د نبي صلی الله عليه وسلم ځواب کړې پوښتنې (شپږمه برخه ) [ ژباړن: لقمان حکيم حکمت
د نبي صلی الله عليه وسلم ځواب کړې پوښتنې (شپږمه برخه ) [ ژباړن: لقمان حکيم حکمت

۲۶ – : لوي تباه کونکي ګناهونه کوم کوم دي؟
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: [ اجْتَنِبُوا السَّبْعَ الْمُوبِقَاتِ قِيلَ: يَا رَسُولَ اللهِ، وَمَا هُنَّ؟ قَالَ: الشِّرْكُ بِاللهِ، وَالسِّحْرُ، وَقَتْلُ النَّفْسِ الَّتِي حَرَّمَ اللهُ إِلَّا بِالْحَقِّ، وَأَكْلُ مَالِ الْيَتِيمِ وَأَكْلُ الرِّبَا، وَالتَّوَلِّي يَوْمَ الزَّحْفِ، وَقَذْفُ الْمُحْصِنَاتِ الْغَافِلَاتِ الْمُؤْمِنَاتِ ] ([1])
ژباړه: له ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: له اوو بربادونکو ګناهونو څخه ځانونه وساتئ، ورته وويل شول: د الله رسوله دغه کوم ګناهونه دي؟ هغه وويل: له شرک کول، سحر او جادو کول، له حق (قصاص، متزوج زناکار،مرتد) پرته د الله حرام کړي انسان وژنه، د يتيمانانو شمتني خوړل، سود خوړل، د جنګ (جهاد) په ورځ له ميدان څخه په شا تختېدل، او پاک دامنې ناخبره مومنانې ښځې په بدو تورنول.
۲۷ – : دا تاوانيان څوک دي د الله رسوله!
عَنْ أَبِي ذَرٍّ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: ثَلَاثَةٌ لَا يُكَلِّمُهُمُ اللهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، وَلَا يَنْظُرُ إِلَيْهِمْ وَلَا يُزَكِّيهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ قَالَ: فَقَرَأَهَا رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ثَلَاثَ مِرَارًا، قَالَ أَبُو ذَرٍّ: خَابُوا وَخَسِرُوا، مَنْ هُمْ يَا رَسُولَ اللهِ؟ قَالَ: الْمُسْبِلُ، وَالْمَنَّانُ، وَالْمُنَفِّقُ سِلْعَتَهُ بِالْحَلِفِ الْكَاذِبِ ] ([2])
ژباړه: له ابو ذر رضي الله عنه نه روايت دی چې نبي صلی الله عليه وسلم فرمايي: درې ډوله خلک دي چې دقيامت په ورځ به ورسره الله پاک خبرې ونه کړي، نه به ورته د رحمت په نظر وګوري او نه به يې له ګناهونو څخه پاک او د دوی لپاره دردناک عذاب دی، دا خبره نبي صلی الله عليه وسلم درې ځله تکرار کړه، ابوذر رضي الله عنه ورته وويل: دوی خو برباد او تاوانيان شول، د الله رسوله دوی څوک دي؟ هغه وويل: له ګيټکو څخه لاندې پرتوګ راخښکونکی، او هغه چې زباتونې کوي، او د دروغو قسم له مخې خپلې توکې خرڅونکی.
۲۸ – : کومه دعا ښه قبليږي؟
عَنْ أَبِي أُمَامَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: قِيلَ يَا رَسُولَ اللهِ: أَيُّ الدُّعَاءِ أَسْمَعُ؟ قَالَ: جَوْفَ اللَّيْلِ الآخِرِ، وَدُبُرَ الصَّلَوَاتِ الْمَكْتُوبَاتِ ] ([3])
ژباړه: ابو امامه رضي الله عنه وايي: وويل شول: ای د الله رسوله ! کومه ډول دعا ښه اورېدلی (قبلولی) شي؟ هغه وويل: د شپې په اخر کې، او د هر فرض لمونځ نه وروسته دعاګانې.
۲۹ – : ايمان څه ته ويل کيږي؟
عَنْ أَبِي أُمَامَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَجُلٌ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، مَا الْإِيمَانُ؟ قَالَ: إِذَا سَرَّتْكَ حَسَنَاتُكَ، وَسَاءَتْكَ سَيِّئَاتُكَ، فَأَنْتَ مُؤْمِنٌ ] ([4])
ژباړه: له ابوامامه رضي الله عنه نه روايت دی چې يو سړي وويل: ای د الله رسوله! ايمان څه ته ويل کيږي؟ هغه وويل: چې کله ستا حسنات ته خوشحاله کړي، او ستا ګناهونه تا خفه کړي نو ته مومن يې.
