ قَالَ: يَأْمُرُ بِالْمَعْرُوفِ أَوِ الْخَيْرِ قَالَ: أَرَأَيْتَ إِنْ لَمْ يَفْعَلْ؟ قَالَ: «يُمْسِكُ عَنِ الشَّرِّ، فَإِنَّهَا صَدَقَة ] ([8])

ژباړه: پر هر مسلمان باندې صدقه (لازم) ده، ورته وويل شول: که د صدقې څه نه لري نو بيا؟ هغه وويل: په خپلو لاسونو دې کار روزګار وکړي او ځان ته به هم ګټه ورسوي او هم به پرې صدقه وکړي، ورته وويل: که يې د کار توان هم نه وي نو بيا؟ هغه وويل: د ډېر  اړين او خورا محتاج سره دې مرسته وکړي، که يې د دې توان هم نه وي نو بيا؟ هغه وويل: په نېکو يا د خير په کارونو دې امر کوي، ورته يې وويل: او که دا هم ونه کړي؟ هغه وويل: له شر څخه دې ځان رابند کړي دا هم د ده لپاره صدقه ده.

 …………………………………………..

([1]) مسند احمد: (11532)

([2]) سنن النسائي: (2375)

([3]) صحيح مسلم: (2698)

([4]) صحيح مسلم: (۱۹۰۴).

([5]) سنن ابن ماجه: (3850).

([6]) صحيح مسلم: (۲۵۵۱)

([7]) صحيح ابن حبان: ( ۳۳۴۸)، مسند احمد: (۲۲۴۵۹).

([8]) صحيح مسلم: (1008)

Tags

Related Articles

Back to top button