۳۰ – : ايا د زنا باوجود به جنت ته ځي؟
عَنْ أَبِيْ ذَرٍّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: أَتَيْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَعَلَيْهِ ثَوْبٌ أَبْيَضُ، وَهُوَ نَائِمٌ، ثُمَّ أَتَيْتُهُ وَقَدِ اسْتَيْقَظَ، فَقَالَ: مَا مِنْ عَبْدٍ قَالَ: لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، ثُمَّ مَاتَ عَلَى ذَلِكَ إِلَّا دَخَلَ الجَنَّةَ قُلْتُ: وَإِنْ زَنَى وَإِنْ سَرَقَ؟ قَالَ: وَإِنْ زَنَى وَإِنْ سَرَقَ قُلْتُ: وَإِنْ زَنَى وَإِنْ سَرَقَ؟ قَالَ: وَإِنْ زَنَى وَإِنْ سَرَقَ قُلْتُ: وَإِنْ زَنَى وَإِنْ سَرَقَ؟ قَالَ: وَإِنْ زَنَى وَإِنْ سَرَقَ عَلَى رَغْمِ أَنْفِ أَبِي ذَرٍّ وَكَانَ أَبُو ذَرٍّ إِذَا حَدَّثَ بِهَذَا قَالَ: وَإِنْ رَغِمَ أَنْفُ أَبِي ذَرّ ] ([5])
ژباړه: له ابوذر رضي الله عنه نه روايت دی چې زه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغلم او د هغه پر تن سپينې جامې وې او ويده و، چې بيا ورته راغلم نو راپاڅېدلی و، نو ويويل: هر څوک که لا اله الا الله ووايي او بيا مړ شي نو جنت ته به ولاړ شي، ما ورته وويل: که زنا او غلا يې هم کړي وي؟ هغه وويل: هو، که غلا او زنا يې هم کړې وي، ما بيا وويل: که زنا او غلا يې هم کړي ؟ هغه وويل: هو، که زنا او غلا يې هم کړې وي، ما بيا وويل: که زنا او غلا يې هم کړې وي؟ هغه وويل: هو، که زنا او غلا يې هم کړې وي که څه هم د ابوذر پوزه په خاورو ککړه شي( يعنې بدي يې شي) بيا چې به ابوذر رضي الله عنه دا حديث کله هم بيانو نو ويل به يې که څه هم ابوذر بدي شي.
۳۱ – : ايا د روژې، لمونځ او صدقې څخه مو په لوړه درجه نه خبروم؟
عَنْ أَبِي الدَّرْدَاءِ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: أَلاَ أُخْبِرُكُمْ بِأَفْضَلَ مِنْ دَرَجَةِ الصِّيَامِ وَالصَّلاَةِ وَالصَّدَقَةِ، قَالُوا: بَلَى، قَالَ: صَلاَحُ ذَاتِ البَيْنِ، فَإِنَّ فَسَادَ ذَاتِ البَيْنِ هِيَ الحَالِقَة ] ([6])
ژباړه: له ابودرداء رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: ايا د روژې او لمونځ او صدقې څخه په لوړه درجه مو نه خبروم، صحابه کرامو وويل: ولې نه د الله رسوله (ومو خبروه) هغه وويل: خپل منځ کې جوړ جاړی کول، او په خپل منځ کې ورانه نيکۍ خروي (رژوي).
۳۲ – : پر تا باندې څومره درود ووايم؟
عَنْ أُبَيِّ بْنِ کَعْبٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: [قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللهِ إِنِّي أُكْثِرُ الصَّلاَةَ عَلَيْكَ فَكَمْ أَجْعَلُ لَكَ مِنْ صَلاَتِي؟ فَقَالَ: مَا شِئْتَ. قَالَ: قُلْتُ: الرُّبُعَ، قَالَ: مَا شِئْتَ فَإِنْ زِدْتَ فَهُوَ خَيْرٌ لَكَ، قُلْتُ: النِّصْفَ، قَالَ: مَا شِئْتَ، فَإِنْ زِدْتَ فَهُوَ خَيْرٌ لَكَ، قَالَ: قُلْتُ: فَالثُّلُثَيْنِ، قَالَ: مَا شِئْتَ، فَإِنْ زِدْتَ فَهُوَ خَيْرٌ لَكَ، قُلْتُ: أَجْعَلُ لَكَ صَلاَتِي كُلَّهَا قَالَ: إِذًا تُكْفَى هَمَّكَ، وَيُغْفَرُ لَكَ ذَنْبُكَ] ([7])
ژباړه: له ابي بن کعب رضي الله عنه نه روايت دی چې ما وويل: ای د الله رسوله! زه پر تا ډېر درود وايم خو چې څومره ووايم ښه به وي؟ هغه وويل: چې څومره دې خوښه وي، ما وويل: څلورمه برخه؟ هغه وويل: ستا خوښه خو که ډېر يې کړې ستا لپاره به پسنده وي، ما وويل: سم نيم؟ هغه وويل: ستا خوښه خو که ډېر دې کړ نو ستا لپاره به پسنده وي، ما وويل: دوه برخې؟ هغه وويل: ستا خوښه خو که ډېر دې کړ ستا لپاره به پسنده وي، ما وويل: بس زما ټوله دعا به پر تا باندې درود وي! هغه وويل: ايله به دې غم ختم شي او ګناهونه به دې بخشش شي.
۳۳ – : ايا له دجال څخه مو په لويه فتنه نه خبروم؟
عَنْ أَبِي سَعِيدٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: [ خَرَجَ عَلَيْنَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَنَحْنُ نَتَذَاكَرُ الْمَسِيحَ الدَّجَّالَ، فَقَالَ:أَلَا أُخْبِرُكُمْ بِمَا هُوَ أَخْوَفُ عَلَيْكُمْ عِنْدِي مِنَ الْمَسِيحِ الدَّجَّالِ؟ قَالَ: قُلْنَا: بَلَى، فَقَالَ: الشِّرْكُ الْخَفِيُّ، أَنْ يَقُومَ الرَّجُلُ يُصَلِّي، فَيُزَيِّنُ صَلَاتَهُ، لِمَا يَرَى مِنْ نَظَرِ رَجُل ] ([8])
ژباړه: له ابوسعيد خدري رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم پر مونږ باندې راووت او مونږ د مسيح الدجال اړوند ګړيدو، هغه وويل: ايا له هغه څه مو نه خبروم چې له دجال څخه هم زه پرې پر تاسو ډېر ډارېږم؟ مونږ وويل: ولې (خبر مو کړه) هغه وويل: پټ شرک، پټ شرک دا دی چې سړی لمونځ ته پورته شي او خپل لمونځ په دې خاطر ښايسته کړي چې د چا ورته پام وي.
۳۴ – : مور او پلار ته لا څنګه سپورې ستغې ويل کيږي؟
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: [ إِنَّ مِنْ أَكْبَرِ الكَبَائِرِ أَنْ يَلْعَنَ الرَّجُلُ وَالِدَيْهِ قِيلَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، وَكَيْفَ يَلْعَنُ الرَّجُلُ وَالِدَيْهِ؟ قَالَ: يَسُبُّ الرَّجُلُ أَبَا الرَّجُلِ، فَيَسُبُّ أَبَاهُ، وَيَسُبُّ أُمَّه ] ([9])
ژباړه: عبدالله بن عمرو رضي الله عنهما نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: په غټو کې غټه ګناه دا ده چې څوک خپل مور او پلار ته کنځلې کوي، ورته وويل شول چې ای د الله رسوله! خپل مور او پلار ته لا هم څوک کنځلې کوي؟ هغه وويل: چې څوک د چا پلار وکنځي هغه د ده پلار وکنځي، او که د چا مور وکنځي نو هغه د ده مور وکنځي.
۳۵ – : څوک مومنان نه دي د الله رسوله؟!
عَنْ أَبِي شُرَيْحٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: [ وَاللَّهِ لاَ يُؤْمِنُ، وَاللَّهِ لاَ يُؤْمِنُ، وَاللَّهِ لاَ يُؤْمِنُ قِيلَ: وَمَنْ يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ قَالَ: الَّذِي لاَ يَأْمَنُ جَارُهُ بَوَايِقَهُ ] ([10])
ژباړه: له ابوشريح رضي الله عنه نه روايت دی چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: پر الله قسم چې مومن نه دی، پر الله قسم چې مومن نه دی، پر الله قسم چې مومن نه دی، ورته وويل شول: ای د الله رسوله! څوک؟ هغه وويل: هغه څوک چې ګاونډي يې له ضرر څخه په امان نه وي.
…………………………………………..